ایلان ماسک

ایلان ریو ماسک(Elon Reeve Musk) (زیږون:جون ۲۸ مه،  ۱۹۷۱ ز) کارزېږوونکی او د سوداګرۍ په برخه کې له مخکښانوڅخه دی. هغه د سپېس اېکس (SpaceX) اجرائیوي مشر او اصلي انجینر، د تسلا کمپنۍ (Tesla, Inc) اجرائیوي مشر او د هغو د تولیداتو طرح کوونکی، د بورینګ کمپنۍ بنسټ اېښودونکی(The Boring Company)، او د نیورالینګ (Neuralink) او اوپن اې آی (OpenAI) شریک بنسټګر دی. میلیاردر ماسک د ۲۰۲۱ ز کال په سپټمبر میاشت کې د نړۍ تر ټولو بډایه کس ښودل شوی دی.

ایلان ماسک
(انګلیسي: Elon Musk د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ماسک په ۲۰۱۵ تسلا موتورز د ونډه لرونکو کلنۍ ناسته
ماسک په ۲۰۱۵ تسلا موتورز د ونډه لرونکو کلنۍ ناسته
ماسک په ۲۰۱۵ تسلا موتورز د ونډه لرونکو کلنۍ ناسته

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Elon Reeve Musk د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۸ جون ۱۹۷۱(1971-06-28) ‏(عمر: ۵۲ کاله)
پریتوریا, ترانسوال, سویلي افریقا
استوګنځای بل آیر, لاس انجلس, کلیفرنیا, امریکا
هيواد غړيتوب سویلي افریقا, کاناډا, امریکا
طبی کیفیت کویډ–19   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
  • کينډۍ:ماریاګ
  • تالولا ریلي (واده ۲۰۱۰–طلاق ۲۰۱۲)
  • تالولا ریلي (واده ۲۰۱۳)
اولاد ۶ زامن (۱ مړ)
مور او پلار مای ماسک (مور)
ایرول ماسک (پلار)
عملي ژوند
تعليم واترلوف د کور چمتوالی ښونځیپریتوریا د هلکانو عالی لیسه
کار/مسلک متشبث, انجینر, اختراع کونکی
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سوداگري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پي پال (۳۰ نومبر ۱۹۹۸–)
سپېس‌اېکس (۳۱ مې ۲۰۰۲–)
تسلا موټرز (۲۳ اپرېل ۲۰۰۴–)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تنخواہ تسلا موتورز
$۷۸.۲ میلیونه (۲۰۱۲)
$۶۹,۹۸۹ (۲۰۱۳)$۱ (۲۰۱۴)
کل دولت US$۱۲.۲ میلیارده (ډسمبر ۲۰۱۵)
لاسليک
Elon Musk
Elon Musk

ويبپاڼه
ويبپاڼه رسمي ویب پاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ماسک د کاناډایي مور او سویلي افریقايي پلار څخه زېږیدلی او د سویلي افریقا په پرتوریا (Pretoria) کې را لوی شوی دی. د لنډ مهال لپاره یې وړاندې له دې چې په ۱۷ کلنۍ کې د زده کړو په موخه د کاناډا کووینز پوهنتون (Queen's University) ته لاړ شي، په پرتوریا پوهنتون (University of Pretoria) کې زده کړې وکړې. هغه دوه کاله وروسته پنسلوانیا پوهنتون (University of Pennsylvania) ته لاړ، چېرې چې هغه د اقتصاد او فزیک په برخه کې خپل لېسانس ترلاسه کړ. نوموړی په ۱۹۹۵ زکال کې کالیفورنیا ته لاړ، څو په سټنفورډ پوهنتون (Stanford University) کې زده کړې وکړي، خو پریکړه یې وکړه چې سوداګري پیل کړي، له خپل ورور کېمبل (Kimbal) سره یې په ګډه د زیپ ۲ (Zip2) په نوم د انټرنټي سافټویرونو شرکت جوړ کړ. دغه نوی په پښو ولاړ شرکت په ۱۹۹۹ زکال کې د کامپک (Compaq) شرکت له خوا په ۳۰۷ میلیونه امریکايي ډالرو وپېرل شو. ماسک هماغه کال، د شراکت په ډول د اېکس.کام (X.com) په نامه انلاین بانک جوړ کړچې په ۲۰۰۰ زکال کې له کانفینتي (Confinity) سره یوځای شو او پی پل (PayPal) یې رامنځ ته کړ. دغه شرکت په ۲۰۰۲ زکال کې د اي بې (eBay) له خوا په ۱.۵ میلیارده ډالرو وپېرل شو.

