علمي تخیلي ژانر

علمي تخیلي ژانر یا ساینس فېکشن (انګلیسي: Science fiction، چې کله ناکله د ساینس فای sci-fi یا SF په بڼه هم رالنډېږي) د ګماني تخیل یو ژانر دی چې معمولا له تخیل او راتلونکو تصوراتو او مفکورو سره سروکار لري، لکه پرمختللی ساینس او ​​ټیکنالوژي، د فضا سپړنه، د وخت سفر، موازي کاینات، او له ځمکې بهر ژوند.

دغه ژانر د "ایډیاوو یا نظرونو ادبیات" بلل کېږي، او ډېری وختونه د ساینسي، ټولنیزو او ټیکنالوژیکي نوښتونو د احتمالي پایلو پلټنه کوي.

د علمي تخیلي ژانر ریښې ممکن لرغونو افسانو ته ورسېږي، او له خیالي، وېروونکو، او اتلولیزو افسانو سره تړاو لري، او ګڼ فرعي ژانرونه رانغاړي. دقیق تعریف یې له پخوا راهیسې د لیکوالانو، نقد کوونکو، پوهانو او لوستونکو ترمنځ اختلافي دی.

د نړۍ په ډېرو برخو کې علمي تخیلي ژانر په ادب، فلم، ټلویزیون او نورو رسنیو کې مشهور شوی او اغېزې یې ښندلې دي، او همدا راز ویل کېږي چې د "حیرانتیا احساس" هم تلقین کوي. دا ژانر د تفریح ​​ترڅنګ کولی شي د اوسنۍ زمانې ټولنه تر نیوکې لاندې راولي او بدیلونه ولټوي.

تعریفونه

د ساینس فېکشن امریکایی لیکوال او اېډېټر لیسټر ډیل ري لیکي: "حتی د دغه ژانر ځانګړو مینه والو ته هم ستونزمنه ده چې تشریح کړي چې ساینس فېکشن څه دی" او د "بشپړ قناعت وړ تعریف" نشتوالی له دې کبله دی چې "د علمي تخیلي ژانر لپاره کوم حدود نشته." د آیزاک آسیموف په وینا، "ساینس فېکشن د ادب د هغې څانګې په توګه تعریفېدای شي چې د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ په برخه کې پېښېدونکو بدلونونو ته د انسانانو له غبرګون سره تړاو لري." رابرت انسون هاینلاین لیکي: "د نږدې ټولو علمي تخیلي ژانرونو یو اسانه لنډ تعریف داسې کېدای شي: د راتلونکو احتمالي پېښو په اړه واقعبینانه حدس او ګومان، چې د واقعي نړۍ او تېر او اوس وخت په اړه د کافي پوهې او د ساینسي مېتود د طبیعت او اهمیت د بشپړ درک پر بنسټ وي."

دا چې د ساینس فېکشن د یوه منل شوي تعریف ټاکل خورا ستونزمن دي، لامل یې تر یوه بریده دا دی چې د ساینس فېکشن د مینه والو ترمنځ داسې یو تمایل شته چې هر څوک له خپله نظره دا پرېکړه کوي چې واقعا ساینس فېکشن څه او له څه شي جوړ دی. ډېمون نایټ بیا دا ستونزه یو څه راټوله کړه او ویې ویل: "ساینس فېکشن هغه څه دي چې موږ یې د بیانولو پر وخت اشاره ورته کوو." بالاخره دا ښایي لا ګټور وي چې د ساینس فېکشن په اړه د نورو لا ډېرو مشخصو ژانرونو او فرعي ژانرونو د تقاطع یا نښلون د نقطې په توګه خبرې وشي.

تاریخچه

ځینې ​​پوهان پر دې باور دي، چې علمي تخیلي ژانر یا ساینس فېکشن په لرغونو وختونو کې پیل شوی، په ځانګړې توګه کله چې د افسانې او حقیقت ترمنځ کرښه پیکه او مبهمه وه. د "ريښتینې کیسه" تر نوم لاندې اثر چې په دویمه پېړۍ کې د طنز لیکونکي لوسیان لخوا لیکل شوی، د عصري علمي تخیلي ژانر ډېری موضوعات او استعارې رانغاړي، چې پکې نورو نړیو ته سفر، له ځمکې بهر د ژوند ډولونه، د سیارو ترمنځ جګړې، او مصنوعي ژوند د یادولو وړ دي. ځینې ​​پوهان دا لومړنی علمي تخیلي یا ساینس فېکشن ناول ګڼي. د "عربي شپې" اثر ځینې کیسې، د لسمې پېړۍ د "بامبو ماتوونکي کیسه" اثر او د ابن النفیس د ۱۳مې پېړۍ د "تیولوګس آټوډیډیکټس" اثر هم د ساینس فېکشن عناصر لري.

