د کوانټومي ساحې نظریه

په نظري فزیک کې، د کوانټومي ساحې نظریه (QFT) یو نظري چارچوکاټ دی چې د کلاسیک ساحې، ځانګړي نسبیت او میخانیکي کوانټومي نظریې سره یوځای کوي.

QFT د ذارتو په فزیک کې د لاندې اټومي ذراتو فزیکي موډلونو جوړونې او د کلکې مادې په فزیک کې ذراتو ته ورته موډلونو جوړونې لپاره کارول کېږي.

QFT ذرې د خپلو لاندنیو کوانټومي میدانونو د هڅول شویو حالتونو (چې کوانټومي هم نومول کېږي) په توګه چې له ذراتو څخه لا بنسټیز دي، په پام کې نیسي.  د یوې ذرې کوانټومي ساحه د لاګرانجي کمولو سره، د ذرې اړوند میدانونو تابع سره تعیینېږي. د ذراتو په منځ کې تعاملات په لاګرانجي کې د تعاملاتو اصطلاحتو سره توصیف کېږي چې د هغوی متناظرې کوانټومي ساحې په کې شاملېږي. په کوانټومي میخانیک کې د اغتشاش تیوري پر بنسټ، هر تعامل کولی شو په څرګند ډول د فاینمن ډیاګرام سره ښکاره کړو.

تاریخ

د کوانټومي ساحې نظریه د نظري فزیک‌پوهانو نسلونو له کار څخه چې ډېری یې په شلمه پېړۍ کې ژوند کاوه، راڅرګند شو. د هغه وده په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د رڼا او الکټرونونو ترمنځ د تعاملاتو توصیف سره پیل شو او د کوانټومي ساحې په لومړنۍ نظریه کې – الکټروډینامیک کوانټومي – کې خپل اوج ته ورسېده. ډېر ژر په ګډوډو محاسباتو کې د بېلابېلو لامحدودو دوام او څرګندېدو سره یو لوی نظري خنډ رامنځته شو، هغه ستونزه چې یوازې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د بیاځلې عادي کېدو لارې اختراع سره حل شوه. د QFT ظاهري ناتواني سره دوهم اصلي خنډ د ضعیفو او قوي تعاملاتو په توصیف کې وو، تر هغه ځایه چې د نظر ځینې خاوندان د ساحې نظري کړنلارې د ځنډولو غوښتونکي شول. د ګاج نظریې وده او د سټانډارډ موډل بشپړېدل په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د کوانټومي ساحې نظریې د بیا ژوندي کېدو لامل شول.

نظري پس منظر

د کوانټومي ساحې نظریه د کلاسیک میدان، د کوانټوم میخانیک او ځانګړي نسبیت نظریو له ترکیب څخه لاس ته راځي. لاندې پر دې مختاړو نظریو باندې لنډه کتنه شوې ده.

د کلاسیک ساحې لومړنۍ بریالۍ نظریه، هغه نظریه ده چې د نیوټن د جاذبې نړیوال قانون څخه لاس ته راغلې ده، سربېره پر دې چې په ۱۶۸۷م کال کې د Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica په رساله کې د ساحو مفهوم په بشپړ ډول ورک دی. د جاذبې قوه لکه څنګه چې نیوټن توصیف کړه «په فاصله کې یو عمل» دی – د هغې اغېزه پر لرې توکو، پرته له دې چې واټن ته پام وکړي، ناڅاپي دی. په هرحال، نیوټن له ریچارډ بنټلي سره د لیکونو تبادلې کې ولیکل: «د اټکل څخه لرې ده چې بې ځانه ماده، پرته د کوم بل څه له وساطت څخه چې مادي ندی، پرته له متقابلې اړیکې پر نورو موادو عمل کوي او پر هغوی اغېزه پرېږدي». تر اته لسمې پېړۍ چې د ریاضي فزیک‌پوهانو د ساحو په اساس د جاذبې یو مناسب توصیف کشف کړ – یو عددي کمیت (د جاذبې ساحې په مورد کې یو وکټور) چې د فضا هر ټکي پورې ځانګړی کېږي چې په هغه ټکي کې پر هر ذرې باندې د جاذبې د عمل ښکارندويي کوي. په هرحال دا یوازې یو ریاضيکي چل په پام کې نیول کېده.

