د اوبو کمښت

د اوبو کړکېچ د اوبو د معياري غوښتنې د پوره کولو په موخه د تازه اوبو سرچينو کمښت دی.

د اوبو د کمښت دوه ډولونه پېژندل شوي دي چې د فزيکي او اقتصادي اوبو کمښت دي. د اوبو فزيکي کمښت دا دی چې په ګټور ډول د ايکوسيستم د دندې تر سره کولو په موخه د اړينو اوبو په ګډون د ټولو غوښتنو د پوره کولو لپاره پوره (کافي) اوبه نه وي. وچې سيمې (لکه مرکزي او لويديځه اسيا او شمالي افريقا) زياتره د فزيکي اوبو له کمښت نه کړېږي. له بله اړخه د اقتصادي اوبو کمښت د ساختمان يا ټيکنالوژي په برخو کې له سيندونو، aquifers يا د اوبو له نورو سرچينو نه د اوبو د تر لاسه کولو په موخه د لږې پانګې اچونې يا د اوبو د غوښتنې پوره کولو (راضي کولو) په موخه د ناکافي انساني وړتيا له امله دی. د افريقا د فرعي دښتو زياته برخه د اقتصادي اوبو کمښت په واسطه مشخص شوې ده.

د نړيوالو اوبو د کمښت شتون د تازه اوبو د غوښتنې او د اوبو د شتون تر منځ جغرافيوي او حرارتي نامطابقت دی. په نړيواله کچه او پر يو کلني بنسټ د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کافي تازه اوبه شته، مګر د اوبو د غوښتنې او شتون فضايي او حرارتي بدلونونه پراخ دي، چې د کال په معلومو وختونو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د فزيکي اوبو کمښت ته لاره هواروي. د اوبو لپاره د نړيوالې غوښتنې لوړېدلو لپاره اصلي چلوونکي قوې د نړۍ د نفوسو زياتېدل، د ژوند معيارونو وده، د مصرف د نمونو بدلون (لکه: د زياتو حیواني توليداتو پر لور د خوړو يا غذايي رژيم بدلون) او د خړوب شوې کرنې پراختيا دي. د اقليم بدلون (د وچکالۍ او سيلابونو په ګډون)، د ځنګلونو پرې کول، د اوبو زياته شوې ککړتيا او د اوبو له ضايعاتو نه ډکه ګټه اخيستنه د اوبو د ناکافي وړاندې کوونې سبب کېدلی شي. کمښت د طبيعي هايدرولوژيک بدلون د پايلې په توګه وخت په وخت توپير کوي، مګر د اقتصادي کړنلارې د غالب کېدنې، پلان جوړونې او مديريتي لارو د دندې په توګه ان يو څه زيات توپير کوي. کمښت نه تمه کېدلی شي چې د اقتصادي پرمختګ په زياتو بڼو سره پياوړې کړي، مګر که چېرې په سمه توګه وپېژندل شي، د اوبو د کمښت زيات سببونه اټکل کېدلی شي، مخنيوی يې کېدلی او لږېدلی شي.

د اوبو د کمښت ارزونې د شنو اوبو (د خاورې لندبل)، د اوبو کيفيت، د چاپېريالي بهير د غوښتنو، نړيوالتوب او د اوبو د سوداګرۍ په اړه د معلوماتو ترکيبولو ته اړتيا لري. د هايدرولوژيکي، د اوبو د کيفيت، د اوبو د ايکوسيستم پوهې او د ټولنيزې پوهې ټولنو تر منځ د اوبو کمښت د ارزونې په برخه کې مرستې ته اړتيا ده. د «اوبو فشار» د يو پاراميتر په توګه د اوبو کمښت د انداره کولو په موخه (لکه د پرله پسې پرمختګ د ۶ موخې په برخه کې) کارول کېږي. د نړۍ د نفوسو دوه پر درې برخه (۴ ميليونه وګړي) لږ تر لږه د کال په يوه مياشت کې د اوبو د سخت کمښت تر حالتونو لاندې ژوند کوي. په نړۍ کې نيم بيليون وګړي د ټول کال په جريان کې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ کېږي. د نړۍ د تر ټولو پراخو ښارونو نيمايي برخه د اوبو کمښت ازمايي.

