د فډرال زېرمو سيستم چې د فډرال زېرمو يا په ساده ډول د “Fed” په نوم هم پېژندل کېږي، د امريکا متحده ايالتونو د مرکزي بانکدارۍ سيستم دی.
دا سيستم د ۱۹۱۳ز کال د ډسمبر په ۲۳ نېټه د فډرال زېرمو قانون په تصويب سره له يو لړ نابرابره مالې وېرو (په ځانګړي ډول د ۱۹۰۷ز کال وېرې څخه وروسته جوړ شوی و، چې د مالي کړکېچونو د ارامولو پّ موخه د پولي سيستم د مرکزی واک د غوښتنې لامل شو. د کالونو په اوږدو کې د ۱۹۳۰ ز لسيزې د اقتصادي فعاليت د ستر کموالي يا خفګان او د ۲۰۰۰ کال پر مهال ستر اقتصادي شاتګ په څېر پېښې د فډرال زېرمو سيستم د ونډو او ځواب وينو د پراختيا لامل شوې دي.
د متحده ايالتونو کانګرس په فډرال زېرمو سیستم کې د پولي تګلارې لپاره درې مهمې موخې رامنځته کړې: د ګومارنې لوړول، د بيو ثابت ساتل او د اوږد مهاله ګټې د بيو برابرول. لومړنيو دوه موخو ته ځيني وختونه د فډرال زېرمو دوه ګونی قيموميت هم ويل کېږي. د دې سيستم دندو د کالونو په اوږدو کې پراختيا موندلې ده او اوسمهال هم د بانکونو څارل او منظم کول، د مالي سيستم د ثبات ساتل او بهرني رسمي بنسټونه رانغاړي. دا سيستم په اقتصادي برخه کې څېړنې هم تر سره کوي او د بييج بوک “Beige Book” او “FRED database” په څېر يو لړ خپرونې هم برابروي.
د فډرال زېرمو سيستم له څو پرتونو څخه جوړ شوی دی او د ولسمشر له لورې د اداره کونکو د ټاکل شوي هئيت يا د فډرال زېرمو هئيت “Federal Reserve Board (FRB)” له لورې اداره کېږي. د فډرال زېرمو دولس سيمه ييز بانکونه د ټول هېواد په ښارونو کې شته، چې د خصوصي سوداګريزو بانکونو چارې منظموي او ورڅخه څارنه کوي. په ملي کچه له قانوني سوداګريزو بانکونو څخه غوښتل کېږي، چې د خپلې سيمې د فډرال زېرمو بانک کې ونډه ولري او د فډرال زېرمو بانک د هئيت ځيني غړي هم غوره کولی شي.
د پرانيستي بازار فدرالي کمېټه “Federal Open Market Committee (FOMC)” پولي سياست يا تګلاره برابروي. دا کمېټه د اداره کونکو د هئيت له ټولو اوه غړو او د فډرال زېرمو بانک له دولس سيمه ييزو مشرانو څخه جوړه شوې ده، که څه هم په يو وخت کې يوازې د پينځو بانکونو مشران رايه کاروي، چې په عمومي ډول؛ يو يې د نيويارک د څانګې او څلور نور هغه مشران وي، چې د رايې کارونې د يو کلنو دورو په اوږدو کې په خپل وار رايه کاروي. د سپما سيستم اړوند بېلابېلې سلاکارې شوراګانې هم شته. دا د مرکزي بانکونو په منځ کې يو بې ساري جوړښت لري او د متحده ايالتونو د خزانې له څانګې سره هم توپير لري، چې له مرکزي بانک څخه د باندې اداره ده او کارول کېدونکی پولي واحد چاپوي.
فدرالي حکومت د هئيت د اوه غړو معاشات ټاکي او د غړو بانکونو د پانګونې ونډو له ورکولو څخه وروسته، د سيستم ټوله کلنۍ ګټه ترلاسه کوي او يو اضافي بانکي حساب ساتل کېږي. په ۲۰۱۵ز کال کې د فډرال زېرمو ادارې ۱۰۰،۲ بيليون خالص عايد تر لاسه کړ او ۹۷،۷ بيليون ډالر يې د متحده ايالتونو خزانې ته ولېږدول؛ د ۲۰۲۰ ز کال لاسته راوړنې ۸۸،۶ بيليون ډالر وې، چې د هېواد خزانې ته يې ۸۶،۹ بيليون ډالر سپارلي وو. که څه هم د متحده ايالتونو د حکومت يوه وسيله (د فډرال زېرمو سيستم) له دې امله خپل ځان خپلواک مرکزي بانک بولي، چې اړينه نه ده چې د پولي تګلارې پرېکړې يې د ولسمشر يا د حکومت په اجرائيه يا مقننه څانګو کې د کوم بل شخص له لورې تاييد شي. دا اداره د کانګرس له لورې ځانګړی شوی تمويل نه ترلاسه کوي او د اداره کونکو د هئيت د غړو دورې ګڼې ولسمشريزې او پارلماني دورې نيسي.
