انساني حکمت

انساني حکمت یا انټروپوسوفي هغه معنویت پالونکی خوځښت دی چې بنسټ یې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د ارواه پالونکي روډولف شټاینر له خوا کېښودل شو او د یوې عیني معنوي او عقلاني درک وړ نړۍ د شتون فرضیه وړاندې کوي.

د انساني حکمت پالنې د ملاتړو موخه دا ده چې د احساسي تجربې اړوند د خپلواک تفکر له لارو چارو څخه په ګټنې د معنوي پراختیا په برخه کې مخکې لاړ شي. په داسې حال کې چې د انټروپوسوفي ډیرې برخې شبه علمي بڼه لري (یعنې دا چې د علمي لارو چارو پر بنسټ نه دي)، خو پلویان یې ادعا کوي چې دوی خپل لیدلوري په داسې توګه وړاندې کوي چې په عقلاني بحث سره تائید وړ دي او څرګندوي چې دوی په دې لټه کې دي څو خپلې چارې په کره بڼه له هغو لارو چارو او توضیحاتو سره د پرتلې وړ وګرځوي چې ساینس پوهان یې د فزیکي نړۍ اړوند ترسره کوي.

انساني حکمت یا انټروپوسوفي په جرمني آیډیالېزم، عرفاني فلسفو او د نژاد پرستانه شبه علمي چارو په ګډون په علم ته ورته مواردو کې ریښه لري. شټاینر د انټروپوسوفي اصطلاح (له یوناني انټرو پو- 'انسان'، او سوفیا، 'حکمت' څخه اخیستل شوې) انسان پالنې ته د خپلې فلسفې د انحراف او پر هغو باندې د ټینګار په موخه غوره کړه. نوموړي خپله دغه فلسفه «د معنوي نړۍ علمي څېړنه» تعریف کړې او یو شمېر نور یې «د فلسفې او کلتور خوځښت»، «معنوي خوځښت»، «معنوي پوهه»، یا «فکري نظام» بولي. د انساني حکمت نظریات د نورو ځای نیونکو خوځښتونو له خوا په ګڼ شمېر برخو له دې ډلې په زده کړو (په والډورف ښوونځیو او همدارنګه په کمپهېل خوځښت کې)، کرهڼې، طبابت، بانکوالۍ، سازماني پراختیا او هنرونو کې کارول شوي دي. د شټاینر د نظریاتو اصلي ملاتړی سازمان انټروپوسوفیکي ټولنه ده چې مرکزي دفتر یې د سویس د درناش ښار په ګویتنهم ماڼۍ کې دی.

د انټروپوسوفي په ملاتړ کوونکو کې لیکوالان سال بلو او سلما لاګرلوف؛ نقاشان پیټ مونډریان، واسیلي کانډینسکي او هیلما آف کلینټ؛ فلم جوړونکی آندري تارکوفسکي؛ د ماشومانو اروایي درملګره ایوا فرومر؛ په موسیقۍ درمل کوونکې ماریا شوپل؛ د رومووا آئین بنسټګر ویودوناس او د ګرجستان پخوانی ولسمشر زویاد ګامساخوردیا شامل دي. په داسې حال کې چې د کرهڼه پالونکي ارهارډ بارتش، ډګروال هرمن شنایډر او د ګشتاپو د رئیس هاینریش مولر په ګډون د نازي ګونډ ډیری مخکښ غړي د انټروپوسوفي پلویان پاتې شوي، خو له دې سره د سپین ګل د مقاومت کوونکي خوځښت د غړې تراوتا لافرینز په څېر یو شمېر نازي ضد کسان یې هم پیروان و. ورته مهال روډولف هس چې د والډورف ښوونځيو مشر او مالي ملاتړ کوونکی او همدارنګه د بایوډینامیکي کرهڼې یو له سرسختو دفاع کوونکو څخه و؛ د انساني حکمت یا انټروپوسوفي له ملاتړو څخه و.

مذهبي تاریخ لیکونکي اولاو هامر د انټروپوسوفي اصطلاح د «اروپا په تاریخ کې د مهمې معنوي ټولنې» په توګه یاده کړې. له دې سره د مایکل شرمر، مایکل روس، ادزارد ارنست، ډیویډ ګورسکي او سیمون سنګ په ګډون ګڼ شمېر ساینس پوهانو، طبیبانو او فیلسوفانو د طبابت، ژوند پوهنې، کرهڼې او زده کړو په برخه کې د انټروپوسوفي کارونه ګواښوونکې بللې او پر هغو باندې یې د شبه علمي موضوع په توګه نقد کړی دی. د شټاینر په هغو ادعا ګانو کې چې معاصر علم رد کړې دي؛ نژادي تکامل، کړنلار لیدنه (شټاینر ادعا کوله چې هغه کړنلار لیدونکی و) او اتلانتیس افسانه په کې شاملېږي.

