نوې محافظه کاري

نوې محافظه کاري یو سیاسي خوځښت دی چې په ۱۹۶۰مه ز لسیزه کې په آمریکا کې د لېبرالي بازانو ترمنځ وزېږېد، چې د ډېموکراسۍ سوله غوښتونکې مخ په زیاتېدو بهرنۍ پالیسي او په ځانګړې توګه په ۱۹۶۰م کال کې د ویټنام پاڅونونو د نوي کین اړخه او فرهنګ ضد پالیسي ګانو څخه ناراضه وو.

ځینو بیا په دې پیل وکړ چې د داخلي سیاستونو په اړه خپل لېبرالي باورونه تر پوښتنې لاندې راولي، لکه لویه ټولنه. نوي محافظه کاران عموماً د ډیموکراسۍ له دودېدو او په نړیوالو چارو کې د مداخلې، لکه د ځواک له لارې سوله، څخه ملاتړ کوي او د کمونیزم او سیاسي راډیکالیزم د ملاتړو په توګه هم پېژندل کېږي.

د جورج ډبلیو بوش په دولت کې نامتو نوي محافظه کاران عبارت وو له پال ولفوویتز، الیوت آبرامز، ریچارډ پرل او پاول برېمر. لوړپوړو چارواکو لکه د ولسمشر مرستیال ډېک چیني او د دفاع وزیر ډونالډ رامسفلډ، په داسې حال کې چې د نوي محافظه کارانو په توګه نه پېژندل کېدل، د نوي محافظه کارانو مشاورینو ته یې د بهرني سیاست په اړه، په ځانګړې توګه له اسرائیل څخه د دفاع او په منځني ختیځ کې د آمریکا د اغیزې په هکله، له نږدې څخه غوږ ونیو. د دې نظریې دېری پلویان د ۱۹۷۰ز، ۱۹۸۰ز، ۱۹۹۰ز او ۲۰۰۰ز کال جمهوري غوښتونکو په جمهوري دولتونو کې ډېر سیاسي نفوذ پیدا کړ، او د جورج ډبلیو بوش په دولت کې دا نفوذ خپل اوج ته ورسېد، کله چې دوی په ۲۰۰۱م کې په افغانستان د برید او په ۲۰۰۳ز کې په عراق د برید په پلان جوړونې او هڅونې کې رغنده رول ولوبوه.

د نوې محافظه کارۍ منتقدین له دې اصطلاح څخه د بهرني سیاست او جګړه مارانو د توصیف لپاره ګټه اخلي چې له یرغلګرې ملیشې یا نوي – امپریالیزم څخه ملاتړ کوي. له تاریخي پلوه، د نوې محافظه کارۍ اصطلاح هغو کسانو پورې تړل کېده چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰مو ز لسیزو په لړ کې یې خپل آیډیولوژیک سفر له کین اړخي استالینیسټي ضد څخه د آمریکایي محافظه کارۍ نظریې ته واړوه. دې حرکت په Commentary مجله کې خپلې ریښې لرلې، چې د نورمن پودهورټز لخوا مدیریت کېده. هغوی د نوي کین اړخو خلاف خبرې وکړې او له دې لارې یې د خپل حرکت د تعریفولو هڅه وکړه.

اصطلاح پېژنونه

د نوې محافظه کاري اصطلاح د ۱۹۷۳ز کال په اوږدو کې د سوسیالیسټ رهبر مایکل هرینګټون له خوا نامتو شوه، چا چې له دې اصطلاح څخه د ډانیل بېل، ډانیل پاټرېک مونیهال او ایروینګ کریسټول د تعریفولو لپاره کار واخیست، ځکه د هغوی نظریې د هرینګټون له نظریې څخه توپیر درلود.

د نوې محافظه کارۍ اصطلاح ایروینګ کریستول په ۱۹۷۹ز کال کې «د یوه واقعي او په خپله ژبه اعتراف کوونکي محافظه کار د اعتراف» تر سرلیک لاندې په خپله مقاله کې وکاروله. د هغه نظرونه له ۱۹۵۰مې ز لسیزې څخه اغیزمن وو، کله چې هغه د Encounter مجله مدیریت او په ګډه تاسیس کړه.

