د اصلاحاتو جګړه

د مکسیکو د اصلاحاتو جګړه (هسپانوي کې: (Guerra de Reforma، چې د درې کلنې جګړې په نامه یادېږې، یوه کورنۍ جګړه وه، چې د ۱۸۵۸ز کال له جنورۍ نه پیل شوه، تر ۱۸۶۰ز کال پورې یې دوام وکړ.

دا جګړه د لیبرالانو او محافظه کارانو تر منځ د ۱۸۵۷ز کال د اساسي قانون د اعلان پر سر وشوه، چې ریاست یې ایګناسیو کومونفورت کاوه. دغې لیبرالې کړنې غوښتل، چې د کاتولیکې کلیسا سیاسي، اقتصادي او کلتوري واک راکم کړي او هم د کلیسا او دولت جلا کول، په داسې حال کې چې د فیورو سیسټم له منځه وړلو سره د مکسیکو د اردو ځواک کمولو، د عامه زده کړو له لارې د سیکولر دولت پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یې هڅه وکړه. اساسي قانون په فبرورۍ کې تصویب شو، خو واک ته د رسېدو لپاره یې په سپټمبر کې اعلان کړ، چې ډېر ژر د محافظه کارانو او کاتولیکې کلیسا له خوا د مذهب ضد احکامو له امله له توند مخالفت سره مخامخ شو، په ځانګړې توګه د لیردو قانون چې له کلیساوو نه یې د کلیو ډېری ملکیتونه واخیستل. دغه اقدام یوازې د کاتولیکې کلیسا لپاره نه و، بلکې د مکسیکو ځایي وګړي هم اړ شول، چې خپلې مشترکې ځمکې وپلوري.

لکه څنګه چې د اساسي قانون پر وړاندې مخالفت زیات شو، نو ولسمشر کومونفورټ چې یو معتدل کس و، د ۱۸۵۷ز کال په ډسمبر کې یې یوه شخصي کودتا وکړه، چې د تاکوبایا د محافظه کار فیلیکس زولاګا اساسي قانون یې لغوه کړ. د اساسي قانون کانګرس وتړل شو او کامونفورټ د ولسمشرۍ ډېری اختیارونه ترلاسه کړل. کامونفورټ د جوړجاړي موخه لرله او هیله یې درلوده، چې یو معتدل حکومت جوړ کړي، خو وروسته پوه شو، چې د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو لامل کېږي. کامونفورټ په جنورۍ کې استعفا ورکړه او د اساسي قانون له مخې، د سترې محکمې رئیس بنیتو جوارز، چې لیبرالان یې د جګړې ترپایه رهبري کول، د کامونفورټ ځایناستی شو. وروسته د مکسیکو ایالتونو، له زولواګا یا جواریز نه، چې په ویراکروز کې ځای پر ځای شوی و، پلوي وکړه.

دواړه دولتونه یعنې لیبرالان د امریکا او محافظه کاران د فرانسې، بریتانیا او هسپانیې له خوا په رسمیت وپېژندل شول. لیبرالانو په ۱۸۵۹ز کال کې د امریکا د مک لین- اوکامپو د تړون پر سر خبرې وکړې. که  چېرې دغه تړون تصویب شوی وای، نو لیبرالانو ته به یې نغدې پیسې ورکولې، همدارنګه  د مکسیکو په خاوره کې به یې د امریکا دایمي نظامي او اقتصادي حقونه هم ورکول. دغه تړون د امریکا په سنا کې تصویب نه شو، خو د امریکا سمندري ځواکونو بیا هم په ویراکروز کې د جواریز حکومت په ساتنه کې مرسته وکړه.

