د واکسينو په اړه دوه زړي توب

د واکسين د  تطبيق په اړه دوه زړي توب د واکسينو د خدماتو د شتون پر مهال د واکسينو په منلو کې ځنډ او يا يې رد کولو ته ويل کېږي.

معنا دا چې په بشپړ ډول د واکسينو نه منل، د واکسينو ځنډول، د واکسينو منل، خو د کارولو په اړه يې غير باوري کېدل يا د ځينو واکسينو کارول او د ځينو نه کارول دوه زړي توب دی. د «واکسين ضد» معنا دا چې، د واکسينو بشپړ مخالفت، په وروستيو کلونو کې، واکسين ضد کسان د "anti-vaxxers"  يا "anti-vax" په نوم پېژندل شوي دي. د واکسين په اړه دوه زړي توب پېچلی او په ځانګړي ځای پورې اړوند دي، د وخت، ځای او واکسينو په اړوند دا معنا بدلېږي. کېدای شي چې، د واکسينو په اړه دوه زړه توب د بېلا بېلو لاملونو تر اغېز لاندې راشي، لکه : د واکسينو د جوړښت د څرنګوالي په اړه د سمې علمي پوهې نشتوالی يا د واکسينو د عملي کولو طريقه، قناعت، هوساينه يا ان له ستنې څخه وېره.

يوه پرېکنده علمي موافقه شته، چې واکسين خوندي او اغېزناک دي. د واکسينو په اړه دوه زړی والی ډېر وخت د ناروغيو د خپرېدو او له هغو ناروغيو څخه د مرګ لامل ګرځي، چې په واکسين يې مخه نيول کېدای شي. په همدې بنسټ، د روغتيا نړيوال سازمان د واکسينو په اړه تردد يا دوه زړی والی د روغتيا په وړاندې د لسو نړيوالو ګواښونو له منځه يو بللی دی.

دوه زړه والی، عموماً له طبي، اخلاقي او حقوقي مسائلو سره تړلو واکسينو په اړوند له عامه بحثونو څخه راولاړېږي. د واکسينو په اړه دوه زړی والی، له ګڼو مهمو لاملونو څخه راوځي، چې په هغو کې د يو شخص د باور کمښت (يو شخص واکسين ته اړتيا نه ويني يا د واکسين ارزښت نه پېژني) او رضايت (يعنې واکسينو ته لاسرسی). دا چاره د واکسين د اختراع له وخته او د «واکسين» او «واکسيناسيون» د اصطلاح له رامنځ ته کېدو نږدې اتيا کاله مخکې شته وه. د واکسين ضد پلويانو له خوا وړاندې شوې فرضيې وخت په وخت بدلون مومي.

هغه وړانديز شوي قوانين، چې واکسين لازمي ګرځوي، لکه د کلیفورنيا د ۲۷۷ سنا لايحه او د استراليا « No Jab No Pay» د واکسين ضد فعالينو او سازمانونو له خوا له مخالفت سره مخامخ شوې وه. د جبري واکسينو مخالفت شونې دی، چې د واکسين ضد احساساتو څخه راولاړ شوي وي، معنا دا چې د واکسيناسيون په برخه کې دا چاره، له ملکي آزادۍ او عام باور څخه سرغړونه ده يا هم د درمل جوړولو پر صنعت باندې د ناوړه ګټې اخستلو ګومان دی.

اغېزناکتيا

په پراخه کچه د واکسينو د اغېزناکتيا لپاره علمي شواهد په ښه ډول ثابت شوي دي. هر کال د واکسينو په وسیله، په ټوله نړۍ کې له دوه څخه تر درې ميليونه مرګونو مخه نيول شوې، همدا راز د يو نيم ميليون نورو مرګونو مخه هم نیول کېدای شي، که چېرته ټول وړانديز شوي واکسين تطبيق شي. د واکسينو کمپاين کولای شي، د ننکيو ناروغي له بېخه وباسي، کومې ناروغۍ چې يو مهال په اروپا کې په هرو اوو ماشومانو کې يو واژه، او ګوزڼ ناروغي يې هم نږدې له منځه وړې ده. د لا زياتې اسانه بېلګې په ډول، د هموفيلوس انفلوينزا له لارې په ناروغۍ اخته کېدل، کوم چې په ماشومانو کې د باکتريايي ناروغۍ او نورو ناروغيو ستر علت دی، له هغه وخته چې په ۱۹۸۸ ز کال کې يې واکسين وړاندې شوي، په متحده ايالاتو کې يې دا ناروغي له نهه نوي سلنه څخه زياته کمه کړې ده. اټکل کېږي چې له کوچنيوالي څخه تر ځوانۍ پورې د ټولو واکسينو تطبيق به په متحده ايالاتو کې په يو کال کې د دري دېرش زره کسانو ژوند وژغوري او د څوارلس ميليونه کسانو د ناروغۍ مخه به ونيسي.

