ستورپوهنه

ستورپوهنه (چې اکثراً د آسټروفيزيکس په نامه هم يادېږي) د اسماني شيانو لکه ستوري، سيارې، لکۍ داره ستوري او د کهکشانونو په هکله د څېړنې يوه ساينسي زده کړه ده.

په دې زده کړه کې د اسماني شيانو او د هغه شيانو چې د ځمکې د اتموسفير نه دباندې دي، د هغو د پېدايښت او اصل په هکله څېړنې او پېژندنې ترسره کېږي.دا زده کړه د تدريجي تکامل، فيزيک، کيميا، او د اسماني شيانو د حرکت او په همدې توگه د کايناتو د جوړښت او ودې په اړوند بحثونه کوي.
ستورپوهنه يوه داسې پوهنه ده چې د پخوانيو زمانو نه دود ده او د زړو علمونو نه يو علم گڼل کېږي. که څه هم چې د ټيليسکوپ د پنځولو اړتيا ددې لامل وگرځېد چې ستورپوهنه په يو نوي ساينس بدل کړي خو د پخوانيو تمدنونو ستورپوهانو په مېتوديک ډول د شپې لخوا د اسمان کتنه ، او په همدې توگه ستورپوهنيز آرډيفکټونه هم د ډېرو پخوانيو پړاونو راپدېخوا موندل شوي دي.

ستورپوهنه
د هبل په مټ اخيستل شوی، د ستورو يو ستر موزايک انځور

د شلمې پېړۍ نه راپدېخوا د ستورپوهنې کارپوهنيز ډگرونه په دوه څانگو وېشل شوي. يو يې ليدنيزه ستورپوهنه او بل يې د نظري ستورپوهنې څانگې دي. ليدنيزه ستورپوهنه د ډاټا په شننو او ترلاسه کولو ځيره ده چې په لويه کچه دا د فيزيک د بنسټيزو اصولو د کارولو په مرسته ترسره کېږي. نظري ستورپوهنه د کمپيوټري پرمختگ يا شننيزو مخبېلگو په مرسته د ستورپوهنيزو ځليزو او شيانو لورې رڼا اچوي. دا دوه ډگرونه يو بل سره بشپړوي، د نظري ستورپوهنې په مرسته د ليدنو پايلې او هغه ليدنې چې د نظري پايلو پخلی پرې کېږي ښه سره پېژندل کېږي.

د تاريخ له مخې، شوقي ستورپوهانو په اهمو ستورپوهنيزو لاسته راوړنو کې ډېره ونډه درلوده، او په همدې توگه ستورپوهنه يو د هغو لږو ساينسونو څخه دی په کوم کې چې لېواله ستورپوهان يو کوانده رول د ستورپوهنيزو توکو په پېژندنه کې لوبولی شي، په ځانگړې توگه د ټرانسينټ ځليزې (transient phenomena) په ليدنې او موندنې کې.

بايده چې د نوې ستورپوهنې او ستورپېژندنې تر مېنځ ټکني نه شو او د دغو ببېلابېلو ډگرونو تر مېنځ توپير وکړو. وروستی نومېدلی نوم، ستورپېژندنه د گروهو (عقيدو) يو غونډال دی کوم چې د انساني چارو د پېژندلو ادعا او وړاندوینې د اسماني شيانو د موقعيت او د هغو د خپلمنځي اړيکو له ليدنو وروسته رامېنځ ته کېږي. که څه هم چې دا دوه پوهنې يو گډ آر (اصل) لري، خو د دغو دواړو علمونو پوه اندي په دې باور دي چې دا دوه بېلابېلې پوهنې دي.

ستورپوهنه د نجوم علم یوه څانګه ده، چې د ستورو او نورو اسماني اجسامو د موقعیت او حرکتونو دقیق اندازه کول په کې شامل دي. سینماتیک، لمریز نظام او زموږ د کهکشان فزیکي منشا، د شیدو لارې اړوند کهکشان چمتو کوي.

