تکریت په عربی ( (عربي: تِكْرِيت))د عراق یو ښار دی چي دبغداد په شمال لویدیځ ۱۴۰ کیلومتر (۸۷ ميل) کي موقعیت لري او ۲۲۰ کیلومتر (۱۴۰ ميل) دموصل په سوېل ختیځ کي د دجلې سیند ته پروت دی.
داسیمه دصلاح الدین ولایت اداري مرکز بلل کیږي. د2012 کال دسرشمېرنو له مخي یاده سیمه 160000 تنه نفوس لري.
Tikrit | |
---|---|
Tikrit | |
د Tikrit انځور | |
کورډېناټونه: ۳۴°۳۶′۰۰″شمال ۴۳°۴۱′۰۰″ختیځ / 34.6°شمال 43.683333333333°ختيځ | |
اداري وېش | |
Country | عراق |
Governorate | Saladin |
حکومت | |
• ښاروال | عمرطارق اسمعیل |
پراخوالی | |
لوړوالی | ۱۳۷ ميټره (۴۴۹ فوټ) |
نفوس شمېرنه (2012) | |
• ټولټال | ۱۶۰,۰۰۰ |
وروستي مالومات | |
وخت زون | یوټیسی ۳:۰۰+ |
جيو کوډ | 90150 |
یادښتونه | |
سمول |
تکریت په اصل کي د آشوري امپراتورۍ پرمهال یوه کلا وه اوهمدرانګه دنامتو مسلمان پوځي مشر صلاح الدین ایوبي دزیږون ځای هم گڼل کیږي. ورپسې داد عراق دپخواني واکمن صدام حسین د زیږون ځای وو او هغه ښار دی چي له همدې ځایه د عراق د بعثي رژیم په وخت کي له 2003کال څخه رانیولې بیا د متحده ایالاتو په مشرۍ تر برید پوري دعراق حکومت ته د ټاکل سویو کسانو یوه مهمه برخه له همدې سیمي تشکیل سوې وه. ترصدام حسین وروسته د عراق حکومت د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۳۱ مه د داعش له ډلي څخه ددغه ښار کنټرول بېرته ترلاسه کړ او له هغه راهیسي دحکومت په واک کي دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article تکریت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.