کارل ۴

کارل ۴ (په چیکی کې:Karel IV) د لوگزامبورگ د کورنۍ څخه یو مشهور چېکی پاچا او د مقدس روم د امپراطوری حکمران ؤ‍ چی د ۱۳۴۶ کال څخه تر ۱۳۷۸ کال پورې یی حکومت کاوه.

کارل ۴
کارل۴
Karel IV.
کارل ۴
زېږېدنه ۱۳۱۶
مړينه ۱۳۷۸
کورنی د لوگزامبورگ کورنۍ
مخکنی حکمران یان لوگزامبورگ
پیرو واتسلاف ۴

د کارل ۴ د حکومت په وخت کی د چېک پاچایی ثقافتی او سیاسی مهم مرکز شو. هغه د پراگ د پلازمېنې په پراخولو پېل وکړ او په دی ښار کې یی ښایسته یادگارونه جوړ کړل. کارل ۴ همداراز ادبی اثرونه ولیکل چی زیاتره یی په لاتینې ژبې دی.

ژوند او زده کړي

کارل ۴ په ۱۳۱۶ کال کې په پراگ کې زېږېدلی ؤ. پلار یی چېکی پاچا یان لوگزامبورگ او مور یی الیشکا پږېمیسلوونا (Eliška Přemyslovna) ؤ. کارل په ۱۹۲۳ کال کې د زده کړي لپاره فرانسې ته ولاړ. کارل ۴ په پاریس کې د فرانسې پاچا د ترلې چی نوم یی بلانکا (Blanka) و سره واده وکړه. کارل د ۱۳۳۰ څخه تر ۱۳۳۱ پورې په لوکزامبورگ کې ژوند کاوه او په ۱۳۳۱ کې د لوکزامبورگ حکمران شو او په ۱۳۳۳ کال کې د چېک پاچایی ته ولاړ.

د چېک پاچا

په ۱۳۳۳ کال کې کارل ۴ پراگ ته ورسېده مگر د چېک هېواد د چېک د اشرافیانو په لاس کې ؤ او د پاچایی کلا ویجاړه شوی وه. کارل ۴ د اشرافیانو د ملاتړ په مرسته نوی مقر جوړ کړ او د پراگ په پراخولو یی پېل وکړ. په ۱۳۴۴ کال کې په پراگ کې د لوی اسقف مذهبی مرکز او د مقدس ویټوس کلیسا جوړې کړې او د کارل۴ په سپارښتنې نوی پاچایی تاج جوړ شو. په ۱۳۴۷ کال کې په پراگ کې چېکی پوهنتون جوړ شو چی په اوس وخت کې د کارل پوهنتون یا د چارلز پوهنتون په نوم یادېږي. دغه پوهنتون په مرکزی اروپا کې تر ټولو پخوانۍ پوهنتون دی. په ۱۳۴۷ کال کې د پراگ ته نژدې د کارلشتین کلا جوړه شوه چی د چېک امپراطوری د تاج د پټولو لپاره کارېده. په ۱۳۵۶ کارل ۴ یو مهم اساسی قانون ولیکه. په ۱۳۵۷ کال کې په پراگ کې یو مشهور پل جوړ شو چی په اوس وخت کې د کارل پل یا د چارلز پل په نوم یادېږي.

د کارل ادبی اثر

د کارل ژوندلیک (په لاتنی ژبې کې:Vita Caroli په چېکی ژبې کې:Život Karlův ) د پاچا کارل ۴ ادبی اثرونو څخه دی چی د په لاتینې ژبې کې لیکل شوی دی. په دی اثر کې پاچا د خپل ژوند په هکله لیکی او خپل زوی ته نصیحت ورکوی.

وفات

کارل ۴ د نومبر په ۱۳۷۸ کال کې له دنیا تېر شو. مقبره یی په پراگ کې د مقدس ویټوس په کلیسا کې پرته ده.

انځورتون

سرچینې

Tags:

کارل ۴ ژوند او زده کړيکارل ۴ د چېک پاچاکارل ۴ د کارل ادبی اثرکارل ۴ وفاتکارل ۴ انځورتونکارل ۴ سرچینېکارل ۴پراگچیکی ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

Thalliumکابلاورګاسمحقوقهډوکیچهل ستون ماڼۍکابل بانکدعناصرو دوراني جدولنورستان ولايتډاکتر کبير ستوریانډرايد (د عامل سيستم)هلمند ولايتد انګليستان اقتصادي تاريخسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟کتلهد ویکیپېډیا لړليکطبيعتمني (مايع)زوکړهد انګلستان دوم چارلزدري ژبهد اقليمي بدلون اغېزېپښتو نومځري او د هغو کارونهميرويس هوتکرسمي ژبهغنمخټکجرمنيد هیوادونو نوملړد المان هیواد آیالاتونهاسلامي بانکوالیتور زېړیسرطانبست کلاايرانمحمد بن قاسمناټوRheniumاروپاعبدالرحمان باباچاريکارمحمدلومړی مخچټک پیغام سیسټمنوې پاپواګينهکاناډاچيليسلووانياله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهانټرنېټجلغوزهد زړه حمله (ناروغي)شهباز شریفپاړسي ژبهد خلق ډموکراتيک ګوند2012ښيښهد انځوریزې خبريالي تاریخجمهوریت غوښتنهقانون څه ته وايي؟مريم نوازانور شاه کشميريد چین لوی دیوالیوکاریوتعبدالله بختانی خدمتگارمعلوماتپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونون کوایند خاورې ککړتياپاچا گل وفادارمايتوکاندرياسويساوهایو🡆 More