کنجکاوي

کنجکاوي (انګلیسي: Curiosity) (له لاتیني کلمې cūriōsitās، او cūriōsus  څخه اخیستل شوې چې د محتاط، زیارکښ، پلټونکي یا کنجکاو په معنا او له مراقبت یا توجه سره ورته کلمه ده) یو داسې کیفیت دی چې له پلټونکي فکر کولو سره تړاو لري لکه سپړنه یا پلټنه، څېړنه، او زده کړه، چې په انسانانو او نورو حیواناتو کې د مشاهدې له لارې څرګندېږي.

کنجکاوي او پلټنه په پراخه کچه د انسان د پرمختګ له ټولو اړخونو سره تړاو لري، چې انسان پکې د زده کړې پروسې او د پوهې او مهارت ترلاسه کولو لېوالتیا مومي.

د کنجکاوۍ اصطلاح د پوهې یا معلوماتو ترلاسه کولو د لېوالتیا په اړه د کنجکاو چلند یا احساس څرګندولو لپاره هم کارېدای شي. کنجکاوي د یوه رفتار یا چلند او احساساتو په توګه له زرګونو کلونو راهیسې نه یوازې د انساني پرمختګ ترشا محرک ځواک ګڼل شوی، بلکې په علم، ژبه او صنعت کې د پرمختګونو عامل هم ګڼل کېږي.

لاملونه

کنجکاوي د ژوو په بېلابېلو ډولونو کې د فطري یا ذاتي ځانګړنې په توګه لیدل کېدای شي. په انسانانو کې له زیږېدو او ماشومتوبه نیولې تر لویوالي پورې په بېلابېلو عمرونو کې معمول ده، او په ډېرو نورو حیواناتو کې هم په اسانۍ سره لیدل کېدای شي؛ په دغو حیواناتو کې بیزوګانې، پیشوګانې او موږکان شامل دي. لومړني تعریفونه یې د معلوماتو لپاره تلوسه لرونکې لېوالتیا په توګه بیانوي. دا هڅوونکې غوښتنه پوهې، معلوماتو او پوهېدو ته له اشتیاق او تلوسې څخه رامنځته کېږي.

د کنجکاوۍ دغه دودیز نظرونه په دې وروستیو کې پراخ شوي ترڅو د کنجکاوۍ د هغو دوو حالتونو ترمنځ توپیر وکتل شي، چې د فطري او ذاتي سپړنې او پلټنې د چلند په توګه په ټولو حیواناتو کې شته،  او هغه چې د پوهې لپاره د تلوسې په توګه په ځانګړې توګه انسانانو ته منسوبېږي.

دانیل برلین درې مهم متغیرونه پېژندلي چې د کنجکاوۍ په رامنځته کولو او لمسون کې رول لوبوي. دا درې روان-فزیکي متغیرات، ایکولوژیکي متغیرات، او پرتلیز (collative) متغیرونه دي. روان-فزیکي متغیرونه له فزیکي سختۍ یا شدت سره مطابقت لري، په داسې حال کې چې ایکولوژیکي متغیرونه د هڅونې له اهمیت او د کار له تړاو سره اړوند دي. پرتلیز متغیرونه د "collative" په نوم یادېږي ځکه د بېلابېلو محرکاتو یا ځانګړتیاوو ترمنځ پرتلنه کول پکې شامل دي، کوم چې ښایي په واقعي توګه درک شي یا هم د حافظې له لارې یاد ته راوړل شي. برلین څلور پرتلیز متغیرونه یاد کړي، چې نوښت یا تازه‌والی، پیچلتیا، ناڅرګندتیا یا عدم قطعیت، او تضاد یا اختلاف دی. په ورته وخت کې هغه وايي، چې ټول پرتلیز متغیرات ممکن تضاد (conflict) راونغاړي. سربېره پر دې، هغه درې متغیرات د نوښت یا تازه‌والي لپاره ضمیمه ګڼلي، چې بدلون، حیرانتیا یا هیښتیا، او ناسازګاري یا عدم موافقت دی. بالاخره کنجکاوي نه یوازې له پورته ذکر شوو متغیراتو ("ځانګړې پلټنې") سره تړلو ځینو محرکاتو د درک له امله پارېدای او رامنځته کېدای شي، بلکې د محرک د نشتوالي له امله د "خستګۍ او بېخوندۍ" ("متنوع سپړنې") له مخې هم پارېدای شي.

