سردار عبدالرحمان خان او روسان د ليکوال محمد طاهر کاڼي له خوا راټول شوی او له روسي ژبې څخه پښتو ته راژباړل شوی نښير دی .
په دې نښير کې له بېلابېلو روسي سرچينو څخه په روسي تورکيستان کې د سردار عبدالرحمان خان د مهاجرت د لس کلن پېر په اړه لاسوندونه راټول شوي دي . کتاب پر ۱۳۹۱ ل (۲۰۱۲) ز کال د کوټې د پښتو ادبي غورځنگ له خوا په لاهور کې د ۱۱۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوی، چې ټول ۷۲ مخه دی . د پښتۍ خطاطي يې راز محمد راز کاتب، اوډون او سمون يې دلاور خان کاسي کړی دی . کتاب په پای کې ۶ انځورونه هم لري .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سردار عبدالرحمان خان او روسان, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.