تر دې وروسته لیبرالانو د جګړې په ډګر کې بریاوې ترلاسه کړې، تر هغه مهاله چې محافظه کاره ځواکونه په ۱۸۶۰ز کال کې تسلیم شول. جواریز د ۱۸۶۱ز کال د جنوري په ۱۱مه مکسیکو ته راغی او په مارچ کې یې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل کړې. که څه هم محافظه کارو ځواکونو د ۱۸۶۰ز کال د اصلاحاتو په جګړه کې ماتې وخوړه، خو چریکي ځواکونه په کلیوالو سیمو کې فعال پاتې شول او د مکسیکو د دویمې سترواکۍ په جوړولو کې یې د فرانسې په مرسته خپلو کړنو ته دوام ورکړ.

تر خپلواکۍ وروسته سیاسي جګړه

د ۱۸۲۱ز کال له خپلواکۍ راهیسې د مکسیکو سیاسي صحنه پر دوو اصلي کمپونو لیبرال او محافظه کار وېشل شوې وه. د مکسیکو لیبرالان د امریکا له سیاسي مفکورې او د فرانسې له انقلابه اغېزمن شوي وو. دوی له فډرالي حکومت نه ملاتړ وکړ او ویې غوښتل چې د ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو له لارې د مکسیکو د کاتولیکې کلیسا واک محدود کړي. دوی د پورس په نامه هم پېژندل شوي، چې د پخوانیو پادریانو، لکه: جوز ماریا لویس مورا او لورینز دي زاوالا په څېر تیوریسنانو له خوا رهبري کېدل.

محافظه کارانو پرته له دې  چې ټولنیز نظم له منځه لاړ شي، د اقتصادي پرمختګ پلوي وو، دوی د کاتولیکې کلیسا او مکسیکو د پوځ ټولنیز موقف ته د درناوي په پار ترجېح ورکوله. یو درېځ د «دین او فیوروس» تکراري شعار له لارې راڅرګند شوی و، چې فیوروس د کاتولیکې کلیسا او اردو ځانګړو قانوني امتیازاتو ته اشاره کوله. هغوی یوه پیاوړي او مرکزي حکومت ته ترجېح ورکوله او ځینو محافظه کارانو آن په مکسیکو کې د سلطنت د جوړولو پلوي کوله. هغوی د continuistas په نامه پېژندل شوي، چې په دغه مهال کې یې مخکښ تیوریست لوکاس الامان و.

د لیبرال اصلاحات ۱۸۵۵ز- ۱۸۵۷ز کلونه   

د سانتا انا تر ړنګېدو وروسته د ۱۸۵۵ز کال په نومبر کې د لیبرال جوان الواریز په مشرۍ یو نوی حکومت رامنځته شو. کابینه یې راډیکاله وه او نامتو خلک په کې بینیتو جواریز، میګول لرډو، دي تیجادا، میلچور اوکامپو او ګویلرمو پري وو.

په کابینه کې د شخړو له امله اوکامپو استعفا ورکړه، خو اداره لا هم د اصلاحاتو د تصویب لپاره هوډمنه وه. د ۱۸۵۵ز کال د نومبر په ۲۳مه د جواریز قانون، چې د عدلیې وزیر په نامه و، د پوځي او کلیسایي محکمو صلاحیتونه، چې د سرتېرو او روحانیونو لپاره وو، د پام وړ یې راکم کړل.

د ۱۸۵۷ز کال اساسي قانون د ۱۸۵۷ز کال د فبرورۍ په ۵مه تصویب شو، چې د جواریز او لیردو قوانین یې سره یوځای کړل. په پام کې وه، چې د سپټمبر په ۱۶مه به نافذ شي. د مارچ په ۱۷مه پرېکړه وشوه، چې ټول ملکي مامورین دې پر اساسي قانون لوړه وکړي او لاسلیک دې وکړي. کاتولیکې کلیسا پر هغو وګړو د کفر حکم وکړ، چې قسم یې کاوه، چې وروسته د مکسیکو په حکومت کې ډېری کاتولیکانو له قسمه د انکار کولو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړې.

