جان کي

جان فیلیپ کي (زوکړه: د ۱۹۶۱ زکال د اګست ۹ مه) تقاعد شوی نیوزلنډي سیاستوال دی چې له ۲۰۰۸ زکال څخه یې تر ۲۰۱۶ زکال پورې د نیوزلنډ د ۳۸ لومړي وزیر او همدارنګه یې له ۲۰۰۶ زکال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د نیوزلنډ د نېشنل ګوند د مشر په توګه خدمت کړی.

د ۲۰۱۶ زکال په ډسمبر میاشت کې له دغو دواړو څوکیو څخه په استعفا کولو او د سیاست په خوشي کولو سره کي د نیوزلنډ د شرکتونو د مدیره پلاوي مشر وټاکل شو.

جان کي
جان کي
جان کي

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ اگسټ ۱۹۶۱
اوکلنډ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت نيوزيلينډ   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان کي
جان کي

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کي په اوکلنډ کې وزېږېد او په ماشومتوب کې یې کرېسټ چرچ ته کډه وکړه؛ نوموړي په کانټربري پوهنتون کې زده کړې وکړې او په ۱۹۸۱ زکال کې یې له دغه پوهنتون څخه د سوداګرۍ په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په مریل لینچ کې د کارکولو په موخه له هېواد څخه له وتو وړاندې د نیوزلنډ د بهرنیو اسعارو په بازار کې کار وموند او په ۱۹۹۵ زکال کې د نړیوالو بهرنیو اسعارو د مارکېټ مشر شو، هغه ځایګی چې نوموړي په کې شپږ کاله کار وکړ. په ۱۹۹۹ زکال کې نوموړی د نیویارک په فدرال ریزرف بانک کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې د کمېتې د غړي په توګه وټاکل شو چې تر ۲۰۰۱ زکال پورې یې دلته کار وکړ.

کي د اوکلنډ د هلینزوېل ټاکنیزې حوزې څخه په استازولۍ د نېشنل ګوند له هغه محدود شمېر استازو څخه و چې د ۲۰۰۲ زکال په ټاکنو کې د نېشنل ګوند له پام وړ ماتې سربېره یې د نیوزلنډ پارلمان ته لار ومونده. په ۲۰۰۴ زکال کې نوموړی د نېشنل ګوند د مالي مسئول په توګه وټاکل شو او بالاخره په ۲۰۰۶ زکال کې د دان براش د ځای ناستي په توګه د نېشنل ګوند مشرۍ ته ورسېد. د اپوزیسیون له دوه کلنې رهبرۍ وروسته کي وکولای شول د ۲۰۰۸ زکال د نومبر میاشتې په عمومي ټاکنو کې خپل ګوند بریا ته ورسوي. هغه د ۲۰۰۸ زکال د نومبر په ۱۹ مه د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. نېشنل ګوند د هغه تر مشرۍ لاندې په دوه راتلونکو نورو عمومي ټاکنو کې (د ۲۰۱۱ زکال په نومبر او د ۲۰۱۴ زکال په سپټمبر میاشت کې) هم بریا خپله کړه. تمه کېدله چې کي به د ۲۰۱۷ زکال په عمومي ټاکنو کې بیا سیالۍ ته ودرېږي، خو نوموړي د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر په ۵ مه د لومړي وزارت له څوکۍ او د نېشنل ګوند له مشرۍ څخه استعفا ورکړه. د هغه ځای د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر په دولسمه بېل انګلېش ونیو.

د لومړي وزیر په توګه کي د نیوزلنډ پنځم ملي حکومت اداره کړ چې د ۲۰۰۰مې لسیزې په وروستیو یعنې په ۲۰۰۸ زکال کې یې د اقتصادي رکود په پیل سره حکومت کول پیل کړل. نوموړي د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په توکو او خدماتو باندې مالیات لوړ کړل او شخصي مالیات یې راکم کړل، په داسې حال کې چې د اقتصادي بسیاینې له ګڼو نورو لارو چارو یې هم کار واخیست. د نوموړي دولت د TVNZ 6، TVNZ 7، Kidzone او Heartland په ګډون د څو تلویزیوني چینلونو د جوازونو له تمدید څخه ډډه وکړه او ورته مهال یې د نیوزلنډ راډیو بودیجه هم راکمه کړه. د ۲۰۱۱ زکال په فبروري میاشت کې د دغه هېواد په دویم لوی ښار کریسټ چرچ کې پیاوړې ځمک ښووېدنې په پام وړ توګه په ملي اقتصاد اغېز وکړ او دولت د کانټربري د ځمک ښووئیدنې د ژغورنې اداره رامنځته کړه. د لومړي وزارت په دویمه دوره کې د کي ادارې د پنځو دولتي شرکتونو د جزیي خصوصي سازۍ پالیسي مخته یووړه، په داسې حال کې چې د وګړو څخه په دې اړوند ټول پوښتنه د ۲ پر ۱ پایلې سره له دغه سیاست سره مخالفت څرګند کړ. نوموړی همدارنګه د استوګن ځایونو له شدید کړکېچ په ځانګړې توګه په اوکلنډ کې مخ شو چې له وړاندې د نه نیول شوو تدابیرو له امله ورباندې کلکې نیوکې ترسره شوې. د خارجي سیاست په برخه کې، کي د افغانستان په جګړه کې ښکېل د نیوزلنډ دفاعي ځواکونه له افغانستان څخه وویستل، له متحده ایالاتو سره یې ویلنګټون اعلامیه لاسلیک کړه او په ټرانس پاسیفیک مشارکت کې یې د نورو هېوادونو د ګډون په موخه فشار راوړ.

