غلام حضرت روغمن (زوکړه ۱۳۱۳ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت - مړینه د ۱۳۸۶ ل ل کال د غويي مياشتې ۲۶) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او شاعر وو.
لیکوال او شاعر غلام حضرت روغمن د فقیر محمد زوی او د حاجي عبدالهادي لمسی، پر ۱۳۱۳ ل ل کال د ننگرهار ولایت د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ د شگې د یاسین بابا په کلي کې په یوه دینداره او روښانده کورنۍ کې وزیږید. پر ۱۳۲۸ ل ل کال يې د سید جمال الدین افغان د ښوونځی څخه فارغ شو او پر همدغه کال په کابل کې د لیلیه اقتصاد په لیسه کی شامل شو. د لیليه اقتصاد لېسه چې د عبدالجيد زابلي له خوا تمویل کېده، د وخت حکومت له خوا تجزیه شوه او د ابن سینا په منځني ښونځي بدله شوه. نوموړی د دغې تجزیې په پايله کې له کابل ښوونتون (دارالمعلمین) څخه فارغ او پر ۱۳۳۴ ل کال د ابن سینا په منځي ښوونځي کې د ښوونکي په توگه وگومارل شو. وروسته يې بیا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دندې ترسره کړې. لکه په ۱۳۳۸ ل کال د ننگرهار ښوونتون کې د ښوونکي په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۴۰ ل کال د ننگرهار ولایت د ښوونې او روزنې ریاست پلټونکی وو. پر ۱۳۴۳ ل ل کال د کونړ ولایت د ښوونې او روزنې مرستیال وو. پر ۱۳۵۳ ل ل د روزگان ولایت د پوهنې لوی مدیر شو او پر ۱۳۵۱ ل ل کال نيمروز ولايت ته د پوهنې د لوی مدیر په توگه واستول شو. پر ۱۳۵۷ ل ل کال د ښوونې او روزنې وزارت د تالیف او ترجمې په ریاست کې د علمي او مسلکي غړي په توگه ومنل شو. په دغه ریاست کې یې د ۱۷ کلونو د خدمت په موده کې ۱۱۳ ټوکه پښتو درسي کتابونه د گران افغانستان بچو ته تالیف او تصحیح کړي دی. پر ۱۳۷۴ ل ل کال یې په خپله خوښه تقاعد واخیست.
غلام حضرت روغمن پر ۱۳۸۱ ل کال د ښېوې ولسوالۍ د خلکو له خوا بیړنۍ لويې جرگې ته د استازي په توگه وټاکل شو. استاد د خپل ژوند ډېره برخه د خپل هېواد د بچیانو په روزنه کې تیره کړه. هغه پر ښونیز ډگر سربېره په ادبي ډگر کې هم کارنده برخه درلوده.
ارواښاد غلام حضرت روغمن د ۱۳۸۶ ل ل کال د غويي پر ۲۶ نېټه د ورپۍښې ناروغۍ له لامله له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
چاپ شوی اثار یې دادي:
۱- روغمن ارمانونه.
۲- د ماشوم گلونه (د ماشومانو لپاره شعري ټولگه چې مطبوعاتي جایزه یې هم گټلې ده).
۳- تنکۍ هیلۍ (د نهو شاعرانو گډه شعري روزنیزه او ښوونیزه ټولگه، د محمد عثمان نژند په گډون).
۴- د لمر ترانې (د څلورو شاعرانو گډه شعري ټولگه.)
۱- نړیوالې سولې ته لویه لار (شعري ټولگه).
۲- د ماشوم د ژوند لار (روزنیزه نثري ټولگه).
۳- د ښوونیزو او روزنيزو مقالو نثری ټولگه.
۱- روغمن، غلام حضرت، د ماشوم گلونه، د افغانستان د ليکوالو انجمن، د ۱۳۶۷ ل ل کال چاپ.
۲- د ښیوې ولسوالۍ د ځوانانو د تعلیمي مرکز فېسبوک پاڼه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article غلام حضرت روغمن, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.