دزیتونو دمېوو راټولول او پروسس

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدیت لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

پرورسس اهميت

دزیتونو دمېوو راټولول او پروسس 
انخور په يوه پلاستیکي پیاله کې د زيتونو شتون ښيي
دزیتونو دمېوو راټولول او پروسس 
انځور شنه زيتون ښيي
دزیتونو دمېوو راټولول او پروسس 
black olives

۱- دكرنيزومحصولاتو تغير شكل پدي معني چې بعضي په تازه شکل داستعمال وړندي لكه زيتون. ۲- څرنګه چې دنړي پرمختيايې هيوادونه په صنعتي كيدلوروان دي لدي كبله كليوالي نفوس ښارونوته څي او دسبو،ميوو ،توليد ساحي څخه نفوس كميږي .څرګنده خبره ده چې دميوواوسبوتوليد هم كميږي نو ضروري دي چي سابه او ميوي ذخيره اوپروسس شي . ۳- دبلي خوا كرنيز محصولات موسمي خصلت لري ټول كال په اوږدو كي ددي محصولاتو داستفادي لپاره ضروري دي چې پروسس صورت ونيسي. ۴-دپروسس په نتيجه كرنيزمحصولاتوحجم كميږي چې د انتقالولو ذخيره كي يي مصرف كميږي . ۵-دخلكو دژوندسطحه ورخ په ورخ ښه كيږي اوپروسس شوي غذا ته ضرورت لري . ۶-ددي لپاره چې كرنيزو محصولاتو دضايعانو څخه مخنوي وشي نو ددي ذخيره او پروسس يو حتمي امر دي

دښوونودميوي غذايي ارزښت

 ١- دشنو دانو اچار:- دښوونو دشنو دانو اچار چي زيړرنګه  رژيدونکي  مزه لري او په سلو کي  

٠،٧٥ % لکتيک اسيد اودمالګي لرونکي دي . دښوونودميوي په سل ګرام خوړونکي برخه کي ١١-٢٣ ګرام غوړي ٠،٩- ١،٥ ګرام پروتين ١،٧ ګرام منرال ١٠٦ کيلو کالوري انرژي مختلف ويتامينونه لکه ١ ملي ګرام اسکاربيک اسيد ،(vit C) ١،١٥ ملي ګرام کيروتين ، يوملي ګرام نياسين ، يومايکرو ګرام فوليک اسيد ٦١ ملي ګرام کلسيم ، ١،٥ ملي ګرام اوسپنه ٣،٨ ملي ګرام معدني تيزابونه موجوددي . دخامو ميوو اچار خوړونکي برخه دانسان وجود کي

په اساني جزبيږي چي دهاضمي په سيستم باندي مثبته نتيجه  لري  

٢:- دښوونو دميوي غوړي :- دلته بايد ووايم چي دښونو غوړي دډيرو زياتو غذايي ارزښتونو لرونکي دي خودلته به ترينه په مختصر ډول ذکر وکړم چي دښونو دميوي غوړي لرونکي دکوچنيو ماليکولي وزن دي غيري مشبوع شحمي اسيدونه دي غيري شحمي اسيدونه دصحت اوسلامتيا لپاره ډير ښه وي په يادولري چي غيري مشبوع غوړي چي دکاربن ترمنځ دوګوني رابطه موجوده وي دويني غوړ يا کلوسترول کموي تقريبا دښوونو دميوي غوړي په سلوکي ٩٦ % دکاربن ترمينځ دوګانه رابطه موجوده ده اوغيرمشبوع شحمي اسيدونه لري. دښونودغوړيوکيمياوي ترکيب عبارت له په سلوکي ٨٥ ګليسرايد اوليک اسيد اوپه سلو کي ٦-٩ ګليسرايد پا لمتيک اسيد اوپه سلوکي ٤کليسرايد لينوليک اسيد اويو لږ اندازه ګليسرايد ستريک اسيد دي چي دغوړيو په تصفيه کي بايد پالمتيک اسيد او ستيريک اسيد له غوړيوجداشي ترڅودکوټي په عادي حالت کي جامدوي

دښونو دميوي طبي ارزښت

په يادمووي چي طبابت کي هم دښونو د دواړو محصولاتو څخه استفاده کيږي اوډيرزيات ارزښتونه لر ي ١:- دشنو دانواچار :- داپه ډير مواردو کي داستفادي وړدي چي دلته صرف دنموني په شکل ديوڅو څخه ذکر کوم چي هغي دجملي څخه اول داچي دمعدي تيزابيت کموي - اتيرو سکليروز دناروغي په کمولو کي موثردي په يونان طب کي دښونو اچار استعمال دمنرالونو اومالګي په خاطر دټيټ فشار لرونکوته ورکول کيږي . ٢:-دښونو دميوي غوړي دښونو دميوو غوړي ملين ( دکولمو نرمونکې ) خاصيت لري دصفرا دمنځه وړونکي دي دسرب دمسموميت ضددي ګرم طبيعت لري هغه کسان چي د تريخي ( دصفرکييه ) تيګه ولري اوهغه کسان چي دبډوډي ( ګرده ) پړسوب کړي وي ١-٢ سيپي غوړ په سهارني يا ما ښامې کي وخوري ګټوردي . دپخوښوونودميوو په غوړو که ويښتان غوړ کړي ويـښتان مو دسپينيدو څخه ژغوري ويښتان کلکوي دسترګوديد زياتوي بله داچي دسوزيدو په وخت کي پوستکي دښونو په غوړيو غوړ کړي .دښونو غوړدپيازو داوبوسره

په مساوي اندازه ګډ اوبـيا يي نوش جان کړي دبواسيرودناروغي دپاره ښه 

دواده . که ښوونوغوړي ديو کاليپتسو دغوړيو سره مخلوط کړي درومانيزم د ناروغي دپاره ډير ښه مرهم دي .

