د شوروي د 1930-1933 کلونو قحطي

په 1930-1933ز کلونو کې د شوروي قحطي (لوږه/وچکالي)، د اوکراين او د شمالي قفقاز، کوبان سيمه، وولګا سيمه، قزاقستان، سويلي اورالز، او لوېديځې سربيا په ګډون د روسيې په مختلفو برخو کې، د شوروي اتحاد په هغو سيمو کې يوه قحطي وه چېرته چې په زياته اندازه غلې دانې توليد کېدې.

د اټکلونو تر مخې په ټول شوروي اتحاد کې له 5.7 څخه تر 8.7 ميليونه  پورې خلک د قطحې له امله مړه شول. په دې قحطۍ کې مهم ونډه لرونکو لاملونو کې دا شامل دي: د لومړي پنځه کلن پلان د يوې برخې په توګه د کرنې جبري اشتراکي عمل، او په زور سره د غلو دانو رانيول، تر څنګ يې په چټکۍ سره صنعتي کېدل او کمېدونکی کرنيز کاري ځواک. سرچينې د وچکالۍ په ممکنه ونډې متفقې نه دي. په دې موده کې شوروي حکومت د کولاک (په شوروي اتحاد کې شتمنه کروندګره طبقه کولاک بلل کېدل) پر ضد خپله ځورونه زیاته کړه. د شوروي رهبر جوزف سټالن امر کړی و چې کلاک دې "د يوې طبقې په توګه دې له منځه يوړل شي"، له همدې امله دوی د دولت هدف وګرځېدل. د روسيې له کورنۍ جګړې وروسته د کولاک تعقيب او ځورونه روانه وه، او کله هم په بشپړ ډول ارامه نه شوه. کله چې اشتراکيت په پراخه کچه پلی کړای شو، د کولاک پر ضد ظلم کې زياتوالی راغی، کوم چې په 1929-1932ز کلونو کې د کولاک د نيولو، له هېواده ايستلو، او په زیات شمېر د وژنو په ګډون، د شوروي اتحاد له خوا په سياسي فشار پای ته ورسېد. ځينو کولاکانو د څارويو د وژلو، او د کارخانو د کارکونکو د استعمال لپاره چمتو شويو فصلونو په ويجاړولو سره د ګډوډۍ په اعمالو تر سره کولو غبرګون وښود. د مړينې په شمېر کې د زياتوالي سره سره، سټالين پنځه کلن پلان او اشتراکيت ته دوام ورکړ. تر 1934ز کال پورې، شوروي اتحاد يوه صنعتي بنسټلیکه جوړه کړې وه، په هر حال، دا صنعتي بنسټلیکه د ميليونونو کسانو په مړينه تر لاسه شوه.

ځينو پوهانو په اوکراين او قزاقستان کې قحطي د نسل وژنې په توګه ډلبندي کړې ده، کوم چې د سټالين حکومت تر سره کړې وه، او توکميز اوکرانيان او قزاقان يې په نښه کړي وو. نور بيا د کوم ډول اړوند توکميز محرک سره مخالت څرګندوي، څه ډول چې په دې اصطلاح سره عموماً نسل وژنې ته اشاره کېږي، او په طبقاتي محرکاتو تمرکز لري، کوم محرکات چې د شخصي شتمنيو په ملکيت کې اېښودل شويو پیاوړو سياسي ګټو درلودلو سره د ځمکې د څښتنانو کروندګرو (کولاک)، او د واکمن شوروي کمونست ګوند د اصولو تر منځ موجود و، کوم اصول کې چې په قطعي ډول د يادو ګټو سره په ټکر کې وو. «ګيرت جونز» لومړی لوېديځ ژورنالست و، چې د دې تباهۍ راپور يې ورکړ.