تاریخچه

د ستورپوهنې تاریخچه د ستورو اړوند فهرست له تاریخچې سره تړاو لري، چې ستورپوهانو ته په اسمان کې د شته وو څیزونو په هکله منابع په لاس ورکوي؛ ترڅو وکولای شي د هغوی حرکتونه تعقیب کړي. چې دا برخه د هیپارخوس تاریخ ته ورګرځي، چې د شاوخوا ۱۹۰ م.ز کلونو په لړ کې یې د خپلو پخوانیو تیمو چاریس او اریستیلوس له فهرست څخه د ځمکې د حرکت کشف کولو لپاره کار واخیست. د دې کار په ترسره کولو سره یې د هغې ‎روښانتیا پیمانه هم پراخه کړه، چې ان تر نن ورځې پورې هم کارول کیږي. هیپارخوس Hipparchus د لږ تر لږه ۸۵۰ ستورو او د هغو د موقعیتونو اړوند یو لست ترتیب کړ. د هیپارخوس ځای ناستي بطلیموس د الماجست Almagest په نامه خپل اثر کې د ۱۰۲۲ ستورو فهرست جوړ کړ، چې د ستورو موقعیت، ځانګړنې او روښنایي یې بیانوله.

په لسمه پېړۍ کې، عبدالرحمن الصوفي د ستورو په هکله ځینې مشاهدې ترسره کړې او د ستورو موقعیت، شدت او رنګ یې بیان کړ. سربېره پر دې، هغه د هر ستوري لپاره ځینې انځورونه چمتو کړل، چې د ثابتو ستورو په نامه خپل کتاب کې یې ښودلي دي. ابن یونس د یو لوی اسطرولاب په کارولو سره، چې نږدې ۱.۴ متره قطر یې درلود د ډېرو کلونو لپاره د لمر د موقعیت په موخه له ۱۰،۰۰۰ نه زیات مدخلونه لیدلي و. د کسوف یا سپوږمۍ په هکله د هغه مشاهدې څو پېړۍ وروسته د سپوږمۍ د حرکت په برخه کې د سایمون نیوکمب په څېړنو کې وکارول شوې، حال دا چې د مشتري او زحل سیارې د حرکتونو په هکله د هغه نورې مشاهدې د البروج دایرې انحراف او د زحل او مشتري اړوند نابرابرۍ الهام بښونکې او هڅوونکې وې. په پنځلسمه پیړۍ کې د الغ بیګ په نامه تیموري ستورپوه د زیج سلطاني په نامه اثر تالیف کړ، چې په هغه کې یې ۱۰۱۹ ستوري فهرست کړل.

تیکو براهه Tycho Brahe په ۱۶ ز پېړۍ کې یو شمېر پرمختللي وسایل، لکه لوی دیوالونه د ستورو د موقعیت اندازه کولو لپاره د مخکې په پرتله له ډیر پرمختګ سره د ۱۵ تر ۳۵ الکتریکي قوس په دقت سره وکارولو. تقي الدین د قسطنطنیې په څارګره برخه یا رصدخانه کې په سمه توګه د ستورو عروج او پورته کېدو اندازه د هغه «څارونکي ساعت» په کارولو سره اندازه کړه، چې خپله یې اختراع کړی وه. کله چې تلسکوپونه دود شوو، د دایرو تنظیم د اندازه نیونو سرعت زیات کړ.

جیمز برادلي په لومړي ځل په ۱۷۲۹ ز کال کې هڅه وکړه، ترڅو د ستورو د منظرې او پراخوالي اختلاف اندازه‌ګیري کړي. د تلسکوپ لپاره د ستورو حرکت بیخي کم و؛ خو هغه یې پر ځای د رڼا انحراف او د محور انحراف کشف کړ. په ۱۸۰۷ ز کال کې د ۳۲۲۲ ستورو په هکله د هغه فهرست لیکل د عصري ستورپوهنې پلار فردریش بېسل په وسیله اصلاح شو. هغه د ستوري د منظرې اړوند اختلاف یا پارلاکس لومړۍ اندازه ګیري ترسره کړه: د غبرګو یا د بائنري ستوري لپاره ۰،۳ ثانیې قوس او ۶۱ د سیګني لپاره.

