رادرفورد بیرچارد هېز

رادرفورد بیرچارد هېز(د اکتوبر ۴ مه ۱۸۲۲- د جنوری ۱۷ مه ۱۸۹۳ ز) امریکایي وکیل او سیاستوال و چې په کانګرس کې له خدمت او د اوهایو د والي په توګه له دندې ترسره کولو وروسته یې له ۱۸۷۷ ز کال څخه تر ۱۸۸۱ ز کال پورې د امریکا د نولسم ولسمشر په توګه خدمت وکړ.

رادرفورد بیرچارد هېز
(انګلیسي: Rutherford B. Hayes د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رادرفورد بیرچارد هېز
رادرفورد بیرچارد هېز

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Rutherford Birchard Hayes د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ اکتوبر ۱۸۲۲
مړینه 17 جنوري 1893 (71 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 8   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
پوځي افسر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
لاتين ژبه
يوناني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام بريد جنرال  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رادرفورد بیرچارد هېز
رادرفورد بیرچارد هېز

رادرفورد بیرچارد هېز  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د امریکا د کورنۍ جګړې څخه وړاندې هغه سخت سری ابولیشنېسټ (abolitionist) یا د غلامۍ مخالف و، چې په محاکمو کې یې د مهاجرو غلامانو دفاع کوله. ولسمشرۍ ته له رسېدو وړاندې هغه د اتحادیې په ځواکونو او کانګرس کې خدمت وکړ. د هغه ولسمشري د امریکا په تاریخ کې د عطف ټکی دی، ځکه تاریخ پوهان د ده ولسمشري د بیارغونې رسمي پای بولي. هېز د سویلي دموکراتانو په کرارولو ټولو هغو فدرال هڅو ته چې نژادي توپیر یې رامنځته کاوه، د پای ټکی کېښود.

په اوهایو ایالت کې د وکیل په توګه، هېز له ۱۸۵۸ ز کال څخه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې د سیسیناټي (Cincinnati) ښار وکالت وکړ. د کورنۍ جګړې د پیل پر مهال، هغه خپل نوي سیاسي مسلک ته شا کړه او د اتحادیې له ځواکونو سره د افسر په توګه یوځای شو. هېز پنځه ځله ټپي شو، چې په سخت ډول په ۱۸۶۲ ز کال کې د جنوبي غرونو په جګړه (Battle of South Mountain) کې و. هغه په جګړه کې د شجاعت ښوولو له امله، د سرلښکر تورن جنرال رتبې ته ارتقا وکړه. له جګړې وروسته نوموړي له ۱۸۶۵ ز کال څخه تر ۱۸۶۷ ز کال پورې د کانګرس د جمهوري غوښتونکي استازي په توګه خدمت وکړ. هېز د اوهایو ایالت د والي څوکۍ د ترلاسه کولو په موخه کانګرس پرېښود او له ۱۸۶۸- ۱۸۷۲ ز کال پورې، د دوو پرله پسې دورو لپاره دغې څوکۍ ته وټاکل شو. هغه وړاندې له دې چې د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، له ۱۸۷۶ تر ۱۸۷۷ ز کال پورې د خپلې درېیمې دوه کلنې دورې نیمایي پوره کړې وه.

په ۱۸۷۷ ز کال کې، الکترال کالج د ۱۸۷۶ ز کال په ټاکنو کې، چې د امریکا د تاریخ تر ټولو جنجالي ټاکنې وې، هېز د ولسمشر په توګه اعلان کړ. هغه د دیموکرات نوماند سامویل جی ټایلډېن (Samuel J. Tilden) په وړاندې ډېرې عامه رایې له لاسه ورکړې، خو وروسته له هغې په ډېر کم اختلاف یې ټاکنې وګټلې، کله چې د کانګرس کمیسیون هغه ته د الکترال کالج ۲۰ رقابتي رایې د ۱۸۷۷ ز کال د جوړجاړي په ترڅ کې ورکړې. د ټاکنو جنجال د تړلو دروازو شاته هوکړې ته په رسېدو حل شو، دیموکراتانو په دې شرط له هېز ملاتړ اعلان کړ، چې نوموړی به د پخواني کنفدریشن د ایالتونو په بیارغونه کې په مستقیمه توګه فدرال ملاتړ غوڅ کوي.