بله سرچینه له ۱۹۶۰ز  تر ۱۹۹۵ز کال پورې د Commentary مجلې مدیر، نورمن پودهورتز وو. په ۱۹۸۲م کال کې، پودهورتز د نیویارک ټایمز مجله کې «د رېګان د بهرني سیاست له امله د نوي محافظه کارانو ځورونه» تر سرلیک لاندې مقاله کې، خپل ځان یو نوی محافظه کار ګڼي.

د اې جې ډیوني (E. J. Dionne) په وینا: د ۱۹۷۰مې ز لسېزې په وروستیو او د ۱۹۸۰مې  ز لسیزې په لومړیو کې، نوي محافظه کارانو فکر کاوه چې لېبرالیزم ماته خوړلې او «نور نه پوهېږي چې هغه د څه په اړه بحث کوي».

سیمور لېپست ادعا کوي چې د نوې محافظه کارۍ اصطلاح په لومړیو کې د سوسیالیسټانو لخوا د آمریکا متحده ایالتونو د سوسیال یا ټولنیزو ډیموکراټانو (SDUSA) په سیاست باندې د نیوکې لپاره وکارول شوه. جونا ګولډبرګ استدلال کوي چې دا اصطلاح د آمریکایي عصري لېبرالیزم د ملاتړو په وړاندې یوه آیډیولوژیکه نیوکه ده چې لږ څه محافظه کاره شوي وو (دواړه لیپست او ګولډبرګ په مکرر ډول د نوو محافظه کارانو په توګه بیان شوي). تاریخ لیکونکي جاسټین وایس د هاروارډ پوهنتون د انتشاراتو لپاره په یوې اوږدې مطالعې کې لیکي چې، لیپست او ګولډبرګ تېروتي دي، ځکه چې سوسیالیسټ مایکل هرینګټون د «نوي محافظه کار» اصطلاح د هغو درې کسانو د توصیف لپاره– چې پورته ذکر شوي دي – وکاروله چې په SDUSA کې نه وو او نوې محافظه کاري د تعریف وړ یو سیاسي خوځښت دی.

د «نوې محافظه کاري» اصطلاح د جورج ډبلیو بوش ولسمشرۍ په دوره کې د رسنیو لخوا تر ډېر پوښښ لاندې راغلې موضوع وه، او د بوش ډاکټرین د برخې په توګه، د آمریکا پر بهرني سیاست باندې د نوې محافظه کارۍ د درک شوې اغیزې پرسر ځانګړی ټینګار کېده.

تاریخچه

د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په لړ کې او د ۱۹۶۰مې ز لسیزې په لومړیو کې، راتلونکو نویو محافظه کارانو د مدني حقونو خوځښت، نژادي ادغام او مارټین لوتر کینګ جونیور تایید کړل. له ۱۹۵۰مې تر ۱۹۶۰مې لسیزې، لېبرالانو عموماً په ویټنام کې د کمونیستانو د بریا د مخنیوي لپاره د پوځي اقدام څخه ملاتړ کړی.

نوې محافظه کاري د سړې جګړې څخه په انکار او د امریکایي کین اړخي «نوي سیاست» سره پیل شوه، چې نورمان پودهورتز وویل چې د فرهنګ ضد سره یې ډېره خواخوږي لرله او د نفوذ له ډېری برخې څخه بېګانه وه. د تور ځواک پلویانو، چې سپین پوستي لېبرالان او شمالي یهودیان یې ادغام کې په منافقت تورنول او همدارنګه هغوی یې د اسرائیل او فلسطین په جګړه کې د استعماري استبدادکوونکو په ملاتړ، او «د کمونیزم ضد»، چې د ۱۹۶۰مې ز لسیزې په وروستیو کې د مارکسیستي – لنینیسټی سیاست له تایید څخه برخمن وو، تورنول. ډېری نوي محافظه کاران له هغه څخه وېره درلودله چې دوی فکر کاوه د تور ځواک د پلویانو یهودستیزي احساسات دي. ایروینګ کریستول The Public Interest (1965-2005) مجله مدیریت کړه چې په کې اقتصادپوهان او د سیاسي علومو کارپوهانو حضور درلود او په هغه لارو یې ټینګار درلود چې په لېبرال دولت کې د حکومت پلان جوړونې غیر ارادي زیانمنې پایلې رامینځته کړې. د لومړنيو نوي محافظه کارانو ډېری سیاسي څېرې، سیاستوال او روڼ آنده ډېموکراټ کسان مایوسه شوي وو، لکه دانیل پاتریک مونیهان، چې د نیکسون او فورډ ادارو کې یې خدمت کړی وو او جین کیرک پاترېک، چې د رېګان دولت کې یې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو د سفیر په توګه خدمت کاوه. ډېری کین اړخه علمي شخصیتونه لکه فرانک مایر او جیمز برنهام په دې وخت کې بلآخره د محافظه کار خوځښت سره وتړل شول.

