سوله د ټولنیزې ملګرتیا او ورورولۍ او همغږۍ مفهوم دی چېرې چې د دښمنۍ او تاوتریخوالي لپاره ځای نهوي.
د ټولنیز مفهوم لهمخې، سوله په ټولیزه توګه د جګړې په څېر د ناخوالو نشتون او له تاوتریخوالي څخه د ټولنې د وګړو خلاصون ته ویل کېږي. د تاریخ په اوږدو کې، مشرانو د سولې او ډیپلوماسۍ څخه کار اخېستی دی او داسې یو چلندي محدودیت یې رامنځته کړی دی چې پایله یې، د هوکړو یا د سولو معاهدو بېلابېلو بڼو لهلارې د سیمې سولهمن کېدل یا اقتصادي وده ده. د دغو چلندي محدودیتونو په سیوري کې، د جګړو کچه راټیټه شوې ده، اقتصاد لا زیات تعاملي شوی او پایله یې سمسورتیا او غوړېدا وه.
«رواني سوله» (لکه: سولهییز تفکر او احساسات) ګواکې هغومره ښه تعریف شوي نهوي، خو بیا هم د «چلندي سولې» رامنځته کولو لپاره اړین لومړیتوب ګڼل کېږي. کله ناکله سولهییز چلند له «سولهییز دنني مزاج» څخه رامنځته کېږي. د ځینو په باور، کېدای شي سوله په ځانګړي کیفیت سره له دننۍ هوساینې څخه پیل کړو چې د ورځني ژوند ناڅرګندتیا پورې تړاو نهلري. د دغه ډول «سولهییز دنني مزاج» په ترلاسه کېدو سره به، هغو ستونزو ته د حل لاره پيدا شي چې له ورایه خورا پېچلې برېښي. سوله د اضطراب او هیجان حالت نهدی، که څه هم د هیجان پر مهال خوشحاله یاستو، خو سوله هغه مهال رامنځته کېږي چې د انسان ذهن ارام او هوسا وي.
په لرغونو دورو کې تر څو وروستیو پېړیو پورې، د بېلابېلو هېوادونو او ملتونو ترمنځ سولهییز اتحاد د سلطنتي ودونو لهلارې رامنځته کېده. دوه بېلګې یې دا دي چې، لومړي هرمودیک شاوخوا ۸۰۰ کاله مخکې تر میلاده او دوهیم هرمودیک شاوخوا ۶۰۰ کاله مخکې تر میلاده د اګاممنون کورنۍ دوه یوناني شهزادګۍ وې چې د اوسنۍ ترکیې (منځنۍ انادولو) له دوو پاچاهانو سره واده وکړ. د ایولیس له یونانیانو سره د فریګیا/لیدیا اتحاد په سیمه کې سوله راوړله، چې لهامله یې ټکنالوجیکي مخکښو مهارتونو لرغوني یونان ته لاره ومونده؛ په همدې توګه، غږلیکون او سکهوهنه (د فلزي سکو اسعارو کارونې لپاره، چې ارزښت یې د دولت لهخوا تضمین شوی دی) د دغو پرمختګونو له ډلې څخه وه. دواړه نوښتونه په چټکۍ سره د شاوخوا هېوادونو لهخوا د لا زیاتې سوداګرۍ او همکارۍ لهلارې ومنل شول او د تمدن د پرمختګ لپاره ګټور واقع شول.
د تاریخ په اوږدو کې، د جګړو ګټونکي لوري کله ناکله پر بایلونکي لورې باندې د سولې د تحمیل کولو لپاره له بېرحمۍ څخه کار اخېستی دی. رومي مورخ «تاسیتُس» په خپل کتاب «اګریکولا» کې د روم د لوټمارۍ او ځواک وږيتوب پر ضد اغېزناک او شریر بحثونه راوړي دي. یو یې، چې د تاسیتس په وینا د کالېدونیا مشر «کالګاکوس» دی، چې په لاندې توګه پای ته رسېږي:
«دوی ویجاړولو، وژلو، په درواغو پلمو غصب کولو ته ‹ټولواکمني› وایي؛ او کله چې یو ځای په بېدیا اړوي، د سولې نوم ورکوي».
