د
|
د موسیقی تعریف (برخه دانسان زړه غافل او مصروفوي، دقرآن كريم د پوهې او په هغه كې د فكر كولو او په هغه د عمل كولو څخه يې بندوي، ځكه سندرې او قرآن كريم په زړه كې هېڅكله هم نه سره يو ځاى كيږي، ځكه قرآن كريم انسان د نفسي غوښتنو له قبلولو منع كوي، په عفت او پاكوالي امر ورته كوي، د نفس دغوښتنو، د ګمراهۍ دلاملونو او اسبابو څخه يې لرې كوي، د شيطان له پيروۍ څخه يې منع كوي، خو ساز او سندرې په دغو ټولو دعمل كولو امرورته كوي او ښايسته يې ورته انځوروي، نفسونه يې په حركت راولي ترڅو د ګمراهۍ لار غوره كړي، داخلي احساسات يې راپاروي او تكليف وركوي ترڅو، چې دهرې بدې په لور يې په حركت راولي، چي په پاى كې د روغ او رښتيا سره يوځاى كړي، يوه ښكلې خبره ترې راوباسې، نو سندرې او شراب د يوشي غبرګوني ملګرى دى، بې حيايۍ او بديو ته د رسيدو لپاره د يوه جيلب جوړه آسونه دي .) له خاصيتونو څخه يې:... |