لومړی وزارت (۲۰۰۸- ۲۰۱۶ زکال)

لومړۍ دوره (۲۰۰۸- ۲۰۱۱ زکال)

کي د ۲۰۰۸ زکال د نومبر د اتمې نېټې په عمومي ټاکنو کې له بریا وروسته لومړی وزیر شو چې په دې سره یې د کلارک تر رهبرۍ لاندې د کارګر ګوند ۹ کلنې حکومتولۍ ته پای ټکی کېښود. نېشنل ګوند ۴۵ سلنه ګوندي رایې او همدارنګه د پارلمان له ۱۲۲ څوکیو څخه ۵۹ څوکۍ خپلې کړې چې د برحاله کارګر ګوند د موجود اکثریت څخه یې ځان مخته کړ.

کي د ۲۰۰۸ زکال د نومبر په ۱۹ مه د لومړي وزیر او د تورېزم د وزیر په توګه لوړه وکړه او په دې سره هغه د خپلې وړاندیز شوې کابینې سره د اجرایوي شورا غړیتوب ترلاسه کړ. نوموړي بېل انګلېش د خپل مرستیال او د مالیې د وزیر په توګه وټاکه. د هغه د لومړي وزارت په لومړۍ دوره کې نېشنل ګوند په نظر پوښتنو کې تر ټولو مخکښ و چې یو مبصر له کي څخه ملاتړ د «ستراتوسفیر» په توګه توصیف کړ. په ۲۰۱۱ زکال کې نوموړی په مخکښو رسنیو کې د «تلفون جان» (تلفون یوه خالصه کیمیاوي ماده ده چې په ډېرو مهمو چارو کې ترې ګټنه کېږي» په مستعار نوم یادېده ځکه هېڅ خراب کوونکې چاره په هغه پورې نه وه نښتې، یا یې هم هېڅ خرابي نه لرله.

د کي دولت د نړیوال اقتصادي رکود په غبرګون کې چې د هغه د واکمنۍ له پیلېدو ډېر ژر وروسته پیل شو، څو پیاوړي اقتصادي سیاستونه معرفي کړل. دولت پر وګړو او په ټولو هر ډول عوایدو باندې د مالیاتو د کمښت طرحه وړاندې کړه. د شخصي مالیاتو لوړه کچه له ۳۹٪ څخه ۳۸٪ او بیا ۳۳٪ ته راښکته کړای شوه. هغه په خپله لومړۍ بودیجه کې په توکو او خدماتو باندې د دولتي مالیاتو کچه له ۱۲.۵٪ څخه ۱۵٪ ته لوړه کړه، په داسې حال کې چې کي وړاندې اعلان کړی و چې دغه ډول زیاتوالی به د نېشنل ګوند په دولت کې رامنځته نه شي. د کي دولت همدارنګه د اقتصادي بساینې ګڼ شمېر طرحې تصویب کړې. . د نوموړي دولت د TVNZ 6، TVNZ 7، Kidzone او Heartland په ګډون د څو تلویزیوني چینلونو د جوازونو له تمدید څخه ډډه وکړه او ورته مهال یې د نیوزلنډ راډیو بودیجه په واقعي توګه راکمه کړه.

دویمه دوره: ۲۰۱۴ – ۲۰۱۷ زکال

د ۲۰۱۱ زکال د نومبر د ۲۶ مې نېټې عمومي ټاکنې د نېشنل ګوند د رایو او څوکیو د ګټلو د زیاتوالي شاهدې وې، په داسې حال کې چې کارګر ګوند په زیاته کچه شاته پاتې شو. کي د دغو ټاکنو شپه د خپل ګوند لپاره د «ډېره ښاده شپه» او «پیاوړې بریا» وبلله.

