علي محمد مخلص

علي محمد مخلص (زوکړه؟ - مړینه، اټکلي ۱۰۶۸ سپوږميز لېږدي کال) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

مخينه

علي محمد مخلص د ابابکر کندهاري زوی او د استاد زلمي هېوادمل د وینا له مخې يې ژوند تر ۱۰۶۸ سپوږميز لېږدي کال پورې يقیني دی. د هغه بشپړ دیوان پر ۱۳۹۴ لمريز لېږدي کال د محمد هارون خپل شعشعي په سمون او سریزې سره چاپ شوی دی.

علي محمد مخلص د روښاني تصوف او طریقې یو مخلص پلیونی او پیرو دی. د هغه د نوم له یادېدو سره سم وار له واره د سړي ذهن ته (حالنامه) راځي؛ حالنامه هغه اثر دی چې د روښانیانو د ژوند ټول حال او احوال پکې بیان شوی دی. پر دې اثر که څه هم د لومړي ځل لپاره پیر روښان کار پیل کړی وو، خو علي محمد مخلص په ډېر اخلاص سره له سره ترتیب او د پير روښان د کورنۍ ټول احوال يې پرې اضافه کړي دي.

شاعر مخلص د دې اثر تر څنگ په پښتو کې بله منثوره رساله هم لري. دا رساله یې د استاد زلمي هېوادمل له خوا د کابل مجلې د ۱۳۶۷ کال په ۱ـ ۲ گڼه کې چاپ شوې ده.

هغه په خپل دیوان او نورو خورو ورو لیکنو کې د روښاني تصوف په خپرولو کې تر نورو روښاني شاعرانو ډېر کوښښ کړی دی. نو پر همدې بنسټ د هغه د امتیاز حق هم تر نورو روښاني شاعرانو په دې برخه کې ډېر دی.

علي محمد مخلص تر ډېره د نورو روښاني شاعرانو په لاره نه دی تللی. هغوی ټولو یوازې په تصوف او عرفان کې هغه څه بیان کړي، چې هغوی ته د هغوی د مرشد او پیر بایزید روښان له خوا ویل شوي ول، خو علي محمد مخلص د بایزید روښان د افکارو د څرگندولو تر څنگ د نور تصوف په اړه هم خپل افکار څرگند کړي دي.

علي محمد مخلص د مشهور روښاني ارزاني خوېشکي ورور وو او د پلار نوم يې برهان او له خېشكي قبيلې څخه وو. د هغه دويم ورور عمر نومېده. اخون دروېزه په خپل کتاب کې د ارزاني د نورو دوو وروڼو نومونه د ملا علي [علي محمد مخلص] او ملا عمر په بڼه ليکلي دي.

مړينه

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- ديوان، د ۱۳۹۵ لمريز لېږدي کال، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چاپ.

۲- منثوره رساله، د ۱۳۶۷ ل ل کال کابل مجلې په ۱ـ ۲ گڼه کې چاپ.

۳- د حالنامې اوډنه او پر هغې زياتونه.


اخځليک

۱- https://www.taand.com/%D8%AF-%D8%B9%D9%84%D9%8A-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D9%85%D8%AE%D9%84%D8%B5-%D8%AA%D8%B5%D9%88%D9%81%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%B9%D8%B1%D9%81%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%85/ Archived 2020-09-19 at the Wayback Machine.

۲- https://www.facebook.com/223336756405/photos/%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%AE%D9%88%DB%8C%D8%B4%DA%A9%DB%8C-%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8D-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%8A-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%AE%D9%88%DB%8C%D8%B4%DA%A9%DB%8C-%D8%AF-%D8%B1%D9%88%DA%9A%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%B7%D8%B1%DB%8C%D9%82%DB%90-%D8%AA%D8%B1-%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%88-%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93/10152395739671406/

۳- https://www.nunn.asia/32590/%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D9%8A%D8%B2%D9%8A%D8%AF-%D8%B1%D9%88%DA%9A%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%B3%D8%AA%D8%B1-%D8%AE%D9%84%D9%8A%D9%81%D9%87-%D9%85%D9%84%D8%A7-%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%BE%D9%87/

۴- ‎

Tags:

علي محمد مخلص مخينهعلي محمد مخلص مړينهعلي محمد مخلص چاپ شوي نښيرونه يېعلي محمد مخلص اخځليکعلي محمد مخلصافغانستانزوکړهشاعرليکوالمړینهپښتو ژبهکال

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

فارس خلیج9 ډيسمبرد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهملا اختر محمد منصورهېوادپالنه17 اکتوبرمصرکلاسیک لېبرالیزمد علم څانګېاروپايي کمېسیونابخازياابو حنيفه (امام اعظم)حميد مومندد ایران انقلابسولگرنړیوال بانکبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)ليبناناسلامي تاريخچاپېریالي ټيکنالوژيعبدالصبور فريد کوهستانيصدیق الله رښتینبلغاریاولې باید له خپلوانو سره اړیکې ولرو؟!د اروپايي اتحادیې بهرنۍ اړیکېناروېارفورتد افغانستان ولسي جرگهکاتالونیاديپلوماسيجنسي تېریساکنه برېښنا (ولاړه/ جامده)قزاقستانزيد بن عمراوکراینپښتوڅنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟زده کړهيمند چین لوی دیوالاوغوز ژبېلیونل مېسيد چین دېوالجاپاند افغان-انگرېز لومړۍ جگړهناروغيمذهبملګرتيانس ناستیژبپوهنهد اوښ ۲۵ جالبه ځانګړتياوي !همنوګپالنهشاه جهاناورګاسممسکوسورة الشرحزکاتد تکامل په اړه اسلامي نظرونهقطراروپايي ټولنهرونډامسلمانمالاتیهد خلیج جګړهمینه (لېوالتيا)فيض محمد کاتب هزارهیمن🡆 More