د واکسين ضد ادبيات هم شته، چې استدلال کوي چې د ناروغيو کمښت (د واکسين پر ځای) د ناروغيو د مخنيوي او روغتيا ساتنې له لارې شوی، يا دا چې دوی وايي:  دا ناروغۍ د ځانګړي واکسين له وړاندې کېدو مخکې لا د کمښت په حال کې وې. علمي معلوماتو له دې ادعاوو څخه ملاتړ نه دی کړی، د هغو ناروغيو پېښې، چې د واکسين په واسطه يې مخه نيول کېده، د وخت په تېرېدو سره د بدلون په حال کې وې، تر دې چې يو ځانګړي واکسين يې معرفي شول او له دې نقطې وروسته دا پېښې نژدې صفر ته راښکته شوې. د واکسين په اړه د ناسمو خپرو شوو فکرونو سره د مقابلې په موخه جوړ شوي د ناروغيو د مخنيوي يوې ويبپاڼې ويلي: «سم په هغه وخت کې، کله چې د يوې ناروغۍ لپاره واکسين وړاندې شي، ايا له موږ نه په همدې وخت کې هيله کېږي، چې باور ولرو، چې په غوره توګه د ناورغيو د مخنيوي چاره د هرې ناروغۍ د کمېدو لامل ګرځېدلی؟».

د واکسين ضد يو بل خوځښت شعار د کلينيکي ازموينو ناټاکلي کول دي، په کومه کې به چې د تجربې لپاره يوه ډله کوچنيانو ته واکسين کېږي او يوې کنترول ډلې ته واکسين نه کېږي. دا ډول مطالعه به کله هم تاييد نه شي، ځکه چې د کوچنيانو د معياري طبي پاملرنې څخه قصدي انکار دی او دا څېړنه او کتنه به، غیر اخلاقي وي. د واکسين شوو او ناواکسين شوو خلکو تر منځ پرتله تر سره شوې، خو دا څېړنه تصادفي نه وه. سربېره پر دې، داسې لیکنې شته، چې د واکسينو د خونديتابه ثبوت وړاندې او دا څېړنې په نورو تجربوي طريقو تر سره شوې دي.

ځينې نور نيوکه کوونکي دليل راوړي، چې د واکسين له لارې ورکړل شوی خونديتوب لنډ مهاله دی او زيات ځواکمنولو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې، هغه څوک چې له ناروغۍ خوندي يا ژغورل کېږي، هغه د تل لپاره خوندي وي. لکه چې وړاندې پرې بحث شوی، د ځينو روغتيا پالانو بديلې فلسفې، له دې نظريې سره نه دې سمې، چې ګوندې واکسين اغېزناک دي.

ډله ييزه روغتيا

د واکسينو نيمګړی پوښښ، د ټول نفوس لپاره پر ناروغيو اخته کېدو ګواښ زياتوي، ان د هغو په ګډون هم، چا چې واکسين کړي، ځکه چې په دې ډول، د دې ډلې خونديتوب هم کمېږي. د بېلګې په ډول: د شري(سري) واکسين، له نهو تر دولسو مياشتو پورې ماشومانو ته ورکول کېږي او د مورد انټي باډي له منځه تللو (احتمالاً له هغې مخکې واکسين په سيرون بدلېږي) او طبيعي ناروغۍ تر منځ لنډ واټن په دې معنا دی چې، واکسين شوي ماشومان اوس هم د ناروغۍ تر بريد لاندې راتلای شي. د ناروغيو تر بريد لاندې د راتلو دا وړتيا، په ډله یيز خونديتابه سره کمېدای شي، خو په هغه حالت کې، که چېرې ټول ماشومان واکسين شي. د عامې وبا يا د وبا د ګواښ پر مهال عامه خونديتوب زياتول کېدای شي، د ټولو د واکسين کولو لپاره پراخه منل شوې توجيه وي. کله چې نوي واکسين وړاندې شي، عام واکسين د دې واکسين د چټک پوښښ له زياتېدو سره مرسته کوي.

