د تګ راتګ ازادي، د خوځېدنې حقونه يا د يون حق د انساني حقونو يو مفهوم دی، چې د يو هېواد د خاورې دننه له يو ځای څخه بل ځای ته د اشخاصو د يون کولو او د هېواد د پرېښودلو او بېرته ورته د راستنېدنې حق رانغاړي.
ياد حق د ځايونو د ليدنې سربېره د يو شخص د استوګنې يا کار کولو د ځای بدلول هم رانغاړي.
دا ډول حقونه د ګڼو دولتونو په اساسي قوانينو او د نړيوال قانون د معيارونو په منعکس کوونکو اسنادو کې برابر شوي دي. د بېلګې په ډول: د بشر د حقونو د نړيوالې اعلاميې ۱۳ ماده ټينګار کوي، چې:
ځيني خلک او سازمانونه دې لپاره د يون ازادۍ د پراختيا ننګه يا ملاتړ کوي، چې د هېوادونو تر منځ او همدارنګه د هېوادونو په دننه کې د يون يا کډوالۍ ازادي راونغاړي. د سفر يا يون ازادي د بېلابېلو حکومتونو له لورې د بېلابېلو لارو چارو له مخې ټاکلې (محدوده) ده او ان ښايي د يوه (واحد) هېواد د خاورې دننه هم توپير وکړي. دا ډول محدوديتونه په عمومي ډول د عامې روغتيا، نظم يا خونديتوب د مناسبتونو پر بنسټ دي او ګڼي چې دې حالتونو ته حق د يون د ازادۍ فکر مخنيوی کوي.
پر خلکو باندې د نړيوال يون بنديزونه (ورتګ يا ورڅخه تګ) عادي خبره ده. په هېوادونو کې د يون ازادي زياتره وخت د کوچنيانو لپاره زياته ټاکلې يا محدوده وي او د جزا قانون دې حق کې ځکه سمون راوستلی شي، چې ياد قانون پر جرمونو باندې تورن يا محکوم اشخاصو باندې پلې کېږي (د بېلګې په ډول د ژمنې پر بنسټ د بندي خوشې کول، د مشروطۍ يا ازمايښت دوره، نومليکنه). په ځينو هېوادونو کې د سفر ازادي په تاريخي ډول د ښځو او د ناخوښه توکميز او ټولنېزو ډلو د غړو لپاره ټاکلې ده. حقوقي او عملي دواړه حالتونه ښايي د دې ازادۍ د ټاکلو لپاره کار وکړي. د بېلګې په ډول: هغه ملت چې سفر ته په پام سره په عمومي ډول اجازه ورکوونکی دی، ښايي د جګړې پر مهال دا حق محدود کړي.
بنديزونه ښايي لاندې ډولونه راونغاړي:
په ځينو قضايي برخو کې په دې اړه پوښتنې راپورته شوې دي، چې د يوې شخصي ځمکې څښتن له هغې ځمکې څخه تر کومې کچې خلک شړلی شي، چې د عامه موخو لکه د خرڅلاو مغازې يا پارک په توګه ترې نه ګټه پورته کېږي. د قانون يو اصل شته چې د ځمکې څښتن، چې ملکيت يې هېڅ عامه لاسرسی ونه لري، خپل ملکيت ته د رسېدنې د اړتيا په حالت کې شخصي ځمکې ته د تېرېدلو په موخه اسانتيا ورکول کېدلی شي. د پورتني اصل خلاف، د عامه ځورونې قوانين د خنډ ډلو او باسکټبال لوبو لپاره د عامه لېږد رالېږد په موخه د جوړو شويو عامه سړکونو نوبتي کارونې مخنيوی کوي.
مور او پلار يا نور قانوني پالونکي په عمومي ډول د دې وړتيا لري، چې تر خپلې څارنې لاندې کوچنيانو او هغو نورو لويانو د تګ راتګ مخنيوی وکړي، چې په قانوني ډول د خپل تګ له اداره کولو څخه بې وسه برېښې. ګومارونکي ښايي په قانوني ډول د کارکوونکو پر خوځښتونو باندې يو څه بنديزونه ولګوي او د ماتولو په حالت کې يې ګومارنه پای ته ورسوي.
حکومتونه ښايي په عمومي ډول د هغو اشخاصو د تګ ازادي په کلکه محدوده کړي، چې په جرمونو باندې محکوم شوي دي، په څرګند ډول د بند په برخه کې. پر هغو تورن مجرمانو باندې هم ښايي بنديزونه ولګول شي، چې د ازمايښت په دوره کې نه دي يا د ژمنې يا وعدې پر بنسټ له بنده خوشې شوي دي. هغه خلک هم کېدای شي له سفر څخه راوګرځول (منع) شي، چې پر جرمونو باندې تورن دي او ضمانت سره خوشې شوي دي. يو مادي شاهد (material witness) څخه هم ښايي د سفر کولو حق واخېستل شی.
