یهود

یهود (په عبري: יְהוּדִים، په ISO 259-2 کې چې په لاتیني باندې د عبراني تورو بدلولو لپاره یوه ستندرد لړۍ ده: یهوديم، اسراییلي تلفظ یې:   دی) یا یهودي وګړي یوه توکمیزه-مذهبي ډله او ملیت دی چې له تاریخي اسراییل (یعقوب علیه السلام) او یهودا له نسب څخه د اسراییلیانو او عبرانیانو نه سرچینه اخلي.

یهودي توکم، ملیت، او دین یو له بل سره پیاوړې ګډه اړیکه لري، که څه هم چې یهودیت د یهودي وګړو توکمیز مذهب دی، اما سره له دې له نوموړي دین څخه پیروي له ډېرې ټینګې پیروۍ څخه تر هېڅ پورې متغیره ده.

یهود د دویمې مخزېږدې زریزې په بهیر کې په منځني ختیځ کې د یوې توکمیزې او مذهبې ډلې په توګه د شام په یوه برخه کې چې د اسراییل د ځمکې په نامه یادېده، راپیدا شول. د لرغوني مصر میرانپتاه نومې ډبرینه لوحه ظاهرً د دې تایید کوي چې یهودي خلکو ان په ۱۳مه مخزېږده پېړۍ کې (د ژېړو د دورې په وروستیو کې) په کنعان کې یو چېرته شتون درلود. اسراییلیانو، د کنعاني وګړو د یوې څانګې په توګه، د اسراییل او یهودا له پاچاهیو سره یو ځای په سیمه کې خپل واک وغځاوه. ځینې په دې اند دي چې دغه کنعان مېشته اسراییلیان له راتلونکو کوچي ډلو سره چې "عبرانیان" بلل کېدل، ګډ شول. د یو شمېر هغو سرچینو په حواله چې د جلا وطنۍ له دورو څخه یې په تفصیل سره یادونه کړې ده، له بابلي اسارتونو او جلاوطنۍ  نه رانیولې بیا تر رومي اشغال او جلاوطني پورې د یهودیانو د تبعید تجربه او په شام کې د یهودو او د دوی د ټاټوبي تر منځ د هغه وخت تاریخي اړیکې د یهودي تاریخ، هویت، کلتور او خاطرو یوه لویه مشخصه وګرځېده.

په ورپسې زریزه کې، تبعید شوې یهودي ټولنې په یو داسې اساس سره چې نیکونه یې چېرته اوسېدل، په دریو لویو فرعي څانګو کې بېرته سره یو ځای شوې: اشکینازي (په مرکزي او ختیځه اروپا کې)، سفاردي (په لومړیو کې په عبراني ټاپووزمه کې)، او میزراحی چې د ختیځیانو په معنی دی (په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې) میشت شول. له دویمې نړیوالې جګړې څخه د مخه د نړۍ په کچه د یهودو نفوس په ۱۶.۷ میلیونه شمېر سره خپل اوج ته ورسېد، [لا معتبرې سرچینې ته اړتیا ده] چې په هغه وخت کې یې د نړۍ د نفوس د شاوخوا ۰.۷ سلنې ښودنه ې کوله. د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې، د اروپا په لر او بر کې  تقریباً شپږ میلیونه یهودیان د نازي جرمني له خوا د هولوکاسټ په ترڅ په سېستماتیک ډول ووژل شول. ، [لا معتبرې سرچینې ته اړتیا ده] له هغه وخته راهیسې، نوموړی نفوس په ورو ورو یو ځل بیا لوړ شوی دی، او د برمن یهودي معلوماتي بانک د ۲۰۱۸ د شمېرنو پر بنسټ، د ۱۴.۶-۱۷.۸ میلیونو تر منځ اټکل شوی دی، چې د نړۍ د نفوس له ۰.۲ سلنې څخه لږ جوړوي.