دا چې اندازه نیونه یې ډېره ستونزمنه وه، د ۱۹مې پېړۍ تر پایه یوازې د ستورو اړوند شاوخوا ۶۰ منظرې یا ستوري پارلاکسونه ترلاسه شوي و، چې تر ډېره د فیلاري مایکرو متر په کارولو سره ترسره کېده. ستور پېژندونکو د نجومي عکاسۍ اړوند پاڼو په کارولو سره د شلمې پېړۍ په لومړیو کې دا بهیر ګړندی کړ. په ۱۹۶۰ ز لسیزه کې د صفحې اړوند د اندازه ګیرۍ اتوماتو ماشینونو او پېچلو کمپیوتري تکنالوژیو د ستورو اړوند لیستونو د اغېزمنې تالیف او راټولولو امکان برابر کړ. د اسمان کارت Carte du Ciel په نامه پروژه، چې د ستورو د نقشې اخیستلو ودې لپاره د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې پیل شوه پای ته ونه رسیده؛ خو عکاسي یې د ستورو د ارزونې په یو عام او مروج تخنیک بدله کړه. په ۱۹۸۰ ز لسیزه کې له چارج سره یوځای شوې وسیلې (CCDs) د فوتوګرافیک پلیټونه یا انځوریزو صفحو ځای ناستې شوې او نظری ناڅرګندتیا یې یو مليلارک ثانیې ته راټیټه کړه. دې ټیکنالوژۍ نجوم یا ستورپوهنه ارزانه کړه او د اماتور یا شوقي لیدونکو لپاره یې لاره پرانیسته.

په ۱۹۸۹ ز کال کې د اروپا د فضايي ادارې د Hipparcos سپوږمکۍ ستورومیتري یا د ستورو اندازه کول مدار ته یوړه، چې هلته په کمه اندازه د ځمکې میخانیکي ځواکونو او د هغې اړوند اتموسفیر تر اغېز لاندې راغله. Hipparcos چې له ۱۹۸۹ز کال نه تر ۱۹۹۳ ز کاله پورې یې کار کاوه، د مخکنیو نوري تلسکوپونو په پرتله یې اسمان کې ګڼ شمېر کوچنۍ او لویې زاویې اندازه ګیري کړې. د ۴ کلنې دورې په لړ کې یې د ۱۱۸،۲۱۸ ستورو موقیعتونه، منظروي اختلاف او مناسب حرکتونه په بې سارې دقت سره وټاکل. یو نوی تایکو کتالوګ «Tycho Catalogue» د ۱،۰۵۸،۳۳۲ ستورو یو ډیټابیس په ۲۰ ـ ۳۰ ماس (میلیارده ثانیه) کې راټول کړ. همدارنګه د ۲۳،۸۸۲ دوه دانه یي او څو دانه یي ستورو او د ۱۱،۵۹۷ متغیره ستورو لپاره نور اضافي کتالوګونه د Hipparcos د ماموریت په لړ کې راټول شول. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ګایا سپوږمکۍ وتوغول شوه او د Hipparcos  دقت یې زیات او ښه کړ. په دې برخه کې دقت او کره والی یې د ۱۰۰ له ضریب سره لا ښه شو او د یو میلیارد ستورو نقشه اخیستو امکان یې برابر کړ. نن ورځ USNO-B1.0 هغه لیست ده، چې ډېر کارول کېږي، داسې لیست دی، چې په ټول اسمان کې له یو میلیارد نه ډېرو ستورو او د هغو اړوند اجرامو لپاره حرکتونه، موقعیتونه شدت او نورې ځانګړنې تعقیب او بیانوي. د تېرو ۵۰ کلونو په لړ کې شاوخوا ۷،۴۳۵ عدده د اشمېت کېمرو اړوند صفحې د اسمان بېلابېلو ارزونو لپاره کارول شوي دی، چې USNO-B1.0 ډېټاوې او معلومات تر ۰،۲ ثانیې قوس اندازې پورې دقیق کوي.

د کارولو طریقې / غوښتنلیکونه

د ستورپوهانو لپاره د هغوی د مشاهداتو اړوندو راپورونو ورکولو په موخه د مرجع یو چوکاټ چمتو کولو د بنسټیز فعالیت سربیره، د ستورو ارزونې یا ستور میتري د ځینو برخو لکه اسماني میخانیکونو، د ستورو اړوند دینامیک، او کهکشاني ستورپوهنې لپاره هم ډېر اړین او بنسټیز دی. په مشاهدوي ستورپوهنه کې نجومي تخنیکونه د ستورو اړوندو اجرامو په پیژندلو کې د دوی د ځانګړو حرکتونو سره مرسته کوي. دا وسیله د وخت ساتلو لپاره ده، ځکه چې UTC په اصل کې اټومي وخت دی، چې د کره ستورپوهنې اړوند کره مشاهداتو په کارولو سره د ځمکې له خوځښت سره همغږې شوې ده. د ستورو ارزونه یا ستورمتري د کیهاني فاصلې په برخه کې یو مهم ګام دی، ځکه چې د واټن اټکل او تخمین د شیدو اړوند لارې ستورو لپاره د منظرې او ساحې په تړاو اختلاف رامنځته کوي.