دښوونو اقتصادي اهميت

وحشي زيتون دپخوازماني څخه دهيواد په بعضي منا طقو لکه پکتيا ،کنړ

اوننګرهارکي پيدا کيدل چي داد مديتراني بومي نبات وو چي افغا نستان ته وارد شوي ليکن په تجارتي شکل باندي نوري نوعي دننګرهار دناوي پراختيا په پروژه کي چي دغه سيمه ددي دکښت لپاره مساعده وو اود١٣٤٩ ه ش کال راپديخوا ترروزني لاندي دي وحشي زيتون دسخت لرګي درلودونکي دي چي په زياتو مواردوکي داستعمال وړدي لکه دتبرلاسکي په جوړولو اوپه ځيني موادوکي دتعمير اتي کارونو لپاره هم داستعمال وردي . 

دښونوداصلاح شوي ښوونو دنوعو پروسس دننګرهار کنسروجوړلوفا بريکه کي ٤٠٠٠ ټنه شنه ښوون داچار په منظوراوهمدارنګه ٤٠٠٠ ټنه دغوړيو داستحصال په منظورچي جمله ٨٠٠٠ ټنه دپروسس ظرفيت لري دننګرهار دناوي دپراختيا پروژي داوايلو څخه يعني د١٣٥٠-١٣٦٥ کلونو پوري جمله ١٠٨٥٥ ټنه شنه ښوون اچار شوي او١٢،٤ ټنه زيتونو غوړي خارجي هيوادوته صادرکړي چي ١٩٨٨ ممطابق ١٣٦٧ ه ش دقرارداد مطابق دفي ټن دزيتون کنسرو سره دبارجامي ١٢٤٤ امريکايي ډالرچي ٦٣٤٤٤ افغاني کيږي اودفي ټن خالص اوپاک زيتونو غوړيو قيمت ١٨٥٠ امريکايي ډالروو چي دشنو ښوونو اچار په تقريبي ډول ټول دشوروي اتحاد هيوادونو ته صادرشوي.چي ورسته دکرغيړن انقلاب نه کله چي دفارم دبيا احيا کار شرو غ شوي نوداول کال څخه ١٣٨٢ نه نيولي تراوس وخته پوري ١٣٨٥ ټول مجموعه٩٧١ ټنه ميوه توليد شوي چي ددي دجملي څخه ٩ ټنه داچار جوړوني لپاره اوباقي ميوو څخه دغوړيو داستتحصال په منظور استفاده شوي چي ددي څخه په مجموعي شکل تقريبا ١٠٠ ټنه غوړي توليد شوي اودبوتلو دنشتوالي له امله په فا بريکه کې محفوظ پراته دي خودډيروکوششونو نه پس دايټاليا دولت لخوا ١٥٠٠٠٠ بوتلونو کومک شوي چي په نسبي ډول دغوړيو په برخه کي مشکل حل شي .

