۱۹۴۹-۱۹۱۲ز کلونه د چين جمهوريت

چين په رسمي ډول د چین جمهوريت په نوم پېژندل کېږي، چې د چين د کورنۍ جګړې په پايله کې مخکې له دې چې خپل مرکزي حکومت تايوان ته ولېږدوي؛ له ۱۹۱۲ ز کال څخه تر ۱۹۴۹ ز کال پورې د ختيځې اسيا د چين په اصلي خاوره (Mainland China) کې مېشت پروت هېواد و.

په ۱۹۴۹ ز کال کې د ۵۴۱ ميليونه نفوس په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد و. د ۱۱،۴ ميليونه کیلو متر (۴،۴ ميل مربع) خاروې په پوښلو سره، دا هېواد ۳۵ ولايتونه، يوه ځانګړې اداری سيمه، ۲ دوه سيمې، ۱۲ ځانګړې ښاروالۍ، ۱۴ اتحاديې او ۴ ځانګړي توغونه لري. دا دوره زياتره په اصلي چين کې د جمهوري غوښتونکو دوره يا په تايوان کې د اصلي خاورې دورې (Mainland Period) په نوم يادېږي.

ياد جمهوريت د ۱۹۱۲ ز کال کې د جنوري پر لومړۍ نېټه له Xinhai اوښتون څخه وروسته اعلان شو، چې د Qing په نوم د چين وروستۍ سترواکه کورنۍ يې نسکوره کړه. د ۱۹۱۲ ز کال د فبروري پر ۱۲ ځايناستې يا نايب سترواکه Dowager Longyu د Xuantong سترواک په استازولۍ د ګوښه کېدنې يا استعفا فرمان لاسليک کړ، چې په دې سره يې د چين څو زره کلنه شاهي واکمني پای ته ورسوله. د Sun ګوند بنسټ ايښودونکي او لنډ مهالي مشر Yat-sen د Beiyang پوځ مشر ته د ولسمشرۍ له لېږد څخه مخکې د لنډې مودې لپاره خدمت وکړ. د Sun ګوند Kuomintang ډله چې وروسته يې Song Jiaoren مشري کوله، په ۱۹۱۲ ز کال کې ډسمبر پارلماني ټاکنې وګټلې. که څه هم Song لږهه موده وروسته د Yuan په امر ووژل شو او د Beiyand پوځ د Yuan په مشرۍ د Beiyang حکومت بشپړ واک تر لاسه کړ. Yuan مخکې له دې چې د يوې نامتو يا مشهورې ګډوډۍ په پايله کې لنډ مهالې پاچاهي له منځه يوسي؛ په ۱۹۱۵ ز کال کې يې د چين سترواکي اعلان کړه. په ۱۹۱۶ ز کال کې د Yuan له مړينې څخه وروسته د Beiyang حکومت واک د Qing کورنۍ د يوې لنډې بيا رغونې له امله نور هم کمزوری شو. بې واکه حکومت د هېواد ټوټه کېدلو ته ځکه لاره هواره کړه، چې په Beiyang فوځ کې غرضي ډلو د انفرادي خپلواکۍ ادعا وکړه او يو له بل سره يې ټکر وکړ. د جنګ سالارۍ دوره (Warlord Era) پيل شوه، چې دا واک د نامتمرکزو هڅو او اوږدمهاله وسله والې شخړې لسيزه وه.

