د اذربایجان تاریخ، د هغو سیمو د تاریخ په توګه پېـژندل کېږي چې د اوسني اذربایجان جمهوریت یې جوړ کړی.
د نقشې له مخې دغه سیمه په شمال کې د قفقاز د غرونو د سویلي څنډو په ختیځ کې د کپسین د سمندر او په لوېدیځ کې د ارمانیایي غرنيو سیمو سره تړاو لري. په سویل کې طبیعی پولي لږ توپیرسره لري او په دغه ځای کې دا هېواد د ایران له هوارو سیمو سره یوځای کېـږي.
د البانیا قفقاز په خپله خاوره کې په لرغونو وختونو کې جوړشوی. د قفقاز البانیايي ژبه د قفقاز البانیا د جوړونکو له خوا ویل کېده او تر ډېـره د ورکې له خطر سره مخامخ شوې. همدارنګه د اودې ژبي یو څانګه وه چې د اودې د خلکو له خوا خبرې پرې کېدې . د میډس او هخامشني امپراتورۍ له وختونو څخه د روسانو تر راتګ پورې په ۱۹ پېړۍ کې د اذربایجان جمهوریت او د ایراني سیمو کابو یو ډول تاریخ درلود.
اذربایجان حتی د عربو له خوا د ایران تر فتح کېدو او د دغې سیمې د خلکو له خوا تر اسلام منلو وروسته هم خپل ایراني توب ساتلی و.
شاوخوا څلور پېړۍ وروسته، د اوغوز ترک قومونو د سلجوق د پاچهۍ لاندې سیمو ته ننوتل او اذربایجان د ترک وګړو یو لوی شمېـر ترلاسه کړ. له څو پېړیو وروسته لکه څنګه چې د دې سیمي اصلي وګړي د کډوالو ترکانو سره یو ځای شوي و ، نو د فارسي ژبي د اصلي ویوونکو شمېر ورو ورو په کمېدو شو او د تُرکانو یوه ژبه چې نن ورځ د اذربایجاني یا ( اذري تُرک ) په نوم پېژندل کېـږي، رواج شوه.
د روسيې ــ پروس جګړې له ۱۸۰۴ تر ۱۸۱۳ او له ۱۸۲۶ تر ۱۸۲۸ ز کال وروسته ، قاجار ایران اړ شو چې خپلي قفقازي سیمي د روسیې امپراتورۍ ته وسپاري. د ګلستان تړون په ۱۸۱۳ ز کې او د ترکمنچي تړون په ۱۸۲۸ ز کې د قاجار ایران او د روسیې د امپراتورۍ تر منځ پولې جوتې کړې.
د ارس شمالي سیمي تر هغه وخته چې روسیې په ۱۹ مه پېړۍ کې ونیولې، د ایران سیمي وې. د ترکمنچي د تړون په بنیاد ، قاجار ایران په اریوان، نخچیوان او تالش خانات ( د اذربایجان اخیري برخي چې تر اوسه د ایرانیانو په لاس کې دي) باندې د روسیې واکمني په رسمیت وپېـژنده.
په وروستۍ دوره کې، په ختیځ قفقاز کې له ایران څخه وروسته د روسیې تر ولکې لاندې په نولسمي پېړۍ کې یو اذربایجاني ملي هویت راڅرګند شو. په قفقاز کې د روسیې د امپراتورۍ د یوې برخي په توګه له اتیا کاله ډېر، د اذربایجان دیموکراتیک جمهوریت اخیر په ۱۹۱۸ ز کال کې جوړ شو.
د اذربایجان نوم د واکمن موسوت ګوند له خوا د سیاسي لاملونو له امله ومنل شو، چې د ایران سره نژدې شمال ختیځي سیمې د پېژندلو لپاره کارول کېده. اذربایجان په ۱۹۲۰ ز کال کې د شوروي ځواکونو له خوا ونیول شو چې د اذربایجان د شوروي سوسیالیست جمهوریت د جوړېدو لامل شو.
د شوروي دورې په لومړیو کې اذربایجاني ملي هویت ختم شو. همدارنګه اذربایجان د شوروي تر واکمنۍ لاندې پاتې شو، تر هغه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو. له هغه وروسته اذربایجان خپلواک جمهوریت اعلان شو. د ګاونډۍ ارمانیا سره د دښمنۍ اړیکي او د ناګوراــ قره باخ جګړه ترخپلواکۍ راهیسې د اذربایجان په سیاسي ژوند کې ډېر مهم ټکی و.
د اذربایجان له تاریخ وړاندې د ډبري، برونزو او اوسپني دورې شاملې دي. د ډبري زمانه په درېیو دورو وېشل شوې ده : پیالوټیک، میسولیټیک او نیولټیک.
د پیالوټیک دوره په درې برخو ویشل شوې ده : ښکـته ، منځنۍ او پورتنۍ دوره . دا دوره په سیمه کې د انسان د لومړي ځل استوګنۍ سره پیل او له میلاد څخه تر دوولس زره کاله وړاندې پورې یې دوام وکړ.
په فزولي ولسوالۍ کې د ازیک غار د لرغوني انسان د استوګني په یورشیا کې یو تر ټولو پخوانی ځای دی. د اشیلین له کلتور څخه پخواني پاتې شونې ۷۰۰۰۰۰ کاله لرغوني دي چې د غار په لاندنې پوړ کې پیداشوي دي . په ۱۹۶۸ز کال کې ممدالي حیسنیوف د ۳۰۰۰۰۰ کاله پخواني، د اشیلین د زماني د یوه انسان ژامه کشف کړه چې دا په شوروي اتحاد کې د انسان د پاتې شونو تر ټولو لرغونې نومونه وه.