په ۲۰۰۲ زکال کې، ماسک د سپېس اکس (SpaceX) په نامه، د فضایي لېږد وسایلو تولید کوونکي شرکت او د فضایي لېږد رالېږد د خدمتونو کمپنۍ بنسټ کېښود، چې په خپله یې اجرائیوي مشر او لوړ پوړی تخنیکي مسئول و. هغه په ۲۰۰۴ زکال کې د برېښنایي موټرو د جوړونکې کمپنۍ تسلا موتورز (Tesla Motors, Inc) (اوس تسلا کمپنۍ) سره د هغې د رئیس او د تولیداتو د طرح کوونکي په توګه یوځای شو چې په ۲۰۰۸ زکال کې یې د هغې اجرائیوي مشري هم پر غاړه واخیسته. په ۲۰۰۶ زکال کې یې د سولر سیتي په نامه، د لمریزې برېښنا د خدمتونو وړاندې کوونکې کمپنۍ په جوړېدو کې مرسته وکړه، چې بیا وروسته د تسلا له خوا وپېرل شوه او په تسلا انرژي واوښته. نوموړی په ۲۰۱۵ زکال کې د شراکت په ډول د دوستانه مصنوعي هوش (friendly artificial intelligence) غیر انتفاعي څېړنیز شرکت  اوپن اې آی (OpenAI) بنسټ کېښود. په ۲۰۱۶ زکال یې په شراکت سره د نېورالینک (Neuralink) په نامه،  د عصبي تکنالوژي کمپنۍ چې د مغز – کمپیوټر په نښلېدو تمرکز لري، جوړه او د بورېنګ کمپنۍ په نامه یې د تونل جوړولو د ودانیز شرکت بنسټ کېښود. ماسک د هایپرلوپ (Hyperloop) په نوم د لېږد رالېږد لپاره د چټک ریل سیستم هم طرح کړی دی.

ماسک په یو شمېر بحث جوړوونکو او ډېرو عمومي غیر معمول او غیر علمي موضوعاتو کې د هغه د دریځ نیولو له امله، تر نیوکو لاندې هم راغلی. په ۲۰۱۸ ز کال کې یې یو بریتانوي تونل ایستونکي د تام لوآنګ تونل (Tham Luang cave rescue) د ژغورنې په عملیاتو کې ، پرهغه د درغلي کولو تور پورې کړ؛ د کالیفورنیا قضايي پلاوي د ماسک په پلوي پریکړه وکړه. په همدغه کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د بورس او اسهامو کمیسیون (US Securities and Exchange Commission)  د هغه د دروغجن ټویټ له امله، چې څرګنده کړې یې وه، هغه د تسلا د خپلولو لپاره بودیجه برابره کړې، له ده شکایت وکړ. نوموړی د (SEC) سره هوکړې ته ورسېد او د لنډ مهال لپاره له ریاست ګوښه او همدارنګه یې د ټویټر په کارولو کې پر ځان محدودیتونه ومنل. ماسک د کوېډ ۱۹ ټول شموله ناروغۍ اړوند ناسم معلومات خپاره کړي او د مصنوعي هوش او عمومي لېږد رالېږد اړوند یو شمېر موضوعاتو په ګډون د ده نورنظریات هم د کارپوهانو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.