د اوبو کمښت د کمولو اختيارونه د عرضې او غوښتنې د برخې مديريت، د هېوادونو تر منځ مرستې، د اوبو ساتنه (د اوبو د ککړتيا د مخنيوي په ګډون)، د کارونې وړ اوبو د سرچينو پراخول (د ضايع شوو اوبو د بيا کارونې يا له مالګينو اوبو نه د منرالي برخو د لرې کولو د پړاو په واسطه) او د اصلي اوبو سوداګري دي.

پېژندنې

د «اوبو کمښت»، د «اوبو فشار» او د «اوبو خطر» لپاره بېلابېلې پېژندنې دي، چې په ادبياتو کې ورته شوي دي او د همدې له امله په ۲۰۱۴ ز کې د CEO Water Mandate [د اوبو د قيموميت اجرائيه رئيس] له خوا يوه همغږي وړانديز شوې ده. دوی د خپل بحث په مقاله کې وايي چې يادې درې اصطلاحګانې بايد په متبادل ډول ونه کارول شي.

د اوبو کمښت

د اوبو کمښت د تازه اوبو سرچينو د حجمي پراخوالي يا د هغې د کمښت په توګه پېژندل شوی دی او فکر کېږي، چې د انسان په واسطه دې پرمختلونکی وي. [اصلي سبب يې انسان دی]. دې ته د اوبو فزيکي کمښت هم وايي. د چاپيريالي اوبو غوښتنې ځيني وختونه د اوبو د کمښت په پېژندنو کې ګډيږي، مګر دې ته رسېدل له يوه سازمانه تر بله توپير لري.

د اوبو فشار

ځيني سازمانونه د «اوبو فشار» د يو پراخ مفهوم په توګه راپېژني. د هغې پېژند له مخې د اوبو فشار کېدای شي د اوبو د شتون اړخونه، د اوبو کيفيت او د اوبو لاسرسی راونغاړي. وروستی پېژاند د شته ساختمان او دې پورې تړلی دی، چې ايا پېرېدونکي د اوبو لپاره اداينه زغملی شي که نه. دا د ځينو نورو له خوا د اقتصادي اوبو کمښت نومول شوی دی.

د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د اوبو فشار د اوبو کمښت د نښو په توګه راپېژني. دا ډول نښې د اوبو محدوديتونه، د ګټې اخيستونو تر منځ د اوبو نابرابري، د اوبو لپاره د سيالۍ او د خدمت معيارونو کمېدل کېدلی شي. دا د اوبو فشار شاخصونو په يوې لړۍ سره اندازه کېږي.

د اوبو فشار يو بل پېژند دا دی: «د اوبو کمښت د اوبو د شتون اړوند د زياتې کارونې اغېزې (له اوبو لاس اخيستنه يا مصرف) ته ورګرځي. د اوبو فشار د همدې له امله د «غوښتنې پر بنسټ کمښت» په توګه په پام کې نيول کېږي.

اړوند مفهومونه

د اوبو ګواښ

«د اوبو ګواښ» د «د يوه موجود امکان چې د اوبو اړوند ګواښ تجربه کوي، (لکه: د اوبو کمښت، د اوبو فشار، سيلاب راتلل، د زېربنا ويجاړېدل، وچکالي)». د اوبو ګواښ په سرچپه ډول د اوبو له خونديتوب سره اړيکه لري؛ په دې معنا: هر څومره چې د اوبو ګواښ زياتېږي، د اوبو خونديتوب کمېږي. د اوبو ګواښ پېچلی او ګڼ اړخيز دی. دا له طبيعي آفتونو نه ګواښونه لکه سيلاب راتلل او وچکالي رانغاړي، چې د زېربنا پاتې والي او تر ټولو بدې لوږې ته لاره هوارولی شي. کله چې دا ګواښونه وموندل شي شي، د اوبو په کمښت کې پايله لري.

د اوبو ګواښ بالقوه اقتصادي اغېزې مهمې دي. ټول صنعتونه، لکه: خواړه او څښاک، کرنه، غوړي او ګاز، د هوساينې خدمتونه او نيمه هادي جسمونه او صنعتونه د اوبو ګواښ له امله ګواښل شوي دي. کرنه د نړۍ د تازه اوبو ٪۶۹ مصرفوي، چې د اوبو د فشار په برخه کې صنعت په خورا زيات ډول زيانمنونکې کوي. مالي برخه د اوبو د ګواښ د بالقوه اغېزو او د مناسب مديريت لپاره د اړتيا په اړه يو څه زياته اګاه کېږي. تر ۲۰۲۵ ز پورې تر مديريت لاندې ارزونو کې ۱۴۵ ترېليون ډالر اټکل شوي دي، چې د اوبو د ګواښ برخه کې رابرسېره شي.