تاریخچه

د انټروپوسوفي د بنسټګر روډولف شټاینر لومړنۍ چارې د فلسفې د آزادۍ (Philosophy of Freedom) تر عنوان لاندې (چې همدارنګه د معنوي چارو او د یو معنوي مسیر په توګه د شهودي تفکر په توګه هم ژباړل شوی) د هغه د اثر پر مټ خپل اوج ته ورسېدې. په دغه اثر کې شټاینر د باطني تجاربو په ځانګړې توګه د هغو تجربو پر مټ چې د تفکر د خلاقانه فعالیت پر بنسټ رامنځته کېږي د آزادې ارادې (اختیار) مفهوم ته وده ورکړه.

د شلمې پېړۍ په پیل کې د شټاینر لیوالتیا په ځانګړې بڼه د معنویت لور ته منحرفه شوه. د هغه چارې لامل وګرځېدې د هغو پام جلب کړي چې د معنویت له نظریاتو سره یې لیوالتیا لرله؛ یو له دغو څخه تئوسوفي ټولنه وه. له ۱۹۰۰ زکال وروسته شټاینر د تئوسوفیانو له خوا د خپلو نظریاتو د مثبت هرکلي په غبرګون کې په مخ پر زیاتوالي بڼه له تئوسوفي ټولنې سره په خپلو چارو تمرکز وکړ او په ۱۹۰۲ زکال کې په جرمني کې د دغې ټولنې د څانګې مشر وټاکل شو. د هغه د مشرۍ پر مهال د دغې ټولنې د غړو شمېر په ډارماتیکه بڼه تغیر وکړ او یوازې له څو محدود شمېر کسانو څخه یې د غړو کچه ۶۹ ډلو ته ورسېده.

په ۱۹۰۷ زکال کې د شټاینر او تئوسوفي ټولنې ترمنځ په اړیکو کې فاصله ښکاره شوه. په داسې حال کې چې یادې ټولنې ختیځ لیدلوري په ځانګړې توګه د هغو هندي ډول ته انحراف درلود، شټاینر هڅه کوله څو داسې لارې ته پراختیا ورکړي چې عیسویت او طبیعي علوم وپوښي. دغه جلا توب هغه مهال نور له منځه تلونکی نه و کله چې د تئوسوفي ټولنې د هماغه مهال عمومي مشرې اني بیسانټ د جدو کریشنامورتي په نامه ماشوم د عیسی بېرته را ژوندۍ شوې بڼه وبلله. شټاینر شدید مخالفت وښود او د کریشنامورتي او عیسي ترمنځ یې هر ډول پرتله ملنډې وبللې. کلونه وروسته خپله کریشنامورتي هم دغه ادعا رد کړه. له بیسانټ سره د هغه دومداره مخالفتونه لامل وګرځېدل څو نوموړی د ادیار له تئوسوفي ټولنې جلا شي. د هغه جلاتوب لامل وګرځېد د دغې ټولنې ډېری جرمني غړي او همدارنګه په ملي کچه د هغو د نورو برخو غړي یې هم ملتیا وکړي.

دغه مهال شټاینر د یو معنوي لارښود او متخصص په توګه پام وړ ځایګی موندلی و. هغه له اکاشیکو سوابقو (چې ځینې مهالونه «اکاشا تاریخ» هم بلل کېږي) څخه د خپلې مستقیمې تجربې اړوند خبرې کولې چې انګېرل کېږي د تاریخ معنوي پېښې، له تاریخ وړاندې پېښې او د نړۍ او بشریت راتلونکې بیانوي. د هغه په یو شمېر آثارو کې د باطني ودې مسیر توصیف شوی چې پر باور یې ده احساس کړی چې هر چا ته اجازه ورکوي ورته معنوي تجربو ته لاسرسی ولري. د شټاینر له نظره صوتي بصیرت کېدلای شي تر یوې کچې پورې د ځان د اخلاقي او معرفتي دسپلین د دقیقو بڼو په تمرین کولو، تمرکز او مراقبې سره پراختیا ومومي. شټاینر په ځانګړې توګه په دې باوري و چې د یوه کس معنوي وده یوازې د هغه د اخلاقي ودې له یوې دورې وروسته رامنځته کېدلای شي.

