جان کلیز

جان مارووډ کلیز (په انګلیسي: John Marwood Cleese ، /kliːz/ KLEEZ؛ زوکړه د ۱۹۳۹ز کال د اکتوبر ۲۷مه) یو انګرېز د فلم لوبغاړی، کمېدین، سناریو لیکونکی او پروډیوسر دی.

هغه چې د کمبرېج له تیاتر څخه ظهور کړی دی، لومړنۍ بریا یې د اډینبورګ د جشنوارې په حاشیه کې او د ډېويډ فروسټ د راپور د نمایشنامې د لیکونکي او اجرا کوونکي په توګه تر لاسه کړه. د ۱۹۶۰مې زېږدیزې لسیزې په ورستیو کې، هغه د مونټي پایتون هغې ډلې چې د سکېچ نندارې او مونټي پایتون د الوتنې د سرکس مسئوله وه. کلیز په پایتون کې د خپلو ملګرو لوبغاړو ټېري  ګېلیام، اریک ایډل، ټېري جونس، مایکل پلېن، او ګراهام چاپمن تر څنګ، د مونټي پایتون  په فلمونو باندې پیل وکړ، کوم چې مونټي پایتون او سپېڅلی جام (د ۱۹۷۵ز کال تولید)، د بریان ژوند (د ۱۹۷۹ز کال تولید) او د ژوند معنا (د ۱۹۸۳ز کال تولید) شاملوي.

جان کلیز
جان کلیز
جان کلیز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اکتوبر ۱۹۳۹
تابعیت جان کلیز برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند
رکن
ښځه
اولاد
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
لاسليک
جان کلیز
جان کلیز

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  ود تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان کلیز  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ۱۹۷۰یمې زېږدیزې لسیزې په نیمایي کې، کلیز او د هغه لومړنۍ مېرمنې کاني بوت په ګډه سره د فاولټي ټاورونه کمېډي ولیکله، په کوم کې چې هغه د هوټل د څښتن باسیل فاولټي رول ولوباوه، او د سرګرمۍ (ساتېرۍ) د تر ټولو غوره اجرا لپاره یې د برتانوي اکادمۍ د تلوېزیون جایزه تر لاسه کړه. په ۲۰۰۰ز کال کې یاده ننداره د برتانوي فلم د انستیتیوت د ۱۰۰ تر ټولو لویو برتانوي تلویزوني پروګرامونو په فهرست کې لومړی ځای خپل کړ؛ او د څلورم چینل د ۲۰۰۱ز کال په نظر سنجۍ کې باسیل د ۱۰۰ تر ټولو غوره تلوېزیونو شخصیتونو په فهرست کې دویم مقام تر لاسه کړ.

کلیز له کېوین کلاین، جامي لي کورتیس او د پایتون د پخواني همکار مایکل پلېن سره یو ځای په یو کب چې واندا بلل کېږی (د ۱۹۸۸ز کال تولید) او غوسه ناک مخلوقات (د ۱۹۹۷ز کال تولید) کې یو ځای لوبېدلی دی، کوم چې ده دواړه لیکلي هم دي. د یو کب چې واندا نومېږي لپاره هغه همدارنګه د د تر ټولو غوره اوریجینل نندارې لپاره د اوسکار د جایزې لپاره هم ونومول شو. هغه همدارنګه د وخت د یاغیانو (د ۱۹۸۱ز کال تولید) او د صحرايي موږکانو مسابقه (د ۲۰۰۱ز کال تولید) کې رول لوبولی دی، او همدارنګه د سلویرادو (۱۹۸۵ز کال) او د ماري شېلي فرانکنشتاین (د ۱۹۹۴ز کال تولید)، د جېمز بانډ په دوو فلمونو کې (د ار- R او کیو-Q په توګه)، د هري پاټر په دوو فلمونو کې ( د نږدې بې سره ورمېږ په توګه) او د شرېک د دریو وروستیو فلمونو په شمول په زیات شمېر نورو فلمونو کې راڅرګند شوی دی.

کلیز په سیاسي او دیني طنزونو، توره کمېډۍ، انځوریزه کمېډۍ او نا اشنا طنز (surreal humour) کې تخصص لري. هغه د څلورم چینل د ۲۰۰۵ز کال په یوه نظر سنجۍ کې د تاریخ د دویم تر ټولو غوره کمېډین په توګه رتبه بندي شوی دی. د بلې ښاغلي وزيره له لیکوال انتوني جې سره، هغه د وېډیو هنرونو په نامه د سرګرمۍ د روزنیزو فلمونو یوه کمپنۍ تاسیس کړه. په ۱۹۷۶ز کال کې، کلیز د مخفي پولیس توپ خیریه نندارې تاسیس کړې تر څو د بشر د حقونو ادارې د بښنې نړیوال سازمان لپاره بودیجه برابره کړي. سره له دې چې نوموړی د لېبرال ډېموکراتانو یو وفادار ملاتړی و، په ۱۹۹۹ز کال کې هغه د یاد ګوند یو وړاندیز چې غوښتل یې هغه د ټول ژوند لپاره اشرافي ونوموي، رد کړ.

