ټاټوبی نیوز

ټاټوبی رسنیز ګروپ د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم له تېرو ۱۵ کلونو راهيسي په هيواد کي د رسنيز پوښښ او ولس ته د حقايقو رسوني په موخه چاپي او برېښنايي نشرات وړاندي کوي.

ټاټوبی (اونيزه)

ټاټوبی اوونيزه، چې يوه ملي، خپلواکه، سياسي، کلتوري او ټولنيزه چاپي خپرونه ده، د ۲۰۰۷م کال په اوايلو کې یې خپل چاپي مطبوعاتي فعاليت پيل کړی دی.

ياده اوونيزه په پيل کې په ۴ ورقو او ۸ مخونو کې په مسلسل ډول هره اوونۍ يکشنبه له چاپه راوته، چې وروسته په ۲۰۰۸م کال کې يې د ورقو شمېر ۶ او د مخونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

د ۲۰۱۴م کال په پيل کې يې بيرته د ورقو او مخونو شمېر د پخوا حالت ته ستون سو، يعني ۴ ورقي او ۸ مخونه، چې وروسته بيرته د ۲۰۱۸م کال په اوايلو کې يې بياځلي د ورقو شمېر ۶ او د مخونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

ټاټوبی اوونيزه د هیواد په دوو ملي ژبو پښتو او دري په ۱۶ مخونو کې هره اوونۍ یکشنبه په لوړ کيفيت او ښکلي صحافت له چاپه راوځي او د هيواد پر پلازمېنه کابل، کندهار، هلمند، زابل، غزني او روزګان ولايتونو سربېره د کرښي هاغاړي په چمن او کویټه ښارونو کې هم خپرېږي؛ د انټرنيټ له لارې يې هره اوونۍ یکشنبه دغه اوونیزه په PDF بڼه پر ټاټوبي نيوز ويب پاڼه لوستلای او کتلای شئ.


د لوستونکو او مينه والو په غوښتنه او مينه او د ټاټوبي اوونيزي ادارې د مشرتابه عبدالحليم حلميار په ځانګړې لارښوونه او پاملرنه او دغه راز د ټاټوبي اوونيزي د زيارکښ کاري ټيم په هڅو نن ټاټوبی اوونيزه ۱۱ کلنه سوه.

ټاټوبي اوونيزي پخپله تېره ۱۰ کلنه دوره کې هم خپل چاپي نشرات د هيواد د مطبوعاتي قانون په رڼا او د نافذه قوانينو په چوکاټ کې ترسره کړي او لاهم په دې هڅه کې ده، چې خپلي ټولي خپروني د هيواد د ملي منافعو، ملي ارزښتونو، ملي دود او کلتور او لوستونکو د ذوق سره سمي عيار کړي.

ښايي ټاټوبی اوونيزه هم د خپل تېر ۱۰ کلن مطبوعاتي سفر په جريان کې د ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې وي، خو بيا يې هم هڅه کړې، چې لوستونکو او مينه والو ته تازه، کره او موثق معلومات خپاره کړي.

ټاټوبي اوونيزي پخپله تېره ۱۰ کلنه دوره کې دا درک کړه، چې زموږ د هيواد ډېری سيمي لاهم له رسنيزو فعاليتونو او چاپي خپرونو بې برخي دي، په ځانګړي ډول د هيواد جنوبي زون، نو ځکه يې په چاپي برخه کې زياته تکيه هم د هيواد پر پلازمېنه کابل سربېره پر جنوبي زون کړې ده.

ټاټوبی نیوز

دغه راز ټاټوبي رسنيز ګروپ د ۲۰۱۴م کال په اپريل کې د Tatobaynews.com په نوم د تازه او سرېع خبرونو يوه ويب پاڼه هم پرانيستل، چې ياده ويب پاڼه اوسمهال د تازه پېښو په يوه کره او موثقه خبري شبکې بدله سوې او د ليدونکو اوسنی شمېر يې شاوخوا ۹ ميليونو تنو ته رسيږي.

اعلانات

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د وينې شکرنورستان ولايتژبپوهنهپښتو ادباتيزمسېنېګالسلوانیاپکتيا ولايتپښتو لنډۍ (کتاب)د چاپ ماشینبرج خلیفهکولمبياقيام الدين کشافسلمان خانماشومانو حقونهلوطتور زېړیعبدالمنان ارغندد روسيې جنګي جرمونهملا محمد عمرمخابراتCadmiumسپوږميز ليږديز کليزښځه په اسلام کېد هیوادونو نوملړوېټامين ډيموسیقيکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)پټه خزانهمیاشتنی عادتد محمد نومونه او القابعبدالله خان افغاني نويستشبُثآلوچهعبدالقادر خان خټکبريالی صمديزړهانټرنېټسردار عبدالقدوس خانمايکروسافټد پښتو ژبې ليکنښېعمران خانويکيمېډيا بنسټطنز او مزاحغزې تړانګهد سوفیا نړۍدروېش درانیمېډياويکي21 اپرېلمعمر القذافيشمالي کورياحفصه بنت عمر بن خطابمورد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتپه پښتو غزل کې د حمزه ونډهمحمد ادريس کاندهلوي🡆 More