علمي ليدنې

د نسل وژنې بحثونه

د «هولوډومور» نسل وژنې پوښتنه په نوي سياست کې يوه مهمه موضوع ګرځېدلې، او دا بحث چې ايا د شوروي تګلارې د نسل وژنې د قانوني تعريف لاندې راځي که نه، د اختلاف موضوع ده. د « J. Arch Getty، Stephen G. Wheatcroft، R. W. Davies» او « Mark Tauger» په ګډون ډېرو پوهانو له دې ادعاوو سره مخالفت څرګند کړی چې دا قحطي د نسل وژنې يو اقدام و، چې د شوروي د حکومت له خوا تر سره شوی و. Getty وايي چې "په نويو ارشيفونو کې د کار کونکو پوهانو تر منځ دا نظر زيات وزن لري... چې د 1930ز لسيزې وېرونکې (سونځ) قحطي د نسل وژنې د کوم پلان پر ځای د سټالنستي ګډوډۍ او سختۍ پايله وه". Wheatcroft وايي چې د قحطې پر مهال د شوروي د حکومت تګلارې د درغلۍ او ټولوژنې مجرمانه کارونه وو، په داسې حال کې چې په ټوله کې وژنې يا نسل وژنې نه وې. د جوزف سټالن ژوند ليکونکی «سټيفن کوټکن» وايي "د قحطۍ لپاره د سټالين په مسئولیت کې هېڅ شک نه شته" او د ډېرو مړينو مخه نيول کېدای شوه، که د شوروي د سرچپه پايلو لرونکي او کم اقدامات نه وای، خو د سټالين له خوا د اوکرانيانو په قصدي ډول وژلو ارادې کوم ثبوت نه شته. د تاريخ پروفيسر «رونالډ ګريګور سني» وايي، ډېر پوهان دا نظريه ردوي چې دا قحطي د نسل وژنې عمل و، د دې پر ځای دا قحطي د شوروي اتحاد د اقتصادي تګلارو ناسم تصور او ناسم اټکل پايله بولي.

د اقتصاد پروفيسر «مايکل ايلمين» د «ډيوس» او «وهيټ کرافټ» د قصد په اړه اند ډېر تنګ بللی او تر نيوکې لاندې نيولی دی: "د دوی په وينا [ډيوس او وهيټ کرافټ]، يوازې يو داسې اقدام کول د کوم يوازينۍ موخه چې د کروندګرو په منځ کې د مړينې لامل ګرځېدل وي، اراده بلل کېږي. په يو بل هدف کوم اقدام کول (لکه، د ماشينونو د واردولو لپاره د غلو دانو صادرول)، خو د کوم په اړه چې تر سره کونکی په باوري ډول پوهېږي چې د کروندګرو له لوږې څخه مړينه به د کروندګرو په قصدي ډول مړينه ونه بلل شي. په هر حال، دا د ارادې (قصدي عمل) يو تفسير دی، کوم چې د عام حقوقي تفسير سره په ټوله معنا مخالف دی. ټولنپوه «مارټن شا» دا نظريه تاييدوي، لکه څنګه چې هغه وايي که چېرې يو رهبر ته معلومه وي چې د هغه د تګلارو حتمي پايله د قحطۍ له امله په پراخه پيمانه د مړينې په بڼه منځ ته راځي، او بيا هم په هر صورت کې دا تګلارې پلې کوي، نو دا مړينې قصدي بلل کېږي، که څه هم دا د دې تګلارو يوازينۍ موخه نه وي. د دې په مقابل کې، «وهيټ کرافټ» د شوروي د قحطۍ په اړه دا نظريه تر نيوکې لاندې نيسي، ځکه هغه باور لري چې د اساسي پلان جوړونکو لوړې هيلې د هغوی د کارونو د حتمي پایلې څخه د بې خبرۍ ښودنې لپاره پوره وو، او دا چې پايله به يې د قحطۍ په توګه منځ ته راځي. «ايلمين» وايي چې سټالين په څرګند ډول د بشريت ضد جرايم تر سره کړي دي، خو ايا دا چې هغه نسل وژنه کړې که نه، دا د نسل کشۍ په تعريفونو پورې تړلې ده: 681-682، 686 او ډېرې نورې پېښې به هم بيا نسل وژنې وبلل شي. سربېره پر دې، کله چې له قحطۍ څخه د مړينو خبره کېږي، نو «ايلمين» د "يوې ځانګړي سټالنسټي بدۍ" په ټاکلو نيوکه کوي، او دليل وړاندې کوي چې قحطي او وچکالي په ټول روسي تاريخ کې يوه عامه پېښه پاتې شوې، د 1921-1922ز کلونو د روسي د قحطۍ په ګډون، چې واک ته د سټالين له رسېدو مخکې منځ ته راغلې وه. نوموړی همدا راز وايي چې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د چين، هندوستان، ايرلينډ او روسيې په څېر هېوادونو کې قحطي په ټوله نړۍ کې خپره شوې وه. د «ايلمين» په وينا، "جي 8" د جنايي غفلت له امله په پراخه کچه د ټولوژنې يا ډله ييزو مړينو مرتکبين دي، ځکه چې هغوی د مړينو د کمولو لپاره په څرګند ډول په پراخه کچه اقدامات نه و کړي، او د سټالين رويه په نولسمه او شلمه پېړۍ کې د ډېرو نورو واکمنو حخه بده نه وه.