د ژوند لومړني وختونه

کلیز د سومرسېټ په ویسټون سوپرمېر کې د ریګنلنډ فرانسیس کلیز (زوکړه ۱۸۹۳ز کال ـــ مړینه ۱۹۷۲ز کال)، چې د بېمې یو پلورونکی و او د هغه د مېرمنې موریل اویلاین (چې کوچینی نوم یې کراس و، زوکړه ۱۸۹۹ز کال ـــ مړینه ۲۰۰۰ز کال)، د لیلام د یو دلال د لور، د یوازیني ماشوم په توګه زیږېدلی دی. د هغه د کورنۍ تخلص په اصل کې کلیز و، اما د هغه پلار داسې فکر کاوه چې یاد تخلص شرموونکی و او کله چې هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې په اردو کې نوم لیکنه کوله کلیز یې وکاراوه؛ اما په رسمي توګه یې په ۱۹۲۳ز کال کې د سر شمېرنې د وسیقې له لارې بدل کړ. کله چې کلیز ماشوم و، د بریسټول ښار او سومرسېټ کاونټي د کرکېټ له ټیم څخه یې ملاتړ کاوه. کلیز د سنټ پټرز په ابتدایي ښوونځي کې زده کړې وکړې (د فیس په توګه یې هغه پیسې تادیه کړې چې مور ته یې په میراث کې پاتې شوې وې)، چېرته چې هغه په انګلیسي مضمون کې یوه جایزه تر لاسه کړه او په کرېکېټ او بوکس کې یې وړتیا درلوده. هغه چې کله ۱۳ کلن و، په کلیفټون کالج کې چې په بریسټول کې یو انګلیسي دولتي ښوونځی دی، ورته د نندارتون یو بورس اهدا شو. د هغه قد په هغه وخت کې وار له مخې د شپږو فټو (۱.۸۳مترو) جګ و.

د کلیز په اړه ادعا کېده چې د ښوونځي ځمکه یې د پښو د نښو په نقاشي کولو سره وتوږله تر څو وښیي چې د فیلډ مارشال ایرل هایګ مجسمه له خپلې ستنې څخه جلا شوې ده او تشناب ته تللې ده. کلیز د کرېکټ په لومړنيو یولسو ټیمونو کې لوبېده او په اکادمیک ډکر کې ښه وځلېد، چې په ریاضیاتو، فزیک، او کېمیا کې له اتو عادي-سویو (O-Levels) سره او له دریو عالي-سویو (A-Levels) سره بریالی شوی دی. د هغه په ژوند لیک، نو ځکه، په هر حال ، کې هغه ویلي دي چې ۱۷ کلنۍ ته په رسېدو سره، هغه د خپل کور د څښتن له لوري د کور صلاحیت لرونکی نه و بلل شوی چې د هغه لیدلوري یې اغېزمن کړ: "دا عادلانه نه وه، نو له همدې امله زما د درناوي ارزښت یې نه درلود... زه باور لرم چې دغې شېبې د نړۍ په اړه زما لیدلوری بدل کړ".

کلیز ونشوی کولی تر څو کمبرېج ته په مستقیم ډول ولاړ شي، ځکه د عسکري خدمتونو پای ته رسېدل په دې معنا وو چې د ځایونو لپاره د معمول په پرتله دوه چنده مراجعینو شتون درلود، ځکه هغه بېرته خپل ابتدایي ښوونځي ته د دوو کلونو لپاره وستنېد تر څو ساینس، انګلیسي، جغرافیه، تاریخ او لاتیني ژبه تدریس کړي (هغه وروته د لاتیني ژبې د تدریس تجربه د بریان ژوند د فلم په صحنه کې راوړې ده، په کوم کې چې هغه په ناسمه توګه لیکل شوې دېوالي لیکنه اصلاح کوي). هغه وروسته بېرته هغه ځای چې د کمبرېج په ډونېنګ په کالج کې یې تر لاسه کړی و، ونیو تر څو د قانون په برخه کې زده کړې وکړي. هغه همدارنګه د کمبرېج په تیاتر کې شامل شو. کلیز په یاد راوړي چې هغه د کمبرېج ګوایلډهال تالار ته ولاړ، چېرته چې د هر پوهنتون ټولنې یوه غرفه لرله او د تیاتر غرفي ته ورغي چېرته چې ترې نه وپوښتل شول چې ایا هغه سندرې ویلی شي یا نڅا کولی شي که نه. هغه ځواب ورکړ "نه" ځکه هغه ته اجازه نه وه تر څو په خپل ښوونځي کې سندري ووايي، ځکه هغه د سندرو په برخه کې ډېر کمزوری و، او که د هغه له سندرو څخه کوم بل لا کمزوری څیز موجود و، نو هغه به د نوموړي نڅا وه. له هغه نه بیا پوښتنه وشوه، "ښه، نو څه کوې"؟ کومې ته چې ده ځواب ورکړ چې، "زه خلک خندوم".