بهرني قدرتونه

محافظه کار دولت ډېر ژر د هسپانیا او فرانسې له خوا په رسمیت وپېژندل شو، چې جواریز یې حیران کړ. ویل کېدل، چې د هسپانیې په مستعمرې کیوبا کې مېشت هسپانیوي سرتېري مکسیکو ته روان دي. محافظه کارانو او لیبرالانو دواړو بهرني وسله ال سرتېري نه درلودل. محافظه کارانو په فعالانه توګه په اروپا کې د لاسوهنې غوښتنه وکړه. لیبرال سیاستوال زارکو د اساسي قانون د تصویب پر مهال د مداخلې وړاندوینه کړې وه. محافظه کارانو له هسپانیې سره د مون – المونټ تړون لاسلیک کړ، له دې سره یې لیبرالانو ته موکه ورکړه، چې محافظه کاران د هېواد پلورونکو په توګه وښيي. لیبرالانو خپل ځانونه د مکسیکو د ملتپالنې د مدافعنو په توګه معرفي کړل. لیبرالانو هم له متحده ایالاتو نه د بهرني ملاتړ غوښتنه وکړه، خو محتاط وو. مکسیکو د مک لین – اوکامپو تړون لاسلیک کړ، چې متحده ایالاتو ته د Tehuatepec تنګي له لارې د ټرانزیټ حقوق ورکړي. جواریز په بې رحمانه ډول خپله ځمکه پر متحده ایالاتو خرڅوله، چې دغه تړون د محافظه کارانو او ځینو لیبرالانو له خوا وغندل شو، خو جواریز ځواب ورکړ، چې متحده ایالاتو ته د ځمکې زیانونه د محافظه کارانو له خوا پېښ شوي دي. د لیبرالانو په بریا سره د جواریز حکومت نه شو کولای، چې بهرني پورونه ادا کړي، چې ځینې پورونه د مونټ المونټه له تړون سره سم اخیستل شوي وو. کله چې د جواریز حکومت تادیات وځنډول، نو د مکسیکو محافظه کارانو د خپل پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیستې.

سرچينې

Tags:

د اصلاحاتو جګړه تر خپلواکۍ وروسته سیاسي جګړهد اصلاحاتو جګړه د لیبرال اصلاحات ۱۸۵۵ز- ۱۸۵۷ز کلونه   د اصلاحاتو جګړه بهرني قدرتونهد اصلاحاتو جګړه سرچينېد اصلاحاتو جګړه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سپوږمۍپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتد فوکوشیما اټومي ناورین / بدبختيد تجدید وړ انرژيعدلي طبپوهنهلمانځه ترجمهتوماس جفرسونتهمت/تور پورې کولمولوي رفيع الله موذناحمدزيڅلورم ایوان (وېروونکی ایوان)پښتني بانکسره رود ولسوالۍکارتاژنوی ډیليد فلسفې او ژوند نړۍد خلق ډموکراتيک ګوندانځورگريدراني کورنۍرغاويز اوښتونمزار شريفاوبهکېمیاگر ناولد پاچا جیمز نسخهد اوکام اُستُره (چاړه)افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )محمود سوماغزلاحمد رضا خاند جین مصنوعي سنتېزد ويانا کانګرسلوډویګ ویټګنشټاینګانميډننګرهار ولایتقاموسونه ټکی کامماسټر علي حيدرپینځم چارلزذوالقرنيند افغانستان کورنۍ جګړهد انګستان درېیم ویلیامد بدر غزاپيشود شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲آی پي ادرسمالیهالوتکه! (فلم)سمندرګیاليستااينومطالعهفنانةحیاتي کیمیاکوچنی اخترمحمد (ص) په اسلام کېکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)کیپ ټاوناتيزمد انګلستان دوم چارلزابوريحان بيرونيجنتیکجکارتاويکيسفرعامه اړیکېد معيار نړيوال تنظيماندړزړهاکبارپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلد لمريز کال مياشتېايمانله افغانستان نه د متحده ايالاتو د ځواکونو وتل (۲۰۲۰-۲۰۲۱)د افغانستان ولسوالۍ🡆 More