سوداګریز ژوند

زیپ ۲

په ۱۹۹۵ ز کال کې ماسک، کېمبل (Kimbal) او ګرېګ کوري(Greg Kouri) د انټرنټي سافټوېر شرکت زیپ ۲ د انجل پانګوالو (angel investors) څخه د پانګې په اخیستو تاسیس کړ. دوی دغه پانګونه په پالو آلټو (Palo Alto ) کې په یوه کوچني کرایي دفتر کې وکړه. دغه شرکت د ورځپاڼو خپروونکو لپاره انټرنټي ښاري لارښود، د نقشو په لرلو، لارو ښودلو او ژېړو پاڼو په لرلو سره جوړ او بازار ته وړاندې کړ. ماسک وایي: وړاندې له دې چې شرکت یې بریالۍ شي، نه یې شو کولای کور وپېري، پر ځای مو دفتر په کرایه نیولی و، په کوچ به ویده کېدم، په YMCA کې به مې حمام کاوه او له خپل ورور سره مې په ګډه له یوه کمپیوټر څخه کار اخیست. د ماسک په وینا: ویب پاڼه به د ورځې له مخې فعاله وه او د شپې به مې په کې کوډېنګ کاوه، په اونۍ کې اووه ورځې، هره شېبه.، د ماسک ورور له نیویارک تایمز او شیکاګو تریبیون سره هوکړه لاسلیک کړه، د شرکت مدیره پلاوی یې قانع کړ، څو له سیټي سرچ (CitySearch) سره د یوځای کېدو له پلانه تېر شي. ماسک هڅې وکړې څو اجرائیوي مشر شي، خو هغه څوکۍ د کمپنۍ له رئیس ریچ سورکین (Rich Sorkin) سره وه او د مدیره پلاوي له خوا یې هڅې شنډې شوې. کمپک (Compaq) د ۱۹۹۹ زکال په فبروري میاشت کې، په ۳۰۷ میلیونه ډالرو زیپ ۲ وپېرله. ماسک هم د خپلې ۷ سلنې ونډې له مخې ۲۲ میلیونه ډالر ترلاسه کړل.

اېکس.کام او پې پال

په ۱۹۹۹ زکال کې، ماسک په مشترک ډول د پر لیکه (آنلاین) مالي خدمتونو او برېښنالیک له لارې د پیسو د ورکړې شرکت اېکس.کام (X.com) بنسټ کېښود، چې د فدرال بیمې لرونکی لومړنی آنلاین بانک و. په څو میاشتو کې یې له ۲۰۰ زره زیات پېرودونکي (مشتریان) پیدا کړل. د دغه شرکت پانګوالو ماسک بې تجربې ولید او د کال تر پایه یې د هغه پر ځای بېل هاریس (Bill Harris) د اجرائیوي مشر په توګه وټاکه. په راتلونکي کال کې، اېکس.کام له کانفینټي (Confinity) آنلاین بانک سره، چې د مکس لیوچین (Max Levchin) او پیټر ټایل (Peter Thiel) له خوا جوړ شوی و، یوځای شو، څو د غیر ضروري سیالۍ مخه ونیسي. کانفینیټي د پې پال (PayPal)  په نامه د پیسو د لېږد خپل ځانګړی خدمت درلود، چې د اېکس.کام له خدمت څخه ډېر مشهور و. په یوځای شوي شرکت کې، ماسک یوځل بیا د اجرائیوي مشر دنده ترلاسه کړه. له هغې چې ماسک د مایکروسافټ سافټوېر له لینوکس (Linux) غوره وګاڼه، په شرکت کې یې درز رامنځته کړ او هغه  د دې لامل وګرځېد، څو ټایل (Thiel) استعفا ورکړي. په شرکت کې د یو شمېر تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو او منسجم سوداګریز موډل د نشتوالي له امله، مدیره پلاوي ماسک له اجرائیوي مدیریت څخه لرې او پر ځای یې ټایل د ۲۰۰۰ زکال په سپټمبر کې وټاکه. د ټایل تر مدیریت لاندې شرکت، په پې پال خدمتونو ډېر پام وکړ او په ۲۰۰۱ ز.کال کې، د شرکت نوم پې پال (PayPal) ته واښت. په ۲۰۰۲ زکال کې، پې پال د اي بې (eBay) شرکت له خوا، د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وپېرل شو، چې ماسک په کې د ۱۱.۷ سلنه ونډې په لرلوسره چې تر ټولو زیاته ونډه یې لرله – له ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیات ترلاسه کړل.

په ۲۰۱۷ ز.کال کې ماسک له پې پال څخه د اېکس.کام برخه په نامعلومه بیه وپېرله، او څرګنده یې کړه چې هغه ورته له احساسي پلوه ارزښت لري.

