کلاسیک فزیک

په فزیک کې کلاسیکه نظریه لږترلږه دوه بېل مفهومونه لري.

کلاسیک فزیک د فزیک د تیوریو یوه ټولګه ده چې له عصري، ډېرو بشپړو یا ډېرو پراخو عملي تیوریو څخه وړاندې یې شتون درلود. که چېرته اوسنۍ منل شوې عصري تیوري په پام کې ونیول شي او د هغې پېژندنه د الګو لوی بدلون را منځ ته کړي، نو پخوانۍ تیورۍ، یا د پخوانۍ الګو پر بنسټ نوې تیورۍ، ډېری وختونه د "کلاسیک فزیک" په برخو پوري تړاو لري. 

لنډه کتنه

د میخانیک کوانتوم په مفهوم کې، کلاسیکه نظریه د فزیک په هغو نظریو دلالت کوي، چې له کوانتومي الګو څخه کار نه اخلي او کلاسیک میخانیک او نسبیت په کې شامل دي. کلاسیکي میداني نظریې لکه عمومي نسبیت او کلاسیک الکترومقناطیس، هغه نظریات دي چې د کوانتوم له میخانیک څخه کار نه اخلي. د عمومي او ځانکړي نسبیت په مفهوم کې، کلاسیکي تیورۍ هغه دي چې د ګالیله له نسبیت څخه پیروي وکړي. د نظر له مخې، د تیوري د برخو تر منځ چې ځينې وختونه په کلاسیک فزیک کې تر بحث لاندې نیول کېږي، په متغیر ډول په لاندې ډول دي:  

  • کلاسیک میخانیک
    • د نیوټن د حرکت قوانین
    • کلاسیک لاګرنګیان او هیمیلټونیایی رسمیت پالنې
  • کلاسیک الیکټروډینامیک (د مکسوېل معادلې)
  • کلاسیک ترموډینامیک
  • خاص نسبیت او عام نسبیت
  • د کلاسیک آشوب نظریه او غیر خطي داینامیک 

له عصري فزیک سره پرتلنه

د کلاسیک فزیک برعکس، "عصري فزیک" یو څه ساده اصطلاح ده چې ممکن یوازې کوانټوم فزیک یا په عموم کې د ۲۰ او۲۱ پېړیو په فزیک دلالت وکړي. د کارولو د شونتیا په صورت کې په عصري فزیک کې د کوانټوم تیوري او نسبیت شامل دي. یو فزیکي سیستم هغه وخت د کلاسیک فزیک له خوا تشرېح کېدای شي چې  شرایط په داسې ډول پوره کړي چې د کلاسیک فزیک قوانین تقریباً معتبر وي.

په عمل کې، د کلاسیک میخانیک پر مټ هغه فزیکي شیان چې د اتومونو او مالیکولونو څخه شروع کېږي او د میکروسکوپي او ستورپوهنې قلمرو پورې رسېږي، په غوره توګه تشرېح (پوهېدل) کېدای شي. د کلاسیک فزیک قوانین چې د اتوم په کچه او له هغه څخه په ټیټه کچه پیل کېږي، ماتېږي او عموماً د طبیعت سم توضیحات نه وړاندې کوي.  الکترومقناطیسي ساحې او قوتونه د کلاسیک الکتروډینامیک پر بنسټ د اوږدوالي په مقیاس او د میدان د ځواک په لوی والي سره چې د کوانټوم میخانیکي اغېزې د پام وړ نه وي، تشرېح کېدای شي. د کوانټوم فزیک برعکس، کلاسیک فزیک عموماً د بشپړ جبري اصل پر بنسټ مشخص کېږي، که څه هم د کوانټوم د میخانیک قطعي تفسیرونه شته.  

د غیر نسبیتي فزیک په توګه د کلاسیک فزیک له لیدلوري، د عام او خاص نسبیت وړاندوینې له کلاسیک تیوریو څخه، په ځانګړې ډول د وخت د تېرېدو په اړه، د فضایی هندسې، په آزاده لوېدنه کې د بدن حرکت او د نور په خپرېدنه کې په لویه کچه توپیر لري. په دودیز ډول، نور له کلاسیک میخانیک سره مطابقت پیدا کړی په داسې فرض سره چې د یو ساکن شي موجودیت چې له هغه څخه نور خپرېږي، یعني د نور ایتر، چې وروسته وښودل شو چې شتون نه لري.

د ریاضي  له نظره، د کلاسیک فزیک معادلې هغه دي چې په هغوی کې د پلانک ثابت ښکاره نشي. د مطابقت اصل او د ارینفستس د قضیې پر بنسټ، څومره چې یو سیستم لوی یا ډېر لوی شي، کلاسیک ډینامیک له ځینو استثناوو سره، لکه پرته د مانع څخه جریان، یو ځای کېدو ته میلان کوي. له همدې امله کله چې موږ د ورځني شیانو سره سر او کار لرو، موږ معمولاً کوانټوم میخانیکونه له پامه وغورځوو او کلاسیک توضیحات بسنه کوي. خو په فزیک کې د څیړنې یو خورا پیاوړې روانه ساحه د کلاسیک - کوانټوم لیکنې دي. د څېړنې دا ساحه د کشف له دې بڼې سره تړاو لري چې څنګه د کوانټوم فزیک قوانین کلاسیک فزیک ته وده ورکوي چې په لویه کچه په کلاسيکه  سطحه موندل کېږي.