ښوونو ياد زيتونو د ميوو راټولول

د ښوونو د ميوو راټولول مربوط د ښوونو د ميوي په پخوالې دي د ښوونو هغه ميوي چې د شونو ميوو د اچار په منظور راټوليږي بايد شني د ونو څخه راټولي کړو او هغه د ښوونود ميوي چې د غوړيو د استحصال په منظور راټوليږي هغه ميوي بايد توري وي . د پخو ښوونو راغنډيدل د غوړيو په منظور ګلابي حالت کې راغنډيږي ولي دلته بايد ددي خبري يادوري وکړم چې د پخو ميوو پاتي کيدل په ونو کې د اينده کال حاصل کموي . الف  : شنه ښوون : ـــ ښوونو د شنو ميوو راټولول يواځي د کنسروپه منظور صورت مومي د کنسرو د جوړولو لپاره بايد ډيري غټي يا ډير کوچنې داني راټولي نه شي يو سايز ميوي يو نوعه ميوي د يو باغ څخه انتخاب کړو ځکه چې د څو سايزو ميوي به ژر د تخمر په حالت کې خرابي شي که د دوو يا څو نوعه ميوي د تخمر په حالت کې سره يو ځاي کړو تخمر مرحله به په ګډه تر سره نه شي او ضايع کيږي او په ياد ولري چې د شنو ښوونو په راټولولو کې بايد ډير له احتياط څخه کار واخلو او لاندي دستورالعمل په نظر کې ولرو . ١- ښوونو شنو ميوو په راغنډيدو کې بايد د وني لاندي په ځمکه جالي همواره کړو که کومه دانه په ځمکه لويږي چې زخمي نه شي او يا هم په خاورو ککړه نه شي او که چيرته کومه دانه په ځمکه لويدلي وي هغه بايد جلا راټولي کړو او د نور دانو سره يي يو ځاي نه کړو ميوي بايد په لاس راټولي کړي شي څنډوهل او همدارنګه نور عملونه جواز نه لري . ٢ - د راټول شوو دانو څخه بايد اضافي شيان او د ميوي نښلوونکې ډکې د ميوو څخه بايد جلا کړي شي . ٣ - د راټولولو په وخت کې يو نوعه او سايز داني د ونو څخه راټولي کړي شي . ٤- په هره ونه کې د مناسب سايز په خاطر دوه يا دري ځلي راټولول صورت مومي . ٥- د راټولولو په وخت کې هر شخص سره يو خريطه وي او ډير احتياط سره يي په کريټ کې خالي کوي تر څو داني زخمي يا زور ونه ويني . ٦- د ښوونو د انتقال صندوقونه بايد لس کېلوګرامه وي . ب : پاخه ښوون : کله چې شنه ښوونو خپل رنګ بدل کړ او لا سخت وي نو پدي مرحله کې بايد راټول شي د غوړيو په منظور د پخوښوونو راغنډيدلو په وخت کې هم جالي د ونو لاندي همواري شي جالي بايد داسي همواري شي چې جالي مستقيما په ځمکه لږيدلي نه وي کم تر کمه بايد لس سانتي متره ( 10cm) د ځمکې څخه جيګ تړلي شوي وي تر څو د ښوونو د دانو د زخمي کيدو مخه ونيسي د راغنډيدو په وخت کې دښوونو وني بايد متضرره نه شي .نودي او ښاخونه زخمي او مات نه کړي شي چې د راتلونکې کال لپاره به وني ونشي کړي چې بار ونيسي او يا که وينيسي نو کم د پخو دانو پاتي کيدل په ونو کې ونه د راتلونکې کال لپاره د حاصل نه وباسي يا هم د ډيرو پخو دانو د غوړيو کيفيت چندان ښه نه وي ==په فابريکه کې د ښوونو منل== د شنو ښوونو منل په فابريکه کې : شنه ښوون لکه چې د مخه وويل شو د راټوليدو څخه وروسته ژر بايد فابرکې ته د کنسرو جوړلو په منظور انتقال کړي شي زخمي ، ناپکه ، بي سايزه او دومبقداري او کږيوږي ميوي د کنسرو د جوړولو په منظور مناسب نه دي د موټر برنامه بايد تاريخ ولري د انتقال کوونکې نوم او همدارنګه خالص وزن درج وي . د کنسرود جوړولو په منظور بايد پوره مشخصات په نظر کې نيولو سره صورت ومومي د تسليمي په وخت کې د فابرکې د تخمر د برخي موسول هغه ومني د راوړل شوو ميوو انلايز په فيصدي صورت مومي د غيري معياري دانو د زاياتو فيصدي بايد صفر وي د انلايز په وخت کې که د غيري معياري دانو فيصدي د پنځو څخه لوړه وي د کنسر جوړولو په منظور د تخمر مسول يي نه تسليموي چې کيدي شي د تخنيکې غوړي په منظور ورڅخه غوړي واخستلي شي .

د شنو ښوونو د تخمر لپاره د خمانواماده کول

د شنو ښوونو د مالګنيز کولو لپاره سمنټي د دوب لرګې ياد چينار لرګې نه استفاده کيږي دنورو لرګيو څخه د ښوونو د تخمر لپاره د خمانو جوړلول جايز نه دي.

د خمانو لرګې بايد وچ ، صاف او تراشلي وي چې نسبتي رطوبت يي د %١٨ څخه لوړنه وي فلزي حلقي چې د خمانو د لرګيو د کلکيدو لپاره استعماليږي داسي ولږول شي چې د لرګي تختوپه منځ کې سوري بندشي او په خمان کې اوبه ذخيره شي او چکک ونه لري ډير کوښښ بايد وشي چې په راتلوونکې د خطر امکانات نه وي د خرابي په حالت کې د خمانو جوړونه يو مشکل کار دي خمان چې کله جوړ شي نو اوبو يي ډکو د اوبو اندازه د سر پوخ نه بره (٢-٣) سانتي متره وي ددي لپاره چې د تقطير غوړيو نه لرګې پاک شي خم (٢٠-٢٥) ورځي مخکې د شنو دانو د اچولونه له پاکو اوبو ډکواو په هره پنځمه يا شپږمه ورځ اوبه تبديليږي او خم د برش يا د سفنج پواسطه په ګرمو اوبو وينځل کيږي د (٤٠-٤٥) سانتي ګريډ حرارت کې ٠.٢ فيصده کاسټکې محلول او يا ٠.٥ فيصده کلسيم سوډا محلول پواسطه په ډير دقت سره وينځل صورت مومي.د خمانو توري اوبه پاکې شي يعني اوبه يي شفافي شي . 