په ۱۹مه پېړۍ کې د الکټرومقناطیس ودې سره، ساحو په خپل شتون پیل وکړ. مایکل فارادي د «ساحې» انګلیسي اصطلاح په ۱۸۴۵م کال کې رامنځته کړه. هغه ساحې د فضا ځانګړتیاوو په توګه (ان هغه وخت چې ماده په کې نه وي) معرفي کړې چې د فزیکي اغېزو لرونکي دي. هغه «فاصله کې د عمل» مخالف وو، او سپارښتنه یې وکړه چې د توکو په منځ کې تعاملات د «ځواک کرښو» له لارې چې د فضا ډکوونکې دي ترسره کېږي. د ساحو دا توصیف تر نن ورځې پورې پاتې دی.

د کلاسیک الکټرومقناطیس نظریه په ۱۸۶۴م کال کې د ماکسوېل معادلاتو سره بشپړه شوه چې د الکټریکي ساحې، مقناطیسي ساحې، الکټریکي جریان او الکټریکي بار ترمنځ اړیکې یې توضیح کولې. د ماکسوېل معادلې د الکټرومقناطیسي څپو د شتون ښکارندویي کوي، هغه پدیده چې په هغه کې الکټریکي او مقناطیسي ساحې له یوه فضایي ټکي بل ټکي ته په محدود سرعت سره خپرېږي چې داسې ښکاري د نور سرعت به وي. له همدې کبله له لرې څخه اقدام په قطعي توګه رد شو.

د کلاسیک الکټرومقناطیس لویې بریا سربېره، په اټومي طیف کې د جلا کرښو او همدارنګه په بېلابېلو څپو کې د تور جسم د وړانګو پراختیا د توضیح وړتیا یې نه درلودله. د تور جسم د وړانګو په هکله د ماکس پلانک مطالعه د کوانټومي میخانیک پیل وو. هغه اټومونه چې الکټرومقناطیسي وړانګې یې جذب او خارجوي، د هغه لخوا د حیاتي ځانګړتیا لرونکو کوچنیو نوسان‌ګرو په توګه په پام کې ونیول شول چې د هغه انرژۍ کولی شي د متداومو پرځای یوازې متقطع مقدار ونیسي. دا د هارمونیک کوانټومي نوسان‌ګرانو په توګه پېژندل کېږي. متقطع مقدارونو ته د انرژۍ محدود کولو دا پروسې د کوانتیزه کېدو په نوم یادېږي. د دې آیډیا پر اساس، آلبرټ انشټین په ۱۹۰۵م کال کې د فوټوالکټریک اغېزې لپاره یوه توضیح وړاندې کړه چې نور د فوټون (د نور کوانټومونه) په نوم د انرژۍ انفرادي بستو څخه جوړ شوی دی. دا ښکاروي چې الکټرومقناطیسي وړانګې، په داسې حال کې چې څپې په الکټرومقناطیسي ساحه کې کلاسیک دي، د ذراتو په بڼه هم شتون لري.

