د میږي جرم

د_ميږي_جُرم! عجيبه ښکلي کيسه ابن قيم رحمه الله وايي د يوې ونی سیوري ته ناست وم يو مېږی مي وليد چي دلته نژدې روان و او غوښتل يې پروت د ملخ وزر له ځان سره يوسي کله چي د وزر په وړلو ونه توانيدی نو تېز لاړه غار ته ننوت له هغې خوا يې د مېږيانو لښکر را وویست کله چي دوی وزر ته نژدې شول ما وزر ترې را پورته کړ دوی ډېر وګرځېدل خو څه شی يې ونه موندی له ستړيا وروسته غار ته ننوتل خو يو مېږی لا ګرځېده , فکر کوم هماغه لومړی مېږی و ما هم وزر ورته کېښود ده چي وزر وليد بيا تېز لاړ خو دا ځل يې هلته ځنډ وکړ فکر کوم هغوی ته يې قناعت ور کاوه ځکه اول ځل يې خبره ريښتيا نه شوه خو دا وار د اول په څير ميږيان نه و بلکي لږ راووتل ما هم د ملخ وزر بيا پورته کړ دوی ډېر وګرځېدل ستړي شول او ولاړل خو يو مېږی بيا هم ګرځېده فکر کوم هماغه مېږی و چي دوی يې دوه ځله راوغوښتل ما بيا وزر مخي ته ورته کېښود کله چي يې وزر وموندی بيا په بيړه لاړی خو دا ځل بيخي ډېر وځنډېدی فکر کوم هغوی بيخي قناعت نه ورسره کاوه ځکه دا دوهم ځل و چي خبره يې دروغ شوه

دا وار اوه مېږيان ورسره راووتل ما هم د تېر په څير وزر ترې را واخيست هغوی ډېر وګرځېدل  پوه شوم چي دوی هماغه ميږي ته ډېر په قهر شول پری را ټول شول او مېږی يې ټوټه ټوټه کړ , سر او پښې يې ترې بېلی کړې😰😰 (لا حول ولا قوة إلا بالله)

ما ددوی مخته وزر کېښود دوی چي وزر وموندی بيرته پر خپل ملګري را غونډ شول معلومېدل چي ډېر غمجن ول او  پر خپله کړنه سخت خواشيني وو خو وخت يې له لاسه وتلی وه

ابن قيم وايي سخت خفه شوم چي دا مي څه وکړل!؟😢 له پرېشانۍ څخه تنګ شوم او له خپل استاد ابن تيميه څخه مي وپوښتل چي ما خو داسي کار وکړ

هغه راته وويل تاته به الله تعالى بخښنه وکړي خو ګوره چي بل وخت داسي ونه کړې  , او کومه کيسه چي دي وکړله نو سبحان الله پاکي ده هغه ذات لره چي ميږيانو ته يې هم د دروغو قباحت ښودلی او د دروغجن په سزا يې پوه کړي دي.

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

لوی اخترجنسي اړيکېازاد شعرميرويس هوتکسړه جګړهبېلجیمپښتو ژبدودیز پېرونه (ګرامري حالتونه)تجويدژبپوهنهکيو آر کوډپلان جوړونهکوچنی اقتصادانټرنېټدوهمه ملکه الیزابتانضباطپه الینګار ولسوالۍ کی صحی اوبو ته دخلکو لاسرسیهايډروجنقيام الدين کشافآتريال فېبرېلېشنټولنيزه ځنګلداريد کتاب نړيواله کره شمېرهسيد جمال الدين افغانيپاپسورة الحاقةهارون الرشیدراشد خانلوی اقتصادصفيه حليموړانګيلتوياناولپښتو متلونهمولوي نورالحق مظهريزړه‌بايللی - (2015)کالیګولاد پاچا جیمز نسخهاوپکاخلاقفيثاغورثيتد خپلواکو هېوادونو لړليکپارليمانCrغسلمصربیل ګیټد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماترنه دیکارتحسابپه انسانانو کې د تذکیر آلهمعلوماتي ټیکنالوژيسېندي ژبهزرغونعربي ژبهطیب اغاMCد متحده ایالاتو د اساسي قانون څلورم تعدیلاقلیم (هوا)د برونزو دورهزارلاندګو ، ډاګ. ګو! (ټلویزیون سلسله)جوماتبوغمههمغږي نړیوال وختصديق الله ميناقتصادپوهنهد اقتصاد علمانفلاسيون🡆 More