د نوي محافظه کارانو ډېری شمېره په اصل کې معتدل سوسیالیستان وو چې په اصل کې د آمریکا سوسیالیست ګوند (SP) او د هغه ګوند ځای ناستي، د امریکا متحده ایالتونو ډېموکراټو سوسیالانو (SDUSA)، پورې تړلي وو. ماکس شاختمن، یو پخوانی تروتسکېسټ نظر ورکوونکی چې د نویو کین اړخو په ضد یې جدي احساس درلود، د (SDUSA) په مېنځ کې ډېر شمېر پلویان لرل چې د جورج میاني له AFL-CIO سره یې هم پیاوړی تړاو درلود. له شاختمن او میاني وروسته دې ډلې، د SP یا «د آمریکا سوسیالیست» ګوند د ویټنام له جګړې څخه د سمدستي وتلو مخالفت او د ډېموکراتیکو لومړنیو سیالیو آن په عمومي ټاکنو کې، د جورج مک ګارون مخالفت ته وهڅوه. هغوی همدارنګه پرېکړه وکړه چې خپله ګوند جوړونه ودروي او په ډېموکراټ ګوند کې په کار کولو باندې متمرکز شول او په پایله کې یې د ډېموکراټیکې رهبرۍ شورا لخوا پرې اغیزه وغورځوله. له همدې کبله سوسیالیسټ ګوند په ۱۹۷۲ز کال کې له منځه ولاړ او په هماغه کال کې SDUSA راڅرګند شو. (د ګوند ډېری کین اړخو کسانو د مایکل هرینګټون په مشرۍ سمدستي ګوند پرېښود). د SDUSA مشران چې له نوې محافظه کارۍ سره تړلي دي عبارت دي له: کارل ګېرشمن، پېن کمبل، جوشوا موراوچېک او بایارد رسټېن.

د نورمان پودهورتز Commentary مجله، چې په اصل کې یوه لېبرالیسمه مجله وه، د ۱۹۷۰مې ز لسیزې په لړ کې د نوي محافظه کارانو لپاره په یوې اصلي خپرندویه مجله بدله شوه. Commentary مجلې د جین کرېک پاترېک یوه مقاله، چې یو لومړنی او اصلي نوی محافظه کار وو، البته هغه یو نېویارکی نه وو، خپره کړه.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بدخشان ولايتکچالوسولگریز جالجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)مولوي رفيع الله موذنسل سوالونهد تهجد لمونځد احد غزاد ویکیپېډیا لړليکمحمد (ص) په اسلام کېويکيتکزاسکوتاند هوتکيانو ټولواکمنيغوږطبيعي فلسفهشريعتويکيمېډيا بنسټقاموسونه ټکی کامد جوبایډن د ادارې بهرنی سیاستاسماني کتابونه او صحيفېلرغونی یونانملا محمد يعقوبملاريااللهفنانةروهتاس کلاحامد کرزیصحيح بخاريڅو زېږونيپوهنهرحمت الله ساپیجورج اېس. بوټویلد ښځو حقونهپروژهکارل یونګلیبیاد افغانستان بيرغاستقلابکالنیو مکسیکوآیو (سپوږمۍ)کېمیاگر ناولبيولوژيډېلبېلجیمچین د خلکو جمهوریتانټرنېټپښتني بانکفوکلور پېژندنهداوودد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهدهوا ککړتياپینځم چارلزد غاښونو درملنهزوکړهخوشال خان خټکتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟بریدګرې نوعېلینڅدهوا لوړ او ټیټ فشارونهاسرائيلنیویورکټویټرواکسينزړه پوهنهروژه- فقهي مسایلټانگ كورنۍصلی الله عليه وسلمنيو کلاسيکيزمزکات- فقهي مسایل- پښتو آسانه فقهپورټو ریکود پښتو ژبې ليکنښې🡆 More