ګالیلیو ډي وینچنزیو بنایتي دو ګالیله (په ایټالیايي: د ۱۵۶۴ د فبرورۍ ۱۵مه – د ۱۶۴۲ د جنورۍ ۸مه) چې عموما ګالیله یادېږي، یو ستوری پېژندونکی، فزیکپوه او انجنیر و چې کله ناکله د بحرالعلوم په صفت یادېږي او د اوسنۍ ایټالیا له پیزا سیمې سره یې تړاو درلود.
ګالیله "د تجربوي ستورپوهنې پلار"، "د معاصر فزیک پلار"، "د علمي مېتود پلار" او "د معاصرو علومو پلار" بلل کېږي.
گاليليو گاليلی | |
---|---|
(اطالوی: Galileo Galilei) | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (اطالوی: Galileo di Vincenzo Bonaiuti de' Galilei) |
پيدايښت | ۱۵ فبروري ۱۵۶۴ |
مړینه | 8 جنوري 1642 (78 کاله) |
استوګنځای | فلورانس |
مذهب | لاتیني کلیسا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فیلسوف فزيک پوه ګڼ پوهيال فیلسوف |
کاروونکي ژبه(ي) | لاتين ژبه ایټالیایي ژبه |
د کړنې څانګه | ستورپوهنه پنځپوهنه ميخانيک فلسفه شمېرپوهنه |
لاسليک | |
سمول |
ګالیله د سرعت او شتاب، جاذبې او آزاد سقوط، د نسبیت اصل، سکون او د پورته اچول شوي څېز د حرکت په اړه څېړنې وکړې او همدا راز د تطبیقي علم او تکنالوژۍ په برخه کې یې هم کار وکړ او د رقاصې (ځوړند جسم) ځانګړنې او د "هایډروسټاټیک تعادلات" یې تشرېح کړل. ده ترموسکوپ او بېلابېلې پوځي قطبنماوې اختراع کړې او تلسکوپ یې د اسماني اجرامو د علمي تجربو لپاره وکاراوه. په هغه تجربوي ستورپوهنه کې چې ده پکې ونډه اخیستې، هغه د زهرې د پړاوونو تلسکوپي تایید، د مشتري د څلورو لویو سپوږمکیو مشاهده، د زحل د کړیو کتنه او د لمرداغونو تجزیه او تحلیل دي.
ګالیله د کوپرنیک د مرکزیت د نظریې (چې ځمکه په ورځني ډول څرخېږي او له لمره تاوېږي) علمي دفاع وکړه چې د کاتولیک کلیسا او ځینو ستورو پېژندونکو له مخالفت سره مخ شو. دغه موضوع په ۱۶۱۵ کال کې د روم د عقایدو تفتیش وڅېړله او ویې ویل چې د مرکزیت نظریه احمقانه، بېمعنا او له بدعته ډکه ده، ځکه چې له مقدس کتاب سره په ټکر کې ده.
ګالیله وروسته وروسته په خپل کتاب "د نړۍ د دوو لویو نظامونو په اړه خبرې اترې" (۱۶۳۲) کې د خپلو نظرونو دفاع وکړه او داسې ښکارېده چې پر اتم اوربان پاپ برید کوي او په دې توګه پاپ او یسوعیان دواړه چې تر دې دمه یې د ګالیله ملاتړ کړی و، له ځانه پردي کوي. دی د عقایدو تفتیش محاکمه کړ، "په بدعت کلک تورن" وپېژندل شو او د خپلې خبرې بېرته اخیستو ته مجبور شو. ده خپل پاتې عمر په کورني بند کې تېر کړ. په دې موده کې یې "دوه نوي علوم" (۱۶۳۸) کتاب ولیکه چې تر ډېره د متحرکو اجسامو د علم او د موادو د استحکام په اړه و. همدا راز په دې موده کې یې هغه کارونه نچوړ کړل چې شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې یې کړي وو.
ګالیله د ۱۵۶۴ کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د ایټالیا په پیزا کې (چې هغه مهال د فلورانس د قلمرو یوه برخه وه) وزیږېد. دی د موسیقۍ د تیورېسټ، کمپوزر او غږوونکي وینچنزو ګالیله، او جولیا اماناتي چې په ۱۵۶۲ کال کې دواړو واده کړی و، د شپږو اولادونو په ډله کې تر ټولو مشر اولاد و. ګالیله پهخپله یو ماهر لوټغږوونکی (lutenist) شو او ډېر ژر یې له خپل پلار څخه ثابت اقتدار ته د شک په سترګه کتل زده کړل.
