ژيو لرغونپوهنه هغه څيړنيز دسپلين دۍ چي د لرغونو زمانو د ژونديو موجوداتو د پيدايښت او د هغوۍ تر منځ د اړيکو وده او د ودي لوري څيړي .
دا د لرغونپوهني يوه بشپړه ونکې برخه ده . لرغونپوه څيړونکۍ د لرغونپوهني د ميتودونو پر بنسټ د سپړنو په ترځ کي د ژوپوهنې لپاره د څيړني مواد او منابع را برسيره کوي . د حيواناتو هغه پاته شوني چي د سپړنو په ترځ کي تر لاسه کيږي ، د ژيوپوهني لپاره ډاډ مني سرچيني دي.
دارخيو زولوژي دنوم څخه پرته ، کيدای شي چي دا پوهنه د ( Zoo-archaeologie ) زوارخيو لوژي په نوم هم ونومول شي . په هغه صورت کي به ژيولرغونپوهنه تر يوه تاکيد وروسته د ژيوپوهني ( زيولوژي ) يوه برخه و منل شي . په هر ترتيب داپه حقيقت کي د لرغونوژويو، اړوند اثارو او موادو کارول دي چي د دې پوهي هويت ټاکي ، خو د ارخيو زولوژي تر نوم د زو ارخيولوژي نوم په ښه توگه د دې پوهي د هڅو او څيړنولورې په گوته کولای شي . لرغونپوهان د سپړنو په کار کي د حيواناتو پاتي شوني د ژويوپوهني د ميتودودونو په کارولو سره د هغو پاتي شونو د پيژندلو توان تر لاسه کوي ، خو د ارخيو زولوژي نوم د يوه عادت او منل شوي دود په څير دوام لري . د دي تر څنگ يو نړيوال سازمان هم د ارخيو زولوژي په نوم شته ، چي لنډون يې ( ICAZ ) يا ( International Council for Archaeozoology ) کارول کيږي .
د مځکي پر مخ د انسان ( ٩٠ ) په سلو کي ژوند ، د انسان ډوله ژوندي موجود په حالت او څيره کي تير شويدۍ . لومړۍ ډير اړ ، بيا ښکاري او ټولونکي پاته شويدي . د هغه انسان ډولو ژويو ټول خواړه لکه د نورو حيواناتو په ډول طبيعي ، کلک او اومه وه . هغه وخت لا د انسان ډوله ژويو او نورو حيواناتو تر منځ اړيکو د طمعي او اړتيا پر بنسټ تکيه درلوده . د هغه وخت انسان ډوله ژويو په زياته پيمانه د نورو حيواناتوپه وسيله د ښکار شوي ژويو پاته شوني ،لوی او واړه مړه شوي حيوانات ، د بيلگي په توگه ( Mollusken موليوسکن * ) څخه گټه اخستل کيده او د را ټولولو چاري هم دود وې . هغه انسان ډوله ژويو د نورو ژويو سره يوځاي په يوه حيواني وحشي او غرنۍ نړۍ کي ژوند درلود او د ژوندانه دبل ډول او بيل ژوند سره يې هيڅ او يا ډيره لږ اشنايې لرله .
همدا اوس لا هم په نړۍ کي د ټولولو او او ښکار کولو طريقې او چاري دود دي . هغوۍ په منظمه توگه يودبل په وړاندي فارغ وختونه کاروي ، د افريقا په ( کا لاهاري _ ويستاين ) کي ځنگلي انسانانو د خپل ځانونو لپاره په اونۍ کي دري ورځي د ښکار لپاره بيلي کړيدي . د هغوۍ د اوسني ژوندانه د حالاتو څخه يو نسبي ورته والۍ چي د پخوا نيو زمانو راټولونکي او ښکاري انسانانو د ژوندانه شيوه او ډول څنگه و، تر لاسه کولای شو.
د ليري تاريخي دورو څخه راوروسته ،په پيل کي انسان ډوله او بيا انسانانو د خپل ځان لپاره لومړۍ په ځانگړي او بيا په ډله ايزه توگه د خوړود پيدا کيدو چاري تر سره کولې او د خوړلو مواد يې برابرول ، چي ورسره سم د حيواناتو د کورنې کولو پروسه هم پيل شويده . دا پروسه هغه مهال زياته گړندۍ شوه چي د خواړو زيرمي کولو ته اړتيا پيښه شوه ، پخوانيو انسانانو به وحشي اوغرني حيوانات نيول او هغه به يې په کورونو کي ساتل ، او حيواناتو ته به يې هم د خواړو لپاره واښه او نباتات کورونو ته راوړل ، په دې ترتيب ورورو دحيواناتو او نباتاتو د اهلي کيدو يا کورني کيدو زمينه برابره شوه . دا شيوه او وړانديز يو له هغو روشونو څخه دۍ چي يقيني گڼل کيدای شي . او د هغو څيړنو سره ورته والې څرگنده وي چي په اوسنيو ټولنو کي د څيړونگو له خوا ترسره شويدي . زيات څيړونگي په دي باور دي چي دا پروسه په اني او گړندۍ توگه نه ده تر سره شوې ، په اوسني مهال کي هم د دې پروسې لپاره پر له پسې کار اونور بيلا بيل فکتورونه لکه : د انسانانو کلتوري اوښتون ؛ ( همدا ډول نوي تخنيکي چاري ) د ټولنيزونهادو بدلونونه ؛ ( د بيلگي په توگه په گڼ ميشتو ټولنوکي د يوځاي کيدو پروسه ) او د دي ټولو تر څنگ د محيط او چاپيريال بدلون ؛ دا ټول د موثرو فکتورونو په توگه وړاندي شويدي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ژولرغونپوهنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.