د ایران تاریخ چې په عام ډول په لویدیځې نړۍ کې د شلمې پیړۍ تر نیمایي پورې د فارس په نوم پېژندل کېده، د یوې لویې سیمې له تاریخ سره چې د لوی ایران په نوم هم پېژندل کېږي، تړلی دی، په لویدیځ کې له اناتولیا نه تر د لرغوني هند او سیر دریا سرحدونو پورې په ختیځ او شمال کې د قفقاز او یوریشیا سټیپ نه تر فارس خلیج او په سویل کې د عمان خلیج پورې سیمې رانغاړي.
ایران د نړۍ یو له پخوانیو لویو پرله پسې تمدنونو کور دی چې تاریخي او ښاري استوګنې یې د ۷۰۰۰ مخکې له میلاد کلونو پورې تاریخ لري. جورج ویلهیم فریدریش هیګل ایرانیان «لومړني تاریخي خلک» بولي.
ایران د خپلو پخوانیو کلتورونو او سترواکیو د اوږد تاریخ په درلودلو سره د منځنۍ دورې په وروستیو او د عصري دورې په لومړیو کې له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی دی. د کوچي ټبرونو ډېریو يرغلونو، چې مشرانو يې په دې هېواد کې واکمني کوله، پر دې هېواد منفي اغېز وکړ.
په ایران کې د لرغون پېژندنې لومړني آثار د کاشفرود او ګنج پار په سیمو کې موندل شوي چې ګمان کېږي لرغونوالی یې ۱۰۰۰۰کاله مخکې د ډبرو د لرغونې زمانې منځنۍ دورې پورې ورسېږي. د لرغونو انسانانوله خوا جوړ شوي د موسټریان ډبرې توکي هم موندل شوي دي.
د لرغونو انسانانو د ډېریو کلتوري پاتې شویو بقایاوو وخت د ډبرو لرغونې زمانې منځنۍ دورې پورې رسېږي، چې په ځانکړې توګه د زګروس په سیمه کې او لږ یې په مرکزي ایران کې د کوبه، کنجي، بسیتون سمڅ، تمتاما، وارواسي او موندل شووسمڅو کې موندل شوي دي.
په ۱۰۰۰۰ مخکې له میلاد نه د چاغه جوولان په څیر ابتدايي کرنیزې ټولنې او په ۸۰۰۰ مخکې له میلاد کې د چوغ بونټ (د ایلام پخواني کلي) په څېر میشت ځایونو سره، په لوېدیځ ایران کې د زګروس د غرونو سیمې او شاوخوا ځایونو کې وده پیل کړه.
شاوخوا په ورته وخت کې، د خټو لومړني پېژندل شوي لوښي او د انسانانو او ژویو مجسمې چې له سرې خاورې څخه جوړې شوې وې، د ایران په لویدیځ ګنج دره کې رامنځته شوې وې. د نورو لرغونو آثارو تر څنګ د کرمانشاه ولایت په ټیپ سراب کې د ۱۰۰۰۰ کاله مخکې د انسانانو او ژویو مجسمې هم شتون لري.
په ۶۴۶ مخکې له میلاد کې،اشوري پاچا اشوربانیپال سوسا یې لوټ کړ، چې په سیمه کې ایلامي برلاسي پای ته ورسیده. د نږدې ۱۵۰ کلونو راهیسې اشوري پاچایانو شمالي بین النهرین ته نږدې غوښتل چې د ایران په لویدیځ کې د میډیانو قبیلې فتح کړي.
د اوومې پېړۍ په دویمه نیمایي کې، میډیانو خپله خپلواکي ترلاسه کړه او د دیوسس له خوا یوځای شول. په ۶۱۲ مخکې له میلاد کې، سیکسارس، د دیوسس لمسي او د بابل پاچا نابوپولاسر په اشور برید وکړ او په پای کې یې د اشوریانو پلازمینه نینوا محاصره او په پایله کې یې ویجاړه کړه، چې د نوې-اشوري سترواکۍ د نسکورېدو لامل شو.
د خوارزمیانو کورنۍ یوازې څو لسیزې د مغولانو تر راتګ پورې دوام وکړ. چنګیز خان مغولان متحد کړل او د هغه په مشرۍ د مغولانو سترواکي په چټکۍ سره څو خواوو ته خپره شوه. په هغه وخت کې د خوارزمیانو سترواکي د علا الدین محمد (۱۲۰۰-۱۲۲۰) په لاس کې وه.
محمد، د چنګیز په څېر، د خپلو ځمکو د پراخولو اراده درلوده او د ایران ډېری برخه یې تر لاسه کړې وه. هغه خپل ځان پاچا اعلان کړ او له عباسي خلیفه الناصر څخه یې د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه. کله چې خلیفه د هغه دا ادعا رد کړه، علا الدین محمد خپل یو مشر خليفه اعلان کړ او د ناصر د ګوښه کولو ناکامه هڅه یې وکړه.
ایران د صفوي سلطنت (۱۵۰۲-۱۷۳۶ز) په دوران کې بیا را ژوندی شو، چې تر ټولو نامتو شخصیت یې لومړی شاه عباس و. ځینې تاریخپوهان صفوي کورنۍ ته د ایران د ملي دولت د بنسټ ایښودلو اعتبار ورکوي.