که په پوره شمېر نفوس ته واکسين ورکړل شي، ډله ييز خونديتوب اغېز کوي، د هغو خلکو ګواښ کموي، څوک چې د ډېر کم عمر يا ډېر زيات عمر درلودلو يا د کمزوري خونديتابه د نظام لرلو، يا په واکسين کې له شته موادو سره سخت حساسيت لرلو له امله، واکسين نه شي کولای. هغه کسان چې د خونديتابه کمزوری نظام لري او بيا په ناروغۍ اخته کېږي، پايله يې د عامو خلکو په نسبت د ده لپاره ډېره ناوړه وي.

د کم لګښت اغېزمنتيا

د سختو يا اوږدمهالو ناروغيو د درملنې په پرتله عام واکسين د کم لګښت او د روغتيا خونديتابه فعاله وسيله ده.  په ۲۰۰۱ ز کال کې په متحده ايالاتو کې، د اوو ناروغيو په وړاندې د ماشومتوب پر مهال عادي واکسينونه د اټکل له مخې د زېږد د يو کال په موده او د ټوليز لګښت په منځ کې څلوېښت ميليارده ډالر سپما کړې وه، کوم لګښت چې د روغتيا له لښګتونو سره نېغ په نېغه اړيکه لرله، د دې واکسينو لپاره د ټولنيز لګښت ګټه شپاړس اعشاريه پنځه وه.

اړتيا

کله چې د واکسينو يو پروګرام په برياليتوب سره د ناروغيو ګواښ کموي، شونې ده چې په ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ هم کم کړي، ځکه چې په همدې ډول د يادې ناروغۍ کلتوري اغېزې هم کمېږي. په دې برخه کې، موراوپلار فکر کوي، که چېرې دوی خپل بچيان واکسين نه کړي، نو هېڅ شی به هم له لاسه ورنه کړي. که ډېر خلک فکر کوي، چې وړيا ګټه وړونکي واوسي، بې له واکسين کولو له مجموعي خونديتابه څخه به ګټه واخلي، نو د واکسين کچه به هم دومره راښکته شي ، چې بیا به ټولنيز خونديتوب اغېزناک نه وي. جنيفر رايچ وايي: هغه والدين چې فکر کوي، واکسين به تر يو بريده اغېزناک وي، خو بيا هم غوره ګڼي، چې خپلو بچيانو ته واکسين ونه کړي، دا هغه خلک دي چې تر هغه وخته پورې چې، له دوی سره په یو ډول چلند وشي، شونې ده چې باور يې بدلون ومومي.

سرچینې

Tags:

د واکسينو په اړه دوه زړي توب اغېزناکتياد واکسينو په اړه دوه زړي توب سرچینېد واکسينو په اړه دوه زړي توب

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

شاتو مچیدوتنهکالعبدالرحمان باباسردار سلطان محمد خانچټک پیغام سیسټمدرېیمه نړۍمحمد ظاهر شاهنغمهنړيوال غزېدلی جالد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهد افغانستان اقتصادد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېاجارهManganeseون کواینشاه شجاعماري انتوانېتد افغانستان – تاجکستان پولهتاي ژبهبرکت الله سليماډمنډ برکانګلیسي2012خوست ولايتانزايماروپايي ټولنهدپښتو اصل او ريښهد لویې بریتانیا دویم جورجپښتو ټولنهبيولوژيد واشنگټن څلیموسی قلعهکرواسیایي ژبهمیوهآزاد تجارتد انځوریزې خبريالي تاریخاروپایي ټولنهمرکزي بانکد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهسورة المجادلةتورېزم په افغانستان کېد انګلستان دویم جېمزد بدر غزاپښتوسره زرمیلانقزاقستاند شهیدانو چوکالفرېډ نوبلکفنرحيم شاهمحاسبهد چین لوی دیوالډونالډ ټرامپد وینې لوړ فشارد بکارت پردهچین د خلکو جمهوریتجو بایډنويکيسفرد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهد ډيورنډ کرښهانرژي په بریتانیا کېدويمه نړېواله جګړهاموي خلافتد یونان د خپلواکۍ جګړه🡆 More