زهره راډیو په کندز ولايت کې زهره دښځو لپاره ځانګړې راډيو ده، چې په ١٣٨١ لمريز کال دمېرمن ناجيه خدايار په مديريت د انټرنيوز موسسې له خوا په دغه ولايت کې تاسيس شوې.
زهره ددغه ولايت لومړۍ غږيزه رسنۍ ده، چې د طالبانو دحکومت له سقوط وروسته يې په خپرونو پيل وکړ. له مالي اړخه اوس يوه پرځان بسيا رسنۍ ده، چې له ځنډ پرته ٢٤ ساعته خپرونې لري او تر ٥٥ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي. ددې راډيو دکارکوونکو شمېر هم ٢٠ کسانو ته رسېږي، چې په رسمي او افتخاري ډول کار کوي او ډېرى هغه يې ښځينه دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article زهره راډیو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.