سکه څه هم هېوادونو ته يا ورڅخه سفر کولو ته په عمومي ډول اجازه ورکړل شوې ده (د ځينو بنديزونو په شتون سره)، مګر زياتره دولتونه هغه وخت محدودوي چې لنډمهالي ليدونکي يې له مخې په يو هېواد کې پاتې کېږي. دا د نورو عواملو له ډلې د تابعيت يا لومړني او دويمې هېواد يا هغه هېواد پورې اړه درلودلی شي، چې سفر ورته کېږي. په ځينو بېلګو کې (لکه د هغو کډوالو بېلګه، چې خپل هېواد ته په بېرته راستنېدلو کې د سمدستي جسمي زيان له ګواښ سره مخامخ دي يا هغه وګړي چې د قانوني پناه په لټته کې دي) ښايي د انسان دوستۍ پر بنسټ تر نامعلومې نېټې پورې پاتې کېدنې ته اجازه ورکړل شي، مګر په ډېری نورو حالتونو کې پاتي کېدل په عمومي ډول ټاکلي دي. د دې پر وړاندې يو د يادونې وړ معافيت په اروپايي اتحاديه کې د خلکو ازاد تګ راتګ دی، چې په اروپايي اتحاديه او EFTA کې د هر هېواد وګړي د اروپايي اتحاد يا EFTA په بل غړي هېواد کې په عمومي ډول له نامعلومه پاتې کېدلو څخه خوند اخلي.
د دې تر څنګ د يو هېواد په ځانګړو سيمو کې ځای پر ځای کېدلو يا ژوند کولو باندې په بېلابېلو هېوادونو او په ځانګړي ډول چين کې بنديزونه لګول شوي دي.
د ماشوم د ساتنې يا توقيف په شخړه [قضيه يا حالت] کې ښايي محکمه د يو کوچني يا نابالغ ماشوم پر تګ باندې بنديزونه ولګوي، چې په دې ډول له خپل کوچني سره د هغه د مور او پلار د سفر کولو وړتيا ټاکي.
د وېزې بنديزونو لړيال د نورو هغو هېوادونو د شمېر په بنسټ هېوادونه ډلبندي کوي، چې وګړي يې له وېزې يا اجازه ليک پرته ننوتلو کې ازاد دي. د نړۍ زياتره هېوادونه د هغوی خاورې ته د ننوتلو په موخه د نورو هېوادونو له وګړو څخه وېزې يا د ننوتلو د اجازې نورې بڼې غواړي. هغوی چې يادو اسنادو غوښتونکو هېوادونو ته له مقرراتو څخه په سرغړونې سره ننوځي، له بند يا شړنې (تبعيد) سره مخامخ کېږي.
زياتره هېوادونه غواړي چې د هغوی وګړي د يو قانوني پاسپورټ، د نړيوال سازمان له لورې ورکړل شوي د سفر سند يا هم په ځينو حالتونو کې د پېژندې سند پر بنسټ هېواد پرېږدي. د پاسپورټ ورکوونې شرطونه او نه ورکوونې حکومتي واک په بېلابېلو هېوادونو کې توپير کوي.
هېوادونه ښايي د خپلو اوسېدونکو په پرتله بېګانه وګړو يا کډوالو ته د ځينو حالتونو (لکه laissez-passer ) له مخې د يون اسنادونه ورکړي.
د ورکړل شوي پاسپورټ درلودل له هېواد څخه د وتلو حق نه تضمينوي. يو شخص ښايي د يو شمېر لاملونو پر بنسټ د يو هېواد له وتلو څخه راوګرځول (منع) شي. لکه: شخص د شکمن په توګه تر پلټنې لاندې وي، د جرم سزا تېروي، له اداينې څخه بې وسه پوروړی وي يا دا چې ملي امنيت ته ګواښ وي. ياد بنديز پر بېګانه وګړو يا کډوالو باندې هم پلی کېږي.
په ځينو هېوادونو کې له هېواد څخه د وتلو پر وړاندې بنديز ښايي د پخواني ورکړل شوي پاسپورټ د نه منلو بڼه غوره کړي. د بېلګې په ډول: د امريکا متحده ايالتونه ښايي په خپله خوښه پاسپورټونه لغوه کړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د تګ راتګ ازادي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.