ماران یا منگوران (په لاتین: Serpentes) د فلس لرونکو ژويو څخه دي چې د نړی په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي.په اوس وخت کې په نړی کې د مارانو ۳۴۰۰ ډوله ژوند کوي او د هغو مارانو څخه تقریبا ۴۱۰ ډوله زهرلروکي ماران دي.
Serpentes ماران | |
---|---|
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | خاپوړن |
فلس لرونکی ژوي | |
ماران |
نوموړي ژوي په ځانگړی ډول خوله لگوونكى ژوي خوري. ماران ښکار شوي ځناور د څپل زهر په مرسته وژلای یا زندۍ کولای سی.
ماران ۱۰۰ - ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې د شرمښکيانو (سمسارو) څخه رامنځ ته شوي وو. د لومړنیو پخوانيو مارانو څخه Lapparentophis defrennei تر ټواو مشهور مار وو چې ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې په افريقا کې یی ژوند کاوه. لمړنی سمندري مار ۱۰۰ میلیونه کاله مخکې اروپا ته نژدې یی ژوند کاوه. نوموړی ژوي د لويو وچو د جوړولو په وخت کې ژوند کول چې د دي ژويو د نړی پر توزيع باندي آغېزه لرل
مار یو غوښه خوړونکی خاپوړن دي چې پښې نه لري. اسکلت یی د ملا تیر، پوښتيو او ككرۍ څخه جوړ شوي دي. نوموړي ژوي کولای سی ۴۰۰ مهرې ولري. مار ارتجاعى پوستکی لری چې د فلسونو لخوا پوښ شوي دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مار, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.