همدارنګه ستورپوهنه یا Astrometry د دې لپاره هم کارول شوې، ترڅو د غیر شمسي سیارو کشفولو اړوند ادعاګانو ملاتړ وکړي، چې وړاندیز شوې سیارې په اسمان کې د خپلو اصلي ستورو په ټاکلي او څرګند موقعیت کې د سیسټم د ډله ییز مرکز شاوخوا د دوه اړخیزو مدارونو له امله رامنځته کیږي. د ستورو سنجش یا ارزونه او یا هم ستور متري په فضایي ماموریتونو کې ډیر دقیق مورد دی، چې د ځمکې د اتموسفیر اړوند تحریفوونکو اغېزو په وسیله نه اغیزمن کیږي. د ناسا NASA پلان شوي سپیس انټرفیرومیتري ماموریت (SIM PlanetQuest، چې اوسمهال لغوه شوی ده) د ستورومیټریک له تخنیکونو نه کار اخیسته، ترڅو په دې توګه د ځمکې سیارې کشف کړي، چې شاوخوا ۲۰۰ یا تر دې زیاتې نېږدې شمسي ډوله ستوري و. د اروپا فضایي ادارې ګایا ماموریت، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې پیل شو، د ستورو په سرشمېرنه کې له نجومي تخنیکونو نه کار اخلي. د شمسي نظام ورهاخوا موجوده ستورو exoplanets د پېژندنې سربېره له هغو څخه د اړوندو ستورو د جرم یا اجزاو ټاکلو لپاره هم کار اخیستل کېدای شي.

نجومي اندازه نیونې د اسماني میخانیکونو په برخه کې د ځینې ماډلونو محدودولو لپاره د ستورو اړوند فزیکپوهانو په وسیله کارول کېږي. د ستورو د تپ اړوند سرعت په اندازه کولو سره کولای شو د سوپرنووا چاودونو په غیر متناسب محدودیت کې ځینې محدودیتونه ولګوو. همدارنګه، په کهکشان کې د تیارې مادې د وېش ټاکلو لپاره استرومیټریک پایلې کارول کیږي.

ارقام / احصایې

د ستورو د ارزونې یا ستورومیټري بنسټیز اړخ د تېروتنې سمول دي. یو شمېر بېلابېل لاملونه د ستورو موقعیتونو په اندازه کولو کې د غلطیو د رامنځته کېدو لاملېږي، لکه د اتموسفیر شرایط، په وسایلو کې نیمګړتیاوې او د څارونکو یا د اندازه نیونې اړوندو وسایلو له امله غلطۍ او... ډېری دا غلطۍ یا تېروتنې د بېلابېلو تخنیکونو په وسیله کمېدای شي، لکه د وسایلو د ښه کولو او معلوماتو ته د خسارې له لارې، بیا پایلې د احصایوي میتودونو په کارولو سره تحلیل کیږي، ترڅو د ډیټا اټکلونو او غلطۍ اړوند سلسلې محاسبه شي.

د كائناتو پېداېښت (بگ بېنگ)

د كائناتو د پېداېښت په اړه چې د ستورپېژندونكيو پوهانو كومه نظريه وړاندې كړې كومه چې نن د ټولو په نزد د منلو وړ ده، او هغه نظريه چې دا كائنات د يوې لوې چاودنې (بگ بېنگ) په نتيجه كې منځته راغلي. ددې نظريې تائيد تر څو پېړيو پورې د ستورپېژندونكيو پوهانو د تجربو او لرليدو څخه د لاسته راوړنو له پاېلو څخه هم ؤ. د لوى چاودنې نظريې سره سم دا كاېنات په لومړي سر كې د ناټاكلې شكل په لرلو سره د يوه ستر كاڼي (Primary Nebula) په څېر وه.

