د ضایعاتو بیاموندنه، د ضایعاتو بیا کارول او یا ریسایکل پر نویو موادو او شیانو د ضایعاتو د بدلولو پروسې ته ویل کېږي.
له ضایعاتو یا فاضله موادو څخه د انرژۍ بیاموندنه هم تر ډېره په دې مفهوم کې ځای شوې ده. د یوې مادې د بیاموندنې وړتیا د هغو خواصو په بیا ترلاسه کولو کې د مادې په وړتیا پورې تړاو لري چې په لومړي حالت کې یې لرل. دا د ضایعاتو د هغې معمولې دفعې لپاره یو بدیل دی چې په موادو کې د سپما او د ګلخانهيي ګازونو د خپرښت د کمېدو لامل کېدای شي. همدا راز د ګټورو موادو د ضایع کېدو مخنیوی کولی شي او د تازه خامو موادو د مصرف، د انرژۍ د مصرف، (د سون له امله) د هوا د ککړتیا او (د ضایعاتو د خښولو له امله) د اوبو د ککړتیا کچه کمولی شي.
د بیاموندنې یا بیا کارولو په وړ موادو کې د ښيښې، کاغذ، کلک کاغذ یا مقوا، فلز، پلاستیک، ټایرونو، منسوجاتو، بېټریو او الکترونیکي وسایلو ګڼ ډولونه شاملېږي. له بیولوژيکي پلوه د ویجاړېدونکو یا تجزیه کېدونکو ضایعاتو بیا کارول یا کمپوسټ کول هم یو ډول بیاموندنه ده چې خوراکي توکي او د باغونو ضایعات یې د بېلګې په توګه یادولی شو. مواد د بیاموندنې یا ریسایکل لپاره د کورني ریسایکل یوه مرکز ته سپارل کېږي او یا هم له ستلونو څخه راټولېږي، وروسته بیا بنډلبندي کېږي، پاکېږي او بیا د نویو محصولاتو د تولید لپاره بیاځلي د نویو موادو په توګه پروسېس کېږي.
په ایډیال تطبیق کې د یوې مادې بیاموندنه د هماغې مادې یوه نوې سرچینه تولیدوي – د بېلګې په توګه د دفتر کارول شوی کاغذ د دفتر پر نوي کاغذ بدلېږي او د کارول شوي پولي سټایرین فوم پر نوي پولي سټایرین بدلېږي. د فلزي قوطیو په څېر ځينې مواد د خالصیت له بایللو پرته بیا بیا تولیدېدای شي. دغه چاره د نورو موادو په مورد کې ډېره ستونزمنه ده (له خامو موادو یا نورو سرچینو څخه د هماغه محصول د تولید په پرتله)، له دې امله ګڼ مواد یا محصولات تر بیا موندنې وروسته د بېلابېلو موادو (مثلاً مقوا) په تولید کې بیاځلي کارول کېږي. د بیاموندنې بل ډول د پېچلو محصولاتو د جوړوونکو موادو ژغورل دي چې دلیل یې ذاتي ارزښت دی (د بېلګې په توګه سرپ د موټرونو له بېټریو څخه او سره زر د چاپي سرکټ بورډونو څخه) او یا یې هم دلیل خطرناک ماهیت دی (د بېلګې په توګه له تودوخه سنجوونکو او ترموستاتونو څخه د سیمابو لرې کول او بیا کارول).
بیاموندنه یا د ضایعاتو ریسایکل په انساني تاریخ کې یو معمول عمل و چې د پلویانو ثبت شوی تاریخ یې په څلورمه مخزېږده پېړۍ کې د اپلاتون مهال ته رسېږي. په کومو دورو کې چې سرچینې کمپیدا وې، د لرغونو ضایعاتو څېړنې څرګندوي چې کورني ضایعات (لکه ایرې، مات شوي وسایل او خاورین لوښي) کم دي او دا د دې ښکارندويي کوي چې د نویو موادو د جوړېدو پر ځای تر ډېره ضایعات ریسایکل کېدل.