پهدې توګه، د سولې بحث په ورته مهال کې د هغې د بڼې په هکله بحث دی. ایا سوله د ډلهییزو تنظیمي وژنو (جګړې) نهشتون په معنی دی، یا سولې لپاره ځانګړي اخلاق او عدالت اړین دی؟ (د «یوازې سوله» کتاب). سولې ته لږ تر لږه له دوو ګوټونو څخه وکتل شي:
پهدې وروستیو کې، په قضایي سیسټمونو کې د بنسټیزو اصلاحاتو پلویان د غیرجزایي او ناتاوتریخوالي اصلاحي عدالت مېتودونو د عامه پالیسي غوښتونکي دي. ډېرشمېر هغه کسان چې د دغو مېتودونو بریالۍ اغېزه مطالعه کوي (له هغې جملې څخه، «د اصلاحي عدالت په تړاو د ملګرو ملتونو کاري ډله» ، چې د ۲۰۱۱ز کال د جولای پر ۲۶مه د وېبک ماشین (Wayback Machine) په ډیجیتلي آرشیف کې ثبت شوی دی)، هڅه کوي ترڅو عدالت د سولې اړوند ګړنو لهلارې بیا تعریف کړي. د ۲۰۰۰ز لسیزې له وروستیو راهیسي، د عملي سولې تیوري وړاندیز شوی دی، چې د مفهوم له پلوه، عدالت د سولې په یوې لا لویې تیوري کې یوځای کوي.
د سولې لپاره یوه بله نړیواله تګلاره، د جګړې راولاړېدلو په صورت کې د نړیوالو، ملي او سیمهییزو هڅوبي شتمنیو ساتنه ده. ملګري ملتونه، یونسکو او نړیواله شنه زغره د هڅوبي میراث د ساتنې لپاره کار کوي. دا د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ځواکونو په هکله هم صدق کوي. د یونسکو عمومي مشره ایرینا بوکووا ویلي دي: «د هڅوب او میراث ساتنه یو بشرپاله او امنیتي اړینه پالیسي ده چې د انعطاف مننې، پخلاینې او سولې لپاره زمینه برابروي». د هڅوبي میراث په ساتنه کې باید د یوه ایالت، ښاروالې یا سیمې ځانګړی حساس هڅوبي یادګار، مخپهودې هڅوبي تنوع او اقتصادي بنسټ ته پاملرنه وشي. په ډېري جګړو کې یرغلګر پلاوی په لوی لاس د جګړې د بل لوري د هڅوبي میراث ویجاړولو هڅه کوي. پهدې تړاو، د هڅوبي میراث او د تېښتې ترمنځ یوه اړیکه شتون لري. سره لهدې، ساتنه یوازې د اساسي همکارۍ او د سیمې له وګړو سره یوځای د نظامي قطعاتو او ملکي پرسونل د روزنې لهلارې په دوامداره توګه ترسره کېدونکې ده. د «نړیوالې شنې زغرې» مشر کارل فون هبسبورګ، پورتني ټکي په لاندې توګه لنډوي: «له سیمهییزې ټولنې او سیمهییزو ګډونوالو پرته، د هڅوبي میراث ساتنه به په بشپړه توګه ناشونې وي».
ملګري ملتونه (UN) یو نړیوال سازمان دی چې بیان شوې موخې یې نړیوالو حقوقو، نړیوال امنیت، اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ، بشري حقونو او د نړۍ په کچه د سولهییزې فضا رامنځته کولو لپاره د زمینې چمتو کول دي. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ز کې له دوهیمې نړیوالې جګړې وروسته د ملتونو ټولنې په ځای، د هېوادونو ترمنځ د جګړو پای ته رسولو او مذاکرې لپاره د لارې اوارولو په موخه تاسیس شو.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تایید وروسته، ملګري ملتونه د سولې ساتونکي ځواکونه هغو سیمو ته استوي چې وسلهوالې جګړې په هغو کې مخ په درېدو وي ترڅو د سولې د هوکړو شرایط اجرا کړي او د جګړې لوري وهڅوي ترڅو له نښتو څخه لاس واخلي. څرنګه چې ملګري ملتونه خپل پوځ نهساتي، د سولې ساتونکي ځواکونه په داوطلبانه توګه د ملګرو ملتونو غړو دولتونو لهخوا چمتو کېږي. دغه ځواکونه د «شنې زغرې» په توګه هم پېژندل کېږي؛ دوی د ملګرو ملتونو تړون پلي کوي او د ملګرو ملتونو مډالونه ترلاسه کوي، چې د نظامي نښانونو په ځای د نړیوالو نښانونو په توګه ګڼل کېږي. د سولې ساتونکو ځواکونو په ۱۹۸۸ز کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د سولې اېډیالیستي پلویتوب (چې د نوبل سولې جایزې، د رودز بورسیو، د نړیوالې سولې لپاره د کارنېګي خیریې موسسې او په پای کې د ملتونو ټولنې رامنځته کېدلو لپاره یې زمینه برابره کړه) هم د لرغوني اېډیال اولمپیک د بیا ظهور شاهد ؤ. دغه بهیر، د پیر دو کوبرتین په مشرۍ، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۶ز کې د عصري اولمپیک لوبو په ترسره کېدلو سره خپل هسک ټکي ته ورسېده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سوله, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.