اِرګون

اِرګون (عبري: ארגון، اِرګون؛ بشپړ سرلیک: عبري: הארגון הצבאי הלאומי בארץ ישראל، هَ‌اِرګون هَ‌تسوای هَ‌لئیومي ب‌ارِتس یِسرائل) یعنې، د اسرائيل په خاوره کې ملي نظامي سازمان، یو صهیونېست نیمه نظامي سازمان ؤ، چې د ۱۹۳۱ او ۱۸۴۸ کلونو تر منځ یې په فلسطین باندې د برېتانیې په قیمومیت کې فعالیت کاوه.

دا سازمان د اېټزل (عبري: אצ"ל) په نوم هم یادېږي، چې د عبري لومړنیو تورو لنډیز دی یا د IZL مخفف په نوم هم پېژندل کېږي. دا سازمان د زاړه او لوی یهودي نیمه نظامي سازمان، هاګانا یا Haganah (عبري: הגנה, دفاع)  څانګه وه. کله چې دا ډله له هاګانا څخه ووتله، د هاګانا بېټ (عبري: کلمه په کلمه: بي دفاع یا دوهمه دفاع) یا په بل عبارت د haHaganah haLeumit (عبري: ההגנה הלאומית) یا حماماد (عبري: המעמד) په نوم وپېژندل شوه. د ۱۹۴۸ کال د عرب – اسرائیل جګړې په پیل کې د اِرګون غړي د اسرائیل په دفاعي ځواکونو کې جذب شول.  

د اِرګون سیاست د هغه وخت د اصلاح پاله صهیونیزم پر بنسټ چې د زیف جبوتنسکي له خوا رامنځته شوی ؤ، ولاړ ؤ. د هاوارډ ساچار په خبره، "د نوي سازمان سیاست دقیقاً د جبوتنسکي پر تعلیماتو ولاړ ؤ: هر یهود حق درلود چې فلسطین ته ننوځي؛ یوازې فعال غچ د عربانو مخه نیوله؛ یوازې یهود وسله وال ځواک د یهود دولت ساتنه کوله".  

دوه عملیاتونه چې په پار یې اِرګون زیات مشهور دی، د ۱۹۴۶ کال د جولای په ۲۲ په بیت المقدس کې د کنگ ډېوېډ هوټل بمبارول او د دیر یاسین عام وژنه دي، چې دا عام وژنه د ۱۹۴۸ کال د اپریل په ۹ د لیهي (Lehi) ډلې سره په ګډه ترسره شوه.  

اِرګون ته د یوه ترهګر سازمان یا د هغه سازمان په سترګه کتل کېږي چې تروریستي کړنې یې ترسره کړې. د برېتانیکا دایره المعارف له مخې، په ځانګړې توګه دې سازمان "د برېتانویانو پر وړاندې چې غیرقانوني اشغالګر یې ګڼل، په ترهګریزو او وژونکو کړنو لاس پورې کړ او سخت د عربو پر ضد هم ؤ". اِرګون د ملګرو ملتونو، د برېتانیې او متحده ایالاتو حکومتونو له لوري، په رسنیو لکه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې؛ همدارنګه د انګلیس - امریکایي څېړنو کمېټې، د ۱۹۴۶ کال صهیونیسټ کانګرس او د یهود آژانس له خوا یو ترهګر سازمان وبلل شو. خو علمي شخصیتونو لکه بروس هوفمن او مکس ابراهامز لیکلي دي چې اِرګون ملکيانو ته د زیان نه رسېدو په پار د پام وړ هڅې وکړې، لکه له برید وړاندې خبرداری ورکول؛ د هوفمن په خبره، د اِرګون مشرتابه غوښتنه وکړه چې "د برېتانیې واکمنۍ فزیکي نښانې په نښه کړي پداسې حال کې چې د قصدي وینې تویونې مخه ونیسي." البرټ انشټاین په ۱۹۴۸ کال کې نیویارک ټایمز ته په یوه لیک کې اِدرګون او د هغه ځای ناستی هیروت ګوند له «نازي او فاشیست ګوندونو» سره پرتله کړل او اِرګون یې ترهګر، ښی اړخه، افراطي وطن پال سازمان وباله. زیاتره یهودانو ته د اِرګون تاکتیکونو په زړه پورې وو، دا یهودیان په دې باور وو چې د یهودي دولت د رامنځته کولو په پار د تروریزم په ګډون هر ډول ګام موجه دی.  

اِرګون د اسراییل د ښي اړخه هېروت (یا "آزادۍ") ګوند څخه مخکینۍ سیاسي ګوند ؤ، چې په اوسني لېکود (Likud) ګوند باندې بدل شو. لېکود له ۱۹۷۷ کال راهیسې د اسرائیلو د زیاتره حکومتونو مشري کړې او یا یې یوه برخه اوسېدلی.  