سپیس اېکس

په ۲۰۰۱ ز کال کې، ماسک د مریخ له غیر انتفاعي ټولنې (nonprofit Mars Society) سره یوځای شو، هغه ته دا فکر پیدا شو چې مریخ ته د بوټو د ودې یوه خونه ولېږي، له همدې امله د خپلې پروژې لپاره د مالي امکاناتو د برابرلو په موخه لاس په کار شو. د ۲۰۰۱ ز کال په اکټوبر کې ماسک مسکو ته سفر وکړ، تر څو قاره وهونکي بالیستیک توغندي (ICBMs) وپیري او وکولای شي، شنې خونې فضا ته ولیږي. هغه له NPO Lavochkin او Kosmotras شرکتونو سره ولیدل، په داسې حال کې چې په دې برخه کې تازه کاره او نوی و. ان یوه روسي انجینر هغه ته دومره ارزښت ورنه کړ. وروسته دغه ډله خالي لاس امریکا ته راوګرځېدله. د ۲۰۰۲ ز.کال په فبروري میاشت کې یو ځل بیا دغه ډله روسیې ته د درېو ICBMs د موندلو په موخه لاړه. دوی له Kosmotras سره بله کتنه وکړه چې په دې لیدنه کې یې دوی ته یو توغندی په ۸ میلیونه ډالرو بیه کړ، چې ماسک و نه منله. ماسک پریکړه وکړه چې داسې یو شرکت جوړ کړي، څو وکولای شي، په لږ لګښت سره میزایلونه جوړ کړي. ماسک د ۲۰۰۲ ز.کال په مۍ میاشت کې، په خپلې ۱۰۰ میلیونه ډالري لومړنۍ پانګې سره Space

Exploration Technologies Corp د اکتشافي تکنالوژي سپېس اېکس جوړ کړچې تر ۲۰۲۱ ز کال پورې، هغه د دغې کمپنۍ اجرائیوي مشر او د سرانجینر په توګه یادېږي.

له درې ځله ناکامه توغولو وروسته، سپیس ایکس وتوانېد چې په ۲۰۰۸ ز کال کې، د فالکان ۱ په نوم توغندي په توغولو باندې بریالي شي. دا په مایع سون توکو باندې لومړنی خصوصي توغندی و چې د ځمکې مدار ته ورسېد.

سرچينې او ياداښتونه

شخصي اړیکې

په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې، هغې د خپل راتلونکي مېرمن، جاسټین ماسک سره ولیدل، چې یو تکړه لیکواله وه او ورسره يي وپېژندل. د دې واده په پایله کې ۵ زامن (دوه ګوني دری ګوني ) وو چې نومونه یې ډایمین (Damian)، ګریفین(Griffin)، خاوییر(Xavier)، ساکسون (Saxon) او کای (Kai) وو. په حقیقت کې، ایلان شپږ زامن درلودل. خو یو یې په ماشومتوب کې د ناروغۍ له امله مړ شو. په دې ډول، د جاسټین سره د ایلان اړیکه له 8 کلونو وروسته (په ۲۰۰۸کې) له منځه لاړه او په 2010 کې یې د دویم ځل لپاره واده وکړ او دا ځل یې د برتانوي اداکارې ټيلولا رایلي سره واده وکړ. مګر دا ځل هم له هغه سره د څلور کاله ژوند کولو وروسته، هغه په ۲۱۰۴ کې له خپلې میرمنې څخه جلا شو.

Tags:

ایلان ماسک سوداګریز ژوندایلان ماسک سرچينې او ياداښتونهایلان ماسک شخصي اړیکېایلان ماسک

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

خواړههونولولونژاد (انساني ډل بندي)تانزانيادانش خپرندويه ټولنهابن سينا بلخيپه هندوئېزم کې ښځېامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )قاهرهجنرال عبدالرازقبرېښليکشوروي اتحادشپږ کتابونهد منجمنټ اساساتد افغانستان لنډ تاريخنړیوال بانکوایومینګعامه روغتیاهالنډد متحده ایالاتو اساسي قانونپکتيا ولايتد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېآدامستون پیتکرن ټاپوګانپښتو یاګانېنا خالص داخلي تولیدهندويزمانټرنېټرغاونهعمران خانشاه شجاعتلويزونسعودي عربستاند ادبي مکتب پېژندنهدوهمه ملکه الیزابت18 ډيسمبرد وینې ګروپاسلامپالنهدځمکې لاندې اوبو ککړتياپيسېاېستونياسولهاېتنولکندهارد پښتو ژبې ليکنښېمولانا بجلی ګهرآی اېس او ۳۱۶۶بوداپسترادارپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهاخلاقسټیفن جې ګولډپاسپورټبهرنۍ پورتحليلي کېمياپروژهاموي خلافتابو حنيفه (امام اعظم)د پښتو (ی) ګانې .د ژونکي غشابالشویک گوندپوهنتون29 جولایپټه خزانهالبرټ آينسټاينملاله ميوندوالهشیکاګو🡆 More