د تیاتر په ننداریز کلب کې، کلیز له ټيم بروک ټایلور او بېل اوډي سره زیات وخت تېر کړ او د خپل راتلونکي د لیکنو له ملګري ګراهام چاپمن سره یې ولیدل. کلیز د ۱۹۶۱ز کال د تیاتر د انتقادي نمایشنامې ما داسې فکر وکړ چې هغه د حرکت په حال کې وینم لپاره یې اضافي مواد ولیکل او د ۱۹۶۲ز کال په بهیر کې د تیاتر د کلب راجستر کوونکی و. هغه همدارنګه د ۱۹۶۲ز کال د تیاتر په انتقادي نمایشنامه غبرګه اخیستنه کې لوبغاړی و. کلیز په ۱۹۶۳ز کال کې له کمبرېج پوهنتون څخه له دویمې عالي درجې سره فارغ شو. په فروسټ راپور کې د هغه له بریا سره سره یې پلار ورته د ډېلي تلګراف ورځپاڼې څخه پاڼې ورولېږلې چې د مارکس او سپېنسر (Marks & Spencer) په څېر ځایونو کې د مدیریت د دندو وړاندیزونه پکې وو.

حرفه

له پایتون څخه د مخه

کلیز یو د فلمنامې لیکونکی او همدارنګه د ۱۹۶۳ز کال د تیاتر د طنزي نندارې، د مجسمې د تنې درانه ګامونو یو لوبغاړی و. یاد طنز د اډینبورګ د فسټیوال په حاشیه کې ډېر بریالی و، چې له همدې کبله یې نوم د کمبرېج سرکس ته بدل شو او په لندن کې وېسټ اېنډ ته یوړل شو او بیا د یو سفر له لارې نیو زیلنډ او براډوې ته یوړل شو، چې د ۱۹۶۴ز کال په اکټوبر کې یې ځینو لوبغاړو هم د اېډ سولیوان په ننداره کې په ځینو طرحو کې شتون درلود.

د کمبرېج له سرکس وروسته، کلیز د لږې مودې لپاره په امریکا کې استوګن شو، چې هلته یې په براډوې کې آن براډوې (on-Broadway) او آف براډوې (off-Broadway) اجراګانې تر سره کړې. هغه مهال چې کلیز د موسیقۍ د شپږ پنسه سکې د نیمایي (Half a Sixpence)  اجرا تر سره کوله، د راتلونکې له پایتون ټېري ګیلیام سره یې وکتل او همدارنګه د امریکایۍ لوبغاړې(د فلم لوبغاړې)  کاني بوث سره یې وکتل له چا سره چې هغه د ۱۹۶۸ز کال د فبروري په ۲۰مه واده وکړ. 

سرچينې

Tags:

جان کلیز د ژوند لومړني وختونهجان کلیز حرفهجان کلیز سرچينېجان کلیز

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ويکيمېډيا بنسټمجاور احمد زيارچونگښهروبي وېليمزد لوېدیځې اروپا د منځنیو پېړیو طبعمر بن خطابجاپاند غواگانو روزنهد نفوسو له مخې، د نړۍ د مذهبونو نوملړد کتاب نړيواله کره شمېرهپه مجازي نړۍ کې د شخصي حریم خوندیتوببوديزمډيويډ هيومکارتاژحیاتي کیمیاناپليون بوناپارتمطالعهد ادبي ليکونو پېژندنهکیپ ټاونسټاکهولمد جوبایډن د ادارې بهرنی سیاستلوېديځه افريقاپوهنهټولنپوهنهبوریس جانسونشهنواز تڼیکتلهروغتياد امریکا متحده آیالاتونهزورواکيامیرخان متقيد افغانستان ولسوالۍنړیوال بانکیهودپلاديومفقهدژوندبڼو ډولونهد اسیایي هیوادونو نوملړد کروکس ښار تالار بریدد گندمک تړونمصرجوارڅو زېږونيقهوهد اختر لمونځد فلسفې او ژوند نړۍتایوانتهمت/تور پورې کولپوهنغونډخوست ولايتد چاپ او نشر حقآيفونملاله ميوندوالهساينوباکتريا (د باکتريا يو ډول دی چې شين اسماني رنګ لري)منځنۍ پېړۍوسپنهډېوېډ کامرونشاعرپالایوجرمنيڅارنهد افغانستان بيرغلیبیاکرېسټيانو رونالډواوبهمطيع الله تورابسردار محمد عزيز خانپورټو ریکو4 جوند خلق ډموکراتيک ګوندنورزي🡆 More