هېز شتمنۍ، ټولنیز ځایګي او یا هم نژاد ته له پام کولو پرته پر ښایسته سالارۍ د باور لرلو له امله خپله ولسمشري پر مخ وړه. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال تر ټولو اغېزمنه پېښه، د ۱۸۷۷ ز کال د اوسپنې د پټلۍ د کارګرانو اعتصاب (د بالتیمور او اوهایو ترمنځ د درېیم ځل لپاره د اوسپنې د پټلۍ پرې کول و) ، چې د وسله والو ځواکونو په کارولو یې دغه ستونزه حل کړه. د کاریګرانو او اعتصاب ماتونکو ترمنځ د تر ټولو خونړي کړکېچ په توګه پاتې شوی. د ولسمشر په توګه، هېز د مدني خدمتونو د اصلاحاتو په برخه کې یو لړ ګامونه واخیستل، چې په ۱۸۸۰ مه او ۱۸۹۰ مه لسیزه کې یې نورو اصلاحاتو ته زمینه برابره کړه. هغه د ۱۸۷۸ ز.کال بلنډ- الیسون (Bland–Allison Act of 1878) قانون، چې د سپینو زرو پیسې یې په بازار کې دودولې او اسمي قیمتونه یې لوړول،ویټو کړ. هېز د اقتصادي ودې لپاره د سروزرو د سټنډرډ ساتل اړین بلل. د لویدیځو سور پوستو لپاره د هغه پالیسي، د ۱۸۷۸ ز کال د داویس قانون (Dawes Act) د یو شان کېدو د پروګرام وړاندوینه کوله.

هېز ولسمشرۍ ته د بیاځلي نوماندي څخه د ډډه کولو په خپله ژمنه عمل وکړ، په اوهایو کې په خپل کور کې کښېناست او د ټولنیزو او روزنیزو اصلاحاتو ملاتړی شو. ژوندلیک لیکونکی اري هوګن بوم (Ari Hoogenboom) لیکي چې:  د هېز لویه لاسته راوړنه دا وه، چې په ولسمشرۍ یې بېرته عامه باور رامنځته او د اجرائیي واک زوال یې معکوس څرګند کړ، چې په ۱۸۶۵ ز کال کې د ابراهام لېنکولن له ترور وروسته تثبیت شوی و. د هغه ملاتړي، د مدني خدمتونو په برخه کې د هغه ژمنتیا ستایي. متنقدین یې بیا د پخواني کنفدریشن له ایالتونو سره د ده په نرم چلند او د افریقايي الاصله امریکایانو د رایو کارولو او مدني حقونو څخه په مستقیم ډول د فدرال ملاتړ څخه په پر شا کېدو ملنډې وهي. تاریخ پوهان او څېړونکي هېز، د منځنې کچې او یا هم له هغې لږ ښکته پوړۍ ولسمشر بولي.

کورنۍ او لومړنی ژوند

رادرفورد بریچارد هېز د ۱۸۲۲ ز کال د اکتوبر په ۴ مه د اوهایو په ډېلاور(Delaware, Ohio) سیمه کې د جی ار.رادرفورد هېز(Rutherford Hayes, Jr.) او سوفیا بریچارد(Sophia Birchard) په کورنۍ کې وزېږېد. د هېز پلار په وېرمونټ کې د یوې مغازې ساتونکی و، هغه په ۱۸۱۷ ز کال کې خپله کورنۍ اوهایو ته وړې وه. هغه د هېز له زېږون ۱۰ اونۍ وړاندې ومړ. سوفیا د کورنۍ مسئولیت پر غاړه واخیست، هېز او د هغه خور، فني (Fanny)، یې لوی کړل، د دې له څلورو بچیانو څخه دوه وو، چې تر لوی والي ژوندي پاتې شول. هغې بیا واده ونه کړ، د سوفیا کوچنی ورور ساردېس بریچارد یو څه مودې لپاره د دوی له کورنۍ سره و اوسېد. هغه تل هېز ته نږدې و او د هغه لپاره یې د پلار رول درلود، چې د هغه په لومړنیو زده کړو کې یې هم مرسته کوله.

ولسمشری(۱۸۷۷-۱۸۸۱ ز)

لوړه (تحلیف)

له دې امله چې د ۱۸۷۷ ز کال د مارچ ۴ مه د یکشنبې ورځ وه، هېز د مارچ په درېیمه د شنبې په ورځ په خصوصي ډول د سپینې ماڼۍ په سره خونه کې لوړه وکړه، نوموړی لومړنی ولسمشر و چې د لوړې مراسم یې په اجرائیوي ماڼۍ کې ترسره کړل. هغه د مارچ په ۵ مه نېټه په عامه محضر کې د امریکا د متحده ایالتونو د کپیټول (United States Capitol) ماڼۍ په ختیځ پورټیکو کې لوړه وکړه. هېز په خپله اپرانستونکې وینا کې وویل: "خپل ګوند ته یې غوره خدمت کړی، کوم چې هېواد ته غوره خدمت کوي". هغه ژمنه وکړه چې، په سويل کې د"عاقلانه، رېښتوني او سوله ییز سیمه ییز حکومت" ، د مدني خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو او د طلا د ستڼډرډ د بیا جوړولو ملاتړ کوي. د هغه د پخلاینې په پیغام سربېره، ډېری دیموکراتانو د هېز د بریا ټاکنې روا نه بللې او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې یې، هغه د "رادرفورد" او د هغه د "چلوټۍ په نوم" یادولې.