تیورۍ

د نورو غوښتنو یا هیلو او اړتیاو په څېر چې د اشتها یا تمایل کیفیت لري (د بېلګې په توګه خواړه)، کنجکاوي هم له سپړونکي چلند او د بدلې یا جایزې له تجربو سره تړاو لري. کنجکاوي د مثبتو احساساتو او د پوهې ترلاسه کولو په توګه بیانېدای شي. کله چې د یو چا کنجکاوي راټوکېدلې وي، په طبیعي توګه بدله او لذت ګڼل کېږي. د نوو معلوماتو کشف هم ښایي بدله ورکوونکی وي، ځکه دا کولی شي د لېوالتیا د تحریکولو پرځای د ناڅرګندتیا او عدم قطعیت د ناڅرګند حالت په کمولو کې مرسته وکړي. تیورۍ د دې اړتیا په اړه د لا ډېر پوهېدو په هڅو کې رامنځته شوې چې د ناڅرګند حالت او د پلټونکو چلندونو په خوندورو تجربو کې د شریکېدو لیوالتیا اصلاح کړي.

د عصبي اړخونو او جوړښتونو رول

که څه هم د کنجکاوۍ ښکارنده په پراخه کچه د توجه وړ ده، خو د هغې اصلي لاملونه له تیوریو هاخوا لا هم تر ډېره ناڅرګند دي. که څه هم، وروستیو څېړنو د نیورولوژیکي میکانیزمونو په اړه یو څه پوهاوی رامنځته کړی چې د بدلې د مسیر په توګه پېژندل شوی، کوم چې ښایي له کنجکاوۍ سره پر تړلو ځانګړتیاوو لکه زده کړه، حافظه، او هڅونه اغېزې ولري. د کنجکاوۍ د پیچلي ماهیت له امله، هغه څېړنې چې د دغو ځانګړتیاوو پر لرونکو ځانګړو عصبي پروسو تمرکز کوي، کولی شي په ټولیزه توګه د کنجکاوۍ د ښکارندې په ښه درک کولو کې مرسته وکړي.

لومړني پرمختګونه

جان پیاجه (Jean Piaget) د ماشومانو په برخه کې یو خورا اغېزناک څېړونکی ګڼل کېږي. هغه استدلال کوي، چې نوي زیږېدلي او ماشومان په دوامداره توګه هڅه کوي چې خپل واقعیت درک کړي او دا د دوی له فکري ودې سره مرسته کوي. د پیاجه په وینا، ماشومان فرضیې رامنځته کوي، تجربې کوي او بیا د هغه څه پربنسټ چې دوی یې ګوري د خپلو فرضیو ارزونه کوي. نوموړی لومړی کس و، چې د ماشومانو کړنې یې له نږدې مستندې کړې او د دوی د چاپیریال په اړه د ازموینې او زده کړې لپاره یې د ثابتې او حساب کړې هڅې په توګه تشریح او تفسیر کړې.

په ماشومانو کې د کنجکاوۍ یا تجسس لپاره په نړیواله کچه منل شوی تعریف نشته. د کنجکاوۍ په اړه ډېری څېړنې پر لویانو متمرکزې دي، او کوم چې معمولا د ځان راپور ورکولو تګلارې پکې کارېږي هغه د ماشومانو په اړه د څېړنې لپاره نامناسبې او د تطبیق وړ نه دي. کنجکاوي اکثرا د یوه بالغ کس لپاره د منسوبې ځانګړنې په توګه ګڼل کېږي او په کوچنیو ماشومانو کې بیا د نړۍ په اړه د دوی د لید د نوې راټوکېدلې ځانګړنې په توګه پېژندل کېږي.

