د بشري حقونو زده کړه

د بشري حقونو زده کړه (HRE) د زده کړو داسې بهیر دی چې موخه یې په هغو حقونو کې د پوهې، ارزښتونو او وړتیاوو ترلاسه کول دي چې ټول کسان یې د لرلو مستحق دي.

په دغه زده کړو کې زده کوونکو ته ورښوول کېږي چې خپل تجارب د لید له داسې موقعیت څخه وارزوي څو له مخې یې وکولای شي د بشري حقونو مفاهیم په خپلو ارزښتونو، پرېکړه کولو او ورځنیو حالاتو کې ګډ کړي. د بخښنې د نړیوال سازمان پر باور د بشري حقونو زده کړه د وګړو د پیاوړي کولو لار ده او په داسې توګه د هغوی روزنه ده چې وړتیاوې او چلنونه یې د دوی په خپلو ټولګو، ټولنو او ټوله نړۍ کې د کرامت او برابرۍ د ودې لامل وګرځي.  

د « ملي اقتصاد او ټولنیزو حقونو د ابتکار» بنسټ د بشري حقونو په زده کړه کې د تبعیض د نشتوالي اهمیت څرګندوي. دولتونه باید پام ولري چې دغه زده کړه نژاد، جنسیت، رنګ، مذهب، ژبې، ملي او ټولنیزې ریښې، سیاسي او شخصي نظر، زیږون یا بل هر ډول وضعیت ته له پام پرته وړاندې کړي. ټول زده کوونکي، والدین او ټولنې حق لري په هغو پرېکړو کې ګډون ولري چې هغوی ته په اړوندو ښوونځیو او زده کړو ته اړوند د هغوی پر حقونو اغېز کوي.

تاریخچه

د «بشري حقونو نړیواله اعلامیه» د بشري حقونو په تاریخ کې د یوه پام وړ سند په توګه پېژندل کېږي. دغه اعلامیه بیانوي چې اساسي بشري حقونه ملاتړ ته اړتیا لري او د دغو له مخې هر کس د حقونو او آزادیو د معینې کچې څخه برخمن دی. باور پر دې دی چې دا یو له تر ټولو اغېزمنو سندونو څخه دی چې ټاکي کوم څه د بشري حق په شرایطو برابر دي او څه ډول کېدلای شي دغه نظریات او حقونه په ورځني ژوند کې ځای پر ځای شي. دغه اعلامیه د نړۍ په څه باندې ۵۰۰ ژبو وژباړل شوه او د بېلابېلو هېوادونو او سیمو د استازو له خوا د هغوی د توپیر لرونکو حقوقي او کلتوري تجاربو له مخې تنظیم شوه. دغه اعلامیه د ۱۹۴۸ زکال د ډسمبر په ۱۰مه د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا په تصویب ورسېده او له همدغه مهال راهیسې دغه ورځ د بشري حقونو د ورځې په نوم ونومول شوه. تر نن ورځې پورې د دغې اعلامیې ۳۰ مادې پر خپل ځای دي او څرګندوي چې دغه سند «د ټولو وګړو او ملتونو لپاره د لاسته راوړنو یو عام معیار دی».

د دغو آرمانونو زده کړې ته د ۱۹۵۳ زکال پر مهال په ښوونځیو کې د یونسکو له خوا د یو لړ پروګرامونو په جوړولو سره پام وشو، هغه پروګرامونه چې «د رسمي ښوونځیو په اډانه کې د بشري حقونو د زده کړو د لومړنیو هڅو په توګه یې» عمل وکړ. په دغه برخه کې د راتلونکي نسل د روزلو ټینګار په ۱۹۵۵ زکال کې د بشري حقونو د زده کړې لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د لسیزې په پیل سره وشو. خو لومړنۍ رسمي غوښتنه یې په ۱۹۷۴ زکال کې د یونسکو له خوا «د نړیوال درک، سولې او همکارۍ، بشري حقونو او اساسي آزادیو ته د اړوندو زده کړو د وړاندیز» تر عنوان لاندې مقاله کې وشوه. د بشري حقونو د زده کړې په نړیوال کانګرس کې ونډه کوونکي بالاخره په ۱۹۷۸ زکال کې سره راغونډ شول څو له دغو حقونو څخه ځانګړی تعریف چې په رسمي درسي نصاب کې ورته اړتیاوه جوړ کړي. په هغه موخو کې چې کانګرس ورباندې هوکړې ته ورسېد، په درناوي باندې په تمرکز لرلو سره مدارا کوونکو لیدلورو ته هڅونه، په ملي او نړیواله کچه د بشري حقونو اړوند د پوهې خپرول او همدارنګه د هغو عملي کول او بالاخره د بشري حقونو اړوند د آګاهۍ پراختیا شاملېده څو هغه په ملي یا نړیواله کچه په ټولنیز یا سیاسي ډګر کې پر واقعیت واړوي.