Kuomintang يا KMT ډلې د Sun په مشرتابه په Canton کې څو ځله د يو ملي حکومت د رامنځته کولو هڅې وکړې. په ۱۹۲۳ ز کال کې د درېيم ځل هڅې په پايله کې د Canton له نيولو څخه وروسته يې په برياليتوب سره د چين د يووالي په موخه يوې مبارزې ته په چمتووالي کې يو سيال حکومت رامنځته کړ. KMT په ۱۹۲۴ ز کال کې د شوروي د ملاتړ لپاره د اړتيا په توګه چين له بې تجربې کمونيست ګوند (Chinese Communist Party (CCP))) سره يو اتحاد کې برخه واخيستله. جنرال Chiang kai-shek چې د Sun له مړينې او ۱۹۲۵ ز کال کې د واک له وروستۍ هڅې څخه وروسته د Kuomintang مشر شو، د Beiyang حکومت د له منځه وړلو په موخه يې په ۱۹۲۶ ز کال کې سويلي چمتووالی يا ګړنديتوب (Northern Expedition) [مبارزه] پيل کړ. Chiang په ۱۹۲۷ کې ملتپال حکومت Nanking ته ولېږداوه او د چين کمونيست ګوند يې پاک کړ، چې پيل يې د شانګهای عام وژنې سره وکړ. ورستۍ پېښې د چين کمونيست ګوند (CCP) او KMT وسله والې سرکښۍ ته اړ کړل، چې د چين د کورنۍ جګړې پيل او د Wang Jingwei په مشرۍ په اوهان (Wuhan) کې د يو سيال ملتپال حکومت رامنځته کېدنه په ګوته کوي. که څه سيال حکومت له لنډې مودې وروسته کمونيستان پاک کړل او د Chiang له KMT سره پخلا شو. وروسته له هغې چې شمالي .... (Northern Expedition) په ۱۹۲۸ ز کال کې د Chiang په مشرتابه د تش په نوم يووالي پايله درلوده، ناخوښه (بدخلقه) جنګ سالارانو د Chaing ضد يو ايتلاف يا يووالی جوړ کړ. دې جنګسالارانو له ۱۹۲۹ څخه تر ۱۹۳۰ ز کال پورې د مرکزي دښتو جګړه (Central Plains War) کې د Chiang او د هغه د متحدينو پر وړاندې جګړه وکړه، چې په پای کې يې د جنګسالارۍ دورې (Warlord Era) تر ټولو ستره جګړه وبايلله.

چين د ۱۹۳۰ ز لسيزې پر مهال يو څه صنعتي کېدنه وازمايله، مګر په Nanjing کې د ملتپال حکومت، CCP، پاتې جنګسالارانو او پر Manchuria باندې د جاپان له بريد څخه وروسته د جاپان سترواکۍ تر منځ شخړو له امله يې ماتې وزغملې. د ملت جوړونې هڅې په ۱۹۳۷ ز کال کې هغه مهال د چين او جاپان تر منځ دويمه جګړه کې د جنګېدلو لامل شوه، چې د ملي انقلابي فوځ (National Revolutionary Army) او د جاپان د سترواک فوځ (Imperial Japanese Army) تر منځ يو اخ و ډب پر جاپان باندې د هر اړخېز يرغل بريد ته ورسېده. د KMT او CCP تر منځ دښمنۍ له جګړې څخه لږه موده مخکې هغه مهال د يوې برخې په توګه ارامې شوې، چې دوی د جاپان د تيري د مخنيوي په موخه دويمه متحده جبهه (Second United Front) جوړه کړه؛ تر هغې چې ياد اتحاد په ۱۹۴۱ ز کال کې مات شو. جګړې په ۱۹۴۵ ز کال د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې د جاپان تر غاړه ايښودنې پورې دوام وکړ. چين له دې وروسته د تايوان ټاپو او Pescadores واک يو ځل بيا تر لاسه کړ.

لږه موده وروسته د KMT او CCP تر منځ په هر اړخيزې جګړې سره د چين کورنۍ جګړه بيا پيل شوه، چې د جمهوري غوښتونکو د بنسټيز قانون په توګه د ۱۹۲۸ز کال  ارګانيک قانون (Organic Law) پر ځای د چين د جمهوري غوښتونکو د ۱۹۴۶ ز کال اساسي قانون د تصويب لامل شوه. درې کالونه وروسته په ۱۹۴۹ کې د کورنۍ جګړې پای ته نږدې، د چين کمونيست ګوند (CCP) په بيجنګ کې د چين د خلکو جمهوريت (People’s Republic of China) رامنځته کړ، چې د KMT په مشرۍ ROC [د چين جمهوريت؟] څو ځله خپله پلازمېنه له Nanjing څخه Guangzhou، وروسته Chongging، ورڅخه وروسته Chengdu او به پای کې Taipei ته ولېږدوله. د چين کمونيست ډلې برياوې تر لاسه کړې او KMT او ROC حکومت يې د چين له اصلي خاورې څخه وشړه. ROC په ۱۹۵۰ ز کال کې د Hainan او په ۱۹۵۵ ز کال کې د Dachen ټاپوګانو واک له لاسه ورکړ او يوازې پر تايوان او نورو کوچنيو ټاپوګانو باندې يې واک وساته.

