چنگاښان (په لاتين: Brachyura) د اوبو ژويو څخه دي چې د نړی په بېلا بېلو سمندرونو او خوږو اوبو کې ژوند کوي نوموړی ژوي لس پښې او باندینی اسکلټ لري.
Brachyura چنگاښان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
لاندي شاخه | كلک څرمنې ژوې |
طابقه | Malacostraca |
طایفه | لس پښې لرونکی ژوي |
لاندی طایفه | Pleocyemata |
infraorder | چنگاښ |
مخکينی پښې په لویو نوسو تبدیل شوي دي. بدن یی د نس او cephalothorax (سر او ټټر یوه لویه برخه جوړ کړي دي) څخه خوړ شوي دي د چنگاښ نارينه څوکه ور نس او ښځينه گردى نس لري. تر اوسه پورې د دي ژويو ۶۸۰۰ ډوله توصيف شوي دي. کوني کبر یا چنګاښ Crab ټول د لنډې لکۍ چنګاښونه دي په ځانګړې توګه براکیورن (brachyurans). په دیکاپوډا ډله (order Decapoda) او ارتروپوډا فیلوم (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي. براکیورن د چنګاښ کورنۍ براکیورا انفرا ډله (infraorder Brachyura) ده چې ریښتینی چنګاښ ګڼل کیږي خو له دې پرته انوموران (anomurans) شکلونه هم پکې شامل دي، انوموران د انومورا فرعي ډله (suborder Anomura) ده. انفرا ډله په ډلبندۍ کې له فرعي ډلې لاندې ډلې ته وایي. تر اوسه یې ۱۰۰۰۰ ډولونه مطالعه شوي. کوني کبر چنګاښ په سمندر، تازه اوبو کې او په ځمکه ژوند کوي. د پښو لمړۍ جوړه یې په پنسونو بدلیږي، کاراپاس یا ساتونکی کاسه یې پراخه وي. ډېر په سمندر کې ژوند کوي حتی هغه چې د ګرمو سیمو په ځمکه کې ژوند کوونکي دي سمندر ته کوزیږي او ډېری یې خپله لاروال دوره په سمندر کې تېروي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article چنگاښ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.