صفوي کورنۍ د فارس (عصري ایران) یو له مهمو واکمنو سلطنتونو څخه و او «ډېری د فارس د معاصر تاریخ پیل ګڼل کېږي». د مسلمانانو له خوا د فارس تر سوبې وروسته هغوی د فارس پر یوې لویې سترواکۍ واکمني وکړه.
صفويانو له ۱۵۰۱ نه تر ۱۷۲۲ ز کال پورې واکمني وکړه (له ۱۷۲۹ نه تر ۱۷۳۶ پورې لنډه بیارغونه تجربه کړه) او په خپل اوج کې، دوی ټول عصري ایران، آذربایجان او ارمنستان، د ګرجستان ډېری برخې، شمالي قفقاز، عراق، کویټ او افغانستان او همدارنګه د ترکیې، سوریې، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان برخې تر کنټرول لاندې راوستلې.
اغا محمد خان په کورنیو جګړو کې چې د زند وروستي پاچا له مړینې سره پیل شوې وې، بریالی شو. د هغه واکمني د یو مرکزي مشرتوب او متحد ایران د بیا راپورته کېدو لپاره پیژندل کیږي. د نادر شاه له مړینې او د وروستیو زندانو وروسته، د ایران د قفقاز سیمې ډېری سیمې د قفقاز په بېلابېلو خاناتو ویشل شوې وې.
له همدې امله، د ایران د اصلي خاورې له خوندي کولو وروسته یې لومړۍ موخه د قفقاز سیمې له ایران سره یوځای کول وو. ګرجستان ته د یوې بشپړې سیمې په سترګه کتل کېده. د اغا محمد خان لپاره، له ایراني سترواکۍ سره د ګرجستان بیا یوځای کېدل د هغې پروسې برخه وه چې شیراز، اصفهان او تبریز یې د هغه تر واکمنۍ لاندې راوستلي وو.
رضا شاه د ۱۹۴۱ ز کال د سپټمبر تر ۱۶مې نیټې پورې نږدې ۱۶ کاله حکومت وکړ، پر ایران باندې د انګلیس- شوروي د یرغل له امله استعفا ته اړ شو. هغه یو استبدادي حکومت رامنځته کړ چې د ملتپالنې، جنګي سیاست، سیکولاریسم او د کمونیزم ضد ارزښتونو سره له سخت سانسور او تبلیغاتو ته یې ارزښت ورکاوه. رضا شاه ډیری ټولنیز-اقتصادي اصلاحات رامنځته کړل. اردو، حکومتي اداره او مالي تنظیمات یې بیا تنظیم کړل.
د هغه واکمني، د خپلو پلویانو لپاره «قانون او نظم، انضباط، مرکزي واک او عصري اسانتیاوې - ښوونځي، ریل ګاډي، بسونه، راډیوګانې، سینماګانې او ټیلیفونونه» رامنځته کړل. په هرحال، د هغه د عصري کولو هڅې د «ډیر ګړندي» او «سطحي» په توګه او د هغه د واکمنۍ په وخت کې د «ظلم، فساد، مالیه ورکولو، د اعتبار نشتوالي» سره د «پولیسو ریاستونو ځانګړي امنیت» تر نیوکې لاندې راغی.
د ایران انقلاب چې د اسلامي انقلاب په نوم هم یادیږي، هغه انقلاب و چې ایران یې د شاه محمد رضا پهلوي له مطلقه پاچهۍ څخه د ایت الله روح الله خمیني په مشرۍ په یوه اسلامي جمهوریت بدل کړ، چې د انقلاب له رهبرانو او د اسلامي جمهوریت بنسټ ایښودونکی و.
ویلی شو چې: موده یې د ۱۹۷۸ کال د جنوري په میاشت کې له لومړنیو لویو مظاهرو سره پیل شوه. او د نوي مذهبي اساسي قانون په تصویب سره پای ته ورسیده- چې له مخې یې آیت الله خمیني د ۱۹۷۹ ز کال په ډسمبر میاشت کې د هیواد ستر رهبر شو.
خمیني له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د جون تر ۳ نیټې پورې د ایران د ستر رهبر په توګه دنده ترسره کړه. دا دوره د خمیني په مشرۍ د یوه مذهبي جمهوریت د انقلاب د پیاوړتیا او له عراق سره د قیمتي او خونړۍ جګړې له امله واکمنه وه.
دې ټینګښت تر ۱۹۸۲-۱۹۸۳ ز کال پورې دوام وکړ، ځکه چې ایران د خپل اقتصاد، پوځ او د حکومتي وسایلو ته د رسېدلو زیانونو او د سیکولرانو، کیڼ اړخو او نورو دودیزو مسلمانانو له خوا مظاهرې او پاڅونونو چې پخوا د انقلابیانو متحدین وو، خو اوس مخالفین دي- په مؤثره توګه وځپل. ډیری سیاسي مخالفین د نوي رژیم له خوا اعدام شول.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د ایران تاریخ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.