د بشري حقونو زده کړه په ۱۹۹۳ زکال کې د بشري حقونو له نړیوال کنفرانس وروسته په یوې نړیوالې رسمي اندېښنې واوښته. دغه کنفرانس د بشري حقونو اړوند رسمي زده کړو ته د ډېری هېوادونو او بالاخره د ملګرو ملتونو د سازمان پام واړوه. په ۱۹۹۵ زکال کې ملګرو ملتونو د بشري حقونو د زده کړې لپاره لسیزه تصویب کړه چې له مخې یې یوځل بیا د دغو پرګرامونو موخې اصلاح شوې. د ملګرو ملتونو له خوا له دغه پرمختګ را وروسته د غیر دولتي سازمانونو، بین دولتي سازمانونو او هغه کسانو په مرسته چې د دغې موضوع د رسمي زده کړو لپاره ګمارل شوي و د ښوونځيو په رسمي نصابونو کې د بشري حقونو د زده کړو ادغام پراختیا ومونده او ګڼ شمېر بدلونونه په کې راغلل.

د نړیوال درک لپاره د آسیا - پاسفیک ښوونیز مرکز (APCEIU) او علمي چارو ته اړوندې د ملګرو ملتونو ادارې (UNAI) په ګډه سره په ۲۰۱۸ زکال کې په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ملګرو ملتونو د نړیوال تبعه توب روزنیز سیمینار جوړ کړ. دغه ډول سیمینارونو د نوو نظریاتو او مفاهیمو د رامنځته کولو لپاره د خلکو په راغونډولو سره د بشري حقونو د زده کړو د ودې په برخه کې مرسته وکړه. د بشري حقونو مدافعین په دې باور دي چې دغه ډول چارې ډېرې اړینې دي ځکه چې د بشري حقونو لغتونه او مفاهمیم ورسره پراختیا مومي او تر خلکو رسېږي؛ همدارنګه زده کوونکو ته دا وړتیا وربخښي چې د بشري حقونو اړوند نقدي لیدلوري وړاندې کړي.

دوام داره پرمختګ

په ۲۰۲۲ زکال کې د بشري حقونو د زده کړو لپاره په نړیواله کچه غوښتنې مخ پر زیاتېدو شوې هغه مهال چې د ملګرو ملتونو نړیوال میثاق د مسولیت منونکې مدیریتي روزنې له اصولو څخه په کار اخیستو له شرکتونو وغوښتل څو هغه سر خلاصی لیک لاسلیک کړي چې له ښوونیزو موسساتو غواړي د سوداګریزو او بشري حقونو موضوعات په خپل درسي نصاب کې شامل کړي. دغه چاره له دې امله پیل شوه چې دغه ډلې باوري وې، «علمي بنسټونه د هغه غوره ځایګي لرونکي دي چې کولای شي د راتلونکو سوداګریو مشران په خپلو شرکتونو کې د بشري حقونو د اغېزمن مدیریت په موخه چمتو کړي».

