کوسټاریکا

کوسټا ریکا (بریتانیا: /ˌkɒstə ˈriːkə/، US: /ˌkoʊstə/ (واورئ )؛ هسپانوي: ؛ په لفظي بڼه بډایه ساحل، )په رسمي ډول د کوسټا ریکا جمهوریت (هسپانوي: República de Costa Rica)، نوموړی په مرکزي امریکا کې پروت یو هېواد دی، په شمال کې د نیکاراګوا، په شمال ختیځ کې د کارابین بحیرې، په سویل ختیځ کې پاناما، په سویل لویدیځ کې له آرام سمندر  او د او د کوکوس ټاپو په سویل کې له اکوادور سره سمندري پوله لري.

دا هېواد د 51,060 کیلومتره مربع (19,710 میل مربع) په مساحت کې شاوخوا پنځه ملیونه نفوس لري. د اټکل له مخې 333,980 خلک په پلازمینه او ترټولو لوی ښار سان جوز کې ژوند کوي، چې شاوخوا دوه میلیونه خلک یې د پلازمېنې چاپېره  په لویو ښاري سیمو کې ژوند کوي.

کوسټاریکا

کوسټاریکا یو خپلواکه دولت دی چې د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ د یو واحد ولسمشریز جمهوریت درلودونکی دی. نوموړی هېواد د خپل اوږدمهاله او باثباته ډیموکراسۍ او د لوړو تحصیلاتو درلودونکي کاري ځواک په درلودو شهرت لري. دغه هېواد د خپلې بودیجې (2016م) شاوخوا 6.9٪ په ښوونه باندې لګوي، چې په نړیواله کچه په منځني ډول 4.4٪ کېږي. د نوموړي هېواد اقتصاد، چې یو وخت په کرنه پورې تړلی ؤ، ډېر پراخ شوی، چې مالي سکټور، د بهرنیو شرکتونو لپاره کارپوریټ خدمتونه، درمل جوړونه، او ایکوتوریزم په شمول سکټورونه شاملوي. ډیری بهرني تولیدي او خدماتي شرکتونه د کوسټا ریکا د آزادې سوداګرۍ په زونونو (FreeTrade Zones) کې فعالیت کوي چیرې چې دوی د پانګوونې او مالیې د هڅونې(تخفیف او معافیت) څخه ګټه پورته کوي.

په کوسټا ریکا کې په 16مه پیړۍ کې د هسپانوي واکمنۍ لاندې راتلو څخه مخکې د هغه هېواد اصلي اوسېدونکي میشت وو، چې تر خپلواکۍ پورې د مکسیکو لومړۍ سترواکۍ د یوې برخې په توګه یوه استعماري کالونۍ پاتې شوه، ورپسې یې د مرکزي امریکا فدرالي جمهوریت غړیتوب درلود، چې له هغه ځایه یې په 1847ز کې په رسمي توګه خپلواکي اعلان کړه. په 1948ز کې د کوسټاریکا د داخلي جګړې په تعقیب یې په 1949ز کې خپل پوځ په مکمله توګه ړنګ کړ او یوازې د ګوتو په شمېر هغو خپلواکو هېوادونو څخه یو شمېرل کېږي، چې د فعال پوځ له درلودو پرته جوړ شو.

دغه هیواد په پرله پسې توګه د بشري پرمختیا په شاخص (HDI) کې ښه ځلېدلی، په 2020 کې په نړۍ کې دوه شپېتم (62) او په لاتینې امریکا کې پنځم ځای لري. همداراز د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له خوا هم یادونه شوې چې د ورته عاید په کچه د نورو هیوادونو په پرتله یې خورا لوړ بشري پرمختګ ترلاسه کړی، د بشري پراختیا او نابرابرۍ په اړه د سیمې د منځنۍ کچې په پرتله ښه ریکارډ لري. دا هېواد په پرتلیزه بڼه د ډیموکراسۍ د وضعیت، د رسنیو ازادۍ او موضوعي خوښۍ په برخو کې هم ښه ځلېدلی دی. نوموړی هېواد د رسنیو د آزادۍ د شاخص له مخې په نړیواله کچه اووم ځای لري، د نړۍ د آزادۍ شاخص له مخې 37م ترټولو ډېموکراتیک هیواد دی او د نړۍ د خوښۍ راپور کې 12م(دولسم) خوشحاله هیواد دی.