بيا د يوې سترې چاودنې (secondaray separation) په نتيجه كې كهكشانونه راپېدا شول. او دا كهكشانونه نور زيات ووېشل شول، چې لدې وېش څخه بيا ستورې، سيارې، لمر او سپوږمۍ راپېدا شول. د كاېناتو [[پېدېښت] په يوه ځانگړي او له [[عقل] څخه وتلي ډول سره شوې. ددې كاېناتو پېداېښت په خپلسرې ډول له شونياوو څخه وتلې. قرآن كريم د كاېناتو د پېداښت راز په داسې راښكاره كوي:

    • ژباړه: آيا كاپرانو پدې خبره غور او فكر ندې كړې چې (لومړې مو) اسمان او زمكه (سره) يو ځاى (نښتي) ول، بيا موږ سره جلا جلا كړل.( القرآن، ۳۰-۲۱)

د قرآن كريم ددې آيت او د لوې چاودنې د نظريې ترمنځ چې كوم همغږي او يوشانته والې ليدل كېږي د هغې رد په هېڅ ډول ناشونې دى. دا څرنگه كېداى شي چې ۱۴ پېړۍ مخكې د عربو په صحرا كې داسې يو كتاب بياموندل شي چې داسې يوه رېښتوني ساېنسي حقيقت پكې موجود وي.

د گېس ستر غونډارې

د كهكشانو له پېداېښت څخه مخكې د گېس يو ستر غونډارې: ستورپېژندونكي پدې گروهه دي چې په كون د كهكشانونو منځته راتلو څخه مخكې دا كون ټول له سره د گېس په څېر ول، يانې له كهكشانونو څخه مخكې دا كون د يوه ستر گېسي غونډارو يا ورېځو په څېر ؤ. او يا ددې مادې لپاره د گېس څخه د دوړو كلېمه استعمالول لږ څه ښه راځي، (يانې يوه غېر متشكله دوړو په څېر). د كون دې شكل ته قرآن كريم په لاندې آيت كې داسې اشاره كوي او د (دخان) كلېمه يې راوړې چې د دوړې يا دود په مانا راځي:

  • ژباړه: بيا هه د اسمان اړخ ته پام وړ، كوم چې په هغه وخت كې يوه دوړه وه. هغه اسمان او زمكې ته وويل: (موجود شئ، كه چېرې ستاسو غواړئ او يا نه غواړئ. دواړو وويل: موږ راغلو امر منونكيو په څېر). (القرآن، ۱۱-۴۱)

وگورئ قرآن كريم يو بل بيان د (بگ بېنگ) له نظريې سره يوشانوالې. آيا دا رېښتيا د محمد صلى الله عليه وسلم له پېداېښت څخه مخكې چاته مالوم ول؟ نو بيا ددې ستر ساېنسي حقيقت كومه بله ذريعه كېدا شي؟ (د بگ بېنگ نظريه د تېر نږدې وخت ده، خو قرآن كريم دا حقيقت ۱۴ پېړۍ مخكې بيان كړې دى.

د ستورو ترمنځ څه دي؟

په لومړي سر كې داسې گومان كېده چې د منظمو فلكي نظامونو څخه اخوا خلا بېخي تشه ده، مگر نن سبا ساېنسي ستورپېژندونكي دې پاېلې ته ورسېدل چې د ستور ترمنځ داسې يوه ماده شته چې د پل (bridge) په څېر دى او دې مادې ته يې د پلازما نوم وركړ. دا ماده په بشپړ ډول سره اوسپنه كړاى شوې (ionized) گېس لرونكې ده. پدې ماده كې په مساوي ډول منفي چارچ لرونكي خپلواك الكترونونه او مثبت چارچ لرونكي برقي پاڼې (Ions) موجودې دي. پلامزما ته كله كله د مادې څلورم حالت هم وايي. ( د مادې درې مشهور حالتونه دي: جامد، ماېع او گېس). څښتن تعالى د قرآن كريم په لاندې آيت كې د ستورو ترمنځ تشه كې د موجودې مادې په اړه داسې فرمايي:

    • ژباړه: (هغه چا چې په ۶ ورځو كې زمكه او اسمان او هرهغه څه پېدا كړل، چې د اسمان او زمكې ترمنځ وي. القرآن، ۵۹-۲۵).

زمكه گرده ده

له لومړيو وختو كې خلكو دا گومان كاوه چې زمكه هوار ده، او ددې لپاره به يې د لرې واټن له سفر كولو څخه ځانونه ژغورل، چې نه چېرې د زمكې په ختمېدو سره د هغې له لمنو څخه لاندې ونه لوېږي. فرانسس ډرېك لومړنې كس ؤ چې په ۱۵۹۷زېږيز كال كې يې په بحري بېړۍ كې د زمكې گردچاپېره سفر وكړ، او دا يې په زبات ورسوله چې زمكه په اصل كې گرده ( كروي) ده.