د اذربایجان د ښکته پیالوټيک دوره ، د هغه ګروچای کلتور لپاره پېژندل کېده چې د ټـنزایا د اولدووای ګراج سره یې یو شانته ځانګړتیاوي لرلې. د پیالوټیک دوره همدارنګه په ايويډګ، تغلر او ډامجلي غارونو او د یاتګري، دس سلکلي، کیزما او داسې نورو ځایونو کې د موندنو په واسطه وپېـژندل شوې.
د میسولیټیک دوره، کومه چې کابو له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ کاله تر میلاد وړاندې پورې یې دوام وکړ، چې د ګوبستان په ملي پارک ( د بوکو سره نژدې) او په دامجیلي کې ( د قزاق په ولسوالۍ کې ) د غارونو په واسطه ښودل کېـږي.
په ګوبستان کې په ډبرينو رسمونو کې ښکار، کب نیونه، کارکول او ګډا انځور شوې ده. د ډبرو پرمخ دغه رسمونه د ۸۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ کاله پخوا تاریخ لري چې د ( د وایکینګ د کښتیو په شان ) اوږدې کښتۍ انځوري او د کانټينیټل اروپا او مدیتراني د بحر تر منځ اړیکه په ګوته کوي.
د نیولټیک دوره له ۷۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ کاله پخوا تر میلاده وه او په اګسټفا ولسوالۍ کې د شولاویري شومو د کلتور په واسطه پېـژندل کېــږي. په دامجیلي، ګوبستان، کلتیف ( په نخچیوان کې ) او تویریتیپ کې موندنې د کرنې په برخه کې د نیولټيک دوري انقلاب ښيي.
چالکولتیک ( یا اینولتیک) له ۶۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کاله تر میلاد وړاندې د ډبري له زماني څخه د برونز زماني د لېـږد دوره وه. د قفقاز غرونه د مسو د کانونو له پلوه بډایه دي چې د اذربایجان د مسو ویلي کولو په پراختیا کې اسانتیا راولي.
په شوموتیپ، تویراتیپ، جیناتیپ، کالتيپ، الکایمیتیپ او لینلتیپ کې یو شمېـر د چالکولتیک د دورې اړوند ځایونه موندل شوي . همدارنګه د کاربن د دوري آثار دا ښيي چې د دغو سیمو اوسیدنکو کورونه جوړول او له مسو څخه یې توکي او د غشو سرونه جوړول او له اوبو پرته کرنې سره اشنا و.
د برونزو دوره له میلاد څخه پخوا د ۴۰۰۰ کلونو په دویمه نیمايي کې پيل او په اذربایجان کې له میلاد څخه دمخه د ۲۰۰۰ کلونو په دویمه نیمايي کې پای ته ورسیده. همدارنګه د اوسپني دوره له میلاد څخه دمخه د اوومي او شپـږمې پېـړۍ په شاوخوا کې پیل شوه. د برونزو دوره په درې دورو وېشل شوې ده ( لومړۍ، منځنۍ او وروستۍ ) او په نخچیوان، ګنجا، منګاچیور او دشکاسان ولسوالۍ کې لوستل شوې ده.
د برونز لومړۍ دوره د کوراــ اراکس کلتور په مټ ښودل شوی او د برونزو منځنۍ دوره د رنګ شويو خټینو لوښو او توکو په واسطه پېـژندل کېـږي. د برونز وروستني دوره په نخچیوان کې د خواجلای ــ ګدابای او تالیش ــ موګن د کلتورونو لخوا ښودل کېـږي.
په ۱۸۹۰ ز کال کې د جاکیوس دی مورګن له خوا د لنکران سره نژدې د تالیش د غرونو په څېـړنو کې د وروستي برونز او د لومړيو برونز د دورې له ۲۳۰ څخه ډېـرښخ شوي توکي پیدا کړي. ای روسلر له ۱۸۹۴ تر ۱۹۰۳ ز کال پورې په قره باخ او ګنجنا کې د اخېـري برونز د دورې توکي کشف کړل. جي. هیمول له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې د ګویکل په ولسوالۍ کې او په قره باخ کې او همدارنګه هغه ځایونه د لومړي او دویم بارو په نوم او داسې نور د اخېري برونزو د دورې ځایونو باندې څېـړنه وکړه.
د امریکا د طبیعي تاریخ د موزیم لرغون پوه والټر کریسټ په ۲۰۱۸ ز کال کې د کوبستان په ملي پارک کې د برونزو د دورې د هونډز او جاکلز ( یوه ډول د مېز لرغوني لوبه ) یوه نسخه پیدا کړه. دغه لوبه په مصر، بین النهرین او په اناټولی کې هغه وخت مشهوره وه چې ،د مصري فرعون څلورم آمنهات په قبر کې وښودل شوه.
د قفقاز البانیان کېدای شي، د اذربایجان لومړي پېژندل شوي اوسېدونکي وي او په لومړنيو یرغلګرو کې تر میلاد وړاندې د نهمي پېړۍ سیستان شامل دی. سویلي قفقاز تر میلاد وړاندې د ۵۵۰ کلونو په شاوخوا کې د اچمینیډ امپراتورۍ برخه شوه او په اذربایجان کې زردشتیـزم خپور شو.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د اذربایجان تاریخ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.