د فډرال زېرمو سيستم د جوړولو لومړنۍ روښانه انګېزه د بانکي وېرو په نښه کول وه. نورې موخې يې د فډرال زېرمو قانون “Federal Reserve Act” کې بيان شوي دي. لکه: د بدلون منونکي يا ارتجاعي پولي واحد برابرول، د سوداګريزې پاڼې د بيو د بيا لږولو چارو چمتمو کول يا زغمل، په متحده ايالتونو کې د بانکدارۍ يو څه ګټوره څارنه رامنځته کول او داسې نور. د فدرالي سيما سيستم له بنسټ ايښودنې څخه وړاندې، متحده ايالتونو ګڼ مالي کړکېچونو تېر کړل. په ۱۹۰۷ ز کال کې په ځانګړي ډول سخت کړکېچ د دې لامل شو، چې کانګرس په ۱۹۱۳ ز کال کې د فډرال زېرمو قانون تصويب کړي. نن ورځ دا سيستم د مالي سيستم د ثابت ساتلو تر څنګ، نورې ځواب وينې يا مسووليتونه هم لري.
د فډرال زېرمو سيستم اوسنۍ دندې په لاندې ډول دي:
په متحده ايالتونو کې بانکي ادارې اړ دي، چې سپما يا زېرمې (نورو بانکونو کې يو اندازه پولي واحد او امانتونه) ولری، چې کچه يې پېرودونکي ته د بانک د امانت د ورکول کېدونکې اندازې له يوې برخې سره برابره ده. دې چارې ته د کسري سپما بانکداري ويل کېږي. په پايله کې، بانکونه په عمومي ډول د امانت ورکونکو له لورې د ترلاسه شوي تمويل ډېری برخه باندې پانګونه کوي. په خورا لږو موکو کې به د بانک خورا زيات شمېر مشتريان خپلې سپماوې بېرته واخلي او بانک به خپل فعاليت ته د دوام ورکولو په موخه، له يوې بلې ادارې څخه مرستې ته اړتيا ولري، چې دې حالت ته د بانک ګواښ ګالل يا بهېدل وايي. د بانک د فعاليت په دې ډول پر مخ وړل د ګڼو ټولنيزو او اقتصادي ستونزو لامل کېږي. د فډرال زېرمو سيستم د بانک بهېدلو حالت د پېښېدلو د مخنيوي يا کمولو په موخه، د يوې هڅې په توګه جوړ شوی و او د بانک بهېدنې پر مهال د لاچاره پور ورکونکي شوني قانون په توګه عمل کوي. د نوبل جايزې ګټونکي مېلټن فريدمېن څخه وروسته زياتره اقتصادپوهان باور لري، چې فډرال زېرمو د ۱۹۲۹ زکال د بانکې دېوالي کېدنې يا بهېدنو پر مهال، کوچنيو بانکونو ته په نامناسب ډول د پور ورکولو څخه مخ وګرځوه؛ فريدمېن استدلال وکړ، چې دې چارې له ستر اقتصادي کړکېچ يا خفګان په پېښېدلو کې مرسته وکړه.
دا چې د اقتصادي بې ثباتۍ پر مهال، ځينو بانکونو له ځينو نورو بانکونو څخه د بانکي چکونو له تصفيه کولو څخه انکار وکړ، له امله يې فډرال زېرمو سيستم کې د چک د تصفيې سيستم جوړ شو. دا سيستم په فډرال زېرمو سيستم کې په لنډ ډول د «موخې او دندې» تر سرليک لاندې، په لاندې ډول روښانه شوی دی:
د فډرال زېرمو سيستم په جوړولو سره، کانګرس غوښتل هغه سخت مالي کړکېچونه له منځه يوسي، چې په دوره يي ډول يې هېواد زيانمن کړی دی؛ په ځانګړي ډول د هغه مالي وېرې لړۍ چې په ۱۹۰۷ز کال کې پېښه شوه. د يادې دورې پر مهال ټول هېواد کې اداينې ځکه ماتې شوې، چې زياتره بانکونو او د تصفيې ادارو د نورو بانکونو په اړه د صادر شويو چکونو له تصفيې څخه مخ وګرځوه او همدې چارې د نورو رڼو بانکونو په بې پايلېتوب کې مرسته وکړه. د دې ستونزو په نښه کولو لپاره، کانګرس د فډرال زېرمو سيستم ته واک ورکوي، چې په ملي کچه د چک د تصفيې يو سيستم رامنځته کړي. ياد سيستم د بېرته راګرځېدونکي (ارتجاعي) پولي واحد [هغه پولي واحد، چې د اقتصادي حالتونو د ډاډمنېدلو په حالت کې د کچې له مخې انبساط (پراختيا مومي) يا انقباض (راټولېږي) کوي] د برابرولو تر څنګ، د چک ټولولو يو ګټور او عادلانه سيستم هم برابروه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د فډرال زېرمو سيستم, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.