اسماعيل سړبنی د بېټ نيکه زوی او د سړبن وراره و.
سړبن ځوی نه درلود، تل به يې خپل ورور بېټ نيکه ته شکايت کاوه. بېټ نيکه خپل دا ځوی اسماعيل هغه ته ورکړ او اسماعيل د سړبن په کور کې وروزل شو. څو چې يو رياضت کښوونکی روحاني شو او د کسي په غرو او د روه په سيمو کې يې ښه شهرت وموند. نعمت الله هروي په مخزن افغاني کې د شيخ اسماعيل داسې ستاينه کوي:
شېخ اسماعيل سړبنی قدس الله روه صاحب عبادت و رياضت شافه بود، مقتدای وخت، بعلوم يزداني کاشف اسرار طريقت و حقيقت بوده، در ولايت روه.
د شېخ اسماعيل د ژوند وخت يقيني څرگند نه دی خو مخزن الافغاني دومره ليکلي چې دی د شيخ احمد ولد شيخ موسی او حضرت شيخ بهاالدين معاصر وو او شيخ احمد د شيخ موسی ځوی خو مشهور ستانه دی چې د قطب الدين بختيار پلار و، څنگه چې قطب الدين په ۵۷۵ هـ کال کې زېږېدلی دی نو موږ دده د پلار د ژوند دوره تر ۵۰۰ هـ وروسته ټاکلای شو، ځکه چې د شيخ بهاالدين ژوند هم په دغو کالونو کې و.
شيخ اسماعيل سربېره پر دې چې لوی ستانه او زيرک شيخ و، د پښتو ژبې شاعر هم و، دده يو طبعي خوندور شعر په پټه خزانه کې راغلی دی چې ده د خپل کاکا د ځوی خرښبون په بېلتانه کې وييلی او هغه داسې دی
دده د دې شعر غبرگون هم د خرښبون له خوا وييلی شوی دی چې د خرښبون تر نامه لاندې به راوړل شي. د شيخ اسماعيل مزار د کسي په غره کې دی او ډېر خلک يې زيارت ته ورځي سرچينې
|
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اسماعيل سړبنی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.