د اسراییلو اوسنی دولت یواځینی هغه هېواد دی چېرته چې یهود د نفوس اکثریت جوړوي. نوموړی دولت په خپلو اساسي قوانينو کې، په ځانګړې توګه د انسان د کرامت او ازادۍ اړوندو قوانینو کې ـــ کوم چې د اسراییلو د ازادۍ له اعلان سره تړلي دي، ځان یو یهودي او دېموکراتیک دولت بولي او اسراییل د یهودو ملي دولت بولي. د اسراییلو د بیا راګرځېدو قانون ټولو هغو یهودي وګړو ته چې غواړي په خپله خوښه د اسراییلو په یهودي دولت کې مېشت شي، د تابعیت حق ورکوي. [لا معتبرې سرچینې ته اړتیا ده]

یهودو د انسانانو په پرمختګ کې په زیات شمېر څانګو کې لکه په ساینس او تکنالوژۍ، فلسفې، اخلاقو، ادبیاتو، سیاست، سوداګرۍ، هنر، موسیقۍ، کمېدي ډرامو، تیاتر، سینما، مهندسۍ، خوړو، درملو او مذهب کې، هم په تاریخي لحاظ او هم په معاصرو وختونو کې د پام وړ اغېز درلودلی او ونډه یې پکې اخیستې ده. یهودیانو انجیل لیکلی دی، د لومړني عیسویت بنسټ اېښودونکي وو او په اسلام باندې یې هم غیر مستقیم اما ژور تاثیر درلود. له دې لارو، یهودو همدارنګه د لوېدیځ کلتور په پرمختګ کې هم یوه د پام وړ ونډه لرلې ده.

نوم او رېښه

د یهود انګلیسي معادل جیو ("Jew") کلیمه په منځنۍ انګلیسي کې د ګیو (Gyw)، لیو (Iewe) په توګه دوام لري. دغه کلیمې د لرغونې فرانسوۍ کلیمې ګیو (giu) څخه مستعارې شوې دي، او نوموړې فرانسوي کلیمه پخپله له پخوانۍ جویوو (juieu) څخه او هغه بیا په خپل وار سره له جودیو (judieu/iudieu ) څخه رامنځته شوې ده کومې چې د منځنیو پېړیو له لاتیني کلیمې لودایوس (Iudaeus) څخه د اوازونو د حذف له لارې د ("d") توری ایسته کړی دی، لکه د انجیل د نوي عهد په یوناني نسخه کې د لودایوس (Ioudaios) کلیمه چې دواړه یهود ("Jew") او د یهودیې سیمې اړوند ("of Judea") یهودي ("Judean") معنا لري. پورتنۍ یوناني کلیمه له ارمني کلیمې یهودای (*yahūdāy) څخه مستعاره شوې ده چې له عبراني יְהוּדִי یِهودي کلیمې سره چې رېښه یې د یهودا تر ټولواکۍ لاندې وګړو ته ورګرځي. د عبراني انجیل په روایت، د یهودا د قبیلې نوم او همدارنګه د یهودا د ټولواکۍ نوم، دواړه د یعقوب علیه السلام د څلورم زوی یهودا څخه اخیستل شوي دي. د لرغوني انجیل یا د پیدایښت کتاب ۳۵:۲۹ او ۸:۴۹ برخو د یهودا نوم ته له یدا(yada) نوم سره چې معنا یې "ستاینه" ده، تړاو ورکړی دی. خو پوهان په عمومي ډول په دې موافق دي چې پر ځای یې د د کورنۍ د مشر او د ټولواکۍ دواړه نومونه یوه جغرافيایي رېښه لري ـــ چې ښایي د سیمې وادي ګانو او تنګیو ته به اشاره وي.

د یهودي لپاره عبراني کلیمه יְהוּדִי یعنې یِهودي ده، چې جمع حالت یې ְהוּדִים یعنې یِهودیم کېږی. په نورو یهودي ژبو کې یې نور مستعار نومونه په لادینو ژبه کې ג׳ודיו  یعنې دجودیو (Djudio چې جمع حالت یې ג׳ודיוס یعنې  Djudios دی) او په یدیش ژبه کې ייִד یعنې یِد (چې جمع حالت یې ייִדן یعنې یِدن دی).