بيا د (١٥-٢٠) دقيقو لپاره خمانو ته حرارت ورکول کيږي د اوبو يي ډکو د اوبو تبديلي د مهال ويش په اساس صورت مومي د شنو ښوونو د اچولو نه مخکې خم د سلفر پواسطه ( Disinfection ) کيږي . (100gr) سلفر د يو ټن لپاره محاسبه کيږي چې د سلفرو اندازه د خمانو د اندازي پوري مربوط دي د سلفر د استعمال کوونکې لپاره بايد بي خطر تخنيک نه حتما استفاده وشي سلفر د خم په کوزني برخه کې سوزول کيږي او د منقل لاندي تيږه او يا هم ښخته کيښودل شي د سلفر د استعمال په وخت کې د خم سر او کوزني دروازه او سوري بايد بندکړي شي د سلفر د استعمال نه وروسته د ( ٨-١٠) ساعتو پوري خومانو ته مه نږديکيږي د سلفر استعمال کوونکې کارګران بايد په مخصوصو جامو ملبس وي کم تر کمه د (٨-١٠) ساعته وروسته د خم سر لوڅ او د هوا د تبديليدو لپاره خلاص پريښودل شي . ددي لپاره د خومانو ديوالو څخه اوبه ونه څڅيږي غذائي پارافين د (٥٣-٥٨) سانتي ګريډ حرارت کې نازکه رنګ کيږي او يا هم يو مخلوط جوړو چې لاندي فيصدي ولري .

کاني فــــــول Kanefol 85% پارافـــــــــين Parafen 10% نباتي غوړي 5% Vegetable Ghee

د خومانو داخلي برخه رنګ کيږي د مخلوط سره د رنګ کولو نه مخکې خم ته ( ٩٠-١٠٠) سانتي ګريډ حرارت ورکول کيږي او بيا په مخلوط رنګ کيږي د پارافينو جوړ شوي مخلوط د رنګ مالي په برس ښه رنګ شي د لرګيو درزونه بايد ونيولي شي په دي شکل چې د پارافينو د مخلوط پوستکې بايد جوړ نه شي د پارافينو جوړ شوي مخلوط بايد پيړ ( زخيم ) پاتي نه شي په سيمنټي خومانو کې هم پارافين وهل کيږي په ياد ولري چې په هر ډول خومانو کې د پارافين نري محلول جوړيږي چې د سيمنټي خومانو خالي ځايونه ډک شي او غذائي موادو او سيمنټي خم تر منځ يو قشر جوړيږي په ټولو حلاتو کې تدابير بي خطره لباس او د اور وژني تدابيري الات په نظر کې ونيولي شي ډير محتاط اوسي او د غيرو مسولو کسانو کار او سپارښتني به ستونزي منځته راوړي يواځي او يواځي د مسلکي کسانو د رهنمايي لاندي کار صورت ونيسي . د لرګيو د خمانو د ساتني په خاطر کله چې خمان د شنو ښوونو خالي شي بايد خمان د ګرمو اوبو پواسطه ومنځل شي او بيا د رنګ شيدلو د برقي يا لاسي ماشين په واسطه يو داسي محلول جوړيږي چې (3Kg \ 10Lit) اوبه وي . د خمانو ټولي برخي د چوني محلول پواسطه رنګ کړي او راتلونکې لپاره يي پريږدي هغه خمان چې د اوبو څخه ډک شوي نوي د راتلونکې کال د استعمال لپاره بايد څو ورځي د مخه خم له اوبو څخه ډک او کنترول شي خم يو پر دريمه برخه ٠.٨% سوديم هايدرواکسايد ( NaOH) اويا ٠.٢% کلسيم سوډا محلول په خم کې اچول کيږي او پيپ په واسطه بخارپه القلي محلول کې د (١٠- ١٥) دقيقولپاره جوشوي اوبياترينه اقلي محلول لري کوو اوخوم ترهغي په پاکواوبومينځو چي خوم شفافي اوبه ورکړي يعني پاک شي ===په خمانوکي دشنوښوونو داچولونه مخکي تدابير=== الف - دالقلي محلول جوړول : القلي محلول NaOH اوياهم KOH په دوه مرحلوکي جوړيږي لومړي غليظ القلي محلول اوبيا دمحلول غلظت ( ١،٥- ٢%) ته رسول کيږي القلي دبارجامونه خلاصول اودمحلول په ټانګ کي اچول کيږي القلي داچولونه مخکي ټانګ بايدنيم داوبوڅخه ډک وي دالقلي غليظ محلول په لومړي ټانګ کي جوړيږي اوپريښودل کيږي چي توليدشوي حرارت ضايع اوغيري منحل مواد رسوب وکړي په ټانګ کي دومره اوبه اچوو چي ترسره پوري ورسږي خاص احتياط لازم دي چي القلي دبدن سره تماس ونکړي په ټانګ کي جوړشوي محلول دوه يادري ځلي ښکته پورته کيږي يعني دپمپ په زريعه سرکوليشن کيږي . دټانګ جوړشوي محلول غلظت داريامترپه واسطه معلوميږي داکاربايدهغه کارګرانوته وسپارل شي چي دکارښه کافي تجربه ولري اوياهم ورته دفني کسانولخوا خاص کورسونه دايرشوي وي دالقلي محلول دجوړلوځاي کي بايددغيري مسول کسانوته اجازه ورنکړل شي چي په محلوکي ګوټي ووهي اوياهم کارګرانوته هدايت ورکړي صرف دتخمردبرخي انجنيراودلابراتوارکسان دګرځيدو اوهدايت ورکولو مسئوليت په غاړه لري . هغه کارګران چي پدي برخه کي کارکوي لازم دي چي دربړي موزي، ربړي دستکشي، خولۍ، چپن اوحفاظتي عينکي ولري په هغه صورت کي چي احتمالا دچاپه بدن دالقلي څاڅکي لويدلي وي نولومړي بايدهماغه ځاي په پاکو اوبو ومينځي اوبيادي ډيررقيق دسرکي تيزاب په هغه ځاي ووهي . دالقلي غليظ جوړشوي محلول دوهم ټانګ ته انتقاليږي او( ١،٥-٢%) محلول ترينه جويږي داريامترپه واسطه محلول کنتروليږي دلابراتوارداجازي پره ته دمحلول انتقال خم ته نه کيږي . دتخمرمربوط انجنيردلابراتواسره د تفاهم په صورت کي دمربوطه کار ګرانو اوباشي په موجوديت کي جوړشوي دالقلي محلول ( لاي محلول) دښوونو خوم ته انتقالوي .