تاریخچه

د کولمب څخه مخکې دوره

تاریخ پوهانو د کوسټا ریکا اصلي خلک د منځنۍ ساحې پورې اړوند په توګه طبقه بندي کړي ، چیرې چې د میزو امریکایی او اندیان اصلي کلتورونه سره یوځای شوي. په دې وروستیو کې، د کلمب څخه مخکې کوسټا ریکا هم د استمو- کولمبیا(Isthmo-Colombian Area) سیمې د یوې برخې په توګه تشرېح شوي.

د تیږو وسیلې، په کوسټا ریکا کې د انسان د هستوګنې ترټولو زړو شواهدو په توګه، د توریالبا په دره کې له 10,000ق.م څخه تر 7,000ق.م کلونو پورې د ښکار د مختلفو ډلو له راتګ سره تړاو لري. د کلوویس کلتور اړوند نېزې او له سوېلي امریکا نه د غشو شتون دا احتمال ورکوي چې په دې سیمه کې دوو مختلفو کلتورونو یوځای شتون درلود.

د کرهڼې شواهد په هغو وګړو کې چې شاوخوا 5,000 کاله مخکې یې په کوسټا ریکا کې ژوند کاوه، راڅرګند شوي. دوی په عمده توګه تیوبر او رېښې کرلې دي. له میلاد څخه مخکې له لومړۍ او دوهمې زریزې څخه لا پخوا د کروندګرو ټولنې شتون درلود. خو دا ټولنې کوچینې او تیت وې، که څه هم په سیمه کې د اصلي معیشت په توګه د ښکار کولو او راټولولو څخه کرهڼې ته د لېږد وخت لا تر اوسه نا څرګند دی.

د لوښو لومړنۍ کارونې شاوخوا 2000ق.م څخه تر 3000ق.م پورې ښکاري. د لوښو پاتې شوني، استوانه اي ګلدانونه، تختې، کدو ډوله ګلدانونه او د ګلدانونو نور ډولونه چې په لیکو سینګار شوي، کښل شوو انځورونو او ځینې یې د حیواناتو په بڼو جوړ دي، موندل شوي دي

د کوسټا ریکا په عصري کلتور کې د ځایی خلکو اغیزه د نورو هیوادونو په پرتله یو څه لږ ده ځکه چې دا هیواد یو پیاوړی اصلي تمدن نلري تر څو یې د مرجع په توګه وکاروي. د اصلي اوسیدونکو ډیری برخه د هسپانوي ژبې استعماري ټولنې ته د یو بل سره د واده کولو له لارې جذب شوې، پرته له ځینو کوچنیو پاتې شونو څخه، چې ترټولو مهم یې د بریبري او بوروکا قومونه دي چې لاهم په سوېل ختیځ کې د کورډیلیرا ډی تالامانکا(Cordillera de Talamanca) په غرونو کې له پانامې سره پولې ته نږدې د کوسټا ریکا په سوېل ختيځه برخه کې  اوسیږي.

هسپانوي استعمار

د کوسټا ریکا نوم، چې په هسپانوي ژبه کې د "بډایه ساحل" معنا لري، د ځینې آثارو پر بنا د لومړي ځل لپاره د کریسټوف کولمب لخوا کارول شوی ؤ، کله چې نوموړی په 1502م کې د خپل وروستي سفر په بهیر کې کې د کوسټا ریکا ختیځو څنډو ته لاړ، او د سرو زرو ګاڼو په اړه یې چې د ځایي اوسیدونکو لخوا اغوستل کېدې، معلومات تر لاسه کړل. دا نوم امکان لري، د فاتح ګیل ګونزالیز ډیویلا (Gil González Dávila) څخه هم راغلی وي، چې په 1522 کې په لویدیځ ساحل کې ښکته شو، د ځايي خلکو سره مخامخ شو او  له دوی څخه يې یو مقدار سره زر څه نا څه د تاوتریخولي، غلا له لارې او ځینې وختونه د ځایی مشرانو څخه د ډالیو په توګه ترلاسه کړل.

