کوچنۍ سیاره

کوچنۍ سیاره هغه نجومي جسم دی چې د لمر (یا په ټولیز ډول د هر سیاروي نظام لرونکي ستوري) په شاوخوا کې په مستقیم مدار کې ګرځي چې نه د سیارې او نه هم د کوم لکۍ لرونکي ستوري په توګه طبقه بندي کېږي.

تر ۲۰۰۶ کال مخکې د ستور پوهنې نړیوالې اتحادیې (IAU) په رسمي ډول د کوچنۍ سیارې اصطلاح کاروله، خو د همدغه کال په غونډه کې یې کوچنۍ سیارې او لکۍ لرونکي ستوري بېرته په سیاره‌ګۍ او د لمریز نظام په کوچنيو اجرامو کې ډلبندي کړل.

په کوچنیو سیارو کې اسټرویډونه یا کوچني ستوري ډوله جسمونه (ځمکې ته نږدې اجسام، د مریخ کراسرز، د اصلي کمربند سټرویډونه او د مشتري ټروجنونه) او لرې وړې سیارې (سینټورونه او له نیپتون هاخوا اجسام) شاملېږي چې ډېری یې په کویپر کمربند او وېشلي ډېسک کې دي. د ۲۰۲۲ کال تر مې میاشتې پورې ۱۱۳۱۲۰۱ اجسام پېژندل شوي دي چې په ۶۱۱۶۷۸ شمېره لرونکو او ۵۱۹۵۲۳ بې شمېرې کوچنیو سیارو وېشل شوي دي او یوازې پنځه یې په رسمي ډول د سیاره‌ګیو په توګه پېژندل شوي دي.

لومړنۍ کوچنۍ سیاره سیرېس نومېده او په ۱۸۰۱ کال کې کشف شوه. د کوچنۍ سیارې اصطلاح له ۱۹مې پېړۍ راهیسې دغو اجسامو ته کارول کېږي. ستورو ته د ورته سیارو اصطلاح هم د لویو سیاروي اجسامو لپاره کارول شوې ده، په ځانګړي ډول هغو اجسامو ته چې د ستور پوهنې نړیواله اتحادیه یې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د سیاره‌ګۍ په نامه یادوي. په تاریخي لحاظ د ستوري ډوله جسم، کوچنۍ سیارې او سیاره‌ګۍ اصطلاحات لږ او ډېر مترادف دي. دا اصطلاحات د مشتري له مداره بهر د کوچنیو سیارو په کشفېدو سره خورا پېچلي شول، په ځانګړې توګه له نیپټون هاخوا اجسام چې عموماً د کوچنیو سیارو په ډله کې نه شمېرل کېږي. هغه کوچنۍ سیارې چې ګاز خپروي، ښایي د لکۍ لرونکو ستورو په توګه ډلبندي شي.

اجسام هغه مهال سیاره‌ګۍ بلل کېږي چې هایدروسټاټیک تعادل ته د رسېدو لپاره کافي جاذبه ونه لري او بیضوي شکل رامنځته کړي. نورې ټولې وړې سیارې او لکۍ لرونکي ستوري د لمریز نظام د کوچنیو اجسامو په نامه یادېږي. د ستور پوهنې نړیواله اتحادیه وايي چې د کوچنۍ سیارې اصطلاح لا هم کارول کېدای شي، خو د لمریز نظام د کوچني جسم اصطلاح به غوره وي. له دې سره سره، د شمېرو ورکولو او نومولو لپاره د کوچنیو سیارو او لکۍ لرونکو ستورو تر منځ دودیز توپیر لا هم موجود دی.

ټولیز شمېر

په لمریز نظام کې په سلګونو زره کوچنۍ سیارې کشف شوې دي او هره میاشت په زرګونو نورې کشفېږي. د کوچنيو سیارو د کتنې مرکز څه باندې ۲۱۳ میلیونه کتنې او ۷۹۴۸۳۲ کوچنۍ سیارې ثبت کړې دي. له دې ډلې څخه ۵۴۱۱۲۸ یې داسې مدارونه لري چې په کافي اندازه پېژندل شوي دي او دایمي رسمي شمېرې ورته ټاکل شوې دي. له دې جملې څخه ۲۱۹۲۲ یې رسمي نومونه لري. د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې تر ۸مې نېټې پورې تر ټولو ټیټه شمېره بې‌نومه کوچنۍ سیاره «(۴۵۹۶) ۱۹۸۱ کیو.بي» ده او تر ټولو لوړه شمېره نومول شوې کوچنۍ سیاره بیا ۵۹۴۹۱۳ ꞌAylóꞌchaxnim ده.