دتخمرپه کارکي دبي خطرتخنيک قاعدي

١- تخمردستګاه کي پاکي اوصفايي ترممکنه حده صورت ونيسي خومان سرتړلي وي اوهمدارنګه بايددخومانوترمنځ مناسبه فاصله مراعت شي دابه ښه وي چي دخومانوترمنځ فاصله ( ٢،٥) متره وي اوهم خومان ( ٣/٢) برخي داوبوڅخه ډک کړاي شي .

٢- دخومانوترمنځ دانتقال لښتي دکاناليزاسيون داصولوپربناوي . 

٣- اضافي توليدي مواداو اوبودويستلولاري بايدموجودي وي ٤-اضافي توليدي مواداو اوبودويستلولاري بايدموجودي وي ٥- دستګاه بايدهميشه ناپاکيو، ضايعاتو ، خاورو اونورشيانو څخه پاکه کړي شي. ٦- دتخمردکارکوونکو لپاره دريشي ، چپن ، موزي ، عينکي ، خولۍ او لباس يوه الماري بايد حتمي په پام کي ونيول شي چي خمانو سره دورتګ په وخت کي يي اغوندي اوبيايي وباسي . ٧- دتخمرددستګاه کارکونکي بايد صحت مند وي اوهره ورځ تبديل نکړي شي . ٨- دتخمرددستګاه پخواني کارکوونکي ترڅنګ بايد ځوان کارګران وروزل شي ځکه چي پخواني کارکوونکي دوخت په تريدو بي پرواګرځي ٩- دتخمرددستګاه کارکوونکي بايد دستګاه ته دراتګ او ددستګه څخه دتګ په وخت کي لاسونه اود دمکان په صورت کي ټول بدن په صابون پريمنځل شي . ١٠- دمالګين تخمر په ځايونو کي بايدمنظم طبي کنترول وشي ، کانالونه ، دخم څلورخواوي په ( ١%) کلورينومحلول باندي پاک شي ١١- دخمانو په سرپوش د ودريدو اجازه نه شته خمانوته دورتګ لپاره دتخنيکي لارو څخه اويا دزيني څخه دي استفاده وشي ١٢- دخمانو دستګاه ته دنصوارو، سګريټ ، اونوروشيانووړل جد بندوي حتي په دريشي کي کمربند هم جوازنه لري ١٣- هغه لښتي چي تګ راتګ ورباندي کيږي بايد په سرپوښ پوښلي وي

دشنو ښوونو دتخمراماده ګي

په افغانستان کي دښوونو دټولو نوعوڅخه اجازه نه جوړوي يواځي دڅومحدودو نوعو څخه اچار جوړوي لکه ګمليک، چمليک ، سوپلانو اواذربايجان- داچارپه منظورکي کومه شنه ميوه راوړل کيږي بايد ډيره خامه نه وي ژيړرنګي شين رنګ ولري ديوي نوعي چي هره نوعه وي ښوون راوړل کيږي لکه چي دمخه وويل شول دميوو دراټولوڅخه وروسته د ( ٣) ساعتو په موده کي ښوون بافابريکي ته انتقال شي که ښوونو ميوي اوبه د لا سه ورکړي وي او مړ اوي وي او تخمر لپا ره منا سب ندي مر يض د حشراتو پوا سطه زخمي شوي تکول شوي ميوي د تخمر لپا ره متاسب نه دي کله چي لس کيلويي صندو قو نو کي زيتون را ټول او د اوبو په ټا نکرو کي زخيره او فا بريکي ته انتقا ل شي په فا بريکه کي د قطره يي اوبو پوا سطه لمديږ ي دلته با يد د دي خبري يا ده وري وکړم چي د ښو و نو داني با يد د دولسو سا عتو په موده کي خم ته انتقا ل شي .

خم ته دانتقال پروسه

شنه ښوون دپيپ پواسطه منځل كيږاودپټې (transporter) په سر اچول كيږي دلاس په واسطه دسورت كولو اوپاكولو لپاره دڅو تنو كاركرانو له مخي تيريږي اضافي شيان ناسمي داني ،پاڼي،ډكې او نورشيان تري لري كيږي ددوهم ځل لپاره داوبو دجريان په طريقه منځل كيږي اوانتقال صورت مومي داوبو او ښوونو تناسب۱:۲ وي د خم د انداز په نظر كې نيولو سره د مخه بيليږي دخم په سر يو تن كار ګر ناست وي اود پيپ نظارت كوي .