تاریخ  

د اِرګون غړي اکثراً د بېتار (Betar) غورځنګ او د اصلاح  پاله ګوند څخه وو چې هم په فلسطین کې او هم له هېواد نه بهر وو. اصلاح پاله غورځنګ د دې پټ سازمان لپاره عمومي ملاتړ رامنځته کړ. زیف جبوتنسکي، د اصلاح پاله صهیونیزم بنسټګر، په ۱۹۹۰ کال کې تر خپلې مړینې پورې دا سازمان اداره کاوه. هغه د هاولاګا (مخنیونه) او د هغې د پای ته روسولو په اړه د عملیاتو عمومي ولکه جوړه کړه او په ټولیز ډول د سازمان لپاره الهام ؤ. د آیډیولوژیکي الهام یوه بله لویه سرچینه د اوري زوي ګرینبرګ (Uri Zvi Greenberg.) شاعري وه. د سازمان نښان چې شعار یې רק כך (یوازې په دې توګه) ؤ او لاندې یې په یوه لاس کې یو ټوپک دی او په شالید کې یوه نقشې ده چې هم برېتانیې تر قیمومیت لاندې فلسطین او هم د اردن ختیځ امارت په کې ښکاري (هغه مهال دواړه د فلسطین باندې د برېتانیې قیمومیت شرایطو لاندې اداره کېدل)، په دې معنی ؤ چې ځواک د "وطن د آزادولو" لپاره یوازینۍ لار وه.

د اِرګون د غړو شمېر له څو سوو څخه تر څو زرو پورې توپیر درلود. زیاتره غړي یې هغه کسان وو چې د سازمان له قومندې سره یوځای شول، چې د تر قومندې لاندې یې بېلابېل عملیات ترسره کړل او تر ډېره حده د برېتانوي قانون سره په مخالفت کې یې پوستونه ډک کړل. زیاتره یې "عادي" کسان وو چې منظمې دندې درلودې او یوازې څو سلګونو یې پوره وخت په اِرګون کې کار کاوه.  

اِرګون هم د ستراتیژۍ او بنسټیزې آیدولوژي او هم د پي آر او پوځي تاکتیکونو په رابطه، لکه د صهیونیستي موخو ته رسېدلو لپاره د وسله وال ځواک څخه کار اخیستل، د بغاوتونو په ترڅ کې د عربانو په وړاندې عملیات او د برتانوي قیم حکومت سره اړیکې، د یشوف له سیاستونو او له صهیونیستي نړیوال سازمان سره اختلاف درلود. له همدې امله اِرګون تمایل درلود چې د صهیونیست مشرتابه او د یشوف  بنسټونو په پرېکړو سترګې پټې کړي. دا کار د دې لامل شو چې ټاکل شوي پلاوی دا خپلواک سازمان په رسمیت ونه پیژني او د شتون په زیاتره وختونو کې یې دا سازمان نامسؤل لیدل کېد، نو د هغې کړنې د شنډولو وړ وې. په همدې اساس، اِرګون د خپلو وسله والو عملیاتو ترڅنګ د عامه اړیکو کمپاین هم پیل کړ چې موخه یې د اِرګون له طریقې او د یشوف د رسمي سیاسي مشرتابه له ستونزو د خلکو قانع کول وو. اِرګون زیات شمېر تبلیغات خپاره کړل، یوه پټه ورځپاڼه او حتی د عبري راډیو لومړی خپلواک سټیشن، کول زیون هالوچیمیت (Kol Zion HaLochemet) یې په لاره واچول.  

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

لتوياپریونحجمحمد (ص) په اسلام کېشکرسوډانازاد شعرملا محمد يعقوبزړه‌بايللی - (2015)فيثاغورثيتمنځنی ختيځغسلاقتصادپوهنهد اوبو چينهبغلان ولايتچیکوسلواکيااتريشغور ولايتسورة الحاقةسيد جمال الدين افغانيتیکنالوجیمېخي ليکدودکولراسپوږمکۍسيد جلال الدين اشتيانيلال شهباز قلندرزارلاندامير امان الله خانقاسم سليمانيتاند (وېبپاڼه)میاشتنی عادتآزاديد امریکا متحده آیالاتونههرات ولايتډومنيکان جمهوريتغوره مدیرراپورښارهضمپښتو متلونهپير روښانحسابمحمود الحسن دېوبنديپوهنهپکتيا ولايتکندهارلومړی مخپانکراسمحمدکاشيرشيد احمد ګنګوهيکندهارۍ لهجهد الله نومونهبیکارید ارام سمندر جګړهسردار محمد يوسف خانانفلاسيون۱۹۵۱بارانشکودا ۲۸ ټې اړ سولاریسسرشمیرنهد افغان-انگرېز لومړۍ جگړه29 ډيسمبرد فرانسې انقلابي جګړېانټرنېټارمنستانتوکمډلههنرکابل ولايت🡆 More