په ۲۰۱۲ زکال کې، کي د کیم ډاټکام په نیولو او همدارنګه د وروستیو افشاګریو په بنسټ هغه له ډاټکام څخه په غیرقانوني توګه د دولتي ارتباطاتو د امنیت ادارې (GCSB) له خوا په جاسوسي کولو کې لاس درلود. د لومړي وزیر په توګه کي په مستقیم ډول د (GCSB) مسئولیت پر غاړه درلود، هغه اداره چې د نیوزلنډي وګړو اړوند د جاسوسۍ اجازه نه لري – ډاټکام دایمي اقامت ترلاسه کړی و. درې ورځې وروسته کي د ناقانونه جاسوسۍ له امله بخښنه وغوښته. «زه له ښاغلي ډاټکام څخه بخښنه غواړم. زه له نیوزلنډیانو بخښنه غواړم ځکه هر نیوزلنډي وګړی... د GCSB پر وړاندې دا حق لري چې د قانون له مخې خوندي واوسي او ما ونشو کولای د هغه لپاره مناسب ملاتړ برابر کړم». وروسته څرګنده شوه چې هغه مهال چې کي له هېواده بهر و GCSB له واکیال لومړي وزیر بېل انګلېش څخه غوښتي و چې په دې اړوند «وزارتي اجازه» لاسلیک کړي او په دغه دوسیه کې د دغه دفتر د دخالت اړوند د جزیاتو پلټنه ودروي – دا یوازنۍ دغه ډول چاره وه چې په تېرو لسو کلونو کې ترسره شوې وه.

دریمه دوره: ۲۰۱۴- ۲۰۱۶

د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر میاشتې د ۲۰ مې نېټې ټاکنو د نېشنل ګوند بیاځلي بریا تضمین کړه. نېشنل ګوند د ګوندي ۴۷ سلنه رایو او د ۱۲۱ څوکیو څخه د ۶۰ څوکیو په ترلاسه کولو سره بیا اکثریت ترلاسه کړ. د ټاکنو د رایو د شمېرنې په شپه داسې ښکارېده چې دغه ګوند له ۱۹۹۴ زکال وروسته لومړنی تر ټولو زیات اکثریت د ۶۱ څوکیو په ترلاسه کولو خپل کړی خو د رسمي شمېرنو (د ځانګړو رایو د شمېرنې په ګډون) دغه ګوند یوه څوکۍ (د مورین پېګ) د شنه ګوند په ګټه له لاسه ورکړه.

کي له ډېر مهال راهیسې د نیوزلنډ د بیرغ د بدلون څخه ملاتړ کاوه او د ۲۰۱۴ زکال د عمومي ټاکنو په ټاکنیزو سیالیو کې یې د دغې موضوع اړوند د ټول پوښتنې ترسره کولو ژمنه وکړه. په ټاکنو کې له بریا وروسته د نیوزلنډ د بیرغ د بدلون اړوند دوه ټول پوښتنې د ۲۰۱۵ زکال په نومبر/ډسمبر او د ۲۰۱۶ زکال په مارچ کې ترسره شوې. دویمه ټول پوښتنه د موجود بیرغ د ساتنې لامل وګرځېده. د هغه متنقدینو (ملي او نړیوالو) دغه ټول پوښتنې غیرضروري، لګښتمنې او «بېهوده پروژې» وبللې.

سرچينې

Tags:

جان کي لومړی وزارت (۲۰۰۸- ۲۰۱۶ زکال)جان کي سرچينېجان کي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کمپیوټر ساینسښځه په اسلام کېیهودنیټفلیکسپه پښتو کې د ياگانو سمه کارونهمالټاد هوتکيانو ټولواکمنيپیروعزت الله ځواباندړلمونځ څه ته وايي؟یوزنېټشاه جهانمايکروسافټ وېنډوزپښتو ويکيپېډيالرغونې ژوند پوهنهسيد جمال الدين افغانيحسن البناملا محمد يعقوبميرويس هوتکلوېديځه افريقاسردار نصرالله خاناتيزمکنفوسیانیزمتکزاسنېلسن مانډېلاټينګوالی (غلظت/تراکم)طهارت (پاکي)کراچۍد تجدید وړ انرژيچينایملنگ جانذوالقرنينمنظور پشتينکیمیاسپوږميز لېږديز کالهندارهدوهم اسماعیلاوسېلوسکوپاېليریان / اېلیاتیانفلزساينوباکتريا (د باکتريا يو ډول دی چې شين اسماني رنګ لري)توماس جفرسونجکارتاحميرا بېگمالومېنيمد سريلانکا کلتورمطيع الله تورابد چلند ایپي‌جینیټيکريونيناتلسم لویيسمشارکتد بې سيم غوښتنليک پروتوکولد ښځو زده کړېحميد مومندمحمود سوماسيتيااحمد شاه باباد تسبيح لمونځآیو (سپوږمۍ)نړیوالې اړیکې (۱۸۱۴-۱۹۱۹ ز کال)انیملايم ناروغيآرټیکولیټربېوزليواورین پړانګسویډنهايډروجنساپوهنهنیویورکد ویکیپېډیا لړليک🡆 More