په ۱۹۱۲ زکال کې شټاینر له تئوسوفي ټولنې جلا شو څو خپله جلا ډله تاسیس کړي او هغو ته یې د انټروپوسوفي ټولنې نوم غوره کړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغې ځوانې ټولنې غړو په یو شمېر برخو لکه په ځانګړو او سنتي زده کړو، کرهڼې او طبابت کې د شټاینر له نظریاتو څخه په ګټنې د یو کلتوري خوځښت د رامنځته کولو هڅو ته مخه کړه.

په ۱۹۲۳ زکال کې د دغه ټولنې د مشرانو غړو چې په باطني ودې یې تمرکز درلود او همدارنګه د معاصرو ټولنیزو بدلونونو د فعال کېدو سره د لیواله ځوانو غړو ترمنځ درځ را پیدا شو. د دغه درځ رامنځته کېدو په غبرګون کې شټاینر هڅه وکړه د معنوي علومو په برخه کې د یو ښوونځي په جوړولو سره دغه درځ بېرته ډک کړي. شټاینر د دغه بېرته زېږېدلي خوځښت د معنوي بنسټ په موخه د مراقبې د بنسټیزې ډبرې (Foundation Stone Meditation) تر عنوان لاندې اثر ولیکه چې د انټروپوسوفیکي نظریاتو مرکزي ډبرلیک یې جوړ کړ.

شټاینر له څه باندې یو کال وروسته په ۱۹۲۵ زکال کې ومړ. دویمې نړیوالې جګړې په لنډ مهالې توګه د اروپا په لویه وچه کې د انټروپوسوفي خوځښت د چارو مخه ونیوله ځکه چې نازي دولت د هغو د کلتور ضد ګڼ شمېر عملي لارو چارو له امله د انټروپوسوفي ټولنې فعالیت منع کړ. په داسې حال کې چې د نازي ګوند لږ تر لږ یو مخکښ غړی، روډولف هس د انټروپوسوفي پیاوړی ملاتړی و، خو ډېر لږ شمېر انټروپوسفېستان ملي سوسیالېست ګوند ته اړوند و. په واقعیت کې شټاینر د نازي رژیم په لوړو پوړیو کې هم ملاتړي او هم مخالفین لرل. سټوډن مایر د «ګڼ شمېر وګړو تر لاس لاندې د ګوندي څو کلن نظام» اړوند خبرې کولې، له همدې امله د انټروپوسوفي پر وړاندې د نازیسم کړنلار د هغوی د ایډیولوژیک یووالي له مخې نه مشخصه کېږي. هغه مهال چې هس بریتانیا ته کډوال شو، دغې ټولنې خپل پیاوړی ملاتړی له لاسه ورکړ، خو له دې سره هم انټروپوسفېستان د مخکښو نازیانو ترمنځ بې ملاتړو پاتې نه شول.

دریم رایش د معنوي مواردو اړوند نږدې ټول بنسټونه وتړل او څرګندوله یې چې دغه بنسټونه د یهودانو له خوا کنټرول کېږي. خو بیا هم له هغه مهال څخه را وروسته تر ۲۰۰۷ زکال کې پورې په ۵۰ هېوادونو کې د انټروپوسوفي ټولنې څانګې په ملي کچه پرانیستل شوې او همدارنګه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۰ زره بنسټونه د انټروپوسوفيکي نظریاتو (د انساني حکمت د نظریاتو) پر بنسټ کار کوي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

4 جونقمارد گندمک تړوند انګستان درېیم ویلیامځمکپوهنهد پرتګال اقتصاداقلیم (هوا)رحمت الله ساپید ارتقاء الګوريتمګوجرپښتونوليمصرکراچۍفلزټانگ كورنۍاسامه بن لادنايراند افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)اندونیزیایي ژبهلنډۍمولانا بجليګرفاسفورسچوپکد بکارت پردهاتنپلاديومژبهآزاد تجارتانسانبېلجیمنورزيغزلد یونېسکو نړیوال میراثټوماس آکوینسميرويس هوتکصلی الله عليه وسلمبست کلاشمالي کارولیناډياګو مارادونافوټونمايکروسافټ وېنډوزنورستان ولايتچاید سريلانکا کلتورګوګل مېپسدهلی پوهنتونپښتومرزا علم حميديانځورگرينړیوالې اړیکې (۱۸۱۴-۱۹۱۹ ز کال)ډيانا د ويلز شهزادګۍجاپانمشارکتد اطلاعاتو دورهټویټرپيسېچپرهار ولسوالۍنا خالص داخلي تولیداډولف هټلرافغان هوايي ځواکناروغيپولنډپښتونخواد جنازې لمونځد ماد واکمني🡆 More