دښوونو اچول په خمانو كې

ښوون دمنځلو وروسته سورت كيږي داوبو دجريان په واسطه په پايپ كې انتقاليږ ي او په خم كې اچول كيږ په خمانو كي بايد دمخه يوپر دوه ۲/۱ برخى اوبه موجودي وي چې دانتقال په وخت كې ميوي زخمي نه شي وروسته دلا ي محلو ل چې دمخه جوړ شوي دميوي د تريخوالي دلري كولو په منظور خمانو ته دپايپ په واسطه انتقال مومي دلاي محلو ل ۲۵.۱% اويا۲% وي چي دامربوط دي دميوي دسورت پوري لاي محلول KOH يا NaOH په خمانو كې ۴/۳ برخي اچول كيږي اوسر كوليشن څو څو ځلي صورت مومي دلا ي محلول په خم ۸-۱۱ ساعتو دپاره پاتي كيږي خو ددوه نه تردري ساعت وروسته دلاي محلول داچولو څخه دښوونو ميوي كنټروليږي چې القلي دميوي تر كومي برخي رسيدلي دي چې دا عمل څوڅو واري ي تكراريږې كله چې القلي ميوي تر زړي ورسيد لې-محلو ل دخم څخه اوباسو او دپاكو اوبو يې ډكوو . القلي رسيدل دميوي تر زړي پوري د۱% فينول فتالين دمحلول په واسطه داسي معلوميږي چې يوه يا څو داني ميوي په هموار سطحه ايښودل كيږي اود فينول فتالين ۱%محلول پري اچول كيږي كه سور رنګ يي واخست نو وايو چي القلي مجلو تر زړي يا بلي بر خي پوري رسيدلي دي كه چيري د۱۰—۱۲ساعتو په موده كي القلي محلو ل دميوي داخل ته جذ ب نه شي نو محلو ل چپه كوو اوبل محلو ل جوړوو اوداعمل تكراروو ۲—۳ ساعته وروسته يې كنټرولو چې القلي دميوي داخل ته سرايت كړي وي دحرارت درجه دخمانوپه ساحه ۲۵—۲۸ سانتي ګراد بايد وي كله چې دښوونو ميوي القلي اخستي وي نو د معين وخت څخه وروسته دالقلي محلول تري لري كوو اودصافو اوبو په واسطه القلي مينځل شروع كوو.

القلي محلو ل اخراج له ميوي څخه

په لومړي ساعت كې دري ځلي اوبه له خم څخه ويستل كيږي اوبيا وروسته د۲—۳ساعتو په موده كې اوبه له خم څخه ايستل كيږې اوتازه اوبه اچول كيږي دا مينځل ۶ساعته دوام مومي تر څو دښوونو څخه القلي په مكمل ډول وميڼځل شي كه اوبه يخي وي دالقلي ويستل دښوونو څخه كيداي شي۱—۱۵ ورځي ادامه وكړي القلي څخه دژر خلاصون دپاره اوبه بايد ۵۰—۷۰ سانتي ګراده حرارت درجه ولري نو په دي توګه دغه عمليه ژر صور ت ومومي دلته بايد ووايم چې دا كارد باكترياو څخه دخلاصون دپاره بهتره دي كه په ښوونو كې القلي باقي پاتي شوي وي داكار به دباكترياودپاره زمينه برابره كړي او ميوي به تخريب كړي هغه محلول چې يوځل استعمال شوي وي كيداي شي ۲—۳ ځلولپاره استعمال شي القلي اندازه كنټروليږي اوبيااستعماليږېي

په ما لګه دښوونودخامو ميوو تخمرول

هغه دښوونو ميوي چې القلي څخه پاكي شي ۵%محلو د دسوديم كلورايد مالګي وركول كيږي دمالګي دمحلول جوړول په بيل ټانكر كي صورت مومي اودمالوچو دفلتر په واسطه فلتر كيږې ا و وروسته دهغوي هرخم ته دهغي دڅنګ دنل د لاري دسالو مټر د ۴۴ څخه۵۴ درجو دمالګې محلو ل داخليږې ترڅو خمان ډك شي هر كله چې په خمانو كې په دايمي توكه دمالګي محلول دسالو مټر د۲۸—۳۰ درجو ته ورسيږې خمانو ته نوره مالګه نه اچول كيږېي. تخمر په پيل كې د لكتيك اسيد بكتريا او خمير مايه وده كوي چې لږوروسته له خمير ما يودودي مخنيوي كيږ ې اويوازي دلكتيك اسيد بكترياوي وده كوي او لكتيك اسيد توليدوي بيو تاريك اسيد توليدونكې بكترياوي بايد هيڅكله دښوونو داچارو په تخمر كې وده ونكړي ځكه چې نوموړي بكترياوي دښوونو اچار خوسا كوي. دښوونو دخامو ميوو اچار جوړونه دسانتي ګراد په ۲۷ درجو تودوخه كې په چټكه توګه سرته رسيږيدتخمر په جريان كې بايد په ملسل ډول دمحلول تيزابي توب دمالكې غلظت او دمحلول پي اچ امتحان شي او په اخرو خت پوري ښايي محلول په سلو کي ۶.۰ څخه تر ۲۵.۱ برخو پوري ي لكتيك اسيد او ۸.۳ PH ولري .