وييپوهنه

ستورپوهنې ته په انگرېزي ژبه astronomy وايي او دا د ستورو قانون په مانا ده. همدا ويي په اصل کې د يوناني ژبې د وييکې αστρονομία, آسټرونوميا، نه راوتلې چې άστρον (آسټرون، يعنی "ستوری") او νόμος (نوموس، يعنی "د نومونو قانون") مانا لري.

د "ستورپوهنې" او "آسټروفيزيکس" د وييونو کارونه

په ټولگړي توگه، دواړه نومونه، هم د "آسټرونومي" او يا هم د "آسټروفيزيکس" اصطلاحگانې د ستورپوهنې د مضمون لور ته اشاره کوي. د يو کره سيند (قاموس) د پېژند له مخې، "ستورپوهنه" يا "آسټرونومي هغې پوهې ته وايي چې د زمکې د اتموسفير نه دباندې د مادې او نورو اسماني شيانو د کتنو او پېژندلو سره سره د هغوی د فيزيکي او کيميايي ځانگړتياو په هکله څېړنې او بحثونه کوي."او د "آسټروفيزيکس" کلمه "د ستورپوهنې هغې څانگې ته وايي کوم چې د فلکي شيانو او ځليزو (فېنامېنا) د فيزيکي ځانگړنو، خاصيتونه او د هغوی خوځنده کړنو په هکله څېړنې کوي او همدغو ځانگړنو پورې اړونده پوښتنو ته ځواب وايي." په ځينو ځاينو کې، لکه د فرانک شو د کتاب فيزيکي کاينات په پېژندگلوي کې راغلي چې، "ستورپوهنه" د يو موضوع د کيفيتي زده کړو په راپېژندلو کې کارېږي خو "آسټروفيزيکس" بيا پر فيزيک مبنا د يو موضوع د بڼې په پېژندنه کې کارېږي. خو د هر څه سره سره، دا چې نوې ستورپوهنيزې څېړنې د فيزيک اړونده سکالوگانو سره سروکار لري، نو په همدې توگه نوې ستورپوهنه هم بايد آسټروفيزيکس يا ستورپږنپوهنه وبللای شي. بېلابېلې څانگې چې په همدې موضوع څېړنې ترسره کوي، کېدای شي د "ستورپوهنې" او "ستورپږنپوهنې" اصطلاحگانې وکاروي او دا هم څه نا څه د دغه حقيقت پخاطر چې يوه څانگه په تاريخي توگه د فيزيک د څانگې سره څومره پر کار اخته ده. د ستورپوهنې ډېری کارپوهان په اصل کې د فيزيک بريليک لري. آن ساينسي رسنۍ آسټرونومي اېنډ آسټروفيزيکس هم د دغو اصطلاحگانو د ناڅرگندتوب په ډاگه کولو يوه هڅه کړې.

تاريخ

کينډۍ:دا هم وگورۍ

پوهنيز بدلون

ستورپوهنيزې کتنې

د مالوماتو د راغونډولو چلندلار

ستورپوهنه او اسماني تخنيکونه

د ستورپوهنې څانگې

راډيو ستورپوهنه

د اکس وړانگې ستورپوهنه

د گاما وړانگې ستورپوهنه

لمريزه ستورپوهنه

د سيارو ساينس

ستوريزه ستورپوهنه

کهکشاني ستورپوهنه

د کهکشانو دباندې ستورپوهنه

مېنځپوهنيزې زده کړې

د ستورپوهنې او ستورپېژندنې پرمختگ يوه بله اهمه مېنځپوهنيزه ډله رامېنځ ته کړې چې د ساينس د نورو ډگرونو سره تړاو پېدا کوي. دا څانگې دا دي:

  • ستورژونپوهنه: په کايناتو کې د ژونپوهنيزو غونډالونو د پېښو او تجريدي بشپړتابه زده کړه.
  • ارکيوستورپوهنه: په فرهنگي ډگر کې د لرغونې دوديزې ستورپوهنې زده کړه ده چې د لرغونپوهنې او وگړپوهنې د ثبوتونو په شننه کې رامېنځ ته شوې.
  • ستورکيميا: په تشيال کې د موندل شويو کيميايي توکو په اړه زده کړه ده چې اکثراً د ماليکيولي گازونو، د هغوی د جوړېدو، د هغوی د تعاملونو او له منځه تللو په اړه بحثونه کوي. دا چې له نوم نه يې هم څرگندېږي دا زده کړه د ستورپوهنې او کيميا تر مېنځ رامېنځته شوی ډگر دی.