د نومونې قواعد

په لمریز نظام کې ټول نجومي اجسام یوه ځانګړي نوم ته اړتیا لري. کوچنیو سیارو ته په درې پړاویزه پروسه کې نومونه ټاکل کېږي. لومړی یو لنډمهاله نوم دی چې د کشف په وخت کې ورکول کېږي - ځکه ښايي جسم په لومړیو کې کاذب مثبت وي یا وروسته ورک شي – نو د لنډمهالې ټاکل شوې کوچنۍ سیارې په نامه یادېږي. وروسته له دې چې کتنه د خپل راتلونکي موقعیت د وړاندوینې لپاره کافي دقیقه وي، یوه کوچنۍ سیاره په رسمي ډول ټاکل کېږي او شمېره ورکول کېږي. دا بیا وروسته شمېره لرونکې کوچنۍ سیاره ده. بالاخره په درېیم پړاو کې ښايي سیارې ته د کشفوونکو له‌خوا نوم وټاکل شي. تر دې مهاله د ټولو کوچنیو سیارو له ډلې یوه کمه برخې سیارې نومول شوې دي. لوی اکثریت یا هم شمېرل کېږي یا لا هم یوازې لنډمهاله نومونه لري.

شمېرې ورکول

کوچنیو سیارو ته د مدار له تایید وروسته یوه رسمي شمېره ورکول کېږي. دا چې د کشف سرعت ډېر شوی، دا مهال دغه عددونه شپږ رقمي شوي دي. دغه شمېر له پنځو عددونو څخه شپږو عددونو ته د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د «سرکلر» کوچنۍ سیارې په کشفېدو سره ورسېد چې له ۹۹۹۴۷ څخه تر ۱۱۸۱۶۱ پورې لوړ شو.

نومونه

لومړنۍ سیارې د یوناني او رومي اسطورو د شخصیتونو په نامه نومول شوې دي، خو لکه څرنګه چې د مشهورو خلکو نومونه کم شول، ادبي کرکټرونه، د کشفوونکو د مېرمنو، ماشومانو، همکارانو او ان د تلویزیوني کرکټرونو نومونه هم وکارول شول.

سرچينې

Tags:

کوچنۍ سیاره ټولیز شمېرکوچنۍ سیاره د نومونې قواعدکوچنۍ سیاره سرچينېکوچنۍ سیاره

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

امریکایي ډالربارانبارکوډمغولانقيس عبدالرشيدد هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړهپښتانه ټبرونهد هند سمندرعمر بن خطاب7 مېپښتونستانسیال په سیال (شبکه)د جمعې لمونځلغمان ولايتويکيخونديځاکسيجند خلق ډموکراتيک ګوندناروغيافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېبدخشان ولايتافغانستان ته د اسلام راتگفوکلور پېژندنهافغانفرانسهاسلامکيمياوي توکیفلسطینلونگجنسي اړيکېشمالي افريقااستمناءغلاميښيښهد اسټرالیا پارلمان۴۶۴ (عدد)نېلسن مانډېلاد پښتو ژبې آنلاین کتابتون (Easylibrary.org)مذهبگوندبست کلاپلازمېنهحجروی ویشرنبیر کپورسره زرد بروکسل (ښار)اوو سی ۴۳ انساني کرونا ویروسبېلجیمدرسي پلانامريکا لويه وچهجرمد خلیج جګړهد خوشحال خان خټک ژونداستثمارشفیقه خپلواکباريکه تنه لرونکی خوځندکېلېزربادرنگلونګۍقرغیزي ژبهسرشمیرنهټولنیز نیاو/عدلفضل عمر مجدديماري انتوانېتطبي بوټينړیواله جنايې محکمه🡆 More