د علمي یا ساینسي انقلاب او د روشنګرۍ د دورې په جریان کې لیکل شوی د جوهانس کیپلر اثر "سومنیم" (۱۶۳۴)، د فرانسیس بیکن "نوی اتلانتیس" اثر (۱۶۲۷)، د اتاناسیوس کیرشه "ایتینراریوم اکسټاټکیوم" اثر (۱۶۵۶)، د سیرانو ډي برجراک "د سپوږمۍ د دولتونو او امپراتوریو مزاحیه تاریخ" اثر (۱۶۵۷) او "د لمر دولتونه او امپراتورۍ" اثر (۱۶۶۲)، د مارګریټ کاوینډیش د "سوځنده نړۍ" اثر (۱۶۶۶)، د جانتن سویفټ "د ګولیور سفرونه" اثر (۱۷۲۶)، د لوډویګ هولبرګ "نیکولای کلیمي ایټر سبټرانیوم" اثر (۱۷۴۱) او د ولټایر "مایکروماګاس" اثر (۱۷۵۲) د ځینو لومړنیو واقعي ساینس فېکشن یا علمي تخیلي اثارو په توګه مطرح دي. آیزاک آسیموف او کارل ساګان بیا "سومنیم" اثر لومړنۍ علمي تخیلي کیسه ګڼلې ده. دا اثر سپوږمۍ ته یو سفر انځوروي او دا بیانوي چې د ځمکې حرکت له هغه ځایه څه ډول ښکاري.

په ۱۷مه پېړۍ کې د یوې ادبي بڼې په توګه د ناول له مطرح کېدو وروسته، د ماري شیلي "فرانکنسټین" اثر (۱۸۱۸) او "وروستی سړی" اثر (۱۸۲۶) د ساینس فېکشن یا علمي تخیلي ناول د بڼې په پېژندلو کې مرسته وکړه. برایان آلډیس وايي، چې فرانکنسټین د ساینس فېکشن لومړنی اثر و. "اېډګر آلن پو" هم یو څو داسې کیسې لیکلې دي، چې علمي تخیلي ګڼل کېږي. په دغو کیسو کې "د یو هانس فاال بې ساري ماجرا" (۱۸۳۵) هم ده، چې سپوږمۍ ته یې یو سفر انځور کړی دی. جولس ویرن بیا جزئیاتو او علمي دقت ته د هغه د پاملرنې له کبله مشهور دی، په ځانګړي توګه "تر سمندر لاندې شل زره ټولنې" اثر کې (۱۸۷۰). په ۱۸۸۷ کال کې د هسپانوي لیکوال اېنریکو ګاسپر وای ریمبو له لوري لیکل شوي ناول "اېل اناسرونوپیټ" لومړنی ماشین معرفي کړ.

ډېری کتونکي ایچ جي ویلز د ساینس فېکشن یو له خورا مهمو لیکوالانو څخه ګڼي، حتی "د ساینس فېکشن شکسپیر" یې بولي. د نوموړي په مهمو علمي تخیلي اثارو کې "د وخت ماشین" اثر (۱۸۹۵)، د ډاکټر موریو ټاپو (۱۸۹۶)، نه لیدل کېدونکی انسان (۱۸۹۷)، او د جهانونو جګړه (۱۸۹۸) اثار شامل دي. د نوموړي ساینس فېکشن یا علمي تخیلي اثارو د فضایي کایناتو یرغل، بیولوژیکي انجینرۍ، نه لیدل کېدل یا نامرئي‌والی او د وخت سفر انځوروي. نوموړي په خپلو غیرداستاني یا نان-فېکشن مستقبلي اثارو کې د الوتکو، نظامي ټانکونو، اټومي وسلو، د سپوږمکۍ تلویزیون، فضايي سفر، او د نړۍ په کچه شبکې سره ورته یو څه وړاندوینه وکړه.

