بارکزی

په دې ليکنه کې د ويکيسازنې د کړنې سببونه نه دي ليکل شوي.

بارکزي په اصل کې سړبني پښتانه او د درانيو د زيرک په څانگې پورې تړلي دي٠ بارکزي ، پوپلزي او الکوزي سره ټولې وروڼه قبيلې دي٠ اڅکزي د بارکزي زوي دي چي اوس په خپل نامه سره ږغ کوي. بارکزي په نورو ډيرو ښاخونو او څانگو ويشل شوي دي چې په لاندي ډول پيژندل کيږي:

محمدزي ، عمرخانزی ، باکل زي، گورجيزي، خانچه زي، خواجک زي،  ملک دين زي، مسېزي، انگيزي، غيبي زي، نورالدين زي، نصرت زي، مدي زي، جنک زي، بيانزي، تاروزي، خونسيزي، اتمانزي، ولي زي،  جمالزي،  بورزي، خواجيزي، ابازي،  اين زي،  شيخي زي، بايزي،  سنجر زي،  سليمانزي،  سوندرزي،  موسي زي او  عبدالله زي٠ 

د حيات افغاني ليکوال ډپټي حيات خان د بارکزيو په اړوند داسي کښلي ديبارکزي د شمير له مخي تر پوپلزيو ډير دي او دوی د کندهار جنوب ته په ارغستان او د هلمند دسيندونو پر غاړو پر وچ ميدان ميشته دي٠ د بارکزيو هغه برخه چې کندهار ته نږدې د ارغستان او هلمند دسيندونو پر غاړو ميشته دي د ښو ځمکو د درلودلو په وجه په کرنې بوخت دي، خو ځيني نور يې د وچ بيابان په مينځ کې په ډيرې سختۍ او زحمت سره دکر کيلې په چارو بو خت دي٠د غه خلک ډير زړور او جنگيا لي دي٠.د وزير فتح خان بارکزی له وخته دغه خلک ډير مشهور شول، په تيره بيا کله چې امير دوست محمد خان د کا بل د واکمنۍ پر گدۍ کښيناست، نو د هغه په سبب ددوی په شهرت کې نور هم ډيروالی تر سترگو شو٠."

امير دوست محمد خان په ١٨٣٧ زيږديز کال کې په افغانستان کې دبارکزيو د واکمنۍ بنسټ کيښود چې تر هغه وروسته دبارکزيو قبيلې نه لانديني واکمنان په قدرت کې پاتي شوي دي: امير شير علي خان ، امير محمد افضل خان ، امير محمد يعقوب خان ،امير عبدالرحمن خان ، امير حبيب الله خان ، امير امان الله خان ، محمد نادر شاه ، محمد ظاهر شاه او د افغانستان د جمهوريت مؤسس شهيد سردار محمد داؤد خان ، چې په مجموع کې بارکزيو پر افغانستان ١٤١ کلونه واکمني چلولې ده.