ناڅانگييزه ستورپوهنه

ستورپوهنه 
لېواله ستورپوهان کولای شي خپل اوزارونه پخپله جوړ کړي، دوی د ستورو د څارنو په خاطر ځانگړې مېلمستياوې او غونډې هم لمانځي چې يو له دغو نه يې سټېلافېن دی.

نژدې ټول آماتوره ستورپوهان، په خپلو لاسو جوړو تلسکوپونو د اسماني اجرامو کتنه ترسره کوي. اکثراً د دوی ټولو يو عام هدف وي او هغه د سپوږمۍ، د سيارو، د ستورو، او لکۍ لرونکو ستوريو، د ستوريزو بارانونو او د تشيال په ژوره کې د نورو اسماني اجرامو لکه د ستورو واښکي، کهکشانونه او سحابيانو ليدنې دي. د آماتورې ستورپوهنې يوه څانگه تشياليزه انځورگري ده چې په دغه څانگه کې يو آماتوره ستورپوه په شپه کې د اسمان انځورونه اخلي. د دغو آماتورانو هڅې دا وي چې د اسماني اجرامو د ليدنې په وخت کې ځانگړی تبحر لاس ته راوړي او د خپلو ځاني لېوالتياو د پام ساتلو سره د خپل د ليدنې کړنې تر يو حده کارپوهنيزې کړي.

ډيري آماتوران خپلې کتنې د ليدوړ څپو په مرسته ترسه کوي، خو يوه وړه ډله بيا د ليدوړ نه دباندې نورې لارې هم په کار اچوي. چې په دغو کې د ټيټ سور فلټرونه په خپلو ټلسکوپونو کې او همدا شان راډيويي ټيليسکوپونه کاروي. د اماتوره راډيويي ستورپوهنې يو مخکښ کارل جانسکي وه چې د ۱۹۳۰ لسيزې کې يې د اسمان په څارنه کې راډيويي څپې کارولې. يو گڼ شمېر اماتوره ستورپوهان په کور کې جوړ شوو ټيليسکوپونو او يا هم د راډيويي ټيليسکوپونو نه چې د ستورپوهنيزې څېړنې لپاره جوړ شوي وي، کار اخلي او د نورو اماتوره ستورپوهانو لپاره يې هم د کارولو لپاره ږدي (د ساري په توگه يو مايلي ټيليسکوپ).

اماتوره ستورپوهان د ستورپوهنې په ساينس کې جوړېدونکې ونډې لري. دا يو د هغو څانگو نه ده چې اماتوره ستورپوهان په دې څانگه کې د اهمو لاسته راوړنو لامل گرځي. هغوی د عدسيو په کچ و مېچ کې برخه اخيستلی شي او همدا ډول کچ و مېچ په مدارونو کې د وړو سيارو په اصلاح کولو کې کارېږي. اماتوره ستورپوهان د لکۍ لرونکو ستورو کې هم يوه رغونکې ونډه لري او په ترتيب سره د متغيرو ستورو کتنې هم کوي. په گڼيالي تخيک کې پرمختگونو اماتورو ستورپوهانو ته نورې اسانتياوې برابرې کړي او د همدغه تخيک په مرسته د ستورپوهنيزې انځورگرۍ ډگر هم پراخ شوی او ښکاره برياليتوبونه يې لاس ته راوړي.

په ستورپوهنه کې لويې پوښتنې

که څه هم چې په ستورپوهنه کې د طبيعت او د کايناتو د منځپانگې او جوړښت د ښه پوهاوي او پېژندلو هڅې شوي خو لا تر اوسه پورې گڼ شمېر پوښتنې بې ځوابه زموږ مخې ته پرتې دي. کيدای شي چې داسې بې ځوابه پوښتنو ته ځواب وييل د نوو اوزارونو د جوړښت او په فيزيک کې د نوو نظرياتو او تجربو لاسته راوړنو ته اړ وي.

