ارستوکراسي د دغه لغت سټه له يوناني ژبې سره اړه لري چې د Arisrus ښه او Kratia حکومت نه اخيستل شوې او لفظاً يې معنا د نيكانو، نجباوو او اشرافو حكومت دى.
د نجابت او اشرافيت په پېژندنه كې اختلاف موجود دى. د افلاطون او ارسطو له نظره د نيكانو حكومت هغه حكومت دى چې د يو نجيب او ښه اقليت له خوا په يوه هېواد كې اجراء كېږي. د ښه والي معيار يې هم نظري او هم عملي دى او يوازې فلاسفه دغه خاصه درلودلاى شي. ارسطو د اليگارشي او ارسطوكراسۍ ترمنځ فرق كاوه، خو له ډيرې پخوا نه ارستوكراسي او اليگارشي يو د بل مرادف استعمال شوي دي. د سياسي فلسفې له نظره ارسطوكراسي هغه حكومت دى چې د افرادو د يوې داسې ډلې له خوا جراء كېږي چې د عقل او اخلاقو خاوندان وي، عمومي مصالح تر خپلو مصالحو وړاندې گڼي. د دوى حكومت د برترۍ او تسلط جنبه نه لري. مقصد د ارسطوكراسۍ نه د اشرافو او نجباوو حكومت دى چې د نسب، اقتصاد او كلتور له نظره له نور ملت څخه فرق ولري چې موجوده وخت كې په بورژوازي نړۍ كې د كارگرو منځ كې د كارگري اتحاد يو مشر چې له نورو كارگرو څخه امتياز لري. د كارگري ارسطوكراتانو په نامه ياديږي. زموږ له نظره ښه حكومت هغه دى چې د ټول ملت په اراده منځ ته راغلى وي، ملي اساس ولري، د ملت د ملي مصالحو او منافعو نه دفاع وكړي، فردي او اشرافي حكومتونه زموږ په نزد د تائيد وړ نه دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ارستوکراسي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.