پاپ یوولسم پیوس (امبرګیو ډامیانو اکیلي راتي، په انګریزي: Ambrogio Damiano Achille Ratti؛ زوکړه: د ۱۸۵۷ زکال د مۍ ۳۱مه – مړینه: د ۱۹۳۹ زکال د فبروري ۱۰مه) د ۱۹۲۲ زکال د فبروري له شپږمې نېټې څخه د ۱۹۳۹ زکال په فبروري میاشت کې د مړینې تر مهاله د کاتولیکې کلیسا مشر او د واټیکان د ښاري دولت مشر و.
نوموړی د ۱۹۲۹ زکال د فبروري په ۱۱مه د واټیکان د خپلواک دولت له جوړېدو وروسته د دغه دولت لومړنی واکمن و. هغه د خپل پاپ توب لپاره شعار «د عیسی په پاچاهۍ کې د عیسی سوله؛ په ایټالوي: Pax Christi in Regno Christi» وټاکه.
یوولسم پیوس رومي کلیساګانو ته ګڼ شمېر متحدالمال لیکونه ولیکل چې په دغو لیکونو کې د کاتولیکو ټولنیزو لارښوونو اړوند د Quadragesimo anno په نامه رومي کلیساګانو ته لیک شامل و چې د پاپ دیارلسم لئو د څلوېښتم تلین په مناسبت د هغه د ټولنیزو نوښتونو د لیک Rerum novarum پر بنسټ و او په نړیوال مالي سیسټم کې یې کپیټلېستي حرص بیان کاوه؛ همدارنګه یې د سوسیالېزم/کمونېزم ګواښونه او د ټولنیز عدالت موضوعات په کې تشرېح کړي وو. ورته مهال د کواس پریماس (Quas primas) په نامه بل لیک هم په کې شامل و چې د روحانیت ضد چارو په غبرګون کې یې د مسیح پاچا جشن (feast of Christ the King) د هغو پر مټ ترویج کړ. د سټوډیوروم دوسم (Studiorum ducem) په نامه یې بل لیک هم ولیکه چې د ۱۹۲۳ زکال د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه د توماس اکویناس د سپېڅلتوب د شپږمې کلیزې په مناسبت خپور شو او د هغه افکار یې د کاتولیک فلسفې او الهیاتو د محور په توګه معرفي کړل. په دغه لیک کې همدارنګه د توماس آکویناس پاپټیکال پوهنتون، انګلیکوم (Angelicum) د اکویناس د لارښوونو د زده کړې په موخه پام وړ بنسټ وبلل شو: « ante omnia Pontificium Collegium Angelicum, ubi Thomam tamquam domi suae habitare dixeris» (د نورو ټولو پاپي روزنیزو ځایونو څخه وړاندې د انګلیکوم کالج موقعیت لري، چې ویلای شو خپله توماس هلته ظهور کړی).
د کاتولیک کلیسا د ځایګي ساتلو په موخه یوولسم پیوس په پام وړ کچه له بهرنیو هېوادونو سره هوکړې (concordats) لاسلیک کړې چې په دغو کې له نازي جرمني سره رایش کانکوردات (Reichskonkordat) شامله وه چې څلور کاله وروسته یې د سوزونکې اندېښنې («Mit brennender Sorge») تر عنوان لاندې لیک کې د هغو خیانتونه وغندل. د هغه د پاپ توب په دوره کې د پاپ او کلیسا د وضعیت اړوند د ایټالیا د دولت او کاتولیکې کلیسا تر منځ اوږد مهاله کړکېچ په ۱۹۲۹ زکال کې د لاتران هوکړې پر مټ په بریالۍ توګه له منځه ولاړ. په داسې حال کې چې هغه ونشو کولای په مکسیکو، هسپانیا او شوروي اتحاد کې د کاتولیکې کلیسا د غړو د ځورونې او روحانیونو د وژنې مخه ونیسي. هغه د توماس مور، پیټر کانیسیوس، برناډت لوردس او ډون بوسکو په ګډون یو شمېر مخکښ روحانیون سپېڅلي اعلان کړل. ورته مهال یې ترزا دو لیزیو وستایله چې ځانګړی احترام یې ورته درلود او هغه یې سپېڅلې وبلله؛ له دې سربېره یې البرتوس مګنوس د هغه د لیکنو د معنوي پیاوړتیا له امله د کلیسا ډاکټر معرفي کړ. هغه په ټوله کاتولیک کلیسا په ځانګړې توګه د کاتولیک اقدام په خوځښت کې د غیر روحاني کسانو د مشارکت د ترویج سره پریمانه لیوالتیا لره. هغه د خپلې پاپي دورې په پای کې د کاتولیک کلیسا په دفاع کې د هیټلر او موسولیني پر ضد او همدارنګه یې په کاتولیک ژوند او زده کړو کې د هغوی د نفوذ اړوند وینا وکړه.
