ډاکټر داود جنبش ( په انگرېزي ژبه: Daud Junbish) د افغانستان د راډيو ټلويزيون يو پخوانی راډيو ژورناليست او د بي بي سي پښتو څانگې راډيو خبريال ، خبرچمتو کوونکی ، ژباړن او د ځينو ټولنيزو کتابونو ژباړن او د ژورنالیزم پوهنځۍ لپاره د دوه ټوکه لوست کتابونو لیکوال دی .
داود جنبش د افغانستان د کونړ ولايت اوسېدونکی دی ، خو د عمر ډېره برخه ېې پلازمېنه کابل کې تېره کړې .
محمد داود جنبش په هرات کې زېږېدلى، خو پلرنى ټاټوبى يې د کونړ ولايت څوکۍ ده.
زده کړې يې له جلال آباد نه پيل کړي خو د افغانستان د شمال ، لوېديځ او ختيځ په بېلابېلو سيمو کې يې اوږدې کړې دي. تر ښوونځي وروسته يې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى تعقيب کړى او چې ترې فارغ شوى د همدغه پوهنځي په ژورناليزم څانگه کې استاد شوى دى.
پر ١٩٨٧ کال پخواني شوروي اتحاد ته د زده کړو له پاره تللى او د مسکو له دولتي پوهنتون نه يې د ډاکټرۍ ډېپلوم تر لاسه کړى دى.
له ١٩٩٤ کال راهيسې د بي بي سي له پښتو او دري څانگو سره لومړى په مسکو کې د خبريال او بيا په لندن کې د پروډيوسر په توگه کار کوي.
داود جنبش واده کړى او درې بچيان لري: دوه لوڼي او يو زوى.
په ليکنو کې يې د کابل پوهنتون د محصلانو له پاره د دوو درسي کتابونوتاليف او د يو شمېر څېړنيزو مقالو يادونه کېدلى شي. دوه کتابونه يې له روسي ژبې نه پښتو کړي چې په ١٩٨٠ کلونو کې د افغانستان په جگړو کې د ښکېلو دوو جنرالانو خاطرې دي.
https://www.bbc.com/pashto/news/story/2007/03/070329_og_s7_junbish.shtml
http://www.bbc.co.uk/blogs/bbcmediaaction/authors/Daud_Junbish
This article uses material from the Wikipedia پښتو article داود جنبش, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.