پوهنتون

پوهنتون (په انگرېزي: University) د لوړو زده کړو او څېړنو يو داسې انستيتوت دی چې د بېلابېلو پوهو او علومو د څانگو اکادميک بريليکونه د پوهنتون زده کوونکو ته ورکوي.

پوهنتون داسې يو ځای دی چې د فارغېدو او د فارغېدو پورته زده کوونکو ته زده کړې ورکوي. د پوهنتون څانگو ته پوهنځي وايي.

پوهنتون
د کارل پوهنتون په پراگ کی

پېښليک

لومړنى پوهنتون

لومړنی پوهنتون په ۸۵۹ م کال کي د يوې مسلماني ښځي له خوا د تونس په فېز ښار کي تأسيس سو.

د علم او پوهي د پراختيا له پاره کوښښ او تلاښ د مسلمانانو په نزد د زړه له کومي ارزښت درلود. په دې ملحوظ مسلمانه پېغله فاطمه فهري د اسلامي امت له پاره د يو تعليمي مرکز په تأسس پسې سوه.

هغې یو تعليمي مرکز د القراوين تر عنوان لاندي د تونس هيواد په فېز ښار کښي تأسيس کړ او په ډېر لنډ وخت کي ئې دا مرکز د سياسي بحثونو په یو محل او یو ديني تعليمي مرکز بدل کړ.

وروسته دغه مرکز پراختيا وموندله او د نورو مختلفو مضامينو په خاص ډول د طبعي علومو زده کړه ئې خپله کړه، چي دا مرکز په تاريخ کي لومړنی پوهنتون ګڼل کېږي.

په دغه مرکز کي قرآن کريم، الهيات، فقه او قانون، د نثر او شعر زده کړه، د حساب علم، جغرافيه او طب تدریسېدل، اضافه پر دې، په دغه مرکز کي نور مضامين لکه، د ژبي قانون، د اسلام تاريخ، د کيميا اساسات او رياضیات هم ښودل کېدل.

د تدريس لوړ کيفيت د زرګونو شاګردانو، محصلينو او عالمانو پښې د ټولي نړۍ څخه همدغه مرکز ته را کش کړې.

په تېرو  وختونو کي اسلامي نړۍ د موډرن او پرمختللي علم او دانش زانګو پېژندل کېدله، چي بې مثاله لاسته راوړني او اثار ئې له ځانه پرېئښي دي. 

Tags:

انگرېزي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اختصاصي مجازي شبکهبرلينکابل‌شاهانمحافظه کاريد بدر غزاانور ساداتمرکهجنتانګلیسيسيدال خان ناصرراشد خانکابلبرج خلیفهمحمد (ص) په اسلام کېمقتدی الصدرکيمياپه افغانستان کې د آی اس آی فعالیتونهمادهوري ډکشټسترگهمدهوبالاروسیهچونگښهشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهلونګۍترکي خلک (ترکان)د بکارت پردهسنن ابن ماجهد ملتونو لیګروژه- فقهي مسایلروژهنسيم حجازيد حماس اسلامي غورځنگپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهد امریکا متحده آیالاتونهسنګاپورشینزو آبهکوچنی اقتصادشطرنجويکيمېډيا بنسټد کرېټیسوس – پالئوجېن ورکېدو پېښهليبنانمحمدپکتيا ولايتانټر سرويس انټېلېجنسد هوايي چلند تاریخچهد پښتو (ی) ګانې .برټرانډ راسلننګرهار ولایتمېډياويکيشیرین بینالوګیپه امریکا کې پرمختګپالنهعامه روغتیاایلان ماسکحیاتي کیمیاګوګلروسي وسله وال ځواکونهسعودي عربستانهېروهېتواسماني کتابونه او صحيفېپښتانه ټبرونهسینه بغلطالبانوینا (تقرير)ژر انزالېدلتلاسېمیاد کمونيزم ضداورگاډید ۱۹۸۹ ز کال انقلابونهټولی مشر🡆 More