په نورو ژبو کې کارېدونکی رېښه یي معادل یې د بېلګې په توګه، په عربي کې يَهُودِيّ، چې جمع حالت یې اَلْیَهُوْد کېږي، په جرمني ژبه کې جود ("Jude") په پرتګالي ژبه کې جوديو ("judeu")، په فرانسوي کې د نارینه لپاره جویف ("Juif")/ د ښځینه لپاره جویو ("Juive")، په ډنمارکي او ناروېژي ژبو کې جُد ("jøde")، په هسپانوي کې جودیو/جودیا ("judío/a")، په هالنډي ژبه جود ("jood")، په پولنډي ژبه زید ("żyd") او همداسې نور دي، په داسې حال کې چې د عبراني کلیمې څخه مشتق شوي معادل نومونه یې هم د یو یهودي د شرح کولو لپاره کارول کېږي، د بېلګې په توګه، په اېټالوي کې عبریو ((Ebreo،  په فارسي کې عِبْري/عِبْراني او په روسي ژبه کې  Еврей) چې تلفظ یې عِوْري دی). جرمني کلیمه جود ("Jude") د [ˈjuːdə] په بڼه تلفظ کېږي، اړوند صفت یې جودیش ("jüdisch" [ˈjyːdɪʃ] یعنې یهودي) د یِدیش ("Yiddish") کلیمې رېښه ده.

د امریکایي میراث د انګلیسي ژبې ډېکشینرۍ د څلورم چاپ (۲۰۰۰ز کال) له مخې، دا په پراخه توګه په ډاګه شوې ده چې د یهود (Jew) نوم په صفتونو کې لکه  یهود وکیل یا  یهود اخلاق، دواړه مبتذل او په لوړه کچه سپکاوی دی. د خبرو په دا ډول سیاق کې یهودي (Jewish) یواځینی منل کېدونکې شونتیا ده. ځینې خلک، بیا د دې جوړښت په اړه ډېر محتاط شوي دي او ان تر دې چې دغه ننګینه لفظ یې د یو نوم په توګه د یهود کارولو ته هم ورغځولی دی، چې دا کړنلاره خپله له ځان سره خطر لېږدوي. په داسې جملو کې لکه اوس په شورا کې څو یهودان موجود دي، کومه چې له سپکاوي سره تړاو نه لري، خو د یو غیر مستقیم بیان په توګه یې پر ځای د یهودي خلکو یا د یهودي مخینې لرونکو وګړو تعویضول ښایي پخپله د سپکاوي لامل شي، دا ځکه چې ظاهراً د یهود کلمه د نوم په توګه کارول یو منفي مفهوم لري.

هویت

یهودیت د یو ملت، یو توکم، یو دین او یو کلتور ځینې ګډې ځانګړتیاوې لري، کوم چې هغه تعریف ته چې یو یهودي څوک دی، له یو مذهبي، یا ملي تقرب په کارولو سره بېلابېلې بڼې ورکوي. په عمومي توګه، په معاصر سیکولري استعمال سره یهودیان درې ډلې شاملوي: لومړی هغه خلک چې په یوه یهودي کورنۍ کې زیږېدلي دي، پرته له دې چې آیا له دین څخه پیروي کوي یا نه؛ دویم هغه خلک چې یو څه اجدادي یهودي مخینه یا شجره لري (زیاتره وخت د هغو خلکو په شمول چې  اصلي مورنۍ شجره نه لري)، او دریم هغه خلک چې د یهودي شجرې یا نسل هېڅ مخینه نه لري او له مخکې نه یهودیت ته اوښتي دي او په همدې دلیل د یاد دین پیروان دي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پوهنهبیرمینګهامپکتيا ولايتشاه محمود سدوزىغزل پېژندنهپيشونايجېريامېډياويکيشاهزاده محمد اکبر خانهانډلې پېج ټايپ اواسلامي دولتجنرال عبدالملکسولهد افغانستان کلتورامام احمد بن حنبلسردار محمد يوسف خاند خوشال ادبي پښتوارګهمغږي نړیوال وختتېمور شاه درانيلږ پرمختللي هېوادونهسنګاپورپښتو پښتو تشريحي قاموسمالیکولونډو بازاراهل سنت او جماعتبرازیلمولويفقهگل پاچا الفتپښتون ژغورنې غورځنگشمالي کورياهنديحيیهرات ولايتمحمد شفيع عثمانيلرګیمولانا بجلی ګهرلمريزه ځلاپاڼهد نړېوال سازمانونه په اړه معلومات دوهمه برخهآی اېس او ۳۱۶۶يوټيوبولاديميرد افغانستان ولسوالۍپه امریکا کې له همجنس سره وادهژر انزالېدلمالاګاسي ژبهآی اېس او ۳۱۶۶-۱سورة المزملپيسېسواحلي ژبهمجاور احمد زياراوزبکي ژبهاوكراينمقتدی الصدرمتالورژيبهارعبدالاحد مومندوزهسعودي عربستانننګرهار ولایتکابل🡆 More