ROC د ملتونو ټولنې او وروسته د ملګرو ملتونو (د امنيت شورا کې د خپلې څوکۍ په ګډون) يو بنسټګر غړی و، چې تر ۱۹۷۱ ز کال هغه مهال پورې دا دريځ وساتل شو، چې د چين ولسي جمهوريت ياد غړيتوب تر لاسه کړ. ROC د پوسټ نړیوالې اتحاديې او المپيک نړيوالې کمېټې غړی هم و.

نومونه

پر اصلي خاوره باندې د ياد هېواد اصلي نوم «د چين جمهوريت» و، مګر د خپل شتون په موده کې په بېلابېلو نومونو سره پېژندل شوی دی. په ۱۹۱۲ ز کال کې د ROC له رامنځته کېدنې څخه لږه موده وروسته، حکومت ځان ته د نسبت ورکولو لپاره «چين: China» (Zhōngguó or Jung-hwa (中國)) لنډه بڼه وکاروله. د China ويی له zhong يانې «مرکزي يا منځني» او guo يانې «حکومت يا ولسي حکومت» څخه تر لاسه شوې هغه اصطلاح ده، چې د Zhou کورنۍ تر واکمنۍ لاندې خپلې شاهي سيمې ته په ماخذ؟ کې رامنځته شوه. ياد نوم وروسته د ختيځ Zhou (Eastern Zhou) پرمهال د Luoyi (نني Luoyang) ګرد چاپېر سيمې ته وکارول شوه او ورڅخه وروسته د Qing دورې پر مهال ځيني وخت د دولت لپاره د يو ورته (مترادف) نوم په توګه له کارونې څخه مخکې؛ د چين مرکزي دښتې (Central Plain) لپاره وکارول شو.

جمهوريت غوښتونکی چين (Republican China) له ۱۹۱۲ څخه تر ۱۹۲۸ز کال  پورې د “Beiyang” حکومت ته او «ملتپال يا نشنلېسټ حکومت» له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۴۹ ز کال پورې  جمهوري غوښتونکې دورې (Republican Era) ته ويل کېږي. کينډۍ:Sfnb

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

خرقه شريفهد حضرت عمر فاروق رض عدالتگل پاچا الفترسمي ژبهفیودور داستایفسکيد افغانستان بيرغاډولف هټلربودجهميوند بانکد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهفدرالي قبايلي سيمېچندړکمول (مارغه)اوبړۍچهل ستون ماڼۍبیل کلینټند لمانځه وختونهu9ly0د بدر غزاروغتياجنسي ناوړه ګټه اخيستنهپرمخ (جنسي عمل)ويکيسفرزکاتکابل بانکاختصاصي مجازي شبکهکالد کتاب نړيواله کره شمېرهد چین لوی دیوالدوچکالۍ په وړاندې تدابیروزهد ثور انقلابپاچا گل وفادارخصوصي کولجلغوزهد زړه حمله (ناروغي)د لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهسرطانتلمودسلووانيامنځنۍ پېړۍد ګنډلو ماشینبوديجهتاي ژبهټولنيزې رسنۍآنتونیو د الیویرا سالازارنسيم حجازيکابلپاکستاني طالباننثرشهباز شریفد امریکا متحده آیالاتونهد راتلونکي څېړنېغسلمیوهاوټ(جودر)د عیسوی کال میاشتېبيولوژيکانډوموختمحاسبهد ویکیپېډیا لړليکد انګليستان اقتصادي تاريخپښتو اوسنى شعرد ښکلا کاریال راښکته کولامام بخاريپوتاشیمملا محمد عمرژوندد اقليمي بدلون اغېزېد بکارت پردهجرمني🡆 More