فېلم

لومړنی یا لږترلږه یو له لومړنیو ثبت شوو ساینس فېکشن فېلمونو څخه، د ۱۹۰۲ کال "سپوږمۍ ته یو سفر" فېلم دی، چې د فرانسوي فېلم جوړوونکي جورج میلیس له لوري ډاریکټ شوی دی. دغه فېلم پر وروستیو فېلم جوړوونکو هم ژوره اغېزه ښندلې، او په سینمایي نړۍ کې یې یو ځانګړی خلاقیت او خیال له ځان سره راوړی دی. پردې سربېره، د میلیس ابتکاري اېډېټ او د ځانګړو اېفېکټونو تخنیکونه په پراخه کچه تقلید شوي او د سنمایي نړۍ پر مهمو عناصرو بدل شوي دي.

د ۱۹۲۷ کال "میټروپولیس" نومی فېلم چې د فریټز لنګ له لوري ډایریکټ شوی، لومړی اوږد ساینس فېکشن دی. که څه هم په خپل وخت کې د دغه فېلم ډېر هرکلی ونه شو، مګر اوس بیا یو ستر او اغېزناک فېلم ګڼل کېږي. په ۱۹۵۴ کال کې ګوډزیلا فېلم چې د ایشیرو هونډا له لوري ډایریکټ شوی، د ساینس فېکشن فېلمونو د کایجو فرعي ژانر پیل کړ، چې پکې د هرې بڼې ستر مخلوقات ښودل کېږي او معمولا پر لویو ښارونو بریدونه کوي یا په جګړه کې نورې هیولاوې ښيي.

تلویزیون

ساینس فېکشن او تلویزیون نږدې اړیکې لري. تر دې ډېر مخکې چې خپله تلویزیون د ۱۹۴۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې په پراخه کچه د لاسرسي وړ شو، تلویزیون یا د تلویزیون په څېر ټیکنالوژۍ په مکرر ډول په ساینس فېکشن کې راڅرګندې شوې دي.

لومړی مشهور ساینس فېکشن تلویزیوني پروګرام د RUR ډرامې یو ۳۵ دقیقه‌اي غورچاڼ و، چې د چک ډرامه لیکونکي کارل چاپک لخوا لیکل شوی و، او د ۱۹۳۸ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د بي بي سي د الکساندرا ماڼۍ له سټوډیوګانو څخه په ژوندۍ بڼه خپور شو. په امریکايي تلویزیون کې لومړی مشهور ساینس فېکشن پروګرام بیا د ماشومانو ماجرا سریال "کپتان ویډیو او د هغه ویډیو ساتونکي" و چې د ۱۹۴۹ کال له جون څخه د ۱۹۵۵ کال تر اپریل پورې خپور شو.

سرچينې

Tags:

علمي تخیلي ژانر تعریفونهعلمي تخیلي ژانر تاریخچهعلمي تخیلي ژانر سرچينېعلمي تخیلي ژانر

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هوا او فضا کې د الوتنو مطالعهيوونڅلوريزهعربي ژبهمادهپرتګالدري ژبهوردگلاچیواټنهندد افغانستان د علومو اکادمينور محمد ترکیخوشال خان خټکپښتو ابېڅيميدان وردگ ولايتد خندق غزاځانپلورنهتمدنشاتو مچیپوهنهډيګمطيع الله تورابد نطفې یا جنین سقطمحمد ظاهر شاهنفل لمونځموربرج خلیفهد هډوکي ماتېدلامام بخاريزلمی خليلزادښوونځیډېوېډ کامروننغلو برېښناکوټبرومينبرېښليکد افغانستان لنډ تاريخدبهسودو ولسوالۍ چاپېريالي وضعیتد امریکا انقلابمولانا بجلی ګهرپر افغانستان د امریکا یرغلکجکي برېښناکوټد ډيورنډ کرښهتقاعدتقواډبرين سکارهامير امان الله خانشيخ متيد پاريس تړونکتاب او کتابتونياکوتي ژبهد اوړي وختسویچ (شبکه)دويمه نړېواله جګړهد خلق ډموکراتيک ګوندکرنهجرگهقزلباشاننصرالله حافظهلمند ولايتیوزنېټغني خان13 اپرېل🡆 More