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (OHCHR) هڅه کوي د فني همکاریو اړوند د خپلو پروګرامونو او همدارنګه د ACT پروژې له لارې چې وګړیزو پروژو ته مالي امکانات ورکوي د بشري حقونو د ملي او سیمه ییزو طرحو څخه په ملاتړ د بشري حقونو ترویج ته دوام ورکړي. ACT یا له ټولنو سره د مرستې کولو پروژه چې د OHCHR او د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) له خوا په ګډ ډول مخته وړل کېږي د مدني ټولنې له هغو بنسټونو سره مالي مرستې کوي چې اوس مهال په سیمه ییزو ټولنو کې بشري حقونو ته په اړوندو چارو بوخت دي. OHCHR همدارنګه د بشري حقونو د زده کړې د نړیوال پروګرام همغږیتوب پر غاړه لري چې موخه یې «د بشري حقونو د زده کړو له اساسي لارو چارو څخه د مشترک درک ترویج، د وګړیزې کچې پر ځای په نړیواله کچه د مشارکت او همکاریو د پیاوړتیا په موخه د څرګند چوکاټ وړاندې کول دي». دا د تېرې لسیزې د پروګرام پر ځای یو د منلو وړ پروګرام دی. له دې سره چې په هرو څو کلونو کې په یوه ځانګړې موضوع تمرکز کوي او هڅه کوي د بشري حقونو زده کړو ته له بېلابېلو لارو پیاوړتیا وبخښي.

زده کړې

OHCHR د بشري حقونو د زده کړو روزنیز موادو او د منابعو وسایلو لکه د بشري حقونو د زده کړو او روزنو ډیتابېس، د بشري حقونو د زده کړو او روزنو د منابعو ټولګو او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې انټرنټي برخې ته پراختیا ورکړې.

همدارنګه د ښوونځیو په ښوونیز نصاب کې هم د بشري حقونو د زده کړو وړاندې کېدو ته مخه شوې. د بېلګې په توګه تاریخ، سیاست او وګړتوب ته اړوند موضوعات د بشري حقونو په زده کړه کې شاملېږي، خو تخصصي کورسونه لکه د «بشري حقونو» کورس هم شتون لري چې د عالي لیسې د زده کوونکو لپاره د بکلوریا د نړیوال دیپلوم د پروګرام د برخې په توګه وړاندې کېږي. د دغې دورې د بشپړولو لپاره زده کوونکي باید د دوه کلونو لپاره زده کړې وکړي، په وروستۍ ازموینه کې ګډون وکړي او د بشري حقونو موضوعاتو ته اړوند پای لیکنه وړاندې کړي. د د یپلوم وړاندې کوونکي پروګرام د برخې په توګه زده کوونکي باید د بشري حقونو اړوند ۴۰۰۰ ویي لرونکې څېړنیزه مقاله ولیکي.

سرچينې

Tags:

د بشري حقونو زده کړه تاریخچهد بشري حقونو زده کړه زده کړېد بشري حقونو زده کړه سرچينېد بشري حقونو زده کړه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)بادرنگد شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲د ويانا کانګرسعزت الله ځوابدانگام ولسوالۍکیپ ټاونفنانةد چاپ ماشینايراننېلسن مانډېلاپوهنهپښتونخوادراني کورنۍمقدوني سکندرنوی ډیليد افغانستان ژبېليموهرات ولايتجرگهځمکسنجياډولف هټلرروژه (مياشت)د واده شپههوموګرافشريعتاکبارپه بریتانیا کې بادي برېښناد الله 99 نومونهلاسد مکسیکو او امریکا جګړهانګلیسيپریزم۱۰۰ (عدد)پروتز( مصنوعی غړي)عطاردد انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښوونېطبيعي پوهنېوگړنيز حقوقتېڅو ناکاموراچک جمهوریتغزلسپوږمۍنوحقلندر مومندپه مجازي نړۍ کې د شخصي حریم خوندیتوبډياګو مارادوناويکيډېټاتفسير بيضاويد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونه9 اکتوبرد دښمن پیژندلفیسبوکويکيسفرانځورگريد سينې سرطانپه انسانانو کې د تذکیر آلهد لمريز کال مياشتېد اختر لمونځنورزيسردار نصرالله خاند جو بایډن ولسمشريد هند سمندرسویلي کوریاافغانستان ته د اسلام راتگاوبههنرونهويکيخونديځ🡆 More