د استعماري دورې په زیاتره موده کې ، کوسټا ریکا د ګواتیمالا د عامې کپتانۍ (Captaincy General of Guatemala) سویلي ولایت ؤ، چې د نوې هسپانیا د نائب السلطنه برخه ګڼل کېده. په حقیقت کې، عامه کپتاني د هسپانوي سترواکۍ د ننه په لویه کچه خپلواکه اداره وه. په ګواتیمالا کې د کپتانۍ له پلازمینې څخه د کوسټا ریکا فاصله، د هسپانوي سوداګریز قانون له مخې د هغه د سویلي ګاونډي پاناما سره د سوداګرۍ څخه قانوني ممانعت، بیا د نوې ګراناډا (یعنې کولمبیا) د نائب السلطنه  یوه برخه ګرځېدل، او د د سرو زرو او سپینو زرو په څېر د سرچینو نشتوالی، ټول هغه څه وو چې کوسټا ریکا یې د هسپانوي سترواکۍ په د ننه کې په یوه بې وزله، جلا شوې او لږ مېشته سیمه بدله  کړې وه. کوسټا ریکا په 1719م کې د یو هسپانوي والي ل خوا "په ټوله امریکا کې ترټولو بې وزله او تر ټولو بدبخته هسپانوي کالونۍ" وبلل شوه.

د کوسټا ریکا د بې وزلۍ تر شا بل مهم فکتور د پام وړ ځایی نفوس نشتوالی ؤ تر څو د اجباري کاري ځواک په توګه ترې کار اخیستل شوی وای، دا په دې مانا وه چې د کوسټا ریکا ډیری اصلي مېشته اوسیدونکي باید په خپلو ځمکو کې کار وکړي، چې په دې سره  د لویو هیکینډا (کروندو) د جوړولو مخه ونیول شوه. د دې ټولو دلیلونو لپاره، کوسټا ریکا، په لویه کچه، د هسپانوي تاج لخوا نه منل کیده او له پامه غورځول شوې وه او په یواځې ځان پراختیا ته پریښودل شوې وه. داسې انګیرل کیږي چې د دې دورې په موده کې شرایط د ډېر ځانګړي وضعیت د رامنځته کېدو لامل شوي چې د کوسټا ریکا ورباندې مشهوره شوې، پداسې حال کې چې په ورته وخت کې د کوسټا ریکا د نورو ګاونډیو په پرتله د لا ډیرې آزادې ټولنې په توګه د پراختیا لپاره مرحلې ته ننوتله. کوسټا ریکا یوه داسې "کلیوالي ډیموکراسي" شوه چې هیڅ مظلومه میستیزو(دو رګه) یا ځایي مېشته طبقه یې نه درلوده. ډېر وخت نه و تېر شوی چې هسپانوي الاصله اوسېدونکو غونډیو ته مخه کړه، هلته یې د ولکانیکي بهیرونو څخه پاتې بډایه خاوره او د ټیټو ځمکو په پرتله معتدل اقلیم وموند.

سرچينې

Tags:

کوسټاریکا تاریخچهکوسټاریکا سرچينېکوسټاریکا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د کتاب نړيواله کره شمېرهلمریزه برېښنا2013بوداپستملالۍ د لوړو زده کړو موسسهويکي15 مېد افغانستان لنډ تاريخپينځه نۍالېکسانډر گراهام بېلکچالوهنګري18 اگسټانرژي18 ډيسمبرگرمټمياشت (موده)د خپلواکو هېوادونو لړليکروغتونانبارمېډياويکيد انسان بدنجامعه عمراخلاقننګرهار ولایتشړشمډونالډ ټرامپمحمد گل خان مومندآرپوهنهمړینهباغ وحش کندهارپرتګالدوهمه ملکه الیزابتاېټاليااډولف هټلرارګ۳۱ وږیبوديجهویروسد اندازه کولو واحدانور شاه کشميريدويمه نړېواله جګړهد پښتو ژبې ليکنښېاسټرالیااسلامپالنهدژوندبڼو ډولونهزمریسوډان29 جنوريد نړۍ اووه نوي عجايبمنظور پشتينلرغونپوهنهجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)عراقد هیوادونو نوملړنس ناستیولسمشرپيسېپکتيا ولايتالبرټ آينسټاينکندهاریاندریم جورجپه انسانانو کې د تذکیر آلهلمونځد کانونو استخراجمومند🡆 More