  • آیا خاورينې سيارې د نورو ستورو (د لمر نه پرته) په شاوخوا کې هم شتون لري؟ ستورپوهانو د لويو ستورو او د هغوی په شاوخوا کې د نورو جسمونو په شتون ډاډه دي. نو په همدې خاطر د وړو خاورينو سيارو شتون هم يو احتمالي نظر دی.
  • آیا د کايناتو په نورو سيمو کې زمکنی ژوند شته؟ يا په ځانگړې وينا آیا انسان د کايناتو په نورو کورو کې هم ژوند کوي؟ که داسې وي، نو د فرمي تناقض لپاره تشريح څه شی ده؟ په بل ځای کې د ژوند شتون يو ډېر اهم ساينسي او فلسفي دلايل لري.
  • جنس توکی او اېنرژی له کومه ده؟ ددې ربړې پوهېدنه، د تکامل او د هغه د لاملونو او سببونو پېژندنه يې ډېره گټوره ده خو لا تر اوسه پورې موږ د دې ربړې په اړه هېڅ هم نه پوهېږو.
  • ولې کاينات رامېنځ ته شول؟ د بېلگې په توگه ولې فيزيکي ثابتونه داسې په غور او دقت سره تنظيم شوي چې د ژوند د شتون ضمانت کوي؟ آيا داسې کېدای شي چې دا د طبيعي کيهاني ټاکنې يوه پايله وي؟ داسې څه وه چې د کيهاني خورېدنې سبب شول چې زموږ همډوله کاينات يې رامېنځ ته کړ؟
  • د کايناتو آخري قسمت به څه وي؟

دا هم وگورۍ

کينډۍ:ويکيپوهنتون

لړليکونه

  • د ستورپوهنې د بنسټيزو سرليکونو لړليک
  • د ستورپوهنې د سرليکونو لړليک
  • د لرغونې ستورپوهنې د سرليکونو لړليک
  • د ستورپوهنيزو کتنځايونو لړليک
  • د ستورپوهنې د تنظيمونو لړليک
  • د ستورپوهنې وختليکه

اړونده ليکنې

  • ستورپېژندنه او ستورپوهنه
  • Astronomer
  • Cosmogony
  • د ستورپوهنې نړېوال کال
  • Space exploration
  • د تشيال ساينس

اخځليكونه

  1. اردو وېكيپېډيا
  2. طبعي جغرافيه، پروفېسر رياست علي عباسي، پاكستان بك سنټر- اردو بازار لاهور.
  3. the Quran & Modern Science (compatible or Incompatible), by Dr. Zakir Naik, beacon books Qazafi market Urdu Bazar, Lahore, Ph: 0427351662

سرچينې

باندنۍ تړنې

کينډۍ:Sisterlinks

کينډۍ:Astronomy-footer

Tags:

ستورپوهنه تاریخچهستورپوهنه د کارولو طریقې غوښتنلیکونهستورپوهنه ارقام احصایېستورپوهنه د كائناتو پېداېښت (بگ بېنگ)ستورپوهنه د گېس ستر غونډارېستورپوهنه د ستورو ترمنځ څه دي؟ستورپوهنه زمكه گرده دهستورپوهنه وييپوهنهستورپوهنه تاريخستورپوهنه ستورپوهنيزې کتنېستورپوهنه د ستورپوهنې څانگېستورپوهنه ناڅانگييزه ستورپوهنه په کې لويې پوښتنېستورپوهنه دا هم وگورۍستورپوهنه اخځليكونهستورپوهنه سرچينېستورپوهنه باندنۍ تړنېستورپوهنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د ملنګ جان د شعر ژبنی اړخاسکار جایزهالمیرا شریفی مقدمهرات ولايتجنرال عبدالملکابو حنيفه (امام اعظم)ژبهکرتاستنبولستر اخلاقتور زېړید خندق غزاشينتوسپوږمۍد شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریتمحمدعبدالله بن مباركغازي مير زمان خاند نړۍ اووه نوي عجايبد لمريز کال مياشتېاخلاقایبولا ناروغۍکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)هېروهېتوکمپیوټر ساینسسمونوالتجويدسپين غرازميرملانقيب الله اخندوارساويټاميند افغانستان نوملینډن بینس جانسند ښځو حقوقد غواگانو روزنهخلافتنیټورکبواسیرپه افغانستان کې د ۲۰۲۰ زکال د مۍ میاشتې بریدونهمېلټون فرايډمېنقرآن کریمصليبي جگړېسيدال خان ناصرجوزف سټاليند کانګو ديموکراتيک جمهوريتد آزادۍ راډيود بنو قريظه غزاعاج ساحللئونید برژنفزده کوونکید افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)روسي وسله وال ځواکونهکانزاس سیټيحسن بن عليوینا (تقرير)روژه (مياشت)بيټنيويکي مانيافکري مالکیتدپارکونو ډولونهساپوهنهتاتارستانمجاور احمد زيارپېغلتوب2Gشينگلبدين حکمتيارلمانځه ترجمه🡆 More