«ټاګر» طبيعي ناورين زیات مهم بولي، پر دې سربېره، د فصلونو کم توليد، کمې مرستندويه هڅې، او د شوروي د مشرانو په برخه کې، بې کفايتي، او د بهرنيو ګواښونو او د کروندګرو د احتکار په اړه وېره يادوي، او د قحطۍ په تشريح کولو سره وايي چې "د 1932-1933 کلونو سخت پيرود يوازې له ښاري سيمو څخه قحطي و ايستله"، خو کم فصل "قحطي هرو مرو پېښېدونکې وګرځوله". «ټاګر» ويلي چې "د 1932ز کال د غلو دانو د رانيولو په پايله کې، او د نسل وژنې د شعوري کړنې په توګه د قحطۍ منل ستونزمن دي"، خو بيا هم "حکومت د 1930ز لسيزې په لومړيو کې د شوروي د وګړو د محروميتونو او مصيبتونو مسئول و"، او که چېرې هر څه وي، دا معلومات ښيي چې د [اشتراکيت او جبري صنعتي کول] اغېزې له اټکل ډېرې بدې وې.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اسټرالیاد افغانستان بيرغکوچنی اخترمیاشتنی عادتسیرت النبی سوال او ځواباستنبول میٹروهمغږی نړیوال وختملنگ جانپښتونخواکراچۍشاه جهانپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانزکات- فقهي مسایل- پښتو آسانه فقهاکبارزړهعثمان بن عفاندهلی پوهنتوند افغانستان پېښليکچونگښهسوالبردکالآی اېس او ۳۱۶۶ګواتيمالابوګوتامحرمیتويکي مانياټولنپوهنهسره رود ولسوالۍهوږهامير حمزه شينوارید پاچا جیمز نسخهفوکلور پېژندنهد انګليستان د بېوزلۍ قوانينالومېنيمغسلتهمت/تور پورې کولفريدريک هايکتحليلي کېميااذانپاکستانرابعه بلخيهستي پالنه (اګزیستانسیالېزم)پسرلید هند سمندرادبي غلاساپوهنهد یونېسکو نړیوال میراثدهوا لوړ او ټیټ فشارونهد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)متحده روسيهد تسبيح لمونځعطاردد پښتو ژبې ليکنښېفیسبوکد اوکام اُستُره (چاړه)وگړنيز حقوقلوډویګ ویټګنشټاینپورټو ریکومالیهڅړځای یا مالچرحیواني سره یاعضوي سرهچک جمهوریتمولوي رفيع الله موذنکنفوسیانیزمد جوبایډن د ادارې بهرنی سیاست9 اکتوبرپییر سیمون لاپلاس🡆 More