سپړونکی یا اکتشافي چلند معمولا په ماشومانو کې لیدل کېږي او د دوی د کنجکاوۍ له پراختیا سره تړاو لري. ګڼ شمېر څېړنې د ماشومانو کنجکاوي په ساده توګه د لوبو له نوو او اشنا سامانونو سره د دوی د تعامل او چلند په لیدلو سره ګوري.

د هغه اضطراب او تشویش چې ماشومان یې احساسوي او د دوی د کنجکاوۍ تر منځ د اړیکې په اړه هم ځینې شواهد موندل شوي. یوې څېړنې موندلې چې په ۱۱ کلنو ماشومانو کې کنجکاوي په منفي توګه له رواني ناسازګارۍ او ګډوډۍ سره تړاو درلود او هغه ماشومان چې د ټولګي په چاپېریال کې ډېر اضطراب او ناارامي ښيي، لږ کنجکاو چلند لري. دا هم ویل شوي، چې د ټولګي د زده کړو ځینې مشخص اړخونه هم په کنجکاوۍ پورې اړه لري چې د زده کوونکو د اضطراب تر اغېزې لاندې راتللی شي.

د ناروغۍ اغېزې

بېلابېلې عصبي ناروغۍ یا نور رواني اختلالات کولی شي د کنجکاوۍ یا تجسس پر بېلابېلو ځانګړنو اغېزې وکړې، د بېلګې په توګه د الزایمر ناروغي پر حافظه او یا هم د خپګان یا افسردګۍ ناروغي پر هڅونه او بدله اغېزې کوي. الزایمر یوه عصبي ناروغي ده چې په مستقیم ډول د حافظې پر وړتیا او ظرفیت اغېزه کوي. خپګان یا افسردګي بیا د خوی او مزاج اختلال دی چې په خپل شاوخوا چاپېریال کې د یو چا د لېوالتیا د نشتوالي او د خپګان یا نهیلۍ په احساساتو سره پېژندل کېږي. د تازه او نوو محرکاتو لپاره د کنجکاوۍ نشتوالی هم ښایي د دغو او نورو ناروغیو لپاره د یوه بالقوه وړاندوینه کوونکي عامل په توګه وکارول شي.

سرچینې

Tags:

کنجکاوي لاملونهکنجکاوي تیورۍکنجکاوي د عصبي اړخونو او جوړښتونو رولکنجکاوي لومړني پرمختګونهکنجکاوي د ناروغۍ اغېزېکنجکاوي سرچینېکنجکاوي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

خوارځواکياسماني کتابونه او صحيفېموراېسواتينيسوخوی سو ٢٧اللهسینه بغلمطالعهانګولاويکيمېډيا بنسټتونسد افغانستان اسلامي امارتبلغاریاکرکټکيمياوي تعاملونهلوګر ولایتبي بي سي پښتوابزه (ښار)تایوانآريانا افغانستان تلويزيوندرسي پلانخوست ملي تلویزیونعثماني سترواکيکـاربن ډای اکسايددويمه نړېواله جګړهمایکرو بیولوژيعبدالروف قتيل خوږياڼیاخلاصد افغانستان سيندونهمحمد نجيب اللهغږداود جنبشد انسان په اړه په زړه پورې معلوماتعثماني خلافتیوکاریوتد کمونيزم ضدواوره سپینه او اوه بوني (فلم)ماشوم پالنهوراثتاسپانیایي ژبهامير حبيب الله خانباچا خانننګرهار ولایتمحمد موسى شفيقمصرد ایران او عراق جګړهمولانا بجلی ګهرفينلينډعبدالرحمان باباد ښځو حقونهسوېلي اسياکرواسياکوزوومنکمولانا بجليګرفلسفهقطرابن سينا بلخيد المان هیواد آیالاتونهسوخوی سو-۲۴پښتو پښتو تشريحي قاموسخوشال خان خټکماشومانو حقونهيهود مېشت ښارونهشمس القمر اندېشروغتياسردار محمد يوسف خان🡆 More