ګوګل (په انګلیسي: Google LLC) یو امریکایي ټیکنالوژيکي کمپنۍ ده چې زیات تمرکز یې په مصنوعي ځیرکتیا، آنلاین اعلانات، د لټون ماشین ټیکنالوژي، کلاوډ کمپیټینګ، کمپیوټر سافټویر، کوانټم کمپیوټینګ او انلاین بانکداري باندې دي.
او په نړۍکې "ترټولو قوي کمپنۍ" په توګه پیژندل شوی دی د مصنوعی ځیرکتیا په برخه کې د معلوماتو په راټولولو او بازار کې د خپل حاکمیت په لرلو او ټیکنالوژیکي ګټو له له امله د نړۍ د ارزښتناکه برانډونو څخه شمیرل کیږي.
اصلي مقاله: د ګوګل تاریخچه
ګوګل یوه څېړنیزه پروژه وه چې د ۱۹۹۶ز کال په منځنیو کې د لیري پيج او سرګي برین چې د کلېفورنیا په سټنفورډ پوهنتون کې دوه پي ایچ ډي محصلین ول پیل شوه.
دوي د خپلې پروژې نوم "BackRub" کېښودو ځکه ددوي پلټونکی ماشین د نورو ویب سایټونو ملاتړي لینکونه ارزول او په همدې بنسټ به یې د هغوي اهمیت د پلټنو په پایله کې ټاکل. (چې وروسته د پاڼې رتبه ونومول شول)، چې په هماغه وخت کې یې یو بل ویب سایټ چې RankDex یې ونومولو په ورته توګه کار کولو. د دوي پلټونکی ماشین په لومړي وخت کې په دې ډول لیکل کېدو google.stanford.edu او ګټه ترې اخېستل کېده او د ډېسمبر په ۱۵مه، ۱۹۹۷ز کال د google.com نوم یې هم ثبت کړ او د ۱۹۹۸ز کال په ډېسمبر کې د ګوګل لومړنی دفتر پرانېستل شو او په دې توګه دا شرکت په رسمي توګه ثبت او پرانېستل شو. په حقیقت کې د ګوګل لومړی کاري دفتر د منلو پارک په سوزان وژکیکي کراج کې کار پیل کړ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ګوګل, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.