روماتولوجي د داخله طب او ماشوم طب يوه څانگه ده چې د روماتيکو ناروغيو پېژندنه او درملنه په کې ترسره کېږي.
هغه ډاکټران چې په دې څانگه کې تخصص ترلاسه کوي روماتولوجېستان بلل کېږي. روماتولوجستان اصلاً د هغو روغتيايي ستونزو سره سرو کار لري چې هغه د بندونو، نرمو ووبونو، معافياتي ناروغيو، واسکولايټس يا د رگونو د تسپود او د کانېکټيف نسج ارثي بې نظمۍ او ناروغۍ دي.
د روماتولوجي نوم له يوناني لغت rheuma چې مانا يې "هغه څه چې د ويالې يا رود په څېر بهېږي"، او د -logy چې د زده کړې په مانا دی راوتلی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article روماتولوجي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.