که غواړۍ ښه ویناوال شئ!!!
برنت لیسي په نوم امریکایي ویناوال وایي: زه کلفورنیا کې یوې غونډې ته بلل شوی ووم، زما د خبرو وخت پاو کم یو ساعت وو خو زه په دریمه دقیقه کې بند شوم، مرۍ مې وچه شوه، خولې راباندې رامات شوې ایله په خوارو مې ځان چوکۍ ته ورساوه. زه ډېر شرمنده شوم خو حوصله مې له لاسه ورنکړه، تمرین مې پېل کړ، اوس دا دی د ویناوالۍ له لارې د کال یو میلیون عاید لرم
دا خبره مې ځکه وکړه چې هر انسان د خبرو کولو وړتیا لري خو چې زیار وګالي، نن درته هغه چارې در په ګوته کوم چې تاسې سره په ښې ویناوالۍ کې مرسته کوي
موضوع: هر کله چې کومې غونډې ته ځۍ ځان پوهه کړئ چې د څه غونډه ده بېلګې: ځان سره د موضوع په تړاو ځینې کیسې، ټوکې او بېلګې یوسئ او که ممکنه وه مخکې له خبرو یوه ټوکه ووایئ چې د خلکو توجه راجلب کړئ مهم ټکي: ځان سره مهم ټکي ولیکئ که چېرته خبرې درنه هېرې هم شي دغو لنډو ټکو ته په کتو درته خبرې درياديږې او هیڅکله به چپ پاتې نشۍ، په ځان مو باور هم پیدا کوي تمرین: بار بار تمرین وکړئ، ځیرک ټلیفونونه خو لرۍ پخپله ثبت کوئ خپلې غلطیانې پخپله پیدا کولی شۍ، همدا راز د کلماتو ادا کولو سره اشنا کېږۍ د ګډونوالو په نظر ځان ته کتل: چې زه د ددې غونډې اوریدونکی وی ما څه اورېدل خوښول؟ بیا تاسې هماغسې خبرو کولو ته هڅېږئ مایک ته ودرېدل: د خبرو کولو نه وړاندې اوږده ساه واخلئ دا مو د زړه ضربان سموي او که رېږدېدلۍ لاسونه مو ومروړۍ او ټقې ترې وباسئ څارنه: د خبرو نه وړاندې دوه درې ځل ستېج ته لاړ شئ هلته وګرځئ راوګرځئ او د غونډې برخوال وڅارئ، تاسې له چاپیریال سره اشنا کوي او ویره مو ختموي کتل: د خبرو په مهال هغه چا ته ډېر ګورئ چې ډېر درته ګران وي یا په زړه پورې قواره ولري مناسب لباس: داسې لباس مه اغوندئ چې خلک مو د خبرو اورېدو په ځای لباس ته ګوري او پرې تبصري کوي، ستاسې توجه خرابوي داخليدل: له تشریفاتو نه تېرېږئ، موضوع ته داخيلېږئ او تل هڅه کوئ چې لنډې خبرې وکړئ بدني ژبه: شخ مه ودرېږئ، د بدن د غړو حرکت نه کار واخلئ اوریدونکي پرې ځان سره ساتلی شئ تسلسل: دا ډېر مهم اصل دی تر څو خپل پیغام په ښه شکل ګډونوالو ته ورسوۍ، نه به مو وخت ضایع کړی وي او نه به مو خلک قید کړې وي مننه: د خبرو پای کې مننه اړینه ده چې د اوريدونکو د غوږ نیونې قدردانې وشي بیا بار بار غونډو ته راځي
نورایل کلیوال
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ښه ویناوال, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.