د ګالیله د پنځو وروڼو او خویندو په ډله کې درې یې ژوندي پاتې شول. تر ټولو ځوان یې مایکلآنجلو (Michelangelo) یا هم (Michelagnolo) و چې لوټغږوونکی او کمپوزر و او د ژوند تر پایه یې د ګالیله مالي بار ته اوږه ورکړې وه. مایکلآنجلو خپلو اوښيګانو ته (د ناوې د کور) هغه عادلانه برخه ورنهکړای شوه چې د ده پلار یې ژمنه ورکړې وه، هغوی وروسته هڅه وکړه چې د دغو برخو د اخیستو لپاره په قانوني حللارو پسې وګرځي. مایکلآنجلو کله ناکله مجبورېده چې له ګالیله څخه د خپلو موسیقیايي هڅو او سفرونو د جاري ساتلو لپاره پور واخلي. دغه مالي بار ښايي د هغو اختراعاتو د پراختیا لپاره د ګالیله له لومړني تمایل سره مرسته کړې وي چې اضافي عاید په لاس ورکړي.
ګالیلیو ګالیله چې کله اته کلن و، کورنۍ یې فلورانس ته کډه وکړه. خو دی دوه کاله د موزیو ټډالډي (Muzio Tedaldi) تر پالنې لاندې پاتې شو. کله چې لس کلن و، له پیزا سیمې روان شو تر څو په فلورانس کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي، او هلته د جاکوپو بارګیني (Jacopo Borghini) تر سرپرستۍ لاندې و. ګالیله له ۱۵۷۵ څخه تر ۱۵۷۸ کال پورې د ولمبروسا (Vallombrosa) په کلیسا کې چې د فلورانس جنوبختیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې پرته ده، په منطق کې زدهکړې وکړې.
ګالیله غوښتل چې ځان یوازې په خپل نامه معرفي کړي. هغه مهال په ایټالیا کې کورني نومونه یا تخلصونه اختیاري وو، او د ده اصلي نوم هم د خپل کورني نوم "ګالیله" له ریښې څخه جوړ و. د ده اصلي او کورنی دواړه نومونه د خپل یوه نیکه "ګالیله بونایوتي" چې په ۱۵مه پېړۍ کې د فلورانس یو مهم طبیب، پروفیسور او سیاستوال و، له نامه څخه مشتق شوي دي. ګالیله بونایوتي په فلورانس کې د سانټا کروچه په نامه په هغه کلیسا کې خاورو ته سپارل شوی و چې شاوخوا ۲۰۰ کاله وروسته ګالیلیو ګالیله هم همالته خاورو ته وسپارل شو.
د گاليليو گاليلی پلار گاليليو ته په کور کې سبق ورکاوه ، او تر هغه ېې کور کې ورباندې تعليم وکړ تر څو ېې دی د پوهنتون تر کچې لوړو زده کړو ته د وللمبروسه کلوسټر پوهنتون ته ورساو. وروسته له څلورو کالو د پوهنتون نه ده له ځان سره پتېيلې وه چې دی به مونک کېږي . پلار ېې د ده له اند سره همغږی نه و او نه ېې غوښتل چې گاليليو گاليلی د مونکانو تر اغېزې راشي نو ېې د هغه ځای نه کډه وکړه. پلار ېې غوښتل چې گاليليو لکه د عامو وگړو په څېر د خپل د گټې خاوند اوسي او دده پوهې ته ېې چې کتل نو ورته به ېې وېل چې بايد ډاکټر شي.
همداسې په کال 1581 کې گاليليو گاليلی د پيسا په پوهنتون کې ېې ځانته د طب په څانگه کې ځای ترلاسه کړاو په ډاکټري ېې پېل وکړ، که څه هم ده خپلې زده کړې پېل کړې وې خو د ډاکټري سره ېې پزړه پورتيا نه وه او ورځ په ورځ ېې د شمېرپوهنې سره مينه زياتېده . يوه ورځ دی د کاتېدرال کليسا کې ناست و چې ېې د کليسا په يوه څراغ سترگې ولږېدې چې ځوړند و او گرچاپېره تاوېده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article گاليليو گاليلی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.