یوولسم پیوس د ۱۹۳۹ زکال د فبروري په ۱۰ مه په حواریوني ماڼۍ (د واټیکان په ماڼۍ) کې ومړ او په سنټ پیټر کلیسا کې د پاپانو په مقبره کې خښ کړای شو. د هغه د قبر لپاره په کنستل کېدوني ځای کې دوه پوړیز قبر راووت چې هډوکي په کې پاتې و او دغه هډوکو ته د سنټ پیټر د هډوکو په توګه درناوی کېږي.
امبرګیو ډامیانو اکیلي راتي په ۱۸۵۷ زکال کې د میلان په ډزیو سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی د وریښمو د یوې کارخونې د څښتن زوی و. د هغه والدین فرانسېسکو انتونیو راتي (۱۸۲۳- ۱۸۸۱ زکال) او انجیلا ترزا ګالي کوا (۱۸۳۲- ۱۹۱۸ زکال) نومېدل. همدارنګه یې د کارلو (۱۸۵۳- ۱۹۰۶ زکال)، فرمو(۱۸۵۴- ۱۹۲۹ زکال)، اډوارډو (۱۸۵۵- ۱۸۹۶ زکال)، کمیلا (۱۸۶۰- ۱۹۴۶ زکال) او سیپرانو په نومونو وروڼه او خویندې لرلې. نوموړی په ۱۸۷۹ زکال کې کشیش وټاکل شو او په دې سره یې په کلیسا کې حرفوي ژوند پیل کړ. هغه د روم له ګریګوري پوهنتون څخه د فلسفې، کلیسايي قانون او الهیاتو په برخه کې د دوکتورا درې سندونه ترلاسه کړل او له ۱۸۸۲ زکال څخه تر ۱۸۸۸ زکال پورې د پادوا مذهبي روزنځای ښوونکی و. د هغه علمي تخصص د لرغونو متنونو تشخیص و چې د لرغونو او منځنیو پېړیو د کلیسايي خطي نسخو په برخه کې یې زده کړې کړې وې. بالاخره نوموړي په یاد مذهبي روزنځای کې تدریس پرېښود او له ۱۸۸۸ زکال څخه تر ۱۹۱۱ زکال پورې یې د میلان په امبروسیان کتابتون کې د بشپړ مهالي کارکوونکي په توګه کار وکړ.
په دغه موده کې راتي د میزال په نامه د امبروسیان د مناجاتو کتاب تصحېح او خپور کړ؛ همدارنګه یې د چارلز بورومئو اړوند د څېړنې په کولو سره د هغه د ژوندانه او آثارو اړوند لیکنه وکړه. نوموړی په ۱۹۰۷ زکال کې د دغه کتابتون مشر شو او د امبروسیان د آثارو د ټولګې د بیاځلي ډل بندۍ او بېرته رغولو په موخه یې بشپړه طرحه جوړه کړه. نوموړي د فراغت پر مهال له غره ختنې سره لیوالتیا لرله او د مونټه روزا، ماترهورن، مونټ بلان او پرسولانا څوکو ته وخوت. د یو څېړونکي او ورزشکار پاپ بېلګه د پاپ دویم ژان پل تر مهاله وه نه لیدل شوه. نوموړي په ۱۹۱۱ زکال کې د پاپ لسم پیوس (۱۹۰۳- ۱۹۱۴) په بلنه واټیکان ته کډه وکړه څو د واټیکان د کتابتون د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي چې بیا په ۱۹۱۴ زکال کې د دغه کتابتون مشرۍ ته ورسېد.
یوولسم پیوس له لنډ مهال راهیسې ناروغ و چې له همدې امله یې د ۱۹۳۸ زکال د نومبر په ۲۵مه د څو ساعتونو په ترڅ کې دوه ځلې د زړه سکته وکړه. هغه شدیدې تنفسي ستونزې لرلې او نه یې شو کولای له خپل اپارتمان څخه ووزي.
نوموړی د ۱۹۳۹ زکال د فبروري په ۱۰مه د ۸۱ کلنو په عمر د روم پر وخت د سهار په ۵:۳۱ بجو د زړه د دریمې سکتې له امله ومړ. یو شمېر کسان په دې باور دي چې هغه وژل شوی دی؛ دوی په دې واقعیت اتکا کوي چې د هغه اصلي ډاکټر فرانچسکو پتاچې د موسولیني د معشوقې کلارا پتاچي پلار و.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پاپ یوولسم پیوس, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.