تر صنعتي کېدو په مخکې وختونو کې په اروپا کې د برونزو او نورو فلزاتو د ټوټو د راټولولو او د بیاځلي استفادې لپاره د ویلي کولو شواهد موجود دي. د کاغذ بیاموندنه یا ریسایکل د لومړي ځل لپاره په ۱۰۳۱ کال کې ثبت شوه او دا هغه مهال و چې جاپاني پلورنځیو خمیره شوی کاغذ پلوره. په بریتانیا کې هغه خاورې او ایرې چې د لرګیو او ډبرو سکرو له سوځېدنې څخه حاصلېدې، د بنسټیزې مادې په توګه د پخو خښتو د تویولو لپاره کارول کېدې. د ریسایکل دغه ډولونه د نویو موادو پر ځای د ضایعاتو د ترلاسه کولو اقتصادي ښېګڼه او په ګڼنفوسنه سیمو کې د ضایعاتو د غورځولو اړتیا وه. په ۱۸۱۳ کال کې «بنجامین لاو» د یورکشایر ایالت په بټلي ښار کې پر بېلابېلو وړیو د ټوټو د بدلولو پروسه رامنځته کړه چې ریسایکل شوي تارونه به یې له نويو وړیو سره ترکیبول. د لوېديځ یروکشایر دغه صنعت په بټلي او ډوزبري غوندې ښارونو کې د نولسمې پېړۍ له لومړیو څخه تر ۱۹۱۴ کال پورې دوام درلود.
له صنعتي کېدو سره هغو موادو ته تقاضا زیاته شوه چې لګښت یې کم و. پر زړو شیانو سربېره اوسپنیز فلزات هم د پام وړ ګرځېدل، ځکه چې پېر یې تر نویو کاني ډبرو ارزانه تمامېده. رېللارو په نولسمه پېړۍ کې فلزي ضایعات وپېرل او وپلورل او د پولادو او موټر جوړونې مخ پر ودې صنایعو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پاتې شوني یا ټوټې وپېرلې. ډېری نور ثانوي توکي هغو کسانو له خځلنیو او د ښار له واټونو څخه راټول کړل، پروسېس یې کړل او ویې پلورل چې په خځلنیو او واټونو کې د فلزاتو په ضایعاتو پسې ګرځېدل. په لومړۍ نړیواله جګړه کې زرګونه کسان د امریکا د ښارونو په واټونو کې ګرځېدل او تر مصرف وروسته یې له موادو څخه د صنعتي تولید استفاده کوله.
بیاموندنه یا ریسایکل د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د دولتونو لپاره یوه لویه ستونزه وه او دا هغه څه وو چې مالي محدودیتونو او د موادو ډېر کمښت د توکو بیاځلي استفاده او د موادو ریسایکل یا بیاموندنه اړینوله. د نړیوالو جګړو او نورو نړۍ بدلوونکو پېښو له امله د سرچینو دغه کمښت د ضایعاتو بیاموندنې ته خلک هڅول. د اکثرو کورونو لپاره اړینه وه چې خپل ضایعات ریسایکل کړي او خلکو ته دا امکان ورکول کېده چې له شته شیانو څخه تر نهايي کچې پورې استفاده وکړي. د کورنیو موادو بیاموندنه د دې لپاره وه چې د جګړهيیزو هڅو لپاره لا ډېرې سرچینې باقي پاتې شي. په هر هغه هېواد کې چې جګړه وه، لوی دولتي کمپاینونه په کې وشول چې په بریتانیا کې د ضایعاتو د بیاموندنې ملي کمپاین او د متحدو ایالتونو د بریا لپاره د ضایعاتو د بیاموندنې کمپاین یې بېلګې دي. دوی له ټولو ښاریانو غوښتل چې د وطندوستۍ د مسؤولیت په توګه فلز، کاغذ، زاړه شیان او ربړونه بسپنه کړي.
په ۱۹۷۰یمو کلونو کې د انرژۍ د لګښتونو ډېرېدو له امله د ضایعاتو په بیا موندنه یا ریسایکل کې پام وړ پانګونې وشوې. د المونیم بیاموندنه د انرژۍ د نوي تولید یوازې ۵ سلنه انرژي مصرفوي. ښيښه، کاغذ او نور فلزات د بیاموندنې یا ریسایکل پر مهال په انرژۍ کې کمه خو پام وړ سپما لري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د ضایعاتو بیاموندنه (ریسایکل), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.