کمپیوټري موډل جوړونه او لاسي محاسبه، عصري او کلاسیکه پرتلنه

نن ورځ یو کمپیوټر د کلاسیک تفاضلي معادلې د حل کولو لپاره په څو ثانیو کې په میلیونونو ریاضيکي عملیات ترسره کوي، په داسې حال کې چې نیوټن (د تفاضلي محاسبې پلار) د لاسي محاسبې له لارې د ورته معادلاتو حل کولو لپاره ساعتونه وخت تېرولو، که څه هم هغه د دې ځانګړو معادلاتو کشف کونکی هم و.

کمپیوټري موډل جوړونه د کوانټوم او نسبیتي فزیک لپاره اړین دی. کلاسیک فزیک د ډېر شمېر ذراتو لپاره د کوانټوم میخانیک حد ګڼل کېږي. له بلې خوا، کلاسیک میخانیک د نسبیتي میخانیک څخه اخیستل شوي. د بېلګې په ډول، د ځانګړي یا خاص نسبیت څخه په ډېری فورمولونو کې، د تصحیح ضریب (v/c)2 منځ ته راځي، چېرته چې v د د شي سرعت دی او c د نور سرعت دی. د نور په پرتله  د ډېرو کوچنيو سرعتونو لپاره ، کولی شو  c2 او  لوړ شرایط چې څرګندیږي، له پامه وغورځوو. دا فورمولونه بیا د نیوتن د حرکي انرژۍ او مومنتم معیاري تعریفونو ته تغير مومي. دا په هغه ډول دی  لکه څنګه چې باید وي،  خاص نسبیت باید په ټیټو سرعتونو کې د نیوټون میخانیک سره موافق وي. کمپیوټري موډل جوړونه باید د امکان تر حده ریښتینې وي. کلاسیک فزیک کېدای یوه تېروتنه  وکړي لکه  بدون د مانع څخه د جریان په په قضیه کې. د نړۍ لپاره د باور وړ موډلونو د تولید لپاره، یو کس نشي کولای د کلاسیک فزیک څخه کار واخلي. دا سمه ده چې د کوانټوم تیوري وخت او کمپیوټري سرچینې مصرفوي، او د کلاسیک فزیک معادلې د چټک حل د چمتو کولو لپاره کارول کيدای شي، مګر دا ډول حل به د اعتبار وړ نه وي.

کمپیوټري موډل جوړونه به یوازې د انرژي د معیارونو څخه کار واخلي ترڅو معلومه کړي چې کومه تیوري باید وکارول شي: نسبیت یا کوانټوم تیوري، کله چې د یو شي د چلند تشرېح کولو هڅه کوي. یو فزیک پوه به د اټکل چمتو کولو لپاره کلاسیک موډل وکاروي مخکې له دې چې ډیر دقیق موډلونه او محاسبې وکارول شي. که چیرې کلاسیک فزیک له پامه و غورځول شي، په کمپیوټري موډل کې، د  یو شي د سرعت کارولو ته اړتیا نشته، د کمې انرژۍ شیان به د کوانټوم تیوری او د لوړې انرژۍ شیان  به د نسبیت تیورۍ پر بنسټ شرح کېږي.

سرچينې

Tags:

کلاسیک فزیک لنډه کتنهکلاسیک فزیک له عصري فزیک سره پرتلنهکلاسیک فزیک کمپیوټري موډل جوړونه او لاسي محاسبه، عصري او کلاسیکه پرتلنهکلاسیک فزیک سرچينېکلاسیک فزیک

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

حیواني سره یاعضوي سرهپالایوازبکستاند افغانستان ولسوالۍکنفوسیانیزمپير محمد کاکړرحمت الله ساپید افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)دآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )ځمکسنجيپه مجازي نړۍ کې د شخصي حریم خوندیتوبآرام سمندرارتروپوداعامه اړیکېصربیااندړناپليون بوناپارتد ږغ ترتیبپیروسيتياپاپ یوولسم پیوسحديثسپوږميز لېږديز کالهندارهسیرت النبی سوال او ځوابحجوختخواړهد درود شريف ځانګړتیا او ګټيد مراکش تاریخبخارابین النهرینتکزاسدافغانستان جمهوریتناسااشرف غنيتېمور شاه درانيمکه معظمهجرمنياستانبول مېټروجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)دسلجوقیانو واکمنيهوږهزړه پوهنهسمپسنزګانميډب ام وقرآن کریممحمدد خلق ډموکراتيک ګوندپینځم چارلزبوریس جانسونسردار محمد يوسف خانعبدالحی حبيبيپير روښاند افغانستان د کريکټ ملي لوبډلهملګري ملتونهڅړځای یا مالچرد افغانستان ژبېټرانزېسټورانحصارپه انسانانو کې د تذکیر آلهرونالډ ریګنمدهيه پرديشچرگمايکروسافټ وېنډوزپروتز( مصنوعی غړي)د چلند ایپي‌جینیټيک🡆 More