تخمر په جريان كْْْې اچاروخوساكيدل

كه چيري ښوون دخامو ميوودتخمرپه پيل كې دلكتيك اسيد توليد وځنډيږي او دمحلول پي اچ له ۲.۴ څخه لوړ شي نو نو موړي ناوړه بوي اوخوند پيداكوي چې دزايا پترا(zapatera) په نو م ياديږي كه چيري په خپل وخت سره نوموړي تخمر ته سركه وراضافه نه شي نودښوونودخامو ميوو نوموړى اچار به دخوړووړ نه وي په همدي ترتيب كله كله امكان لري چې دښو ونو دخامو ميوو په تخمر كې غازپا كټونه توليد شي چې نوموړي خوسا كيدنې ته دماهي دسترګو خوساكيدنه fish eye spoilage واي داډول خوساكيدنه دايرو بكتر (aerobatic) ګروپ بكترياوو اندازه مالګه اولكتيك اسيد په تخمر كې موجوده وي دنوموړي خوساكيدنه نه شي واقغ كيدلي كه چيري دښوونو خامي ميوي دلاي دوينځلو لپاره دري ورځي پاتي شي اوله ازادي هوا سره مخامخ شي نو اكسديشن واقع كيږي او دميوي رنګ خړ او ړي چې دهغي دمخنيوي دپاره بايد اسكار بيك اسيد استعمال شي .

سورت كول

داچاروله عملي څخه وروسته دښون خامي ميو سورت كيږيي په دي معنې چې دخراب رنگه زخمي اوبي شكله ميوي جلااو له منځه وړل كيږ كله كله په دي مرخله كې د ميوو څخه زړي هم ايستل كيږي او بي زړو ميوو څخه اچار جوړيږي .

دښون دخاموميوو داچارو بوتل كول

په دي وخت كي دښونو ميوه بايد ژيړ چكه شين رنګ ولر ي دښون دخامو ميوو اچار بايد په ۷۵.۰ بر خې څخه زيا ت لكتيك اسيد ولر دښوون دخامو ميو اچار بايد په شيشيي بوتلونو كې داسي خوندي شي چې لومړي دبوتل او ميوي هوا خالي او بيا دميوي څخه ډك شي له مالګي محلول يې دسالو مټر ۲۸ درجې وي كله كله دمالګي سره يوځاي په سلو كې ۱.۰ څخه تر۲.۰ برخي سركه يا(استيك اسيد ) هم ګډيږي . كله كله دښوونو دخامو ميوو بوتل شوي اچار دسانتي ګرا د په ۸۳ درجو كې تعقيم كيداي هم شي خو دي كار ته دومره اړتيا نشته .

دپخو ميووڅخه دغوړيو استحصال

لكه څرنګه چې په مخكني برخه كې دپخو ميوو په راټولولو بحث وشو دلته دهغو راټولې شوي ميو ي چې په لس كيلو صندقونو كي فابريكې ته انتقال شوي دلته دهغه عمليي څخه ياداوري وكړو چي دغوړيو داستحصال په منظور په ميوو اجرا كيږي چې دهغه عمليو څخه لاند ى په مختصر ډول يادونه كوو ،


برقي پټه يا ټرانسپرټيور ( transpertor) دښوونوميوي دكريټونو څخه په روانه پټه اچول كيږ ي او دڅو تنو كاركرانو دمخه تيريږي خرا به دان زخمي دانه او نو ر اضافي شيان تري لري كيږي او دمينځلو ماشين ته وړل كيږي .

دمينځلو مر حله (Washing stage)

دټرانسپر ټيور څخه ټانكر ته او بيا درول ماننده انتقال كونكې پايپ په واسطه دوينځلو ماشين ته داخليږې چې داماشين دري وظيفي اجراكوي ۱-پا-سني برخه كې پكي لري اودښوونو سره كه پاڼي موجودي وي هغه ددانو څخه جلا كوي ۲-كه دښوونو په ميوه كې تيږه او يا بل كوم شي چې دروند وي دماشين په لاندني برخه كې پاتې كيږي دتيږو اونوروموادو دلريكولو لپاره يو يا دوه ځلي ماشين پاك شي . ۳--مينځلو مرحله : يو واټر پمپ لري سر كوليشن كوي اويوي جالي ته ورځي چي دانه او اوبه سره جلا كوي ددي ماشين اوبه بايد دوامداره بدلي شي . دلته بايد ووايم چې مينځل شوي پاک ښوون بيا يو بيلر ماننده ساحي ته وليږي اويو رول ماننده ساحتمان په واسطه دكوفتي ماشين ته انتقاليږ ي .