د اوبو ګواښ له کمولو سره د مرستې کولو لپاره شرکتونه د اوبو ګواښ مديريتي پلانونه جوړولی شي. دا پلانونه د شرکت د چاپېريالي، ټولنيزې او حکومت لرلو کړنو او د اوبو ګواښ د اندازه کولو او د اوبو ګواښ په مديريت کې د مشرانو د مشخص کولو په موخه د مالي مارکېټونو له خوا کارول کېږي. د نړيوالو سرچينو انسټيټيوټ (World Resources Institute) د ګواښ ارزونې او اوبو مديريت لپاره د aqueduct په نوم يو پرليکه د اوبو معلوماتو پل سټه (Platform) هم جوړ کړ. د چين اوبو ګواښ (China Water Risk) په چين کې د اوبو ګواښ باندې د پوهېدلو او مديريت ته يو ناانتفاعي وقف شوې اداره ده. د نړۍ د ژوو صندوق د اوبو ګواښ يو چاڼ (Water Risk Filter) لري، چې له شرکتونو سره د ۲۰۳۰ زاو ۲۰۵۰ ز کالونو لپاره په نندارو سره د اوبو ګواښ په ارزونه او پر وړاندې يې غبرګون کې مرسته کوي. د نړۍ د ژوي ژوند صندوق له DWS سره هم مل شوی دی، چې د اوبو د متمرکزې پانګې اچونې د صندقونو په ګډون د اوبو ګواښ په اړه اضافي سوداګريزې حل لارې برابروي.

د اوبو خونديتوب

د اوبو خونديتوب د «د روغتيا، معيشت او توليد لپاره د اوبو د منلو وړ کميت او کيفيت د باور وړ شتون، چې د اوبو اړوند ګواښونو په يوې د منلو وړ کچې سره جوړه شوی وي» په توګه راپېژندل شوی دی. دا په هغه کچه درک شوی دی، چې د اوبو کمښت نه شته (ناموجود دی) يا لږ شوی يا له منځه تللی دی او هغه درجه چې سيلابونه او د تازه اوبو د ککړېدنې عرضې نه ګواښوونکي دي. د اوبو خونديتوب په يوه سيمه کې د خلکو د ژوند په کيفيت کې د اوبو د ارزښت له امله د هميشني پرمختګ د يوې اړتيا اوسېدلو په توګه په پام کې نيول کېږي.

سرچینې

Tags:

د اوبو کمښت پېژندنېد اوبو کمښت اړوند مفهومونهد اوبو کمښت سرچینېد اوبو کمښت

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان غټ ټکيلومړنۍ نړېواله جگړهراشد خانهسپتور زېړیجو بایډنلاوسجېنومتصوفساپوهنهپنسلينپوهنغونډامنيتي هيکرجودی لین اوکیفغويی (مياشت)جلغوزهچونگښهاجرايي قوهروغتياد بروکسل (ښار)دري ژبهلاهورمحمد اسلم وطنجارممنون مقصوديباريکه تنه لرونکی خوځندکېد امپراطوریو هدیرهدولتاستثمارپه متحده ایالاتو کې د دین ازاديد کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسینکابل سيندحسين احمد مدنيافغان سوری اتلانسل سوالونهبادرنگشوروي اتحادکيو آر کوډصالح محمد خان هوتکچاپېریالي ټيکنالوژياروپايي ټولنهصلاح الدين ايوبيد هند سمندرناساد اسټرالیا پارلمانآر پي جي-۷اډولف هټلرمارکوپولوويکيمېډيا بنسټحامد کرزید تکامل په اړه اسلامي نظرونهمیاشتنی عادتطیب اغاناروغيمهرو کلیسید احمد سېلابببرک کارملاستمناءکرنهد افغانستان اسلامي امارتآندپښتونستانامير امان الله خانغلاميوخت زونسردار پاینده محمد خانښېوه ولسوالۍمايکروسافټ وېنډوزچرس🡆 More