په ۱۹۱۳م کال کې، نیلز بور د اټومي جوړښت بور موډل معرفي کړ چې په هغه کې د اټومونو د ننه الکټرونونه یوازې کولی شي یوه لړۍ متقطع او ناتړلې انرژۍ ترلاسه کړي. دا د کوانتیزه کولو یوه بله بېلګه ده. د بور موډل د اټومي طیفي کرښو متقطع طبیعت په بریالیتوب سره توضیح کړ. په ۱۹۲۴م کال کې، لویز دو بروګلي د څپې-ذرې دوه ګوني توب فرضیه وړاندې کړه چې مایکروسکوپي ذرې په بېلابېلو شرایطو کې هم د څپو په څېر او هم د ذرې په څېر ځانګړتیاوې له ځان څخه ښکاروي. د دې وېشل شوو نظریو په یوځای کولو سره، د ۱۹۲۵ او ۱۹۲۶م کلونو ترمنځ د ماکس پلانک، لویي دو بروګلي، ورنر هایزنبرګ، ماکس بورن، اروین شروډینګر، پال ډیراک او ولفګانګ پاولي په مشارکت سره، د کوانټومي میخانیک په نوم یوې منسجمې رشتې شکل ونیوه.

په هماغه کال کې چې انشټین د فوټوالکټریک په هکله خپله مقاله خپره کړه، خپله د ځانګړي نسبیت نظریه یې هم خپره کړه چې د ماکسوېل د الکټرومقناطیس په اساس جوړه شوې وه. د ناظر سرعت بدلونونو لاندې د یوې پېښې د وخت او ځای ځانګړتیاوو څرنګوالي لپاره د لورنټس بدلونونو په نوم نوي قوانین وړاندې شول او د وخت او ځای ترمنځ توپیر روښانه نه وو. سپارښتنه وشوه چې ټول فزیکي قوانین باید د بېلابېلو سرعتونو ناظرانو لپاره یوشان وي، یعنې فزیکي قوانین باید د لورنټس بدلونونو له لوري ثابت وي.

دوه ستونزې پاته شوې. په مشاهدوي توګه، د کوانټومي میخانیک بنسټیزه د شروډینګر معادله کولی شي د اټومونو د وړانګو هڅول شوې برخې توضیح کړي، چېرته چې یو الکټرون د خارجي الکټرومقناطیسي ساحې تر اغېزې لاندې ځان څخه یو نوی فوټون خارجوي، خو په خپل سر د اخراج د توضیح وړتیا نه لري، چېرته چې یو الکټرول په خپل سر ځان لپاره انرژي کموي او ان د خارجي الکټرومقناطیسي ساحې له عمل څخه پرته فوټون خارجوي. له نظري اړخه، د شروډینګر معادلې نشو کولی چې فوټونونه توصیف کړي او د ځانګړي نسبیت له اصولو سره همغږې نه وه – دا معادله وخت د یو معمولي شمېرې په توګه په پام کې نیسي او په عین حال کې ځایي مختصات، خطي چلونکي ته ارتقا ورکوي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عبدالقادر خان خټکيونيسکواخلاقمير تشيال تمځیپلار څوک دیحاجي محمد څمکنیسرطاننورزيطیب اغاغويی (مياشت)موسادپه اسلام کې پر بنده گانو د الله حقونهدعاد استوا کرښهرشيد احمد ګنګوهيايرانلوی افغانستانبلوک مشرسيد جلال الدين اشتيانيبیکاریهنګریشکودا ۲۸ ټې اړ سولاریسهستوي وسلېمحمد یاسین فهیمد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتپيچکاريبرمایي ژبههايډروجنکریمیاغني خان29 ډيسمبرسردار محمد داود خانال پاچینونفوسلوبوسکيCrجي اس امد یونېسکو نړیوال میراثسپیجوراسیکانا لله و انا الیه راجعونجنسي تېریپښتو متلونهجرگهدوهمه ملکه الیزابتسړه جګړه (۱۹۸۵ - ۱۹۹۱)عبدالروف بېنواد آيفون عامل سيستمآرگونهنرگرېگوري کليزويکيپېډياټویټرلندن پوهنتونافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېپيسېد محمد هجرتوکيل احمد متوکلپریونمعلوماتي ټیکنالوژيپه انسانانو کې د تذکیر آلهموري بای برنکرنههمغږي نړیوال وختکوردستان (عراق)24 جولایاوزبکي ژبهبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)🡆 More