دكوفتي ماشين

دكوفتې ماشين دكوفتې كولو دځاې او دري نورو برخو څخه جوړ شوي دكوفتې بر خه لرونكي دچاقو ګانو او جالې دي دكوفتې په بر خه كې دښوونوميوي دزړو سره ګډميده كيږي دومره ميده كيږي چې دجالي ځينې تيرشي دكوفتې په ماشين كې دميده كيدو او اوبړن كيدو په خاطريو مقدار عادي اوبه ورګډيږې او بيا لمړني خانې ته ورځي په لمړني خانه كې مواد ګرميږي داخانه دمركز ګرمي لرونكې دى په دي خانه كي دحرارت درجه بايد ۶—۴۵ سانتې ګراد ته ورسيږي كم تركمه د۲۰ دقيقي بايد ميده شوي مواد دلته پاتى شي او ګډوډولوmixtureپه واسطه كيږي په دوهمه او دريمه خانه كې دلمړنې خاني په څير عمل تكراريږ تقريبا شل شل دقيقي وخت په هره خانه كې ضرورت دي دحرارت درجه بآيد لږ څه لوړه شي او ګډول دوامدار صورت مومي په لانديني برخه كې درجه لرونكې پمپ موجود وې چې دموادو انتقال سرعت او اندازه تعين كولي شوبهتره ده چې كوفته شوي مواد په كم سرعت او مقدارانتقال شي دلته ۴۵ سي سي ګرمي اوبه دمواد وسره ګډاو پمپ په ذريعه بل ماشين ته انتقاليږي.

دمايعاتو او جامداتو جداكونكي ماشين

Extracttore centerfiuge: داماشين دزيات سرعت پواسطه چې په في دقيقه كې ۷۰۰۰عمودي دوره خوري چې په نتيجه كې مايعات (اوبه اوغوړي) او جامدات(تفاله) سره جلا كيږي مايعات يو بل ماشين ته چې separator centrifuge نوميږي ورځي او جامد تفاله ديو رولك پواسطۀ بهر ته لويږي .

دغوړيو او اوبو جداكول

دغوړيواوبوجدا کول دseparatore centrifuge پواسطه جلا كيږي دا په دي ترتيب چې داوبو كثافت دلوړ والي له امله دماشين په كوزني برخه كې او غوړي دماشين په برني برخه كې باقي پاتي كيږي دغوړيو فيصدي له ميوي څخه مربوط دكوفتې دماشين په ګر ميدو ميده كيدو او ګډ يدو پوري كه مواد ښه ميده شوي وي اوښه ګرمه شوي وي او ښه ګډ شوي وي نودغوړيوفيصدي لوړه وي دغوړيو كيفيت دښوونو دميووپه سختوالي انتقا ل ساتل چې دښوونو ميوي د۱۲ ساعتو څخه زيا ت پاتې نه ش

سرچینې

راټولونکي عبدالرحمن مخلص سېد جماالدين افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونواو طبیعي منابعو څانګه

Tags:

دزیتونو دمېوو راټولول او پروسس پرورسس اهميتدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دښوونودميوي غذايي ارزښتدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دښونو دميوي طبي ارزښتدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دښوونو اقتصادي اهميتدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس ښوونو ياد زيتونو د ميوو راټولولدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس د شنو ښوونو د تخمر لپاره د خمانواماده کولدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دتخمرپه کارکي دبي خطرتخنيک قاعديدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دشنو ښوونو دتخمراماده ګيدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس خم ته دانتقال پروسهدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دښوونو اچول په خمانو كېدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس القلي محلو ل اخراج له ميوي څخهدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس په ما لګه دښوونودخامو ميوو تخمرولدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس تخمر په جريان كْْْې اچاروخوساكيدلدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس سورت كولدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دښون دخاموميوو داچارو بوتل كولدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دپخو ميووڅخه دغوړيو استحصالدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دمينځلو مر حله (Washing stage)دزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دكوفتي ماشيندزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دمايعاتو او جامداتو جداكونكي ماشيندزیتونو دمېوو راټولول او پروسس دغوړيو او اوبو جداكولدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس سرچینېدزیتونو دمېوو راټولول او پروسس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

انځوراخيستنهد سرچينې کمښتعمران خانکتابتون ډاټ کامکندهار ولايتکچالو18 اگسټ29 جولایتوماس اډیسونمنځنی ختيځسياستوالد شمال ګډېدونکي هلکانمصنوعي القاحد وینې ګروپپښتواسلام او سکهيزمحامد کرزید امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندپسرلیحجروی ویشکییفمذهببوديزمد شهیدانو چوکلېزرمايکروسافټنړیوال سوداګریز سازماناسلامپالنهملا بورجانامریکایي ډالرپينځه نۍدري ژبهبیکاری6 نومبررغاونهلرغونپوهنهشړشمدوبۍپټه خزانهاروپاپير محمد کاکړدریم جورجپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلد ساسانيانو واکمنيد وینې لوړ فشارميرويس هوتکهونولولود افغانستان د فوټبال ملي لوبډلهجاپانمېخي ليکدودافغان بېسيمد عثماني خلفاوو لړلیکپښتو ادبوالټ ډيسني شرکتژويويکيڅنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟سلطان عبدالمجید (اول)کوټ ولسوالۍمطالعهدژوندبڼو ډولونه21 ډيسمبرقرآن کریمسانتیاګوکاناډاخرليکوالبارانانفلاسيونزده کړه (پوهه)🡆 More