په اوسني وخت کې بارکزي په افغانستان کې په لاندې ډول مېشته دي: ١-د کندهار په ولايت کې: د کندهار بارکزي د کندهار ولايت په مرکز، د دامان ، شاه ولي کوټ ، ارغنداب ، پنجوايي ، ارغستان او معروف په ولسواليو کې مېشته دي او د ١٣٦٠ کال د سر شميرنې له مخې په دغه ولايت کې ددوی شمير تر سلو زرو تنو لوړ دی٠ ٢- د هلمند په ولايت کې: په دغه ولايت کې بارکزي د هلمند په مرکز لشکر گاه ، د ناد علي ، واشيو ، ناوه بارکزايي ، نوزاد او نهر سراج په ولسواليو کې او سيږي او د ١٣٦٠ لمريز کال د سر شميرنې له مخې د با رکزيو مجمو عي شمير ١٨٠٠٠٠ تنه ښو دل شوی دی٠ ٣- د نيمروز په ولايت کې: ددغه ولايت بارکزي دنوموړي ولايت په مرکز زرنج ،او د کنگ او چار برجک په ولسواليو کې اوسيږي چې ټول شمير يې د ١٢٠٠٠ تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دي ٠ د فراه په ولايت کې: بارکزي ددغه ولايت په مرکز او د با لا بلوک او گلستان په ولسو اليو کې ميشته دي٠ دفراه په و لايت کې ددوی مجمو عي شمير د ١٣٠٠٠٠ تنو په شا او خو اکې ښو دل شوي دي٠ د هرات په ولايت کې: بارکزي په هرات کې ددغه ولايت د انجيل، گذرې ، پښتون زرغون ، گلران ، غوريان ، زنده جان او ادرسکن په ولسواليو کې ميشته دي چې د ١٣٦٠ لمر يز کا ل د سر شميرنې له مخې ددوی مجمو عي شمير ٦٧٠٠٠ تنه ښودل شوي دي٠ د بادغيس په ولايت کې: ددغه ولايت بارکزي د مرغاب او غور ما چ په ولسو اليو کې ميشته دي چې شمير يي د لسو زرو تنو په شا او خواکې ښو دل شوي دي٠ بارکزي کوچيان: يوډير شمير بارکزي په کوچياني ډول ژوند کوي٠ دوی د ليږد يدو او کو چ له پاره بيلا بيلې لارې لري دبيلگي په تو گه يو شمير بارکزي کو چيان د دوبي په مو سم کې له خپلو رمو سره له هراته دغور د جنو بي څنډو پورې ځي او خپل ما لونه لکه پسو نه او وزې په دغو ورشو گانو کې څر وي٠دويمه ډ له يې له با دغيس نه د غو رماچ په لاره د فارياب ولايت د قيصار او جلاير له لارې ځا نونه تير بند تر کستان ته رسوي٠ددغو بارکز يو کو چيان د ختيز کندز(نو اباد) نه د بغلان دشت بای سقال،پورتني اندراب،او خوست او فر نگ ته ځانونه رسوي،په داسي حال کې چې بله ډله يي ځا نو نه د بد خشان دشت سيوه ته رسوي٠بايد ووايو چې د افغا نستان په شمالي ولايتونو کې د بارکزيو کو چيانو مجمو عي شمير ٢٢٠٤ کو رنۍ ښو دل شوی دی٠ بارکزيان غير تمن، ميړني،ميلمه پالو نکي خلک دي٠ دعلم او پو هې سره زياته مينه لري٠په دوی کې گڼ شمير عالمان، ليکوال او شاعران تير شوي دي او همدا اوس هم شته. مرزا عبدالحنان بارکزی د پښتو ژبي مشهور او وتلی شاعر تير شوي دی چې د بارکزيو له قبيلې سره يې تړاو درلود.

د بارکزی قوم شجره

بارک بن زیرک بن عيسیٰ بن زختر بن ابدال بن ترين بن شرخبون(شریف الدين) بن سړبن بن قېس عبدالرشيد 

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ماري انتوانېتد احد غزاذهنالبانیاسپیقلندر مومندانګلیسيپښتونستانداکټر سید جمال الدین هروید کابل د سقوط په اړه غبرګونونه (۲۰۲۱ ز کال)ارګدروغد افغانستان سيندونهنړيوال غزېدلی جالپاړسي ژبهد بشري حقونو نړېواله اعلاميهژبهژويکوس څحه کوچینیمحمد (ص) په اسلام کېگل پاچا الفتامازون باراني ځنګلپانکراسایمان مجملرونډاگاليومFleroviumاورګاسممطيع الله تورابسپېرکۍخېبر پښتونخواپرېشان خټكتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟شاهزاده محمد اکبر خانچرسپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتاقتصاداکسايدسردار محمد اکبر خانافغان قاموساوښتونغني خانتصوفمحمد ادريس کاندهلويد ناټو پراخونهاقلیمي بدلوننن ټکی اسیابلنلیکزده کړه (پوهه)قطرد سویلي سمندر شرکتلاچیرسمیت پیژندنهکيمياوي توکیسمسور صافید افغانستان اسلامي امارتاجرايي قوهبوديجهتېمور شاه درانيامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )فنلنډي ژبهگرېشک ولسوالۍمرغهکيويکس🡆 More