بهرنۍ پالیسي

د هېز د بهرنۍ پالیسۍ ډېری اندېښنې لاتینې امریکا ته اړوند کېدلې. په ۱۸۷۸ ز کال کې د پارګواین له جګړې وروسته، هغه د ارجنټاین او پاراګوای ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې منځګریتوب وکړ. هېز د ګران چاکو(Gran Chaco) سیمې جنجالي برخه پاراګوای ته ورکړه، د پاراګوای وګړو له هغه څخه د ستایلو په موخه یو ښار د هېز ویلا (Villa Hayes) او یو ډیپارټمنټ د ولسمشر هېز(Presidente Hayes) په نوم ونوماوه. هیز  د سویز کانال جوړوونکي فردیناند دي لیسپس (Ferdinand de Lesseps) له نقشې اندېښمن و، چې له مخې یې د پاناما په استموس کې چې هغه مهال د کولمبیا برخه وه، کانال جوړېده. هېز چې یو ځل بیا په مکزیک کې د فرانسویانو د ستونزې جوړولو له تکرار څخه اندېښمن و، د مونرو دکتورین یې په کلکه تفسیر کړل. هغه کانګرس ته په خپل پیغام کې د دغه کانال اړوند خپل نظر وړاندې کړ: "د دغه هېواد پالیسي د امریکا تر کنټرول لاندې کانال دی... د امریکا متحده ایالات نه شي کولای، هېڅ یو اروپایي ځواک او یا هم د اروپايي ځواکونو یو جوړښت ته د دغه کانال د کنټرول سپارلو سره هوکړه وکړي. "

مړینه

په ۱۸۸۹ ز کال کې د هېز د مېرمنې مړینې، هغه ډېر زیات خواشینی کړ. هغه مهال چې هغه مړه شوه، ده ولیکل: "ارواه یې تللې". د لوسي له مړینې وروسته، د هېز لور فني د هغه د سفر ملګرې شوه او هغه له خپلو لمسیانو څخه په لیدو خوند اخیست. په ۱۸۹۰ ز کال کې نوموړي د تور پوستو په مسئله کې د لیک موهونوک کنفرانس (Lake Mohonk Conference) په نامه، د اصلاح غوښتونکو د هغه کنفرانس مشري وکړه، چې په نیویارک کې د نژادي مسایلو اړوند راغونډ شوي وو. هېز د ۱۸۹۳ ز کال د جنوري میاشتې په ۱۷ مه نېټه، د اویا کلونو په عمر د زړه د سکتې له امله ومړ. د هغه وروستۍ خبره دا وه چې:  "زه پوهېږم چې هغه ځای ته ځم، چېرې چې لوسي ده. " ولسمشر، کلیولنډ او د اوهایو والي مک کینلي مؤظف کړل، تر هغو پورې چې د ده مړی په اوک ووډ(Oakwood) هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي، د ده د جنازې مراسم رهبري وکړي.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

رادرفورد بیرچارد هېز کورنۍ او لومړنی ژوندرادرفورد بیرچارد هېز ولسمشری(۱۸۷۷-۱۸۸۱ ز)رادرفورد بیرچارد هېز مړینهرادرفورد بیرچارد هېز سرچينې او ياداښتونهرادرفورد بیرچارد هېز

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هوليدځمکې لاندې اوبو ککړتياازميرد اسلام پېغمبر(ص) نیکونهمالیهکوارتزافریقايي امریکایانشیخ بن ابی بکر الشاطريمغولستانټکنالوجيفیمینزمفکري مالکیتلونګښځهبدخشان ولايتپېښورلومړۍ صليبي جګړهسردار شاه ولي خاناستاد محمد یاسرنفاسسویلي کوریامیشیګانمولانا بجلی ګهرلوګر ولایتمایک پینسپښتانه ټبرونهپوهنهپلان جوړونهکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)کيمياد افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)اډولف هټلرسیسیلیا پېن-ګاپوچکېنژبهاردو ژبهروسي وسله وال ځواکونهدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهنیویورکسردار علي ټکرانگورسلطان محمود غزنويدرملتونامريکا لويه وچههايډروجند نړۍ اووه نوي عجايبآلکسی کاسیګینتحليلي کېمياد موسيقۍ کيبورډپیروخراسانغږلېږدیکرنهگړپوهنهرغاونهد تـلاوت سجـدهد زهل سیارې کړۍاکدي سارګوند تکفير د خپراوي په انکار کې د سترو مشرانو ويناوېسنترهالله(ج) په مسیحیت کېکابل‌شاهانمینیوپزدايکندي ولايتطالباناقتصادي ودهمادهمنځنۍ آسيارومي بانجانیوزنېټپه نباتاتو د بهرنيو عواملو اغیزېد چین تاریخ🡆 More